مسوولیت



وخت لکه وږی لیوه هرې خواته په برندو، برندو ګوري، خواږه او ترخه په یوځل او یو وخت فناء کوي.
ماشومان وو، په څه نه پوهیدو او د پوهیدو عادت مو هم نه وو. خلکو به ویل چې ماشومان دي، خیر دی، نه پوهیږي.
زمونږ ماشومتوب هم له ځانه سره په پټه ویل چې: ښه پوهیږو، نه پوهیږو.
هو!! ماشومتوب لیونتوب وي او له ماشومانو هیڅوک ګیله نه کوي.
دا لیونتوب هم تیر شو، زمونږ ماشومتوب ځوانکی شو او د ځوانۍ په مستیو ورګډ شوو. 
پدې پړاو کې هم تر ډېره په دې ټینګار وو، چې ځوانان دي ، خوشاله دي وي، سبا یې هسې هم دروند پیټی تر غاړې دی.
ځوانانو چې هره شوخي کوله، چا څه نه ورته ویل او که ځینو به شکایت وکړ، خبره به یې په خوله کې ور پرې کړه، چې مونږ هم ځواني تیره کړي. خو ټولو دا ډول مفکوره نه درلوده، ډیرو به ویل چې هر څه یو حد لري، ځواني هم یو حد لري، انسان باید له ماشومتوب نیولي تر زړښت پورې باید مسوول شخص وي.
خو دا ځواني هم تیره شوه او مستي تر انتها ورسیده.
 مسوولیت اوس یو دروند پیټی دی، هر څوک اړ دي چې هغه د خپل توان په اندازه پورته کړي. دغه پیټه نه غواړي چې پر ځای پاتې شي، ځکه دغه پیټی متحرک پیدا شوی، نو اړ یو چې هغه په حرکت راولو.
 د ځان غم، د کور غم ، د کلی غم مو هم یوازې نه پریږدي ، ټولنه زمونږ پر اوږو بار ده او تاریخ راته د ټولنې د مسوول په سترګه ګوري.
مونږ او تاسې چې اوس غټ خلک یو، نو اړ یو چې مسوولیت ومنو. غټیدل پدې مانا ندي چې لوی منصب مو ترلاسه کړی او یا مو په عمر کې زیاتوالی راغلی، بلکې دا یو هم نشته، خو هغه څه چې سړی غټوي هغه مسوولیت دی.
ماشومان هم غټ خلک دي او هیڅکله دې ورته په کمه نه کتل کیږي، ځکه د زانګوو زنګوونکی، د جهان زنګوونکي دي.
پدې اساس سره مونږ ټول بامسووليته اشخاص یوو، او د مسوولو اشخاصو په توګه اړ یوو چې په ټولنه ژوند وکړو.