غزل

لــــه ډبــــروزړه راوباســــــه غمــــى شـــــــه په مــــستۍ راشــــه له ســــره بيازلمى شــه
که په ښــــارکې طبعـــــه خړى يـې له خلکو

بيــــاخوتـــــوروغــــروته خـــېژه غرڅنى شه

ته يې ګل په پښوکې ږدې وايي اغزى دى
داســـــې وکړه چې دخپل پټکي رېدى شه
څــــپلۍ وباســـــــه پښې يبلې منډه واخله
دښـــــــکلاقافـــــــله لاړه ګــــــــړنـــــدى شـــه
پرخپل زړه باندې پښې کېږده ترى تم شه
غـــــــــاړکۍ دچـــــادغاړې يابــــــنګړى شه
خلـــــک وايي چې نغمې دې په سلګودي
له چـــــــناره راپرېوتــــــى يې ژوندى شـــــه
ديـــــــــارانونـــــــــظروخــــــــوړې کـــــاروانه
که مــــــنې مې ســـــــپېلنى شه لېونى شــه