(زه ﻻ ماشومه ومه) د رحيمې پشتونجار پر شعر کره کتنه

زه لا ماشومه ومه :دغه شعر ماته ددردونو يو مثلث ښکاري چې ددووخويندواويوې مور ژوند تمثيلوي.دغه ښکلی شعر هغې پښتنې شاعرې ليکلی چې په ماشومتوب کې يې دمورله شيدوسره جوختې دمور اوښکې هم رودلې دي.داپه اوښکولمدې شيدې دشاعرې احساس ته له شاعرانه خوږوالي سره داوښکونمک هم لېږدولی چې په دې شعرکې يې محسوسولی شو. شاعرې دشعر تر ليکلو مخکې دمينې دوه غشې په زړه خوړلي چې يويې دموردمينې اوبل يې دمشرې خورهغه په اوښکولمده مينه ده چې دخپلې مورکيسه يې پکې نغښتې ده.شاعرې دخپلې  مورپه غمجنه کيسه کې دخپلې مشرې خورله دردسره خپل درد هم تصويرکړی چې دشعر يوې څانګې درې ګلونه راسپړلي دي.دشعرفضاله صميمانه اخلاص نه ډکه ده.شعر ديوه خواږه خو غمجن داستان غوندې ورو،ورو روان دی ،چې کله درد معراج ته رسيږي نولوستونکی دخپلې ټولنې دغمونويوروښانه تصويرپکې ويني.جالبه داده چې لوستونکي ته هم يوازې يودرد نه بلکه درې دردونه رسي.دادردونه دټولنې ديوې موراودووخويندودردونه دي.شاعرې په خپل شعرکې دخپل ځان خپلې موراوخپلې مشرې خوررښيتني تصويرونه په هنرهنر اوروانه ژبه تمثيل کړي دي.شعرديوه قوي داستان په څېرزبردست پيل،ښه منځ اوښکلی پای لري.هرهغه هنرچې انساني دردپکې په هنري اندازوړاندې شي يوه ښه هنررامنځ ته کوي.چې په دې شعرکې داهر څه موجوددي.الله دې شاعرې ته نورهم توفيق ورکړی چې داسې ښکلي شعرونه ډيروليکې،اودخپلې ټولنې دژوندرښتينې څيره په هنري ډول انځوريزه وړاندې کړې.داشعر زموږدټولنې دژوند ديوه اړخ ښه تابلوبللی شو.