
اومه برخه
د بمبارۍزياتېدنه
۱-۴ نومبر ۲۰۰۱
راتلونكى. سهاردنومبر لومړۍ هم دتېرې شپې په اندازه لنده ؤه اوباران هیڅ کم نه شو. توپان نورهم تیز شواواوسمهال دانجمن په کنډواودشمالي لورې په غرونوهم اورښت كېده. ژمى په بیړه راښكارېده. دپينځوراتلونكي ورځولپاره هم هوا خرابه اټکل شوې وه.
ریک کوښښ کاوه چې انجمن دغرونوپه سر دالوتنې اود درې څخه دوتنې اوراننوتنې لپاره بله لارولټوي. په گل بهارکې زموږدهوایي ډگردجوړېدوکار دپای ته د رسېدلوڅخه دوه اونۍ تېرېږی اوموږتراوسه نه ؤکارولی.
ریک فکرکاوه چې په منځنۍ اندازه ثابت وزرلرونكې الوتکه چې تاشکند ته په نږدې وختونوکې راغلی وه، ښایي چې دگل بهارله هوایي ډگرڅخه چې دهندوکش دغرونوپه سردالوتنې پرځای دشمال اولویدیځ له لورې راننوځي، کارواخلي.
په تاشکند کې دهوایي عملیاتوافسراوپیلوټان دگل بهار دهوایي ډگردکارولوسره هوکړه وکړه خولومړی باید زموږدپیلوټانوله خوا سروې اوتصدیق شوى وای. ایډ اوگریک هوکړه وکړه چې دهوا دحالاتودښه والي په پايله کې به گل بهارته دسروې دترسره کولو لپاره الوتنه وکړي. دغرمې پرمهال له سټان سره چې په بگرام کې ؤ، وغږیدلواوهغه وویل:چې دبمباری په سخت والي اویا تیز والي کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. او ډي اې-555 گروپ اوس هم دکابل سره په لومړۍ کرښه باندې دبمبارۍ لپاره یوه الوتکه په واک کې ورکول كېدله. براډ دتخارڅخه همدې ته دورته حالت خبرراکړ. زه دهانک پرهغه خبرو چې ویل یې ددوشنبې لیدنه مثبت وه، نورشکمن كېدلم. خوماسپښین ناوخت په بمبارۍ کې بدلون راغی ولې هغه دمزارشریف په لومړۍ کرښه باندې ترسره شوی ؤ. دالفا گروپ خبر راکړچې په همغه ورځ د بي۵۲ ډوله او بي۱ ډوله الوتکوپه واسطه درنې بمبارۍ ترسره شوې چې دطالبانوشپږمهم موقیعتونه یې په نښه کړل. په مخابروکې دطالبانوخبرې چې شمالي ټلوالې ثبت کړې وې، څرگندوله چې طالبانوته درنه مرگ ژوبله چې شمېر یې د لوړپوړو قومندانانو په گډون تردرې سوه کسانولوړېده، وراوښتی ده. شمالي ټلوالې داهم وویل چې دبمبارۍ له امله دوراوښتي ورانۍ اومرگ ژوبلې دپوره اندازې دڅرگندېدلووروسته، په مخابروکې دطالبانوخبرې دوېرې اوډارډکې وې. پرته له دې دمخابروخبروداهم څرگندوله چې په کابل کې دپوځ قرارگاه په کندوز کې دطالبانوقومندانانوته مزارشریف ته دلویوپوځي اکمالاتودورلیږلوامرکاوه.
کابل، دباميانوولایت له لارې اووه سوه طالب جنگیالي مزارته ورلېږل خوپه سیمه کې دامريكې ددرنې بماری له امله دهغوی ورتگ ستونزمن ښكارېده. داهڅوونكى خبرؤهغه څه نه ؤچې په دوشنبه کې یې ژمنه شوې وه خولږتر لږه دبمبارۍ په تمرکزکې پرمختگ ؤ.
دمزارپه خوا او شا کې دجگړې په ډگر، دطالبانوترمنځ په مخابروکې له خبرو اتروڅرگندېده چې ددرنې اودوام داره بمبارۍ اغېزې دبې تجربه طالب جنگیالیوپه منځ کې ښکاره وېره اوډاررامنځ ته کړى دی. دورځوپه موده دغه ډول فعالیت به هغه حقیقت چې طالبان رښتیا هم څومره کمزوري وو، ثبوت کړي. سره له دې ما ددغه ازميښتي دورې لپاره دکابل سره دجگړې ډگرته ترجیح ورکړې وای، اودمزارسره دطالبانوماتې به داثبوت کړې واى چې دبمبارۍ دغه نوی کمپاین صحیح کمپاین ؤ. څوورځې وړاندې پاپي د ډي وي ډي فلمونویوپاکټ چې له ځان سره یې راوړی ؤاوبیا یې هیرشوی ؤ، پيدا کړ. هغه په بیړه سره زموږیوسوني لپ ټاپ کمپیوټرددفترڅخه بهرپه دهلیزکې برابرکړاوڅومختلف فلمونه موولیدل. هغه لپ ټاپ کمپیوټر ته مو داوازدكېفیت دښه كېدلولپاره خارجي لوډسپیکرې وروتړلې.
بدبختانه دپاپي دفلمونوانتخاب دومره ښه نه ؤ. موږ داسې غمي(فلمونه)لکه دلویې کوڅې دلویس دبانک غلاً چې لوبغاړی یې یوځوان سټوېم کوېن نومېده. بل فلم یې ددوزخ داتلانوځای دی ؛په نوم ؤچې دې فلم کې هم سټوېم کوېن رول لوبولای دی اودې ته ورته درې یاڅلورنورفلمونه هم وو.
داچې سټوېم کوېن کردارددغه دوه فلمونووروسته ځنگه ژوندی پاتې شوی، زما دفکرلیرې ده. ترټولواوسنی فلم یې د اوسټېن پاور دفلم دویمه برخه وه. زه هیڅ ونه توانیدم چې دغه فلم ټول له سره ترپایه وگورم. هرځل به چې كېناستم، یویا دوه صحنې به موکتلې. ما د فلم ځینې برخې خوښې شولې ، په ځانگړي ډول د (زه کوچنی یم)له برخې څخه. تقریبا په همغه ماښام داووه نیموبجوپرمهال، دگروپ څوکسان په دهلیزکې سټوېم کوېن یوفلم چې پکې ډېرالمنیان یې وژل، کوت اودپیلوټانوله کوټې څخه دغورځېدنې غږاوچېغې راغلې.
مافکروکړچې جگړه پیل شوه خوداغږدچت له امله چې سوری ؤاو اوبه ترې راننوتلې چې دېوال ته دسرېښ شوي المارۍ ترشا تویدلې اوالمارۍ یې مځکې ته راغورځولې، ؤ. دچېنیانوداورڅخه دراتاوېدلوپه ډول ځوان افغانان دپیلوټانودکوټې په چت، ددهلیزپه چت په بیړه سره ها خوا دیخوا وگرځېدل، اوله کوټې څخه یې لوند شوي توکي، لندې جامې، اوکتابونه واېستل. کله چې هرڅه یوڅه ارام شول، یوه پیاله کافي مې راواخیستله اودخپلې کوټې په لورې وخوځېدلم.