
ستا د راتلو په انتظار کې گوښى ناست يمه زه
لکه ملنگ په لويه لار کې گوښى ناست يمه زه
ژوند د بازار غوندې په راکړه ورکړه گرم وي، خو
پرته له تا د ژوند بازار کې گوښى ناست يمه زه
د گل پر پاڼه د شبنم سترگى څلورشوې څلور
د ارمانونو په گلزار کې گوښى ناست يمه زه
زما د زړه په آيينه کې به يې مخ ته کتل
نن يې په کلي او ديار کې گوښى ناست يمه زه
د شا شهيد دنادرخان تپې په خوا کې ساده
د څو يارانو په بنډار کې گوښى ناست نمه زه.
٢٧/٠٧/١٣٨٥
٢٧م پېشمنى / د شاه شهيد زيارت ترڅنگ / کابل.