
څومره، چې سړی په ځان کې د ځان اتکایي او باور قوه پیاوړې کوي، هومره یې پر خپل بریالیتوب باور ډېرېږي. هرڅوک باید د ستونزو په حل کې پر خپل قوت حساب وکړي. تر هرڅه مخکې خپل دغه قوت و ازمویئ. کېدای شی دا به ستاسې عادت وي، چې د ځان وړتیا په هېڅ وشمېرئ، لومړی ستونزو ته چندان ارزښت نه ور کوئ، چې ښې پراخې او پېچلې شي، بیا چیغې او نارې پیلوئ.
ځینې خلک وینئ، چې خورا خوشاله او بافکره او بریالي دي. هغوی له خپل هوښ، فکر او د ستونزو پر وړاندې له حوصلې او مقاومته کار اخلي. په بل اړخ کې داسې کسان هم وینئ، چې تل یې خولې په شکایتونو پرانیستې وي. د مچ له وزر نه غر جوړي او ژوند په شکایتونو او ګیلو مانو تېروي.
هېچا ته معجزې نه راځي، چې ستونزې یې اوارې شي. ستونزې پخپله ستاسې په لاس کې دي، چې خپلې یې اوارې کړئ. د ستونزې خدايي حل ته په انتظار کښېناستل، ستاسې ستونزه نه اواري. ددې لپاره عملي اقدام په کار دی.
هېڅ وخت خپله ستونزه دې ته مه پریږدئ، چې پېچلې شي او رېښې وغځوي. په لومړي سر کې یې رېښې ور قطع کړئ. هره ستونزه مو جدي ونیسئ او پر حل یې فکر وکړئ. انسان هم ستونزه اوارولای شي او هم لمن ورته وهلای شي. لمن وهل په دې معنا، چې په کیسه کې یې نه اوسئ. وایئ، ځه دومره خبره نه ده، اواره به شي!! په همدې کې دومره ستره شي، چې بیا مو یې حل کول له وسه بهر وي.
که له ځان سره وایئ، چې یاره له ما څه نه جوړیږي!! دا کار نه شم کولای، زه همدې خټګرۍ ته پیدا یم. زما یې په دې څه، پلار او نیکه مې دهقانان وو، زه او طبابت ډېر سره لرې یو!! دا د ځان پر وړاندې د بې باوریو د غره جوړول دي. که داسې فکر کوئ، مطمینا، چې رښتیا هم هېڅ یئ او څه نه درنه جوړیږي.
هېڅ داسې ستونزه نشته، چې حل ونه لري. تاسې خپل فکر په کار واچوئ، ستونزه مو اوارولای شئ.
ډیر کسان له ستونزې سره مخ کیږي، خپله روحیه له لاسه ور کوي او له خپل توان، وړتیا او فرصتونو کار نه اخلي. که وپوهېدئ، چې د ستونزې کلي د بل چا په لاس کې ده او ستاسې له توانه بهر ده، ژر د ستونزې د حل مرجع ته مراجعه وکړئ. له نورو د مرستې غوښتل بد کار نه دی، کېدای شي له توقع ډېره مرسته مو وکړي. هغه کسان، چې ستونزې پټوي، په واقعیت کې له ځان سره ظلم کوي. (ژباړه)
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.