غبار خاطر (۱۱ برخه)

 
احمدنګر کلا
د ۱۹۴۲ کال د اکتوبر ۱۸
 
ګرانه دوسته!
د پرون ليك په کاغذ باندې پای ته ورسيد خو په دماغ کې مې پای ته نه دی رسيدلی، بيا مې قلم راواخيست بيا هماغو خيالونو ته دوام ورکوم.
دغور او فکر همدغه منزل او پړاو دی چې مونږ يو بل حقيقت ته هم متوجه کوي. دا څه خبره ده چې انسان د خدای په ماورايي تعقل او شخصي تصور نه شي قانع کيدلی او په يو ډول د خپلو احساساتو او فکر مطابق يو شخصي تصور پيدا کوی. زه شخصي تصور په دې معنی بولم چې په کومه معنا کې چې پرسونل دا اصطلاح ورته ويل کيږي. شخصي تصور مختلف مدارج لري. لومړی درجه د محض شخص ده چې يوازې شخصيت ثابتوي خو بيا په وړاندې دا شخصيت د خاصو خاصو صفتونو او فعاليتونو جامه اغوندي پوښتنه داده چې دا جامه ولی حتمي ده، ددې علت هم همدا دی چې د انسان فطرت يو لوړ نصب العين ته اړتيا لري. او دا تنده پرته له يو ټاکلي تصور نه نه ماتيږي حقيقت چې هر څه وي خو دا تصور کله دده مخې ته راشي نو د تشخيص يو نقاب ضرور په خپله څيره باندې غوړوي. دا نقاب کله د روند او کله سپک وی کله ډارونکی وي، او کله خوښوونکی وي خو له څيرې نه نه لويږي او له همدغه ځايه څخه زمونږ د صورت پرستو سترګو ټولې نيمګړتياوې پيل کيږي:
 
برچهره حقيقت اگر مــــــــــــــــاند پرده
جرم نگاه ديده صورت پرست ماست
 
په نړۍ کې د وحدت الوجود د عقيدې سرچينه تر ټولو د مخه هندوستان دی. غالباً يونان اسکندر يې ته دا عقيده له همدغه ځايه تللې ده او د نوي افلا‌طون مذهب چې به غلطه ورته غربيان د افلاطون مذهب وايي په دغه عقيده باندې خپل اشراقي عمارتونه درولی دی، دا عقيده د حقيقت تصور له هر ډول تصوري تشخصاتو څخه پاکه ساتي او يو کامل مطلق سوچه تصور مينځ ته راوړي له دغه تصور سره صفتونه تشکل نه کوي او که صفات وي هم د تعيناتو او مظاهرو په اعتبار وي نه چې دا مطلق ذات د وجود په اعتبار . په دغه عقيده باندې باور لرونکې دده ذات په هکله کې بې له دې چې “شته” نور څه نه شي ويلای تر دې چې اشاره ورته هم نه شي کولای ځکه که مونږ د خپلو اشاراتو سيوری پر هغه باندې واچوو نو مطلق ذات مطلق نه شي پاتې کيدلی د تشخيص او حدود دوړي ور باندې لويږي بابا فغاني په دوو مصرعو کې ټول هر څه ويلی دي:
 
مشکل حکايتيست که هر ذره عين اوست
اما نه ميتوان که اشــــــــــــــــــارت با وکنند
 
همدا وجه ده چې د هندوستان او پنشرونو د صفاتو د نفي لاره د غوره کړې ده او تنر په “نيټې نيټې” يې تر ډېره ليرې حد پورې بيولې دی.
څو چې بيا و ګورﺉ همدا هندوستان د خپلې تندې د ماتولو له پاره مجبور شوي چې نه تش “برهما” “مطلق ذات” دا يشور متصف او مشخص ذات په رنګ کې و ګورﺉ بلکه د ډبرو بتان يې جوړ کړي او په مخکې يې ايښي دي ددې له پاره چې د زړه تسل ورباندې وکړي او يوه متکا ولري:
 
کری کيا کعبه مين جوسربتخانه ســــــــی آگه هی
يهان توکو يی صورت بهی هی وه الله هی الله هی ([1])
 
يهوديانو خدای د يو قاهر او جابر شاهنشاه په صورت کې ليدلی دی او له اسراييلي کورنۍ سره يې پهدې توګه رابطه پيدا شوې ده د ميړنې ميړه په شان چې خپله ښکلې ميرمن له ځان سره ساتي. ميړه د خپلې ميرمنې ټولې خطاوې عفوه کوي خو ددې بې وفايي هيڅکله نه شي عفوه کولای ځکه چې دده غيرت او ميړنتوب دا کار نه غواړي چې دده له مينې سره کومه بله مينه هم شريكه او ونډ ګری شي: (ان الله لايغفر ان يشرک به ويغفرما دون ذلک لمن يشاء) لکه چې د تورات په لسو احکامو کې يو حکم دا هم شته:
“ته د چابت مه جوړ وه ! او مه ورته سجده کوه! ځکه چې زه ستا يوازينی او غيرتي خدای يم”
خو د مهال د تيريدو سره سره دی تصور هم زيات پراخوالی وموند او دقيق شو تردې چې د دوهم يسعيا په زمانه کې د هغه د تصور بنسټونه کيښودل شول چې تکامل يې وکړ او مسيحي تصور شکل وموند لکه چې مسيحيت د ميړه پهځای پلار ودراوه ([2])
ځکه چې پلار په خپلو بچيانو ډېر مهربانه او د ډېر رحم او شفقت زړه سواندی خاوند دی او مطلقه عفوه او تيريدنه کوي:
 
مــــــن بدکنم و توبد مکافات دهی !
پس فرق ميان من و تو چيست بگو
 
اسلام خپل بنسټ يوازې پرتنريه باندې ايښی دی په “ليس کمثله شی” باندې يې تشبيه په اعم او قطعي صورت نفي کړې ده چې زمونږ د تصوري تشخيص له پاره په کې هيڅ ځای نشته: “لاتدر که الابصار” او “لن ترانی ولاکن انظر الی الجبل” په واسطه د حقيقت د ادراک له پاره يې کوم اميد او هيله نه ده پرې ايښې:
 
زبان ببند و نظر بـــــاز کن که منع کليم
اشارت از ادب آموزی تقاضايی است
 
خو بيا هم د انسان د تصور د نظارې له پاره دا مطلق ذات په صفاتو متصف شوی او مطلقې تنريه د صفاتو تشخيص جامه واغوستله:
(ولله الاسماء الحسنی فاد عوه بها) په دې هم خبره پای ته ونه رسيدله او د مجازاتو لاره پرانستې پريښودله شوه (بل يداه مبسوطان) او (ید الله فوق ايديهم) او ( وما رميت اذر ميت ولکن الله رمی) او ( الرحمن علی العرش استوی) او (ان ربک لبا لمر صاد) او (کل يوم هو فی شان):
 
هر چند هو مشــــــاهده حق کې گفتگو
بنتی نهين هی باده و ساغر کهی بغير ([3])
 
بل څه نه شي پوره کيدلای چې دا تصور په يو شکل دده په مخکې ودريږي او په مخکې هغه وخت دريدلی شي چې دده په مطلق او غير مشخص مخ باندې د تشخص کومه پرده وغوړول شي:
 
آه از ان حوصله تنگ واز آن حسن بلند
که دلم را گله از حسرت ديدار تونيست
 
غير صفا تې تصور د انسان په دماغ کې نه شي راتلای او طلب او غوښتنه داسې مطلوب شي چې نيول کيدلای او تر واک لاندې راتلای شي.
انساني دماغ داسې په زړه پورې يوه جلوه غواړي چې دده زړه ور باندې آرام او هوسا شي چې ددغې جلوي د تښتيدونکي ښکلا پسې په مينه وزغليدلای شي او دده دلويې د لمنې نيولو له پاره خپل د عجز او نياز لاس ور اوږد کړي شي. او ورسره دراز او نياز د ميني شيبې تيرې کړی شي او اګر که ډېره لوړه وي خو بيا هم ورپسې هڅه او هاند کوي لکه وايي (ان ربک لبا لمر صاد) او (واذاسلک عبادی عنی فانی قريب اجیب دعوه الداع اذادعان):
 
در پرده و بر همه کس پرده می دری
باکسی و باتو کسی راوصال نيست
 
غير صفاتي تصور تش نفي او سلب کيږي خو صفاتي تصور د تشبيه له نفې سره يو ايجابي صورت هم جوړولای شي. نو ځکه دلته د صفاتو له اغيزو څخه چاره نشته او همدا وجه ده چې په مسلمانانو کې سلفو عالمانو او محديثينو د تفويض لاره غوره کړې او د صفاتو تا ويل نه غواړي او صفاتو څخه د جهيمه و انکار ته تعطيل وايي او د معتزله و او متکلمينو په تاويلونو کې هم د تعطيل بوي او وږم شته، متکلمينو په محدثينو د تشبه او تجسم تور لګولی دی خو دوی وايي ستاسو له تعطيل څخه زمونږ تش په نامه تشبيه ډېره ښه ده ځکه دلته خو د تصور له پاره يوه موضوع او ځای شته او ستاسو د سلب او نفی له هڅو نه وروسته خو هيڅ نشته.
د هندوستان او پنشدو نو مطلق ذات متصف ذات ته راټيټ کړی او ددغې راټيټونو نقشه يې ايستلې ده، مسلمانو صوفيانو له دغه څخه په “احديت” او “واحديت” تعبير کړی دی. دا حديت مرتبه يو محض يووالی دی او د “احديت “ ځای اول اود اوليت مرتبه غواړي چې دوهم دريم او څلورم هم کيدای شي: “کنت کنزامخفيافاحببت آن اعرف فخلقت الخلق” دا حديث قدسي نه دی خو چې هر څه وي د يو ژور تفکر خبر ورکوي:
 
دل کشته يكتايی حسنست وگرنه
 درپيش تو آينه شکستن هنری بود
 
به ترجمان القرآن کې په لومړي جلد کې د فاتحې د سورت په ضمن کې او په دوهم جلد کې د “ولاتضربو الله الامثال” د تفسير په ضمن کې دی مبحث ته اشاره شوې ده او مبحث داسې دی چې پراخ کړی شي نو تر ډېره ځايه پورې پراخيدی شي:
 
تلقين درس اهل نظريک اشارتست
 کردم اشارتی و مکرر نمـــــــــــی کنم
 
په دې لړ کې يو بل مقام هم راښکاره کيږي او ددغه مقام پراخوالی هم مونږ تر ليرو ليرو ځايو پورې رسوي که دلته له مادې څخه پرته نور څه نشته نو انساني فکر او ادراک څه څيز دی له کوم نغري څخه دا سکروټې راغلي دي دا څه څيز دی چې په مونږ کې دا جوهر پيدا کوي چې مونږ په خپله په ماده کې غور او دقت کوو او ډول ډول احکام يې په باره کې صادروو. دا رښتيا ده چې د موجوداتو د هر څيز په شان دا جوهر په ورو ورو دی درجې ته رسيدلی چې تر يو وخته پورې دنباتاتو په ميدان کې ويده وو او بيا يې په حيواناتو کې اړخ بدل کړ او بيا د انسانيت مرحلې ته راورسيده خو د صورت حال دا علم ددې معمې د حل سره هيڅ مرسته نه كوي دى تخم فورا پاڼۍ او ميوه نيولې وي او كه دا اوږدو زمانو له ارتقاء او بدلونو څخه وروسته دي درجۍ ته رسيدلي وي په هر حال دا فكر او ادراك د انسانيت د مرتبې جوهر او خلاصه ده او په خپل نمود او حقيقت كۍ له ټولو موجوداتو څخه لوړه مرتبه لري او همدا مقام دى چې انسان ور ورسيږي نو له حيوانيت څخه بيل شي او بلې لوړې مرحلې ته جك شي او كله چې پر ځمكه باندې د حاكميت خاوند شي نو سر پورته كړي او د آسمان په لور متوجه او په ټولو فضايي اجرامو كې داسې څيړنه كوي چېته به وايې دا جرم د همده د څيړنو له پاره پيدا شوې دي.
انسان دا هم ګزو پل كوي او هم يې پر خوا صو او افعالو حكم كوي. او په دغو څيړنو كې پل په پل خپلو نيمګړتياو اعتراف كوي خو دا نيمګړتياوې بيا هم دده د هڅو مخه نه شي نيولى او خپلو هڅو ته دوام وركوي چې د كيهاني اجرامو په ماهيت او حقيقت تروسي وسې ځان پوه كړي. پوښتنه داده چې د فكر او ادراك دا لايتناهي فضا چې انسان يې په خپله غيږ كې نيولى او پورته يې جګوي، څه څيز دى؟
ددې پوښتنې په ځواب كې به دومره ويل كفايت وكړي چې دا يو تش ړوند او كوڼ قوت دى چې له خپلو طبيعي خواصو او طبيعي احوالو څخه لوړ شوي او فكر او ادراك ور څخه جوړ شوي دي. هغه وګړي چې د ماديت له دايرې څخه دباندې په كتلو باندې روږدى نه وي هغه دا زړورتوب هم ډېر لږ كولاى شي چې ددغې پوښتنې ځواب بې تامله وركړي.
زه اوس هغه انقلاب ته اشاره كول نه غواړم چې د نولسمى پيړۍ په پيل كې شوي دي چې د شلمۍ پيړۍ له پيل سره يې متصل د كلاسيكو طبيعياتو ټول اساسات او مسلمات سره وخوځول زه له دې څخه بيليږم او د عام نظر له مخې مسئله مطالعه كوم او بيا پخپله هغه صورت حال او وضع چې موږ ورته نشو ارتقاء وايو څه ده او څرنګه ده؟ دا وضع كوم خاص مخ ته اشاره نه كوي مونږ د سلګونو كالو له څيړنو وروسته دا حقيقت معلوم كړ چې ټول موجودات چېې نوع په كوم شكل او بڼه موندل كيږي دا ټول په يو وار نه دى را پيدا شوى بلكه يو تدريجي عام قانون دلته خپل كار كوي او دغه قانون سره مطابق هر څه درجه په درجه بدليږي او ترقي كوي له ذراتو نيولى تر سماوي اجرامو پورې ټول ددغه قانون تابع دى او پرمخ ځي او په يو ټاكلي لوري خپل حركت ته دوام وركوي. هره لاندينې كړى د پاسنې كړې بنسټ دى او هره پاسنۍ كړې په لاندينې كړې باندې بې اغيزې نه ده. دا ارتقايي وضع او صورت حال خپل په خپله توضيح نه ده بلكه توضيح غواړي خو كومه مادي توضيح مونږ نه شو موندلاى پوښتنه داده چې څرنګه وضع په دغه راز ده چې ترقي كوي او لوړو درجو ته جګيږي ايا د وجود په فطرت كې دا غوښتنه او تقاضا يعنې د لوړتيا په لور د حركت غوښتنه شته چې په پورته لوري ترقي كوي او پرمخ درومي چې په دغه سير كې هره درجه له لاندې څخه لوړه ده او له پاسنې درجې نه ټيټه ده ؟ آيا دا وضع يې معنا او بې حقيقته ده آيا دا زينه د پاسنې پوړ د عدم په صورت كې جوړه شوې ده او دلته داسې كوم لوړ بام نه شته چې په دغه زينه باندې ورختل غواړو:
 
ياران خبر دهيد كه اين جلو گاه كيست
 
په اوسني زمانه كې د علم الحياة لوى عالم پروفيسر لايډمارګن دبيالوژي له نظره دا مسئله ژوره مطالعه كړې ده خو هغه هم دې نتيجې ته رسيدلې چې دا وضع كومه مادي توضيح نه لري هغه ليكي هغه نتايج چې دلته كار كوي مونږ هغه په دې اعتبار توضيح كولاى شو چې د موجوده احوالو او ظروفو نتيجه يې وبولو خو د ارتقا تقاضا ناڅاپي ظهور چې څرنګه را پيدا كيږي لكه ژوند ذهن او ادراك ذهني شخصيت او معنوي انفراديت اشكال ددغو ټولو توضيح پرته له دې څخه به بل راز نه شي كيدلاى چې يو خداي قدرت دلته ومنل شي. دا وضع مونږ دلته اړ كوي چې د كائناتو په فطرت كې ديو تخليقي اصل په كارباندې اعتراف وكړو هغه هم يو داسې تخليقي اصل چې د ظرف او زمان په كار خانه كې يو لازما حقيقت دى.
كله چې مونږ د وجود حقايق مطالعه كوو نو يو خاصه خبره فوراً زمونږ مخې ته دريږي او هغه دا چې دلته د فطرت هر نظام يو داسې نظام دى چې كه له كوم جګ ځاى څخه ورته ونه كتل شي دا حقيقت معلوميدلاى نه شي يعنې د فطرت د هر نظم د ليدلو له پاره مونږ ته يو لوړ ځاى په كار دى چې له هغه ځايه دا نظم وليدلاى شو. د فزيكي عالم غوامض په بيالوژيكي عالم كې ښكاريدلاى شي او د بيالوژيكي عالم غوامض په نفسياتي عالم كې څرګنديدلاى شي ، د نفسيا تي غوا مضو د جوتولو له پاره مونږ منطقي بحث او تحليل ته اړتيا لرو. خو د منطقي بحث او تحليل معماوۍ په كومه لار حل كړو. له ده څخه كوم لوړ مقام شته او كه نه شته چې د حقيقت آخري مقام ته مونږ ور سولاى شي.
مونږ اړيو چې ومنو چې له دې څخه هم يو لوړ مقام شته خو دا مقام دومره لوړ دى چې نه شو كولاى د عقلي نظر او تعليل په واسطه مونږ دهغه مقام په هكله پوهنه حاصله كړو دا مقام له محسوساتو نه اپلودى اګر كه له محسوساتو سره معارض نه دى هغه يو داسې اوردى چې ليدل كيدلاى نه شي خو په تودوخه يې لاسونه توديږي: ومن لم يذق ،لميدر:
 
تو نظر باز نه ای ورنه تعافل نگه اســــــــــت
توزبان فهم نه ای ورنه خموشى سخن است
 
كائنات ساكن نه دى ، متحرك دى او په يو خاص او ځانګړي لوري په وړاندې درومي د كائناتو د نني غوښتنه رغاونه او تكميل دى ، كه د كائناتو ددغه عام او ارتقايي پرمختګ كومه مادي توضيح زمونږ لاس ته نه راځي نو مونږ نه غلطيږو كه ددغې معما حل په روحاني حقايقو ولټوو.
په دې ځاى كې بايد دا حقيقت هم په نظر كې ونيسو چې د مادي د نوعيت په هكله چې اتلسمې او نولسمۍ پيړۍ كوم عقايد را پيدا كړي هغه د شلمۍ پيړۍ په پيل كې متزلزل شول او اوس ټول ړنګ شوى دى اوس د ټاكلي اوسو چې مادي ځاى مجر د قوت نيولى دى او د الكترون خواصو او دا ټومونو د اعددې او شمارې انضباط مباحثو كار د ساينس له دايرې څخه ايستلې او بیا يې د فلسفې په صحرا كې سرور كې خوشې كړي دي ساينس چې د خپل عينيت په علم او انضباط يې يقين درلود اوس ټول متزلزل شوي او علم بيا د سوبجكتيو او ذهنيت هماغه ذهني او كلياتي مقام ته بيرته ورګرزيدلى له كوم ځايه يې چې د نوي نشاءت له دور نه وروسته پل را اخيستې وخو زه اوس داداستان نه اوږد وم ځكه چې دا په خپله يو مستقل مبحث دى.
دا رښتيا ده چې دا لار يوازې د علم په استدلالى وسيله نه وهل كيږئ ددې ځاى اصلي رڼا د كشف او مشاهدې رڼا ده خو كه مونږ د كشف او مشاهدې له علم نه خبر نه يو او ځان ورڅخه نه خبروو بيا هم د حقيقت نښې نښانې په خپل ماحول كې وينو او ليدلاى يې شو او كه غور وكړو نو په خپله زمونږ وجود ټول د لارې نښه ده. ولقد حسن من قال:
 
خلقى نــــــــــــــشان دوست طلب مى كند و باز
از دوست غافل اند به چندين نشان كه هست
ابوالكلام
 
 
[1]- په کعبه کې هغه څوک څه وکړي چې د تخانې له سر او رازه خبر دی دلته چې کوم صورت هم شته هغه هم همدا الله دی الله .
[2]- هندوتصور د پلار په ځای د مور تمثيل غوره کړی ځکه د مور مينه د پلار له مينې نه ډېره ژوره او تزلزل نه منونکې ده.
[3]- هر څومره چې حق د مشاهدې په هکله خبرې وې خو باده او ساغر په بل څه سره نه جوړيږي يعنې باده او ساغر سره ملګری دی.