
د هالووین(د اكټوبر يو دېرشمه د عیسویانو مذهبي شپه. ژ) سهار لوند او سوړ پیل شو خو په ماسپښین کې د هوا د ماتېدلو وړاندوینه شوې وه. ما د ماسپښین پورې له دوشنبه د لیدنې د پیل په اړه د تلگراف هیله درلوده خو ما او ریک دوشنبه ته ټلیفون وکړ او له هانک سره مو اړیکه ټینگه کړله.
هغه ملاتړ وښود او ویې ویل چې لیدنه ښه وه خو د لیدنې زیاته مایوسونکې برخه یې د فهیم کړنه او ښودنه وه. لیدنه د جنرال فرانک په لویه نظامي سي -۱۷ ډوله الوتکه چې هغه د گرځنده دفتر په توگه کاروله، ترسره شوې وه.
هانک باور درلود چې د لیدنې چاپیریال فهیم رالاندې کړی و ځکه چې جنرال فرانک او د هغه لوړپوړي افسران(ټول جنرالان و. لیکوال) او د سمندري ځواکونو مشر یوه پلو ته او جنرال فهیم، عارف او د یو ځوان ژباړن بل لورې ته وو.
جنرال فرانک د فهیم څخه په کابل باندې د برید طرحه اوله هغه یې د بريد د پیل نېټې د اېښودلو لپاره فشار راوړ. په ځواب کې فهیم د کابل سره خپل موقیعت او دده په وړاندې د طالبانو او د عرب جنگیالو ددفاعي موقیعتونو زور طرح کړ.
فهیم وویل چې له هغه سره وعده شوې وه چې د ځانگړو ځواکونو شته والی به درنه بمباري منځ ته راوړي خو هغه ترسره نشول او د بمباری محدودیت ته د اغېزې او پراختیا له پلوه دوام ورکړل شو. جنرال فرانک د هغه څخه د کابل سره په لومړۍ کرښه او همدارنگه د تخار څخه د تالقانو په لورې د برید کولوځانگړى پلان او وخت څرگندولو لپاره ټینگار وکړ.
جنرال فهیم له دغه غوښتنې سره یو څه وارخطا شو خو بیا هم وتوانیده چې څو تشریح کړي چې د ده ځواکونه په یوازې ځان نشي کولای چې د طالبانو او د عرب جنگیالو دفاعي کرښې ماتې کړي، که هغه دا ځواک لرلای نو هغه به لا له وړاندې خپله بريد ترسه کړى وای.
هغه وویل چې له ژمنېسره سم بمباري باید ترسره شي څو طالبان کمزوري شي او که جنرال فرانک ددغه ډول همکارۍژمنه نشي کولای، نو فهیم به په خپله بريد ترسره کړي ځکه چې هغوی د غونډیو په سرونو په دفاعي موقیعتونو کې بل ژمى نشي زغملای!
هانک وویل چې جنرال فراک د کابل سره په لومړی کرښه باندې د بمبارۍ متمرکزه کولو ژمنه وکړله او له فهیم یې وغوښتل چې په پنجشیر کې د سي ای اې او ډگروال اېچ سره خپل پلانونه شریک کړي.
په عمومي ډول بریالې لیدنه وه، سره له دې چې جنرال فرانک له فهیم څخه په پوره ډول نه و اغېزمن شوی خو هغه باور درلود چې له فهیم سره په گډه کار کولای شي.
په طالبانو باندې د بمباری د ستراتیژی بدلول رښتیا هم يو ښه خبر و، او دا هغه څه وه چې موږ ورته د بمباری د پیل څخه چې د اكټوبر پر اوومه نېټه یانې څلرويشت ورځې وړاندې وه، په هیله و. که چېرې د بمبارې ستراتیژي بدلون ومومي او موږطالبان وټکوو، زه ډاډه یم چې شمالي ټلواله به له دفاعي کرښو راووځي او د کابل څنډو ته به په دوه ورځو کې ورسیږي.
د ورځې په دولس نيمو بجو ممتاز دفتر ته راغی او ویې ویل چې د انجمن په سر هوا رڼا ده. په دره کې وریځې پورته شوې او لمر هم سر ښکاره کړی و، دوشنبې ته د سفر کولو لپاره مو پرېكړه هر څومره ژر چې ډگر او چورلکه د الوتلو لپاره چمتو شي، ونیوله.
موږ څلورو بېړنۍ خدای په اماني وکړه او سامان مو دباندې موټرو ته وروباسه او په استنه کې د هوایي ډگر په لورې وخوځېدلو. ما مثبت احساس کاوه که څه هم چې دنده مو په نیمايې کې پرې ایښې وه. د دوشنبې څخه د هانک خبر مثت و. د امريكې د پوځ په مرسته به فهیم وکولای شي چې په دواړو مهمو کرښو کې په اسانۍ سره كاميابي ترلاسه کړي. په شمال کې د شمالی ټلوالې ځواکونو طالبان په کراره د مزار ښار ته ورغونډول. که څه هم چې طالبان پرې نه پوهېدل خو دا د طالبانو د حکومت د راپرځېدو پیل و! زموږ گروپ د مسلكې کسانو په لاسونو کې و، جورج هرڅه په والکه کې اخېستي و او دوهم گیري به یا د چورلکې سره د راگرځېدلو په مهال او یا به سبا ته راوگرځي.
موږ خپل توكي ځای په ځای کړل، زه او ریک په هغه چوکې باندې چې د ښکته غبرگېدلو او د کارگو د لویې دروازې د مخکنې غاړې سره تړلې وه، كېناستلو. د نوموړو چوكيو سره یوه کړكې وي او د مخکنۍ برخې څخه ډېرې هوسا وي خو بیا هم تاوان یې دا و چې دا چوكې د چورلکې هغه برخه کې چې په اسانۍ سره خلاصیږي او د دوه لویو پټو(رسۍ) سره (ما دځواکمنې رسۍ دعا کوله. ژ) ریک زما مخامخ چوکۍ کې كېناست او یو بل ته مو گټې گوتې برابرې كړې، لکه نور وخت، چورلکه د شمال په لورې لوړې ارتفاع ته و خوځېدله.
د کړكې بهر منظره د شپږويشتم سپټمبر پر مهال چې موږ پرې را تېر شوي و نسبتا زیږه او شنډه وه، او تر دېرشو دقیقو پورې مو یوازې د غرونو په تېرو څوکو واوره لیدله. کله چې د ۱۴۵۰۰ فوټه لوړ د انجمن کنډو سر ته پورته شوولاندې مو درنه واوره ولیدله. نور نو د راتلونكي کال تر پیل پورې دغه کنډو د موټرو پر مخه تړل كېږي.
غونډۍ په بالغو او له تیږو ډک غرونو باندې بدلېدله او د واورو غرونه په داسې حال کې چې چورلکه پرغرونو ورختله، له موږ ډېر لوړېدل.
بک د پیلوټ برخې ته ورغی او د ایډ او گریگ ترڅنگ ودرېد. ما فکر وکړ چې هغه د ښې منظرې د لیدلو په هیله ولاړ خو کله چې د انجمن کنډو سر ته ورپورته شوو، زموږتر مخه په دره کې د درنو خړرنگه وریځو په لیدلو چې تړانگه یې ډکوله، هک پک کړلو.
د چورلکې دواړو غاړو ته د غرونو لوړې څوکې د واورو ډکې او راوتلې وې. ناببره د درنه باد سره مخامخ شوو. چورلکه وړاندې وروسته او ښکته او پورته ولړزیدله. موږ د راگرځېدلو په حال کې و او چورلکه بیا دلوړې ارتفاع په لورې د ختلو پیل وکړ. بک د پیلوټ له ځای څخه راغی او سر یې وښوراوه. موږ درې ته د بیرته گرځېدلو په حال کې و، د چورلکې څخه د کوزېدلو په مهال بک وویل: یاره له خطره ډکه پېښه وه! ریک وویل هو د وریځې موړه له خطره ډکه ښكارېدله. بک هو سر وښوراوه. ایډ دوشنبې ته ټليفون وکړ او هغوی هم وویل چې ورځې د څو زره فوټه را ښکته شوي دي او په دغه غرونو باندې د الوتنې کول د روسې لوبې رولیټ(د قیمار لپاره د څرخ ډوله تخته یا خو هغه لوبه چې په گردی شاجوره کې یو مرمۍ اچوي او د قمار ته ناست ټول کسان یې په نوبت سره په سر ایږدي او ماشه ټینگوي.) ته ورته لوبه وي. یوازینۍ ناوړه پېښه به د تیلو د فلټر د خیرن كېدلو له امله د سره غمي بلېدل وي ځکه په هغه غرونو کې د كېناستلو لپاره ځای شته والی نه لري. هر وخت به چې له دغه ځای تېرېدلو، زه به په خولو کې خیشت پیشت وم! د مازدیگر پنځه بجې لکه په مهالویش چې وېشل شوي وي، په دره باندې وریځې خلاصې او شړکنده باران یې راپرېښود. مخکې هم دلته باران شوی و خو د شبنم څخه لږ تیز و. دلته زموږ د شتون په بهیر کې دا لومړی باران و، او زه حیران وم چې زموږ د کور بام چې د لمر په واسطه د کلکې شوې (خامې) خټې څخه جوړ شوی و، څنگه ددغه اورښت مقاومت کوي؟
ما جان محمد ته د شپې د ډوډۍ د تیارولو هدایت کاوه، ودراوه او هغه ډاډ راکړ چې بام نه څاڅیږي. ما هڅه وکړه چې پر خبرو یې باور وکړم. ددغه ودانۍو په چتونو باندې ساختماني کار بې جوړې و او د کار نمونه مو په بارک کلي کې زموږ د دفتر په بام باندې پخپله ولیدله. داسې ښكارېدله چې جوړونكي لومړی دېوالونه جوړ کړي او بیا یې په دېوالونو باندې د گاډرو پرځای دولس اینچه چارتراش تېرونه چې ټولو یې په منځ کې تقریبا یو گز واټن درلود، اچولي و. د تېرونو په سر یې د کریټونو تختې اچولې وې. په لرگیو باندې روسي ژبې حروف اوس هم ښكارېدل. ددغه په سر یې د بوسو او خټو گډ شوی مخلوط چې توده لمر د تیږي په شان کلک کړی و، اچولی و.
بیا هم که خټه هرڅومره سخته هم شي، خټه خو خټه وي او باران هم تیز و. زه خپلې کوټې ته د شپې په اته بجو او دېرشو دقيقو راوگرځېدلم څو ارام او د بي بي سي د لسم ځل هغه تکراري خبر پرځای چې د طالبانو په وړاندې د امريكې د بمبارۍ کمپاین یې ناکام گاڼه، کتاب ولولم. کوټې ته د دروازې د خلاصولو پرمهال د اوبو د څاڅکو د غږ له هرکلي سره مخامخ شوم. دکوټې په رڼآ کې مې په دېوال د اوبو ویاله ولیدله چې په غولي باندې یې په کراره سره ډنډ جوړاوه. جان محمد کسان راغونډ کړل او په کوټه کې دننه او د کوټې خوا وشا کې د چېنایانو د اور ډلې په شان هاخوا دېخوا وگرځېدل ستونزه یې پيدا کړه او ددومره شیانو له جملې څخه د ټینس د لوبې یو توپ چې د بام په نالۍ کې بند شوی و، پیدا کړ. کله چې لیرې او ولاړې اوبه روانې شي، بیا د اوبو د څڅېدلو بندول اسان کار و. د کوټې پاکول هم گران کار و خو نوموړي هلکان په دغه دنده کې په تجربو کې پاخه ښكارېدل او کوټه هم ژر منظمه شوله. زه د خوب ځای ته لاړم خو خوب په اسانۍ نه راته ځکه چې په غوږ کې مې په غولي باندې د اوبو د څڅېدلو غږ انگازې کولې. ما باید اندېښنه نه وای کړې ځکه چې چتونه هیڅکله هم نه څاڅي!