
دتېرې ورځې دهوا وړاندوینه ناسمه وه. دنومبردوهمه ورځ سړه وه خووریځې نه وې. دهوا ناظردمخابرې له لارې خبرراکړچې دانجومن کنډودالوتنولپاره روڼ دی.
له دوشنبه سره مودمخابرې له لارې اړیکه ونیوه. اوهلته هم باران ؤخوپه هوایي ډگرکې هوایي عملیات ترسره كېدل. دتگ لپاره مې تیاری نیول پیل کړل اوهغه جامې چې دتېروڅوورځوپه مهال مې اغوستلې، بېرته خپل وړین (له وړیوجوړ)بکس ته واچولې. داسې ښكارېدله چې دغه سهاربه یوهوسا سهاروي.
خودبگرام څخه دسټان په واسطه دمخابرې کړلوله امله دغه حالت بدلون وموند. د او ډي اې555 گروپ یوسرتېری دتېرودوه ورځوراهیسې ناروغ شوی ؤاودځانگړوځواکونوډاکټرنه ؤتوانیدلای چې دسرتېري دناروغی لامل څرگندکړي. هغه لوړه تبه اوتیزسردرد لره او حتی مورفین (یوډول د درد تابلت. ژ)یې هم درد هوسا نه کړ. ډاکټروړانديز وکړچې سرتېری باید دازبکستان په کرشي خان اباد کې دځانگړوځواکونوهډې ته ولېږداوه. موږهم سمدستي غبرگون وښود. دالوتکې کارمندان چې ډاکټریې ترڅنگ ؤ، هوایي ډگرته لاړل څوگل بهار ته الوتنه وکړي. سټان به د ۵۵۵ گروپ سره دسرتېري په لېږلو کې مرسته وکړي څوپه گل بهارکې زموږچورلکې ته وروسپاري. بیا به له هغه ځایه استنې ته راشي څوموږڅلورنفره چې دسفرپلان مودرلود، له ځان سره دوشنبې ته يوسي. ممتاز هوایي ډگرته له موږڅلوروسره دخدای پامانی لپاره لاړ. داځل خوزه ډاډه وم چې دوشنبې ته به ورسیږو. ما ورته وویل چې دمزارپه خوا او شا کې په بمبارۍ کې زیاتوالی یوپرمختگ اوهمدارنگه دکابل اوتخارسره په لومړیوکرښوباندې دورته بمباری لپاره خبرداری دی. فکرنه کوم چې زما په خبرویې باورکړی وي خوموسکا یې وکړه اولاسونه موسره ورکړل. په نهه بجې زموږچورلکه دسويل خواڅخه یوه ناڅاپه راننوتله. موږدلاسونواوپښوپه وهلوسره وروختلواوریک اوزه بیا دکارگوپه برخه کې كېناستلو. سرتېري دچورلکې دمخکنی برخې په ښي خوا باندې پرتذکره کې اوچول شوی اوډاکټریې ترڅنگ ناست ؤ. زموږډاکټرهم لاړځکه چې ده هم دهغوی ډاکټرڅخه اضافه هڅه نشوه کولای. په نهه بجې او یوولس دقیقوموسفرپیل کړ. دانجمن کنډوپرلورې موهغه ثابت په مخ پورته ختل چې اوس مهال ورسره اشنا ؤپیل کړ. سرتېري چپ ؤاوله وړیوجوړه شوي، پیک داره خولۍ یې په سترگوایښي وه. ډاکټروویل چې سرتېري ښایي یوډول دمغزودپړسوب ناروغي ولري، اوکه هغه وي، نوجدي اوبیړني طبې پاملرنې ته اړتیا لري.
هرڅه عادي اوتکراري ښكارېدل ترهغې چې بک مې یوځل بیا دپیلوټ ځای ته دخوځښت پرمهال ولید. موږ يوازې دانجمن کنډوتېرې څوکې ته ورپورته كېدلواوزما ترڅنگ دکوچنی کړكې څخه بهر هوا پاکه ښكارېدله. بک دسپارلی برخې ته راغی اوډاکټرته په غوږکې دخبروکړلولپاره زنگون وواهه.
بک زموږخواته راوکتل، سریې وښوراوه اوپه لاس یې دبیرته گرځېدلواشاره وکړه. موږراوگرځېدواودرې ته خوځېدلو. ایا زموږپه وړاندې هوا بدلون وکړ؟
زه پوهېدم چې دایوه جدی پرېكړه وه، اوداسې یوه پرېكړه چې پیلوټانوپه اسانی سره نه نیوله، په ځانگړي ډول چې سرتېري یوپه داسې حالت کې ؤ.
زه په داسې حال کې چې راوگرځېدواودکوزیدلومحل ته دخوځېدلوپه حال کې ؤ، ډېرخپه شوم. موږدچورلکې له مخکنی دروازې ووتلواوبک دچورلکې څخه دتذکرې په اسانی سره دباسلولپاره، دکارگولويهدروازه خلاصه کړه. کله چې دغه کارترسره اوچورلکه له دغه ځایه انتقال شوله، ایډ اوگریک راغلل څودپېښې په څرنگوالي موږپوه کړي. داځل دتیلوفلټرموضوع وه. دلومړي فلټرلپاره غمې په هغه وخت کې چې دکنډوسرته وختلوسورشواود دوهم فلټرلپاره غمې په هغه وخت کې چې په کنډوباندې په منځ ځوړکوزیدلو، سورشو. ایډ وویل چې که چېرې یوفلټرخیرن وای، ما دالوتنې لپاره چانس درلود خو ددواړوفلټرودچټل كېدلوپه صورت کې یې امکان نه ؤ.
هغه دانجمن قابلیت اوتوان په داسې حال کې چې دټآنكې څخه مستقیمً خاورې زبیښې، نه ؤازمویلی.
هغه دالوتکوپه وخت دانجمن توان اوقابلیت په داسې حال کې چې دتیلوټآنكې څخه نیغ په نیغه خاورې، زبیښې، نه دي ازمویلي اوهغه نه غوښتل چې ورځ په داسې حال کې چې لوړوالى یې ۱۴۵۰۰ فوټه وی اوكېناستلولپاره بله ساحه هم نه وي، پیل کړي.
دفترته تررارسېدلو وروسته خبر شوو چې پاپي دټاسک فورس ډاگرله هډې سره په اړیکه کې ؤاوهغوی یې زموږدچورلکې په وړاندې له ستونزې څخه خبرکړل. ډگروال ملهولانډ دسرتېري دلېږلو لپاره دماسپښین په درې بجوخپلوکسانوته دراتگ امرورکړ. دطبي دلایلولپاره نوموړي ماموریت به دټاسک فورس ډاگرلومړنی عملیات وي چې دورځې له خوا یې ترسره کوي. دقیقاً په درې بجې موږته خبر راکړل شوچې الوتنې دمهال ویش سره سمه پیل شوله اوددېرشودقیقوپه بهير کې چورلکه دخرابۍ سره مخامخ اوداسې شونې وه چې په لوړه ارتفاع کې به هوا نوره هم خرابه شي.
همدا لامل ؤاوپه پينځه بجې ټاسک فورس ډآگرخبرراکړچې الوتنه بیرته قرارگاه ته دگرځېدلوپه حال کې ده. ددغه اندېښنوڅخه پرته، دالفا گروپ څخه خبر اوس هم مثبت ؤ. دسهارپرمهال دهوا له لارې دمهماتواونورواکمالاتوغورځونه په كاميابی سره ترسره شوي اوتوكي یې په مساوي توگه ددوستم اوعطا ترمنځ ویشل شوي وو. دوستم دطالبانودسخت مقاومت سره سره دشولگرسیند درې څخه دمزارپه لورې دشپږمیله په واټن مځکه رالاندې کړي وه. امريكني بم غورځوونکوالوتکوددوستم ځواکونولپاره دروځې په مهال تکتیکې هوايي مرسته برابر کړي اودغه مرستې ددوستم دځواکونوپه بریالیتوب کې مهمه ونډه لري.
ټاسک فورس ډاگرخبرراکړچې راتلونكې ورځ بل طبې ماموریت پرلاره اچول كېږي. داځل، په هرترتیب، په لویدیځ پاکستان کې دجېک اباد له هوایي اډې څخه به دوه سي اېچ ۵۳ ډوله چورلکې الوتنه کوي. دا الوتنه به په یوه سخت اوزیږه عرضي باندې چې دطالبانودټینگې والکې لاندې ده، ترسره كېږی.
دډگروال ساک اېچH گروپ به د مځکې په نښه کولودنده ترسره کوي خوموږدراتگ وخت ورځینې وپوښت څووکولای شودگروپ څوغړي په ځانکړي ډول ډاکټرانتظارکړو څوداړتیا په وخت کې مرسته وکړي. موږټول د خوب ځایونوته په دې هیله چې دسهاروختي به د دوه سي اېچ ۵۳ ډوله چورلکودراتگ خبرراکول كېږي، لاړو اوخبرهیڅ رانه غی.