د غنـي تیروتنـې د بښلـو نـدي


سیاسیونو تل د ملت په اراده سودا کړي او د خلکو په سرنوشت یې ملنډې وهلي دي.
د تېرو دیارلسو کلونو بې عدالتیو هېوادوال سخت وځپل او خلک دې ته په تمه وو چې کله به د یو ملي مشرتابه څښتنان شي. د ډاکتر اشرف غني ټاکنیز ډګر ته را دانګل په ولس کې نوي هیلې را وټوکولې او ولس فکر کاوه چې ولسشمر غني د رښتینې عمل او ارادې څښتن دی، ځکه په تېرو دیارلسو کلونو کې یوازینی شخص چې د ټولو مرداریو یې ځان ساتلی وو، ډاکتر غني وو، خو ولس خبر نه وو چې د پردې ترشا څه پټ دي. ولسمشر غني په ټوله ټاکنیزه دوره کې ویل چې سهامي شرکت نه جوړوم، قانون به په ټولو یو ډول تطبیقوم، نظام به د وړتیا په اساس جوړوم، د فساد مخه به نیسم، خلکو ته به کاري زمینې پیدا کوم، مصرفي اقتصاد به په تولیدي اقتصاد اړوم، سوله او ثبات به راولم، د ټولو ژبو پراختیا ته به خاصه پاملرنه کوم او تر ټولو مهمه دا چې په واحد افغان ملي هویت باور لرم، لومړۍ درجه، دویمه درجه او دریمه درجه ولایتونه به د منځه وړم، چې افغانان د لومړۍ درجې، دویمې درجې او دریمې درجې افغان احساس ونکړي. په افغان ملي هویت باور لرم، ملي مصطلحات به خوندي کوم او د یوه پیاوړي افغان ملت د جوړښت اود نظام د ټینګښت لپاره به جدي ګامونه اوچتوم.
د ولسمشر غني په وینا چې: (( اسلام او افغانیت زمونږ د ملت دوه مهم او اساسي ارکان دي)). ولس ومنله چې د غني په وجود کې به خپلو ملي ارمانونو ته رسیږي، پیاوړی افغان ملت او پیاوړی او عادلانه نظام به رامنځته کیږي، خو د ټاکنو د دویم پړاو د رایو اچولو وروسته را پېښو ننداریو خلک په اندېښنه کې واچول، ځکه پخواني زورواکان لا په خپل ټول قوت سره پاتې وو او د بهرنیانو په لاسوهنو او شومو موخو کې هم کموالی نه وو راغلی. خلکو ویل چې د غني جدي دریځ څه شو؟ او کومه ټکه وه چې سړې اوبه پرې تویې شوې؟ هغه ژمنې څه شوې چې د ولس سره یې په بیا بیا تکرارولې؟
هو! غني سهامي شرکت رامنځته کړ او د ولس د ارادې او باور پر ځای یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پریکړه غوره وبلله، خو بیا هم ولس وویل چې خېر دی ــ  دا ماتې خو در پاتې، چې نوره نه شي ماتې، ځکه چې د افغانستان مسئله دومره واړه نده او په ځینو برخو کې لاهم مصلحت ته اړتیا شته او همدا یې دا هم کړی وي. نظام د مصلحت په اساس رامنځته شو، څوکۍ نیمايي ووېشل شوې، د امریکا سره نظامي تړون بې له ځنډ او بیا کتنې پرته لاسلیک شو، همدا دی نن ورځ د احوالو د ثبت قانون هم د ولسمشر له لوري بې له دې چې ملي هویت ته پاملرنه پکې وشي او د ولس غوښتنې په پام کې ونیول شي توشیح شو، سبا به په خپل سر پاکستان ته ډیورنډ او د کونړ اوبه وربښي، ایران ته به د سیستان ځمکې او د هلمند سیند اوبه ورپرېږدي، شمالي ګاونډیانو ته همداسې ورته نورڅه. اخر دا ولسمشر په کومو روان دی؟ د ولسمشر د مشورې مرجع کومه ده؟ ولسمشر ته څه کول په کار دي؟ او څه یې په لومړیتوب کې دي؟
ولسمشر کرزي خو د ملي هویت په میراته پسې را اخیستي وه، خو غني هم د هغې په پله پل کېښود، مونږ له دې هم ور تېر شوو چې د تابعیت تذکره دې په یوه نه بلکې په دوو او درو ژبو وي، خو ولسمشر په لوی لاس اساسي قانون مات کړ، او زمونږ تاریخي هویت یې په اوبو لاهو کړ، تردې وروسته به مونږ د یوه بې هویته ملت په توګه د نړۍ جز وو.
د اساسي قانون له مخې د افغان کله د افغان ملت په هر فرد اطلاقیږي، افغان ملت د افغانستان د ټولو قومونو څخه متشکل دی. افغان کلمه چې یو ملي او تاریخي نوم دی او د افغانانو د هویت تثبیتوونکی دی، نو څنګه غني دا جرئت وکړ چې ددغې تاریخي فلسفې څخه انکار وکړي، شاید هدف دا وي چې نور افغانیت او افغانستان د زغملو ندی، شاید په راتلونکي کې د افغانستان د نوم پر ځای بل بدیل نوم غوره شي، څو تنه لنډ لغر او افغان دښمنه عناصر به جرئت وکړي او په لاریونونو به لاس پورې کړي او ولسمشر به په خپل سر هغه ورسره ومني او خوشال به یې وساتي.
ولسمشر او مونږ اوسنی نسل به تاریخ ته څه ځواب وایو؟ ایا یوازې ولسمشر د دې مسوول دی او که مونږ ته هم څه مسوولیت راجع کیږي؟ ایا ولسمشر چې څه پریکړه کوي، ټول ولس به یې په پټو سترګو مني؟ ولسمشر ولې په ملي هویت باور نلري؟
دا او دې ته ورته نوره پوښتنې هغه څه دي چې د تاریخ یو نوی باب پرانیزي. مونږ په لوی لاس بې هویته شوو، نور افغانان پاتې نشوو، د یو موټي ملت مفکوره هم د تل لپاره د منځه لاړه، د دې تاریخي پریکړې مسوولیت ټولو ته راجع دی، ولسمشر یوه تاریخي اشتهباه وکړه، او زمونږ چوپتیا به بیا یوه بله لویه تیروتنه وي. سبا او بل سبا به د ملي فوځ په نومونو کې هم تغیر راځي، ځینې ملي مصطلحات خو اوس مهال په پوره سپین سترګۍ سره نه کارول کیږي. افغانان په لوی لاس بې هویته شول، مونږ بې هویته تذکرې نه اخلو، د ولسمشر تیروتنې د بښلو ندي.