
څنګه په ټولو چارو پسې ورسیږئ؟
تاسې هم په دې فکر کوئ، چې کاش ډېر وخت مې درلودای، چې ټولې چارې مې ترسره کړې وای؟
ایا په دې فکر کوئ، چې د لا ګټورو چارو لپاره مو وخت درلودای؟
تاسې هم د وخت له سخت کمي سره مخ یئ؟
د وخت مدیریت داسې څه دي، چې له تاسې سره په دې ټولو پوښتنو کې مرسته کوي. خپل کار په خپل وخت ترسره کړئ، کور او بچیانو ته هم رسیده ګي وکړئ او د دفتر چارې هم درنه نیمګړې پاتې نه شي.
د خپل وخت ته دقیق اوسئ. په دې ځانونه ډاډه کړئ، چې په شپه او ورځ کې اته ساعته خوب کوئ. خپل خوب پوره کوئ، که په الوتکه کې وي او که په موټر کې. که نور نه وي، دفتر ته د تګ پر وخت خپل خوب پوره کړئ.
یوه ورځ ۲۴ ساعته ده، نه کمیږي او نه زیاتیږي. دا ۲۴ ساعته که کار وکړئ او که نه، درباندې تیریږي. په دې هم باوري یئ، چې وخت بېرته نه راګرځي. تر ټولو مهم څیز دا دی چې خپله ځان مدیریت کړئ. خپلې چارې تنظیم کړئ او په وخت او موقع یې ترسره کړئ. لومړی د وخت غله پیدا کړئ. د وخت غله څنګه وي؟ څوک دي؟ دا پوښتنې په خپل ورځني کاري چاپیریال او بوختیاوو کې موندلای شئ. وېبپاڼې وخت در نه غلا کوي؟ ټلویزیون وخت درنه غلا کوي؟ فیسبوک او ټویټر یې غلا کوي، که هسې خوشي مجلسونه او بنډارونه؟ که د وخت پر تلف کېدو فکر وکړئ د خپل وخت غله هم پیدا کولای شئ. وګورئ، چې چیرته مو وخت عبث او خوشی ضایع کیږي. کله مو، چې د وخت غله او ضایع کوونکي وختونه تشخیص کړل، په کنټرول یې فکر وکړئ.
د وخت مدیریت د ځان په چلند کې ولټوئ. تاسې وخت نه شئ بدلولای، خو ځان بدلولای شئ. تر څو چې ځان خپل چلند تغییر نه کړئ او هغه څه په نښه نه کړئ، چې ستاسې وخت ضایع کوي، تر هغه پورې وخت هم نه شئ د ځان په ګټه کارولای.
د ځان لپاره یو مشخص هدف وټاکئ، چې په یوه اوونۍ کې به هره ورځ دا کار کوئ. کله مو چې پر دې عمل وکړ، دوه نور اهداف وټاکئ او چې پوه شوئ، اضافي وخت لرئ، بل هم پرې ور زیات کړئ او دغسې د خپل ټول وخت لپاره اهداف په نښه کړئ. په دې توګه به ستاسې یوه دقیقه هم نه ضایع کیږي.
د کار پر وخت په بل کار غور مه کوئ، ځکه ستاسې دواړه کاره پرې خرابیږي. لومړی سم نه ترسره کیږي، ځکه فکر مو په دویم هغه کې بوخت دی او دویم هغه ځکه نه ترسره کیږي، چې لا مو وخت او پلان نه دی ورته تنظیم کړی. دویم کار له ځان سره یادښت کړئ او کله مو، چې وخت ورته بېل کړ، ترسره یې کړئ.
ډېر وخت داسې کیږي، چې تاسې په یوه شي پسې ګرځئ او پوره یو ساعت او دوه ساعته وخت درنه اخلي. که فکر مو پر ځای وي او شی مو سم ایښی وي، وخت مو نه ضایع کیږي. ډېر ځله، چې سهار دفتر ته ځئ، یوڅه درنه ورک وي. تاسې نه پوهیږئ، چې چېرې مو اېښی او په کتلو کتلو کې هم چای څښل درنه پاتې کیږي او موټر درنه ځي. وروسته، چې ګورئ شی مو د خپل میز په روک کې اېښي وي او دفتر ته یو دوه ساعته وروسته ور رسیږئ. فکر وکړئ، چې څومره وخت مو ضایع کړ، خو که د وسایلو د اېښودو پر وخت دقت وکړئ، هیڅ وخت نه درنه ورکیږي. په کمپیوټر او انټرنیټي پلټنو او داسې نورو برخو کې هم ورته مثال در واخلئ.
په یوه کار ټوله ورځ مه ضایع کوئ. تاسې وینا کوئ او دوه درې ورځې په دې فکر کوئ، چې څنګه وغږیږئ او څګه یې پیل کړئ. مشخص وخت ورته وټاکئ او هغه وخت به تر یوه ساعت زیات نه وي. نور وخت پرې مه تلف کوئ، ځکه تاسې، چې څومره پر موضوع فکر کوئ، هومره وخت درنه خوري. ( ژباړه او زیاتونه)
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده