غزل

 
 
له خپل ځانه په هجرت کې يم جانانه
ستا د سترگو مملکت کې يم جانانه

نور له هر څه نه آزاد يمه خو تا ته
بندي شوى په حاجت کې يم جانانه

نه د مال په څه خبره باندې اړ يم
نه د ژوند په ضرورت کې يم جانانه

ستا د عشق په توره مړ او نه ژوندى يم
نه ولاړ نه په رحلت کې يم جانانه

ما ساده درسره بوځه چې آزاد شم
د صورت په ايسارت کې يم جانانه.

١٧/٠٩/١٣٨٥
حيدرآباد