اوسپنيز کورونه جوړ کړی

 
که په ښار يا د ښار په شاوخوا کې اوسېږی نو څو ضروري مشورې په پام کې ونيسی:
۱، د کورونو ټول ديوالونه اوسپنيز جوړ کړی، چې هېڅ ډول مرمۍ يې نه شي ورانولی.
۲، په کوټو کې کړکۍ مه پرېږدی. که حتمي يې پرېږدی نو مرمۍ ضد شېشې پکې ولګوی.
۳، چاتونه يې هم له ډبلې او قوي اوسپنې جوړ کړی. دومره قوي چې توغندي او بمونه هېڅ تاثير ورباندې نه شي کوی.
۴، که موټر لری نو د موټر لپاره هم د اوسپنې څپرکی په پام کې ونيسی.
۵، که لنګه لری د هغې لپاره هم اوسپينزه غوجل جوړه کړی.
د پورتنيو مشورو سرچينه مې ديوه دوست کېسه وه. هغه راته ويل:
دا وار د کور کړکيو ته شيشې نه راوړم، يو ځل موټربم وچاوديده، ټولې تويې شوې. پيسې مې راپورکړې، شېشې واخيستې.
بيا پرحکوتي تاسيساتو بريدونه وشول، د کړکيو شيشې په مرميو سوری سوری او تويې شوې. دا ځل مې له دوکانداره په نسيا راوړې.
دريم وار ځانمرګي بريدونه وشول د کور ټولې شېشې مو داسې تويې شوې چې ښځې ماشومان يې راټپان کړل او نېږدې وو چې ځينې مړه شوي وی.
په همدغه پېښه کې مو د ګاونډي د کور شېشې هم توی شوې چې يو ماشوم يې ژور ټپي او وروسته په حق ورسيدو.
نو ځکه وايم چې اوسپنيز کورونه جوړ کړی. هو باالکل اوسپنيز، بلکې سل سلنه اوسپنيز کورونه. يو به مو سرونه خوندي وي او بل کورونه.
خو که د دا ډول اوسپنيزو کورونو د جوړولو وس مو نه وي نو ښار ته نېږدې مه اوسېږی. په ښاري کورونو کې مه اوسېږی. په غرونو او دښتو کې واوړی.
نه رښتيا هلته هم په وسلو بارخلک راځي، مړۍ غواړي، همکاري غواړي او دا کارونه حتمي غواړي.
نو څه وکړو؟
بل وطن ته به لاړ شو!
نه داسې هم نه شو کولی. د تګ وس نه لرو او نور هېوادونه مو هم نه مني.
نو څه وکړو؟
نه پوهېږم؟
بس دعا به وکړو، چې ټول په شريکه مړه شو. نه نه نه توبه خدايه.
نو څه وکړو؟
هېڅ نه پوهېږم، څه وکړو؟
که څوک پوهېږی نو مهرباني وکړی مشورې او نظرونه مو راسره شريک کړی!