د افغانستان د خلاصون لار / څلورمه برخه/بهرني عوامل

 
په تیرو لیکنو کې مو د افغانستان کور دننه د ستونزو حل لارو چارو باندې خبرې وکړې، خو د کور دننه ستونزو سره د افغانستان ستونزه بهرني عوامل هم لري چې دا عوامل ګاونډي ، سیمه ایز او نړیوال عوامل  دي:
د ګاونډ عوامل : افغانستان په وچه چاپیره شوی هیواد دی چې له شپږو هیوادونو سره ګډه پوله لري، چې له دې شپږو هیوادونو څخه یې دوه ځانګړی اهمیت لري چې تل د افغانستان کور دننه ستونزو  له کبله همدې هیوادونو ( پاکستان او ایران ) ته اکثرآ ګوت نیونه کیږي .
افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له کبله چې بحر ته لار نلري تر اوسه یې نورو هیوادونو سره  د همدې هیوادونو له لارې خپله راکړه ورکړه کوي چې ډیری وخت همدا ترانزیټي لارې د یوې سیاسي فشار وسیلې په توګه کارول شوي او کارول کیږي .
پاکستان چې افغانستان ختیځ او جنوب خوا کې موقعیت لري له خپل پیدایښت ورخې (1947 / اګست/ 14 ) څخه بیا تر نن پورې د خپل ژوند بقا او ګټو دپاره یې تل زیار ایستلی چې خپل ګاونډ کمزوری او ځانته محتاج وساتي، ځکه پاکستان خپل ختیځ ګاونډی هندوستان سره کشمیر پر سر سرحدي ستونزه لري چې هره شیبه یې د دواړو خواوو په جنګ کې د ښکیلتیا چانس شته، له دې امله پاکستان نه غواړي د دوه قوي او په خپلو پښو ولاړ هیوادونو ترمینځ کې شتون ولري ځکه د کشمیر په څیر افغانستان سره هم د ډیورنډ کرښې ستونزه لري چې حقیقت کې پاکستان پر پردی خاوره او له مختلفو ملتونو ( پښتنو ، بلوچو ، سند یانو او له هند څخه کډه شوي مهاجرو )  څخه د بل       ( انګریزانو ) په لاس جوړ شوی هیواد دی چې ډیر زر د بیا پاشل کیدو امکان لري چې ښه بیلګه یې د ختیځ پاکستان ( اوسني بنګله دیش ) جلا کیدل دي .
پاکستان خپل دښمن هند سره  پټه استخباراتي جګړه هم زیاتره وخت په پاکستان کې میشت افغان مهاجرو پر مټ پر مخ وړي له دوی څخه د نړیوالو مهاجرت قوانینو خلاف  په خپله ګټه کار اخلي او ځینې وخت یې د خپل فوج په نوم جنګ ته هم لیږل شوي .
پاکستان خپلو توکو ته د بازار موندنې له کبله هم تل زیار ایستلی ترڅو افغانستان نا امنه وساتي او خپل توکي پر دغه هیواد په خپل خوښه قیمت وپلوري او افغانستان کور دننه کار خونې جوړیدو مخه ډب کړي.
توکو خرڅلاو بازار تر څنګ پاکستان د انرژي تولید له پلوه کمزوری هیواد دی چې ډیری اوبو زیرمې یې د هند او افغانستان څخه دغه هیواد ته بهیدونکو اوبو څخه  سرچینه اخلي .
ددې دپاره چې افغانستان پاکستان ته بهیدونکې اوبه را ونه ګرځوي او بندونه پرې جوړ نکړي  هم د لاس وهنې لوی لامل دی .
تر 2001م کال پورې پاکستان افغانستان خپله پنځمه صوبه ګڼله او د افغانستان دپاره یې ځانګړې بودیجه او ځانګړي تشکیلات درلودل خو د 2001 کال سپتمبر یوولسمې  له پیښې وروسته نړیوالو راتګ هر څه بدل کړل .
اوس چې افغانستان نسبتآ د یو حکومت درلودونکی دی، افغانستان کولای شي د هغه مجبوریتونو او ستونزو په درک کولو سره چې اوس مهال پاکستان ورسره لاس او ګریوان دی خپله بهرنی پالیسي د پاکستان پر وړاندې تیاره کړي او پاکستان لخوا پیل شوې لوبه په خپله ګټه تمامه کړي .
افغانستان کولای شي پاکستان ته د انرژی د لیږد په یو ارزانه او اسانه لارې بدل شي چې ددې کار دپاره یو څه اړین ګامونه  اخیستل شوي چې د کاسه یک هزار برښنا پروژې ، ټاپي ګازو پروژې  نومونه یادولو وړ بولم خو لا یې د کاغد او عمل ترمینځ واټن شتون لري .
د انرژی لیږد سره سره د افغانستان خپل ستراتیژیک اقتصادي موقعیت له کبله هم مهم رول لوبولی شي چې منځنی اسیا او ختیځې اسیا د ترانزیت څلور لارې  حیثیت لري .
کچیرې افغانستان حکومت وتوانیږي چې داسې پالیسی جوړې کړې چې له امله یې د پاکستان احتیاجاتو پوره کولو دپاره افغانستان امن او ثبات مهم او اړین ثابت کړای شي نو پاکستان به مجبور شي تر څو په هغه پالیسیو چې افغانستان کې د  بې ثباتی دپاره جوړې کړي له سره کتنه وکړي چې له دې لارې ممکن افغانستان یو تل پاتې سولې ته لاره پیدا کړي .
نور بیا ......