
شاه موږ درلودلو
د ۱۹۷۴ کال په اوړي کې چې د واټر ګیټ پلټنې په خپل اوج کې وې د امریکا ولسمشر ریچارډ نیکسون اعلان وکړ چې منځني ختیځ ته اوږد سفر کوي چې د ځان ژغورنې په برخه کې د هغه وروستۍ هڅه وه. مصریان او اسراییلیان، سوریایان او سعودیان ټول خوشحاله وو چې امریکايي ولسمشر د دوی هېوادونو ته سفر کوي. یوازې د ایران شاه د نیکسون سفر ته خفه و. لږ تر لږه په یوه مناسبت کې هغه د ځوریدلي ولسمشر لپاره د عامه ملاتړ د یوې نندارې جوړولو کار وکړ. په واشنګټن کې د شاه سفیر په ډېرې هوښیارۍ د هغه له دایرې بهر خبرې وکړې. د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې ولسمشر نیکسون د شاه لپاره په یوه مسولیت تبدیل شوی و او په ملګرتیا یې شرمیده. نور د دې وخت و چې د ریچارډ نیکسون د بایللو کیسه یا دوره پای ته ورسول شي. شاه د خپل دربار وزیر اسد علم ته وویل کله چې له هغه وپوښتل شو چې ایا غواړي ولسمشر نیکسون د خپل سفر پر مهال په تهران کې کومه دمه ولري؟ نو ما ورته وویل« نه په هېڅ ډول نه. د هغه دغه اوسنی سفر زموږ لپاره هېڅ هم نه لري. خو البته زه به خوشحاله شم چې که هغه حتما غواړي نو را دې شي. ټول امریکایان له موږ سره ډېر ښه چلند کوي، خو دا هم رښتیا ده چې دوی زموږ لپاره کم څه په پام کې لري چې بحث ور سره وکړو». د اسد علم شخصي نظر داو چې شاه داسې اړتیا احساس کړه چې له خپل مهم لوېدیځ متحد او ملاتړي څخه ځان لرې کړي:« د شاه لخوا د نیکسون د بلنې د مخالفت دلیل داو چې په کور دننه د هغه دریځ ډېر ضعیفه و.»
د شاه د بې وفايي فردي عمل برعکس پایلې درلودې او ولسمشر نیکسون تصمیم ونیو چې د سعودي له پاچا سره پوره درې ورځې تیرې کړې چې د شاه خطرناک ا و مهم سیال وو . ښآغلي علم په ډاګه کړه چې ولسمشر نیکسون هڅه کوله چې د واټرګیټ له پېښې د امریکايي ولس پام د تېلو د بیې مسئلې ته واړوي او پلان یې درلود چې په دغه مسله د خبروپه پیل سره په امریکا کې خپل دریځ بیرته پیاوړی کړي .د ایران باچا په اول کې یو څه ګنګس وو ، وروسته په دې خبر سره ډیر وارخطا شو چې نیکسون په ریاض کې د ملک فیصل په ماڼۍ کې اړولي او درې ورځنۍ بانډار یې ور سره پیل کړی .د نیکسون سیا سي ماتې پر امریکايي متحدینو د ایراني مشرانوباور ته سخت ټکان ور کړ.
خو اوس پوښتنه داوه چې دهغو پټو تړونونو سره به څه کیږي چې ددوی دواړو(شاه او نیکسون) ترمنځ د تېلو د بیو او پلور ، د عراقي کردانو د ملاتړ ،په خلیج کې د بیړني جوړ شوي پلان اوپه لویدیځې اسیا کې د نظامي وسایلو د وړلو را وړلو د لارې د خوندي ساتل کیدو په اړه د تهران او واشنګټن تر منځ تر سره شوې وې .
د تهران د نیوران په ماڼۍ نوې بد رنګه تبه را خپره شوې وه .محمد رضا شاه فکر کاووچې هغه په دې پوهیږي چې په خپلې دندې دنیکسون د پاته کیدو د بایللې جګړې ترشا څوک او څه شته دي.شاه اسد علم ته د هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ستاد ملګري نیکسون په سبوتاژ یا ضعیفه کولو کې خو به د یهودي لابي کونکو لاس نه وي ویلي وو« د هغه په دغه اوسنۍ معما کې ډیرې خبرې نغښتي دي او دا کومه ساده باده کیسه نه ده.»
خو شاه وویل چې «دیهودي لابیانو لاس پکې نشته .خو دا یوه داسې لویه دسیسه ده چې د سي ای اې ، د لویو سوداګرو او هغو مهمو اغیزیمنو کسانو لاسونه پکې شته دي چې نومونه او هویت یې تر اوسه په یوه خوندي ځای کې پټ ساتل شویدي . او دا همغه کسان او ډله ده چې د ولسمشر جان اف کینډي د قتل پلان یې تنظیم او برا بر کړی وو. اوس دوی دا امتیاز لري چې له ولسمشر نیکسون سره ځانونه ځای پرځای او پلانونه پرې عملي کړي ،سره له دې چې زه په دې نه پوهیږم چې ولې؟له لږې چوپتیا وروسته شاه خپلو خبرو ته دوام ور کړ:«کیدی شي دلیل یې داوي چې زه یوازې د شیانو په اړه تصورکوم.خو زه په ډیر درناوي سره دا تمه لرم چې زما نظر د همدې د سیسې په اړه سم وي .که دغه ټول هسې د یوه چانس له کبله وي نو دا د ازادې نړۍ د راتلونکي لپاره یې په نیک پال نه نیسم.»
د نیکسون ولسمشري دنړیوال اقتصادي بحران له کبله په داسې مهال له ستونزو سره مخا مخ شوه چې دتېلو د بیو لوړیدل نوي خطرناک پړاو ته ور دننه شوي وو ا و له کبله یې را منځ ته شويو وروستنیو ټکانونو لاهم مالي سیستمونه او بانکونه له ګواښ سره مخامخ کړي وو .
دامریکې د خزانې په وزارت کې چارواکي د جولای په نهمه ورځ ډیر وارخطا شول .په دغه ورځ دسهار په ۱۰ بجو د خزانې وزیر بیل سایمون د سپینې ماڼۍ په (اوول افیس)کې له ولسمشر سره غوږ په غوږ شو چې منځني ختیځ او اوروپايي هیوادونو ته د خپل را تلونکي سفر په اړه ور سره خبرې وکړي . داسې ښکاریده چې ولسمشر نیکسون د مالي ګډوډۍ په اغیزوکې پوره را ښکیل شوی وو اود تېلو د بیو او بندیزونو له کبله یې مغزو ټکان خوړلی وو .ددغې ستونزې اصلي نښو او علایمو د امریکې واړه ښارونه ډیر اغیزمن کړل .الکزانډر هیګ چې د سپینې ماڼۍ د کارکونکو مشر وو ارتر برنز ته دا ومنله چې «هغه ډیر زیات لیکونه تر لاسه کړل چې پکې ویل شوي وو ډیر کم خلک ځوریدلي دي .»
د سایمون او ولسمشر له غونډې دوه اونۍ مخکې برنز د یوې شخصي پېښې شاهد و چې نیکسون د اقتصاد او اقتصاد پوهانو په اړه خپل شک په ډاګه کړ. هغه وویل «ولسمشر وغوښتل داسې لارې چارې ومومي چې له انفلاسیون سره مبارزه او معامله وکړو، خو هغه زیاته کړه چې ولسمشر دا احساسوله چې زړې لارې چارې ښکاري چې اغېزناکې نه دي، نو له همدې کبله کېدای شي یو لړ محافظه کارانه کړنې لکه دیکتاتوري او د زور کارول کېدای شي دې ستونزې ته ښه ځواب وي. هغه زیاته کړه دا کار کېدی شي بل ډول ځواب نه شي.» دارنګه د نیکسون د فکر د اظهارولو په اړه ځینې خبرې شوې دي چې هغه سایمون ته سترګې نیولې وې چې بېر ته ډاډ ورکړي. سایمون ولسمشر ته وویل چې د خزانې وزارت داسې اټکل کوي چې د عرب تېلو عواید به د یوه کال لپاره ۶۰ میلیارد ډالرو ته ورسیږي او ۲ پر درېیمه برخه به یې بېرته په عربي هېوادونو کې ولګول شي او یا به پانګونه وشي. باچا فیصل کیدای شي له دې پانګې ۱۰ میلیارد ډالره تر لاسه کړي او یا ددغه زیات مبلغ نیمايي ترلاسه کړي. بیل سایمون هیله درلوده چې باچا فیصل وهڅوي چې ددې سترې پانګې نیمايي د امریکا په متحدو ایالتونو په حکومت کې پاګونه وکړي «دغه پیسې به د امریکا په خزانې کې د یوه مالي حساب په توګه پرتې وي او سعودي ته به یې ګټه (سود) ورکول کیږي.» واشنګټن د اوپیک د تېلو د تر لاسه شویو پیسو د اخیستو په اړه اندېښنه درلوده چې خپل بیلانس شیټ پرې پیاوړی او د مالي سیستم ټیکاو پرې تنظیم کړي چې په بانکي سکټور او مارکیټ کې پراخ کړکېچ راغلي و او د (کښته پورته کېدو) له سخت فشار سره مخ شوی وو.
ولسمشر نیکسون، ښاغلي سایمون ته وویل چې سعودي عربستان ته یې د خپل وروستي سفر پرمهال د تېلو د بیې په مسئله له سعودیانو سره بحثونه وکړل. نیکسون له ښاغلي سایمون سره موافق شو چې ایرانیان، نه سعودیان د تېلو د بیو د ښکته کېدو د هڅو مخنیوی کوي او ایران نه غواړي چې د تېلو بیې بېرته راکښته شي او د تېلو اوسنۍ بیې د سیاسي ملحوظاتو پر بنسټ ټاکل شوې دي نه د عرضې او تقاضا پربنسټ. خو هغه سایمون ته دا ونه ویل چې هغه ۴ کاله وړاندې په خپله هغه مهال بحران رامنځ ته کړ او یا یې په کې برخه درلوده، کله چې هغه شاه ته د تېلو د بیو د پورته کولو په تړاو شین څراغ ورکړ چې څومره مناسبه بولي هغومره دې دتېلو بیې پورته کړی. هغه وویل « ما له ملک فیصل سره دا مسئله په شخصي ډول راپورته کړه چې تاسو کولی شئ د تېلو بیې پورته کېدو ته پرې نه ږدئ.»ملک فیصل وویل:«البته داکار باید په شخصي ډول تر سره شي. زه په دې کې شک لرم چې تاسو به په دې برخه کې څه وشئ کړئ، ځکه چې د ایران شاه غواړي د تېلو بیې لوړې وساتي، موږ غواړو چې کومه بله ممکنه لاره وموندل شي چې بیې پرې را ټیټې شي.»
سایمون وویل:«ذکي یمني په دې وروستیو کې د واشنګټن د سفر پر مهال د اونۍ د پای رخصتي له ماسره تېره کړه.» ما هغه ته وویل چې د تېلو لوړې بیې زموږ د مخالفینو وړتیا پیاوړې کوي ـــــ او د تېلو اوسنۍ لوړې بیې له نورو سره مرسته کوي، خو سعودي ته یې ګټه نه رسیږي.»
وروسته سایمون له نیکسون سره په خپلو خبرو کې د ایران د شاه د نظامي پیاوړتیا په سیستم خبرې پیل کړې چې د سعودي عربستان د مشرتابه لپاره ډېره اندیښمنونکې مسئله وه.
نیکسون وویل« بالکل،هغه موږ ته یوه انګېزه راکړه چې نور بدیلونه پیدا کړو.» د تېلو لوړې بیې د امریکا له متحدو ایالتونو سره دا مرسته وکړه چې د منځني ختیځ په ارزانه تېلو خپله تکیه کمه او د نورو زېرمو په لټه کې شي. خو د اوس لپاره د تېلو بیو د دغه کار مخه نیولې. نیکسون وویل: « دوی ته ووایاست چې پر ځان د بسیا کېدو هڅې دا ما نا نه لري چې موږ به د دوی په اړه هېڅ فکر نه کوو. د اوس لپاره مهمه خبره دا ده چې د تېلو بیې تر یوه بریده په یوه ډول کنټرول کړو.»
سایمون وویل:«ایا دا امکان لري چې موږ پر ایراني باچا فشار راوړو؟»
نیکسون وویل:«تاسو به هلته نه ورځئ.»
سایمون وویلې:«نه، »
هغه (ولسمشر) له شاه څخه وغوښتل په دې فکر وکړي چې هغه له سعودي عربستان سره د تېلو د بیې د را کښته کېدو لپاره جلا معامله وکړي. هغه ولیده چې دغه سفر د ایران په مشر باندې د فزیکي فشار یوه لاره وه.
سایمون وویل«موږ فکر وکړ چې له عربو سره د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه خبرې او را کړې ورکړي به دوی ته یو ډول خبرداری ورکړي چې د تېلو بیې را ښکته کړي.»
نیکسون ځواب ورکړ:« هغه زموږ تر ټولو ښه ملګری دی، هر ډول فشار کېدای شي له موږ سره د هغه اړیکې خرابې کړي.»
سایمون شکمن وو :«زه شک لرم. هغه له وینزویلا سره د تېلو د بیو د لوړولو سر لاری و. که دوی په دغه برخه کې حرامیتوب نه وای کړی نو د تېلو بیې به اوس دومره لوړې نه وې.» د اوپیک په دننه کې، ایران له وینزویلا سره پټ او غلی اېتلاف جوړ کړ چې ځان په دې ډاډه کړي چې د تېلو بیې به بیا خپل اصلي او پخواني حالت ته نه را ګرځي. د شاه په څېر د وینزویلا ولسمشر کارلوس انډریس پیریز هم په میلیاردونو ډالره د خپل هېواد د عصري کولو او پرمختیا لپاره ځانګړي کړل او تر دې دمخه یې د تېلو هغه عواید په خپل هېواد مصرف کړي چې دوی یې وړاندوینه کړې، خو تر اوسه پورې ډېر اغېز نه دی ښکاره شوی.
د خزاني وزارت د مالي او بانکي سیستم د ثبات او ټیکاو په اړه اندېښنه درلوده. د عرب دولتونواقتصادونه ډېر واړه او زاړه وو او ددې وړتیا یې نه در لوده چې د تېلو له درکه له صنعتي او پرمختللو هیوادونو دغه په میلیاردونو ډالره تر لاسه کړې پانګه جذب کړي .سایمون وویل:«ټول هغه هېوادونه چې د تېلو څخه یې پیسې تر لاسه کولې او په بانکونو او مالي مارکېټونو کې یې نه مصرفولې له خطر سره مخ و. د تېلو د بیو پورته کېدو نړیوال مالي مارکېټونه له لویې بې ثباتۍ سره مخ کړل. »
نیکسون وپوښتل : « د ونډو د بازارونو په اړه څه وایاست؟»
سایمون وویل:«داسې وېره ده چې دوی هم د پور په اخیستو بوخت دي.»
نیکسون پوښتنه وکړه:« ولې ؟»
سایمون ورته وویل :« دوی په راتلونکي کې د نه بدلېدونکي حرکت له رامنځ ته کېدو او د ګټو له پورته کېدو وېره درلوده. مالي مارکېټونه ډېر بحراني او دردونکي حالت ته نژدې شوي دي. دلته داسې لوی شرکتونه شته دي چې د پور اخیستو وړتیا ولري او نه هم څوک پور ورکوي».
د امریکا د خزانې یو ۴۰ کسیز پیاوړی پلاوی مصر ته له رسېدو د مخه د فرانسې دنایس په سیمه کې تم شو، هغه ته په قاهره کې د مصر ولسمشر انور سادات په تمه و او لېوال و چې د امریکا د متحدو ایالتونو مالي مرستې ډاډه او باوري کړي. د فرانسې په روایرا کې سایمون ومنله چې د امریکن بانکر په نوم د متحدو ایالتونو د یوې سوداګریزې خپرونې د اېډېتور ویلارډ رپلي جي ار سره مرکه وکړي. د رپلي مقاله تر هغه وروسته خپره شوه چې د سایمون او ورسره پلاوي الوتکه د قاهرې په هوايي ډګر کې را کښته شوه. مقالې د ډیرو غوصه را وپاروله. له سایمون څخه نقل قول شوی و چې « تهران د هغه د دې سفر په اجنډا کې ځای نه لري، ځکه چې شاه یوه مهمه مهره (زړی) نه ده او د تېلو د بیو بیخي ډېر پورته کېدل د هغه په ګټه دي.» د خزانې وزیر وویل :«د ایران شاه غوښتل چې هغه یو سوپر پاور وي.»
«هغه د خپلو تېلو ټوله ګټه او عواید په کوردننه پانګونه وکړه چې تر ډیره په پرمختللو نظامي برخو مصرفیدې.» دا کار په سعودي عربستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملګري د اوږدمهاله ګټو لپاره ځورونکی وو: « د هغوی له نظره دا ډیره احمقانه خبره وه.» د سعودي دا هڅې، چې د تېلو بیې لوړې وساتي د هغوی مهم سیمه ییز سیال ایران پیاوړی کوي.» د شیکاګو ټربیون ورځپاڼې خبریال ولیکل چې پلاوي ته د قاهرې هوا خوند ورنکړ .«دسایمون د میټینګ مزه نه وه.»
دویم تم ځای ریاض و، چې ناببره ښاغلي سایمون ته دهنري کیسنجر لخوا تېلیفون وشو:« زه ستا د هغو خبرو چې شاه ته دې دیوه زړي یامهرې خطاب کړی بیخي مخالف ی.»
سایمون بېرته واشنګټن ته وویل چې:« د هغه خبرې تحریف شوي او ناسمې تعبیر شوي دي.»
کیسنجر وپوښتل :« څرنګه په دقیق ډول تاسو د باچاهانو باچا ته د زړي خطاب کړی، ایا دا تحریف نه دی؟»
سایمون سملاسي وروسته روښانه کړه چې «هغه په بومي لهجه او ژبه کې دغه خبره کړې او هر څوک کېدای شي هغه له خپله اندازه تفسیر او تحلیل کړي او خپل ځان د تینس او ګلف د لوبې زړی یا هسته وبولي. ما عامیانه ژبه او اصطلاحات کارولي دي چې وښیم شاه د تېلو په اړه ډېر ثابت او کلک دریځ لري.»
نایوران ماڼۍ په دې اړه څه غبرګون ونه ښود. سره له دې چې هغه ډېرې ضعیفې کلیمې د کارولو لپاره غوره کړې وې، سایمون وغوښتل چې د ایران د نظامي سمبالتیا په اړه د سعودي عربستان وېره او اندېښنه له منځه یو سي. د شاه د ځورولو لوبه د امریکا په دننه کې پیل شوې وه او د یوه داسې تاکتیک په توګه کارېده چې د تېلو بېې پرې را ټيټې شي. په تهران کې یو امریکايي ډیپلوماټ د شاه ماڼۍ ته ور وځغاستل چې د خزانې د وزیر سایمون هغه لیک شاه ته ور کړي چې په کې هغه له خپله انده روښانه کړې وه چې د هغه وینا او نظر تحریف او ناسم تعبیر شوی دی.
د جولای په ۱۵ نېټه د مازدیګر په ۴او ۲۳ دقیقو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر په واشنګټن کې د ایران سفیر ته تېلیفون وکړ چې په شخصي توګه له هغه څخه د خپل همکار ( سایمون) د ناسم چلند او وینا په اړه بښنه وغواړي. ښاغلي زاهدي تر دې دمخه ولسمشر نیکسون ته په دې اړه په یوه لیک کې اعتراض کړی و. کیسنجر اوس په داسې حالت کې نه و چې د سایمون د سپکاوي له کبله رامنځته شوی کړکېچ لپاره ارام کړي.
حقیقت دا دی چې د ایران د شاه د هستوګنې په ماڼۍ ( نایوران) کې د تر سره شویو خبرو اترو د څرنګوالي کچه د دوی د خبرو اترولهمتني نسخېڅخه په روښانه ډول ښکاري.«ښاغلی سفیر، ما تقریبا ۳ میاشتو مخکې تاسو ته یو ځل تېلیفون وکړ او زموږ د خزا نې د لېوني وزیر په اړه مې درته هر څه وویل. نو اوس تاسو اعلی حضرت ته زموږ تاثرات، خفګان، خجالت او پښېمانس ورسوئ او ورته ووایی چې بیا به داسې څه نه را منځ ته کیږي. خو هغه دا نه مني چې داسې څه یې ویلي دي.»
ښاغلي زاهدي وویل:«هوکې، له نیکمرغه ما هغه ته څو ساعته دمخه همدا خبره وکړه.»
کیسنجر ځواب ور کړ:« ډېر ښه، تاسو اعلی حضرت شاه او د ایران د کابینې هر غړی ته دا خبره ورسوئ چې د امریکا ټوله اداره په دې حرکت سخته خفه ده او د زړه له تله د ایران شاهي نظام ته درناوی لري او موږ به نور اجازه ور نه کړو چې بل ځل داسې کومه تېروتنه یا سوی تفاهم را منځ ته شي. کیسنجر اعلان وکړ چې شخصا هغه په خپله د امریکا د متحدو ایالتونو ا و ایران د ګډ کمېسیون مشري واخیسته او نور به دی له تهران سره د اړیکو د پرمخ بیولو مسئول وي. هغه په زغرده دا روښانه کړه چې « موږ د ایران شاه اعلی حضرت یو ستر مشر ګڼو او منویې او موږ به د خپلې خزانې وزیر ته قناعت ورکړو چې دغه ډول څرګندونې او لیکنې ډیپلومټیکه ژبه نه ده. زه ډاډه نه یم چې هغه به داسې خبرې کړې وي، ځکه چې هغه دانه مني چې دا ډول څه خبره یې کړې، خو په هر حال که هغه دا ډول خبرې کړې هم وي موږ یې له کبله بښنه غواړو.» دغه خبرې اترې ښاغلي کیسنجرته ډېرې ازارورکونکې یا ځورونکې وې، ځکه چې هغه له ښاغلي زاهدي سره ښې اړیکې نه درلودې او د هغه د سپکولو لپاره یې له هر فرصت څخه ګټه پورته کوله او پسې له شا به یې په هغه پسې خبرې کولې. سره له دې چې کیسنجر ومنله چې د ایرانیانو له خوا یې ډېره ښه مېلمه پالنه شوې. یوه شنه شاهي فارسي غالۍ د ایران لخوا هنري ته د هغه واده د ډالۍ په توګه ور کړل شوې وه. د امریکا د حکومت د قانون پر بنسټ ټولې هغه ډالۍ چې امریکايي چارواکو ته د بهرنیو هیوادونو لخوا ور کول کیږي باید د بهر نیو چارو وزارت ته وسپارل شي. خو دغه شنه غالۍ هېڅکله په هغه لست کې ونه لیدل شوه چې د بهرنیو چارو وزارت ته د هنري کسنجر لخوا د ورسپارل شویو ډالیو په اړه تیار شوی و. هغه ډاډه و چې هرڅه یې ورکړي او په دغه لست کې داخل شویدي. خو د کیسنجر سلاکار ویلیم هیلنډ د دې ګناه تر شا لاس درلود او هغه غالۍ یې د وزارت ارشیف ته ورنه کړه. « مېرمن کیسنجر د بهرنیو چارو له وزارت څخه ډېره خوشحاله نه وه چې د ډالیو ور کړې مسئله او غوښتنه یې حتمي کړې وه.» یو کس چې په واشنګټن کې د ایران د سفیر د ډالیو په لست کې یې له جولای وروسته نوم نه و هغه د خزانې وزیر بیل سایمون و . د دغو ۲ کسانو(سایمون او زاهدي) ترمنځ اړیکې داسې خړې شوې وې چې په واشنګټن کې د میلمستیاوو په لړ کې د دوی دواړو ګډ را بلل نا شوني وو او کوربانه پوهېدل چې دوی دواړه دومره سره لرې شوي وو چې د یوه میز تر شاه خو څه کړې چې ان باید په یوه خونه یا یوه مېلمستیا کې هم سره یو ځای نه وای. د ډیویډ برینکلیس د یوه مشهور ماښامني پر مهال یوه په زړه پورې ننداره داسې وه چې د ډېرو مخورو کسانو په مخ کې سایمون د زاهدي توهین وکړ. د همدې لپاره دغه دوه کسان هېڅکله هم په یوه رسمي یا غیر رسمي محفل کې یو ځای نه دي سره لیدل شوي. د ښاغلي زاهدي د محبوبیت په اړه ویل شوي چې د هغه موجودیت به تل په ښاغلي سایمون یو سخت فشار وو او نه یې خوښېده چې له یوه او بل سره مخ شي. د امریکا د خزانې د وزیر سایمون لخوا د ایران په شاه باندې بریدونه او نیوکې ډېرې حساب شوې او منظمې وې. سایمون د سعودي چارواکو ته یو پیغام واستاوه چې هغه د دوی په اندېښنو پوهیږي او تیار دی چې له هغوی سره معامله یا را کړه ور کړه وکړي. هغه د جولای په ۲۱ نېټه په ریاض کې و چې د هغه سعودي ملګري شیخ یمني اعلان وکړ چې د اګسټ په میاشت کې به د یو میلیون بیرله حکومتي تېلو د خرڅلاو مزایده تر سره کړي چې د ۱۹۷۴ کال په وروستۍ ربعه او د را تلونکي کال په لومړۍ ربعه کې به وړونکي شرکت یا کمپنۍ ته د ور سپارلو او یا تحویل کولو لپاره اماده وي. دا بیخې همغه درز و چې د امریکا د خزانې وزیر یې په بې صبرۍ سره تمه درلوده. شیخ یمني هیله درلوده او غوښتل یې چې د ایران د شاه لخوا د تېلو تړل شوي پورته کړی شوي قیمتونه مات کړي او د نړۍ د تېلو په مارکېټونو کې د بیو د لوړ والي له کبله فشار را کم او د تېلو بیې را ټیټې کړي. دا یوه تګلاره وه چې د تېلو په مارکېټ کې د تېلو د زیاتېدو هڅه په کې شوې وه. خو دغه پلان داسې ښکارېده چې ډېر اغېزناک نه دی او بشپړ کار یې ورنه کړ. د ایران او وینزویلا حکومتونو شاه فیصل ته وویل چې که سعودي عربستان د تېلو د مزایدې په پروسه کې پرمخ ولاړ شي، نو دوی به د خپلو تېلو تولید کم کړي چې د تېلو په مارکیټونوکې د تېلو د زیاتېدو مخه ونیول شي او د تېلو بیې له ټیټیدو وژغوري. وینزویلا، لیبیا او کویټ لا دمخه د خپلو هر بېرل تېلو پلور په ۱۱ اعشاریه۶۵ ډالرو تر سره کړی و. دغه بیې دوی لا دمخه د تهران په ناسته کې ټاکلې وې. دوی خپل یو پټ استازی ریاض ته واستاوه چې باچا فیصل ته معلومات ورکړي چې دوی دېته تیاری نیسي چې د تېلو دغه بیې نورې هم لوړې کړي. باچا فیصل د دې خبر په اورېدو خپل اعصاب له لاسه ورکړل او له خپل پلان څخه په څټ شو او د ۱ میلیون بېرل تېلو د مزایدې کار یې وځنډاوه. د مزایدې د دغه پلان له منځه وړل د سعودي دتېلو د وزیر شیخ یمني لپاره په شخصي توګه د اتوم چاودنه او د نړیوالو مالي ادارو د ټیکاو او ثبات لپاره یو ښکاره خنډ و. شیخ یمني په ریاض کې د امریکا سفیر جیمز اکینز ته چې د سعودي او امریکا د اړیکو پراخېدو او ټینګېدو ته وفادار او لېوال و، وویل چې ډېر خفه دی، ځکه چې « کیسنجر د تېلو د بیو د ټیټیدو په اړه خبره کوې، خو په پټه هغه داسې هڅې کوي چې د تېلو بیه لوړه کړي، ځکه چې هغه د ایران د شاه له کلکو یارانو دی او پر هغه یې ډېر زړه خوږیږي. اکینز د ښاغلي یمني هغه ارزونه له نورو سره شریکه کړه چې په څه ډول شیان پورته شول.«سعودیانو پر موږ په مختلفو فرصتونو کې ټینګار وکړ چې پر شاه فشار راوړي چې له سعودي عربستان سره همکاري وکړي او د تېلو بیې را ټيټې کړي. تر اوسه پورې موږ د هغه دغه وړاندیزونه رد کړي چې دا کار به کوو.» کیسنجر داسې فکر نه کاوه چې د تېلو د مزایدې د تړون له منځه تلل به د تېلو په مارکېټ منفي اغېز وکړي او بیې به لوړې وساتي هغه جک انډرسون ته ۵ کاله وروسته په ډاګه کړه چې « زما باور داوو چې سعودیانو له زړه نه غوښتل چې د تېلو بیې را کښته شي ، بلکې موخه یې داوه چې د تېلو د بیو د پورته کیدو مسولیت یوازې د ایران شاه ته را جع کړي . » بیل سایمون اوس داسې نه انکار یدونکي شواهد درلودل چې ثابتوله یې د ایران شاه دهغو صادقانه هڅو مخه نیوله چې د تېلو د بیو د کښته کېدو لپاره تر سره کېدې. د جولای په ۳۰ نېټه د سې شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۳۰ سایمون له نیکسون سره ناسته درلوده چې د هغه د سفر د پایلو په اړه خبرې اترې ور سره وکړي، خو دغه ناسته د ماسپښین ۳ بجو ته وځنډول شوه، ځکه چې ولسمشر تر اوسه پورې ویده وو. د واټر ګېټ په مسئله کې د رامنځ ته شویو پرمختیاوو له کبله دا یوه ډرامټیکه ورځ وه. د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېټې د ولسمشر پر ضد د تورونو یوه دوسیه برابره کړه او پلان یې داسې و چې دغه مسله به په لنډو د استازو یا ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کوي چې رایې پرې ور کړل شي . کله چې بیل سایمون سپینې ماڼۍ ته ورسید هغه ته وویل شو چې ولسمشر نیکسون د لینکولین په خونه کې ناست دی. نیکسون پر دې مهال ځان له نورو ټولو بېل کړی و او د سپینې ماڼۍ په اوول افیس کې یې د خپلو خبرو اترو ثبت شوې کسټې ته غوږ نیولی و. په دغو ثبت شویو کسټو کې یوه په ۱۹۷۲ کال کې د جون د ۲۳ نېټې د «دودونکي ټوپک» په نوم د خبرو اترو کسټه وه چې په هغه کې ولسمشر او باب هلډمن د ریچارډ هلمس په اړه خبرې اترې کړې وې او دارنګه له سي. ای. اې CIA څخه هغه غوښتنه په کې ثبت وه چې ( د اف بي ای FBI )څخه یې د واټر ګیټ د رسوايي د پلټنې د درولو غوښتنه کړې وه. هغه په دې پوهېده چې دغه کسټه کولی شي د ده برخلیک د یوه جرم په توګه ترمحکمې ورسوي. په همدې مسلو نیکسون دومره چرتي و چې ویې نه غوښتل چې د خزانې له وزیر سایمون سره وویني او د تر سره شوي سفر د جزییاتو په اړه خبرې سره وکړي. د دوی د خبرو اترو افشا کېدل داسې نښې نښانې نه لري چې نیکسون دې تر زیات فشار لاندې وې. د معمول په څېر نیکسون د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې خپل پام ډېر کړ او ځان یې نور هم ښه په کې ښکېل کړ. وروسته سایمون وویل« ولسمشر هڅه کوله خپله مسلکي دنده له سیاسي ستونزو په بشپړه توګه جلا کړي او په دغه برخه کې تصویر بیخي بدل کړي.» د خزانې وزیر د امریکا ولسمشر ته د دې خبرې ویل پیل کړل چې د تېلو د بیو وضیعت نور له کنټروله په وتو دی. هغه وویل«عربان لکه نوي بډآیه شوي خلک غوندې چلند او عمل کوي». د لوېدیځ جرمني پلازمینې بن ته د هغه د سفر په لړ کې د جرمني لومړي وزیر هلموټ سچمیډټ هغه ته دا اندېښنه په ډاګه کړه چې د تېلو لوړو بیو د ټول بر اعظم سیاسي او اقتصادي ټیکاو ته ګواښ پېښ کړی او سیاسي جوړښتونه یې اغېزمن کړي دي.« د تېلو د بیو لوړوالی هر چېرې یوه ستونزه ده. شاه فیصل وویل هغه به هڅه وکړي چې هرڅومره ممکنه وي، زموږ له مرستې پرته خپلې چارې او کاروبار مخې ته یوسي. د ایران شاه ګواښ وکړ چې خپل تولیدات به کم کړي.» نیکسون دا خبره تایید کړه چې :«هغه زموږ ډېر ښه دوست دی، خو هغه د تېلو په برخه کې ډېره سخته لوبه لوبوي.» سایمون وویل:« ملک فیصل له شاه سره په لانجه کې زموږ د مرستې غوښتنه کړې. دغلته په سعودي عربستان کې د تېلو د بیې اړه په کور دننه د ۲ ډلو تر منځ جګړه روانه وه، یوې ډلې غوښتل چې د تېلو بیې دې را ټيټې شي او بلې غوښتل چې د تېلو تولید دې زیات شي. فیصل د زړه له تله د شاه په اړه په دغه لانجه کې زموږ مرسته غواړي. له نورو وزیرانو سره په بحث کې ما وویل چې« سعودي عربستان کېدای شي د ۱۵۰ نورو کلونو لپاره تېل نړی ته ور کړي، په داسې حال کې چې ایران ایله د ۱۵ نورو کلونو لپاره تېل لري. کېدای شي ایران د خپلو تېلو برخه نوره هم ورغوي او کله یې چې تېل پای ته ورسول نو دوی به له تاسو سره د همدې ملګرتیا په یوه برخه کې له تاسو بېرته تېل وغواړي. دارنګه د خزانې وزیر د سعودي عربستان مشرانو ته وویل چې د ایران شاه کیدی شي په سعودي عربستان برید وکړي او د تېلو سیمې یې لاندې کړي. نیکسون وویل:«موږ باید ووینو چې موږ څه کولی شو. زه کېدای شي له شاه سره ووینم او خبرې اترې ورسره وکړم.» ولسمشر نیکسون خپل فونټین قلم تر خپلو غاښونو لاندې کړ، خپلې پیالې ته یې ټکان ورکړ او په بیړې سره یې یو یاداښت د ځان لپاره په یوه پاڼه ولیکه. سایمون په دې پوهېده چې دا په دې مانا ده چې ولسمشر غواړي له شاه سره اړیکه ونیسي او کېدای شي خبرې ورسره وکړي. ولسمشر نیکسون بلاخره یو څه لارې ته راغي. سایمون ولسمشر ته ټینګ شو او ورته په ډاګه یې کړه چې « شاه موږ له ځانه سره لري. هېڅوک به له هغه سره ډغرې وهلو ته زړه ښه نه کړي. د تېلو تولیدونکي هېوادونه غواړي چې د تېلو اخیستونکي وتړي او غواړي چې له موږ څخه یې لیرې وساتي .» هغه وویل چې د لوېدیځ جرمني صدراعظم ورته وویل: « که د تېلو بیې کښته نه شي نو زه به د کمپنیو خلاف ګامونه پورته او په خپله به د تېلو له تولیدونکو هېوادونو سره معامله وکړم. دغه عمل به د امریکا د متحدو ایالتونو ځواکمن عمل ته اړتیا ولري.» نیکسون سر را پورته کړ او پوښتنه یې وکړه :«لکه څه ؟» دا کړنه باید پراخه شي. موږ له تاسو کین روش، هنري او برېنټ سره غواړو یو تصمیم ونیسو. دا ډله همداسې وړوکې ښه ده او موږ به په دې مهمې مسئلې خبرې وکړو.» « دا یوه خطرناکه ستونزه ده. ما د انرژۍ په اړه ډېر زیات فکر نه دی کړی چې څومره پیسې باید پرې ولګوو. زه د تېلو د تولید د بندولو په اړه اندېښمن یم. . . . » خو نیکسون حیران و چې د جرمني صدراعظم د بانکونو په اړه وارخطا دی. کېدای شي ولسمشر نیکسون ددې مسئلې په اړه د جرمني په حساسیت نه پوهېده. سایمون فکر وکړ چې صدراعظم سچمیډت په دې اړه تر اندازې زیات چرت وهي. خو اصلي خبره دا وه چې د لوېدیځ جرمني مشر په لوېدیځ جرمني کې د بانکونو د دیوالې کېدو له کبله سخت ټکان خوړلی و او له دغه اړخه ورته بې خوبي پیدا شوې وه. د ۱۹۷۴ کال په اوړي کې په لومړي ځل څلور جرمني بانکونه دیوالي شول او د نورې وارخطايی داسې نښې نښانې را په ډاګه شوې وې چې کېدای شي دغه ستونزه نوره لاپسې پراخه او د ټولې اروپا مالي وضیعت ته کتو داسې برېښېده چې د تېلو د بیو پورته تلل به کیسه لاپسې خرابه او وروستني ټکانونه به یې نورو بانکونو ته هم وغږیږي. د بانکونو د یوالي کیدل، د بې کارۍ او انفلاسیون د کچې پورته تلل، د تېلو د اخیستونکو د غوښتنو ژورېدل او د جرمني د صادراتو د سکټور را کښته کیدو په پاخه عمر لرونکو جرمنیانو کې د ۱۹۳۰ مو کلونو په لړ کې د نازي بنسټپالو او وایمر د جمهوریت د مالي ماتې له اړخه وارد شوی خفګان یاداوو. په ټوله اروپا کې تر ټولو اوږده او بیسارې تیاره خپره او بریښنا پرې شوه. د پرتګال امپراطورله ډېره درده زاره وچاودېده او لیزبون د کیڼ اړخي ډګروال په لاس کې کېوت. برتانیه فرانسه او ایټالیا دژور اقتصادي رکود سره مخا مخ وو.په بروکسلز کې اقتصاد پوهانو داسې اټکل کاوو چې په برتانیه کې د انفلاسیون کچه ۲۰ په سلو کې ده او دبیکارانو شمیربه د کال تر پایه له یو میلیون څخه پورته شي. په ایټالیا کې داسې فکر کیده چې د انفلاسیون کچه به په یوه کال کې ۲۰ په سلو ته ورسیږي. ایټالویان د مرموزو ترهګرو بمي بریدونو د لړۍ له کبله سخت دریدیدلي وو چې د نیوافیسیسټ ډلو لخوا ترسره شوي و، ځکه چې دغو ډلو له دولتي بنسټونو او نظامي ادار و سرپه یوځای کیدو کې پاتې راغلل.
نیکسون او کینسجر په دې قانع شول چې دا د ۱۹۳۰ مو کلونو د مالي بې ثباتۍ د تکرار بیا پیل دی. کیسنجر ولسمشر ته په ډارونکي انداز وویل « په فرانسه کې به د ۵ کلونو په دننه کې یو مهم تقابل رامنځ ته شي او اېټالیا به هم پر همغه خوا ور کش کړي او یا به د ښي اړخو لخوا کودتا وشي او حکومت به را نسکور کړی شي»
نیکسون وروسته له ښاغلي سایمون سره خپلې لویې او پټې اندېښنې شریکې کړې او هغه ته یې په بېړه د نړۍ بل کونج ته چې هغه په کې وضیعت یو څه بل ډول لیدلي و د سفر کولو لارښوونه وکړه. سایمون په دغه برخه کې له ولسمشر سره بې له الف او بې موافقه و. د برېتانیې له کارګر ګوند سره اړیکې فوق العاده ښې وې او د برېتانیې صدراعظم ډینس د واشنګټن خورا نژدې ملګری بلل کېده. اېټالویان نا امېده وو. ولسمشر نیکسون په نا امیدۍ وویل:«اېټالیا هېڅ حکومت نه لري.» او زیاته یې کړه:« لاتینیان له یوه دیکتاتور پرته هېڅ جوړښت نه شي در لودی . همدا اوس د لوېدیځ لوی او ستر ملتونه او هېوادونه باید له سیاسي پلوه سره متحد وي ـــ په نړۍ کې د ټیکاو نشتوالي هرڅه ګډوډ کړي او د لاسه تلو په حال کې دي.»
نیکسون د اروپا په سویلي غاړه کې د پرتو هېوادونو هسپانیې، اېټالیې، یونان او پرتګال په تجزیې او د وضیعت په خرابېدو نظر ساته. د هغه سپږمو ته خطرناک بوی ورته هغه سایمون ته وویل چې چرچیل سمه خبره کړې وه .هغه په ۱۹۱۸ کال کې د جرمني پر ضد د ګالیپالي او ورډون د پسرلني برید په تړاو خبرې وکړې. نن سبا په پرتګال کې تر ټولو منظم او یوازینی ځواک کمونستان دي. هسپانوی دیکتاتور فرانکوپ ومړ خو څوک پوهېدل چې د هغه پر ځای به څوک کیني؟ نیکسون وویل:« که هسپا نیا ولاړه شي اېټالیا هم ځي. په یګو سلاویا کې که تیتو ولاړ شي، شورویان به خپل حرکت پیل کړي. یونان او ترکیه ډېر مهم هېوادونه دي، ځکه چې دوی د اروپا په سویلي غاړه کې پاتې دوه نور هېوادونه دي.»
سایمون په مشخصه توګه د ولسمشر نیکسون اندېښنه له اېټالیا سره شریکه کړه. د اېټالیا اقتصاد په ډېر خطر ناک اړخ تکیه کړې وه. هغه وویل:«موږ باید مخکې له دې چې دغه کیسه ډېره اوږده شي له روم سره مرسته وکړو. ما د فدرالي منابعو د بانک له مشر ارتر برنز سره د پور د ګټې او شونتیا په اړه خبرې وکړې. هغه د دغه کارمخالف و، خو زه به یې تر لاسه کړم، ان که نوي مالي ګامونه هم واخیستل شي او دوی په کې ستونزې هم ولري.»
لکه چې هغه د واټر ګېټ د رسوايۍ د دویم اوړي عمق ته نږدې شوي وو. د ریچارډ نیکسون نړۍ بیا د جدا کېدو پر لور روانه وه. د هغه ولسمشري د ړنګېدو په حال کې وه. تور لګول اوس کومه پوښتنه نه وه بلکې پوښتنه داوه چې کله دا را پیښه شوې او ولې؟ هنري کیسنجر چې د هغه د بهرنیو چارو وزیر و له هغه سره داسې چلند کاو لکه چې هغه په رښتیا هم پوره ګناهګار وي. د تلویزیونونو خبریالان د سپینې ماڼۍ په دروازه کې ډلې ډلې کېدل او ولسمشر نیکسون تر سختې بدګمانۍ لاندې و.هر یوه هغه دروغجن باله. د هغه زړو ملګرو له هغه سره مخا مخ نه لیدل او ټوله معامله به یې په پټه ور سره تر سره کوله. هغه(نیکسون) به په دغو وختونو کې یوه شپه تر منځ الکول څښل. له ورځني خفګان سره سره، ریچارډ نیکسون په بهرنۍ تګلارې او ستراتیژۍ باندې کار او فکر کاوو.
هغه د شاه په اړه خاص فکر کاوه او غوښتل یې چې هغه د ده له جنجالونو لرې پاتې شي. بیل سایمون د هغه په نظر پوهېده چې ولسمشر ا و هنري له شاه سره څومره مینه لري او زړه یې پرې خوږیږي. کیسنجر ته دنده وسپارل شوه چې د اګسټ په لومړۍ اونۍ کې د سپینې ماڼۍ د لوړ پوړو سلاکارانو په غونډې تمر کز وکړي چې د تېلو د بیې ، د سعودي او ایران په بحثونو او په دې مسئله هر اړخیز بحثونه وکړي چې ولې د ایران شاه له سعودي عربستان سره د تېلو د بیې په را ټیټیدو کې همکاري نه کوي. کیسنجر ته د اګسټ په لومړۍ نېټه له ماسپښین وروسته د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر رابرت انجیرسول لخوا په تېلیفون کې دا خبر ورکړل شو چې « د خزانې وزارت چارواکي غواړي چې راتلونکې اونۍ له تاسو او سایمون سره وګوري او غونډه در سره ولري.» انجیرسول هغه ته وویل:« موږ به ستاسو کاري تقسیم اوقات وګورو چې وخت لرئ که نه.»
کیسنجر ورته وویل: « زه د حالاتو په اړه د هغه په ارزونې باور نه لرم.»
انجیرسول وویل:« د خزانې وزارت چارواکي غواړي چې د ایران د شاه او د سعودي ذکي یمني لخوا د تېلو د پلور په اړه بیلا بیلو پروګرامونو ته د حل یوه معقوله لاره ومومي او دغه شخړه د امریکا په اداره کې روښانه او د حل لاره ورته پیدا کړي .»
کیسنجر اعتراض وکړ:« زه داسې څه نه وینم چې سعودیان دې داسې خطر قبول کړي چې د تېلو بیې دې را ټيټې شي.»
انجیر سول وویل:« موږ به هڅه وکړو چې له دوی ټولو سره دغه ګډه ناسته د سه شنبې په ورځ برا بره کړو ، موږ ستاسو تقسیم اوقات ګور ښاغلیه .»
کیسنجر ورته وویل:«ګوره که زما په کاري پلان کې کوم ځای خالي وو ،دا په دې مانا نه ده چې یو شی پکې ور واچوه ، لطفا اول یې له ماسره ښه چک کړه .»
«هوکې ښاغلیه»