
احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ کال د اکټوبر ١٧
از بهر چه گويم “ هست” از خود خبرم چون نيست
وز بهر چه گويم “نيست” با او نظرى چون هســــت
ګرانه ملګريه!
د ګهيځ درې نيمې بجې دي او په دې وخت کې مې د ليک له پاره رنګ پاى ته رسيدلى زړه مې و چې رنګ راوغواړم خو هير مې شو نو بيا مې فکر شو چې لږې اوبه ولې وروانه چوم:
چاى ته مې قلم ورنږدې کړ او د قلم خوله مې لږه لنډه کړه او بيا مې قلم وخوزاوه چې اوبه په قلم کې له رنګ سره ګډې شي او دادى اوس د رنګ په ځاى په چاى يو څه ليکم:
مى کشد شعله سرى از دل صد پاره ما
جوش آتـــــــــــــش بود امروز به فواره ما
زړه مې يو څه مړاوى دى نو الفاظ هم مړاوى راووځي زه د زړه د مړاويتوب چاره په تود چاى باندې کولى شم نن مې قلم ته م يو غړپ چاى ورکړ:
اين که در جام وسبودارم مهيا آتش است
تاسو زما د کار په دې طريقه باندې تعجب مه کوې له نن څخه درې نيم سوه کاله دمخه د فيضى هم همدا طريقه وه هغه ويلې دى
تا تازه و ترزنم رقـــــــــــــم را
درباده کشــــــــيده ام قلم را
اوس هم هماغه جام دى چې د ورځې کار ور څخه اخلم خو څه چې په جام کې اچوم کيفيت يې يو څه بدل دي:
ازمى دوشين قدرى تند وتر
په وارو وارو زما خيال ته داخبره راغلې چې مونږ د خداى په وجود باندې له دې امله هم پر اقرار کولو مجبور يو چې که دا اقرار ونه کړو وجود د کار خانې د معما هيڅ حل نه موندل کيږي او مونږ غواړو چې دا معمى حل کړو او ورته اړيو.
آن که اين نامه سر بسته نوشته است نخست
گره ســــــخت به سر رشته مضمون زده است
که کومه کړ کيچنه معامله موږ ته رادمخه شي او مونږ يې حل غواړو نو څه به کوو؟ البته ارومرو په مونږ کې بالطبع دا خبره شته او منطق او رياضي مونږ مجبور کړي يو چې مونږ پر دغه کړکيچنه معامله غور وکړو هرکړ کيچ د خپل حل له پاره يو خاص ځواب غواړي مونږ به هڅه وکړو چې ډول ډول حلونه يو تر بل پسې وکړو او وګورو چې ځواب سم دى او د معاملې د حل کيلې تر لاسه کړو ، مونږ به پوره يقين وکړو چې حل مو موندلى دى او زړه به مو داډه شي چې کوم بل بهرنى حل ته اړه نشته اوس نو که په زرګونه شکونه را دمخه شي زمونږ باور نه شي منزلزل کولاى .
فرض کړي چې ديو ټوکر يوه برخه څيرې کړي شوي او بيا تي شوې ده اوس داسې کږه وږه او غاښنه پرې شوي چې که همدغسې غاښنه دلته په همدغه ځاى باندې ونه لګوو بل راز ټوټه ورسره سمون نه خورئ او د ټوکر تش ځاى نه شي ډکولاى . نو که دا خلا ډکول وغواړو د همدغه ټوکر همدغسې پرې شوى ټکړه ور سره لګيږي اوس اګر چې ددې خبرې کوم بهرني شهادت موجود نه وي خو زمونږ پوره باور حاصليږي چې دغه ټکړه له همدغه ځاى څخه پرې کړې شوې ده او دومره کلک باور مو پيدا کيږي چې “لوکشف الغطاء لما از دادت يقينا” او بل مثال د معمايې جدول مثال دى تر څو پورې چې په کې په مربوطه خانه کې مربوط څيز ځاى په ځاى نه شي سم جواب يې نه رااوځي او چې مربوط خيز ځاى خپل ځاى کې واچول شي سم ځواب يې پيدا شي او هره معمى په همدې ډول وي او دا چې هر څيز په خپل ځاى کې کيښودل شي او جواب حاصل شي په خپله پوستر دليل دى.
اوس به د علم او تيقن په لار کې لږ په وړاندې ور تير شو او دريم مثال به راوړو ، تاسو به لمبر لرونکى قفل ليدلى وي چې پخوا ورته د ابجدو قفل ويل کيده چې په خاص لفظ باندې هغه قفل پرانيستل کيږي او هغه خاص لفظ مونږ ته معلوم نه دى اوس مونږ راز راز الفاظ جوړوو او هغه قفل ورباندې ازموو چې پرانستل كيږي او که نه؟ نو تاسو فرض کړې چې په يو خاص لفظ جوړولو پرانستل شو نو آيا مونږ په دې باور ونه لرو چې په همدغه لفظ کې ددغه قفل کونجي پرده وه؟ د کوم حل لټونه چې کيده هغه ددغه قفل پرانستل وو . نو کله چې يو لفظ دا قفل پرانست نو نور څه پاتې شول چې نوره هم لا ورپسې لټه وکړاى شي.
چې دا مثالونه په مخکې کيږدﺉ او د وجود د معمى پر حل غور وکړﺉ چې په مونږ کې زمونږ په چاپيريال کې خپور دى. انسان چې کله د عقل او پوهې دروازې پرانستې دي ددغې معمې حل غواړي خو پر سرو بر يې نه خبريږي او هيڅ پته ورته نه لګيږي.
اول واخراين کهنه کتاب افتادست
د ژوندانه او حرکت دا کارخانه څه ده او څرنګه ده. په خپله انسان څه څيز دى ؟ او بيا دا چې فکر کوو چې انسان څه څيز دى ؟ په خپله فکر څه څيز دى ؟ او د حيرت او خوارۍ د پردو شاته هم څه شته او که نشته:
مردم در انتظار و درين پرده راه نيست
يا هست و پرده دار نـــــــــــشانم نميدهد
له دغه مهاله نيولى د انسان له هغه مهال څخه راپه دې خوا چې د غرو په غارو کې يې ژوند کاوه او د لمر ختل او لويدل يې ليدل نن يې چې د علم له لابراتوارو څخه سر راپور ته کړى دى او د فطرت بې شمېره څيرې بې پردې ويني او ډېر بدلونونه يې په فکر او عمل کې راغلل خو دا معمى هماغسې معمى پاتې ده:
اســــــــــــــرار ازل رانه تودانى ونه من
وين حرف معمى نه توخوانى ونه من
هســـــت ازپس پرده گفتگوى من وتو
چون پرده برافـــــــتدنه تومانى ونه من
مونږ چې څومره ددغه معمى د حل هڅه وکړو هغه نوره هم لا کړکيچنه شي يوه پرده مو مخې ته راځي او چې هغه په نسلونو ، نسلونو له مخې ليرې کړو شاته يې بله پرده راپيدا شي، سوونه پردې يې نورې شاته پرتې وي او چې کومه پرده ليرې کړى شي نو په حقيقت کې پرده ليرې نه کړى شي بلکه نوې نوې پردې رالوڅې شي. د يوې پوښتنې جواب لانه وې ويل شوې چې لس پوښتنې نورې را پيدا شي او مخې ته ودريږي. يو راز لانه وي حل شوى چې سل نور نوي رازونه سترګکونه وهي:
درين ميدان پرنيرنگ حيرانســـــــــت دانايى
که يک هنګامه ارايى وصد کشور تماشايى
انشتين په خپل يو کتاب کې د حقيقت په لټه کې د سايسن کار د “ شرلاک هومز” د لټونو سره تشبيه کوي او په دې کې شک نشته چې ډېره ښه تشبيه يې کړې ده د علم دا لټه د نامعلومو اعماقو لټول دي چې پل په پل نوي نوي پړاونه او نوي نوي ستونزې مخې ته ورته راځي . ديموکراتو س چې د مسيح - قبل الميلاد نه څلور سوه کاله دمخه يې ژوند کاوه د اتوم مفکوره يې راايستلى ده اوس د کوانتوم دتيوري له نظره له سره ور پسې پلټه روانه ده، د علم د ټول زيار او هڅې نتيجه پرته له دې بله راونه وتله چې که مخکينۍ معما وې حل شوې نو ورپسې نورې نوې راپيدا شوې په دغه دونيم زره کاله موده کې مونږ ډېر پړاونه ووهل او لاهملته يو چې وو او حقيقت لا تر اوسه همعلوم نه دى لکه چې دونيم زره کاله د مخه معلوم نه وو مونږ چې څومره ځان ور نژدې کول غواړو هغومره هغه ليرې کيږي:
با من اوزش او الفت موجست وکنار
دمبدم بامن و هر لحظه گريزان ازمن
له بلې خوا ګورو چې په مونږ کې يوه نه سړيدونکې تنده شته پس ددغې معما کوم حل غواړو ، څومره چې مونږ پر دغه تنده باندې زور اچوو هغه نوره هم راپورته کيږي او شونډو ته مو راځي او ترڅو چې کوم حل ونه مومو زړه مو نه آراميږي او کله داسې وغوليږو چې ډاډمن ته کومه اړتيا نه لرو خو داتش يو جعلي تخيل وي او چې د ژوندانه له طبيعي غوښتنو سره ټکروکړي ټوټه ټوټه شي.
د اروپا او امريکا د مفکرينو نوى اثار وګورۍ . موجود جنګ په دغو ټولو دماغونو کې چې تر پرونه يې ځان مطمئین ګاڼه څومره فجايعو سره مخامخ دي ؟ د همدا تازه څو ورځو خبره ده چې د “پروفيسر جود” يوه مقاله زما تر نظره تيره شوه هغه ليکې چې هغه ټولې پريکړې چې مونږ د مذهب او خداى په وجود کې کړي دي اوس ورباندې نوى غور په کار دى . له چنګ نه وروسته دا د همدغه پروفيسر اظهار دى خوله جنګ نه د مخه دده اظهارات څومره مختلف وو؟ برتراتدراسل هم تير کال په يوه اوږډه مقاله کې چې په امريکا يې خپرونو کې خپره شوې همداسې رايه څرګنده کړې وه . خو کله چې دا معمى په نوي رنګ د انساني دماغ په مخکې را ولاړه شي نو په دغه مهال يې يو حل هم را پيدا شي مونږ د هغه حل په ځاى بل حل لټوو او زمونږ دکار ټول شنډوالى له همدغه ځايه سر راجګ کړي.
ښه ! اوس غور وکړﺉ چې ددغې موضوع حل مونږ کوم ځاى ته په پاى کې بيايي ؟ دا ټول جهان او دده هر ګوټ پخپله يوه پوښتنه ده .
له لمر څخه نيولې د لمر د وړانګو د ذرو پورې ټول سوالونه دي دا ټول څه دي او دا ټول څرنګه دي او دا ټول د څه له پاره دي مونږ په عقل اړخ اچوو او د علم او پوهې په واسطه په دغه لار خپل تګ ته دوام ورکوو خو داسې کوم حل په لاس نه راځي چې ددغې معمى د غوښتنو تنده ور باندې ماته شی او هيڅ راته معلوم نه شي، خو چې پخوانى حل ته مراجعه وکړو او دا خبره زياته کړو چې داسې يو ستر قدرت شته چې ددې حل قدرت لري نو ټوله خبره له يوه سره سرچپه او نسکوره شي او داسې معلوميږي چې له تياري نه رڼا وينو او هر سوال خپل ځواب مومي او هر غوښتنه پوره شي تنده ماته شي نو لکه چې ټول کړکيچ يو قفل و چې کونجي يې وموندله شوه او پرانستل شو:
چندان که دست وپازدم آشفته تر شدم
ســـــــــــــــاکن شدم ميانه در يا کنار شد
که له پردې شاته يوه عقلمنده اراده موجوده ده نو څه چې دلته کيږي ددغې ارادې نتيجه ده او د کوم ټاکلي مقصد له پاره كيږي ، او څرنګه چې دا حل په مخکې کيږدو او جدولې معمى حل کوو ور سره هر مشکل له منځه ځي او ټول خالي ځايونه په مناسبو خيزونو ډكيږي ځکه چې هر “ څه دي) او “ څرنګه دي ؟ “ ته مناسب جواب موندل کيږي ددې معمى ټول راز په هماغه الفاطو کې دى چې پرته له هغو څخه يې حل ممکن نه و اومعمى هماغسې معمى پاتې كيږي.
که په جسم کې روح خبرې کوي او الفاظ معنا وې لري د موجوداتو د حقايقو اجسام هم خپله په خپله معنى لري دا حقيقت چې د وجود د معمى په بې روحه او بې معنى جسم کې يوازې په يو حل د معنى روح پيدا کيږي نو مونږ مجبور يو چې دا حل ومنو، که کومه اراده او مقصد د پردې شاته نه وي نو دلته پرته له تياري څخه نور څه وجود نه لري خو که کومه اراده او مقصد کار کوي نو بيا هر څه رڼا رڼا دي زمونږ فطرت د رڼا طالب دى مونږ په تياره کې د ورکيدو ځاى ته د رڼا په طلب کې ځو او مونږ ته دا رڼا يوازې له همدغه يو حل څخه په لاس راځي.
د کائناتو په فطرت کې يو مکمل مثال شته ، دا مثال ستر هم دى او جمالى هم دى ، دده سترتيا زمونږ زړونه بوګنوي او دده جمال او ښکلا په مونږ کې محبوبيت پيدا کوي او په کې ځان ورک کوو آيا اوس دا فرضولى شو چې دا مثال پرته له ادراک او قوت څخه کوم کار سرته رسولى شي؟ مونږ غواړو چې داراز مثال فرض کړو خونه يې شو فرضولاى مونږ ګورو چې دا راز فرض به زمونږ دماغي ځان وژل وي.
که غور وکړﺉ په دغه حل باندې باور کوو او له داسې نظر او امن څخه کار اخلو چې د رياضياتو د مسئلو د حل له پاره ور څخه زمونږ دماغونه کار اخلي. مونږ يوازې هغه حل په رياضي کې منو چې زمونږ جنجال پاى ته ورسوي او د جنجال پاى ته رسيدل سم او کلک حل دى . په دواړو صورتو کې حل يو راز نه وي د رياضي جنجال عددى دى او دلته عقلي دى. هلته عددى حل په عددي حقايقو باندې باور راولي او دلته عقلي حل عقلي باور پيدا کوي خو د نظر قالب په دواړو صورتونو کې يو راز دى دواړه لارې يو راز پرانستل کيږي او په يو راز بنديږي.
که وويل شي چې مونږ د حل طلب ددى له پاره کوو چې مونږ د خپلو محسوساتو او تعقل په دايره کې را ايسار او ورسره روږدي يو او که له دغه حل څخه پرته زموږ زړه نه تسل كيږي نو دا هم له دې امله چې د حقيقت د تللو له پاره د خپلو محسوساتو تله زمونږ په خپل لاس کې ده نو ځواب يې هم څرګند دى مونږ خپل ځان د خپل فکر او نظر له دايرې څخه نه شو ايستلاى مونږ مجبور يو چې په دغه دايره کې دننه فکر وکړو او بيا حکم وکړو او دا چې وايو چې “ مجبور يو چې فکر وکړو او حکم وکړو “ نو :
اين سخن نيز به اندازه ادراک من است
مسئله يو بل اړخ هم لري که غور په کې وکړو فوراً راته جوتيږي د انسان حيواني وجود چې د انسانيت مرتبې ته رسيدلي ډېر پړاوونه يې شاته پرې ايښې دي او داسې لوړ مقام ته ختلى دى چې ددغه مقام په سبب د ځمکې د مخ له ټولو مخلوقاتو څخه بيل او ممتاز دى اوس دده له پاره د خپلو بې حدو حصره ترقيو له پاره يو لايتناهي لوړ نصبالعين په کار دى چې نور هم لا پسې لوړ شي. په ده کې د لوړتيا هيله د تل له پاره زياتيږي او چې ډېر جګ والوزي بيا هم لوړجګيدل غواړي او دده سترګې د هميشه له پاره پورته ګوري پوښتنه داده چې انسان د څه له پاره دا دومره لوړيدل غواړي؟ که مونږ سمدلاسه ومنو چې د خداى له وجود څخه د پاسه بل وجود نه شته نو که دا سترو جود دده له نظره ايسته کړى شي بل هيڅ شئ نه شته چې دى ورپسې پورته هڅه وکړي.
د ځمکې د کرې په موجوداتو کې چې څومره څيزونه شته د ټولو درجه له انسان څخه ټيټه ده، دده پرسر باندې لوړ آسمانونه ولاړ دى خو په دغه آسمانوکې داسې څه نه شته چې دانسان وروستي هدف او نصب العين شي. انسان لمر خپل نصب العين نه بولي . دى له ځلاندو ستورو سره مينه نه شي درلوداى . لمر دده ځان تودوى خو دده پټې غوښتنې نه شي تودولاى . ستوري دده تيارى روښانه کولى شي خو دده د زړه او دماغ تياره ګوټونه نه شي روښانه کولاى بيانو هغه کومه هستى او وجود دى چې دى له هغه پسې لوړى لوړى الوتنې کوي ؟ دده په چاپيريال کې ډېرې ژورې دى چې دى د تل له پاره ځان ته راکاږي او دانسانيت له لوړو مرتبو څخه يې د حيوانيت زوړو ته ورغوزاروي او حال دادى چې دى پورته ختل غواړي دى له عنصري درجې څخه پورته شوي نباتي درجې ته رسيدلى او له نباتي درجې څخه پورته شوي د حيواني ژوند خاوند شوي دي او بيا د حيواني مرتبې څخه د انسانيت لوړو درجو ته رسيدلى دى . اوس دى له دغو جګو رتبو څخه ټيټو او لويدلو مرتبو ته نه شي کتلاى د حيوانيت ټيټتوب يې تل ټيټ غور زوي خو دى هڅه کوي چې ډېر لوړ لاړ شي او سترګې يې هميشه پورته نيولى وي:
نه به اندازه باز وست کمندم هيهات
ورنه باگوشه باميم سروکراي هست
دده له پاره يو ډېر لوړ بام په کار دى چې هميشه ورته ګوري او هغه ده ته اشاره کوي چې را خيژه:
ترازکنگره عـــــــــــــرش مى زنند صفير
ندانمت که درين دامگه چه افتادست
دا حقيقت يو جرمني فيلسوف “ ريل “ په دې الفاظو اداکړي دي : “ انسان نيغ نه شو دريدلاى که دده پرمخ کې داسې څه نه واى چې له ده نه جګ وي دى يوازې يو لوړ او جګ څيز پسې سر پورته کوي”
د لوړ والي د انصب العين له خدايه پرته بل څخه څيز کيدلاى شي که دا لوړ تيا دده له مخې لري کړاى شي نو بیا به ټيټ ګوري ، اوچې ټيټ ګوري نو دانسانيت لوړتيا په ټيټ والي بدليږي همدغه صورت حال دى چې موږ ته د ا يقين .را کوي چې د خداى په وجود باندې عقيده د انسان ديوى فطري اړتيا غوښتنه ده او له دې کبله چې د فطري غوښتنې جواب دى نو د دغې عقيدې له پاره په انسان کې لا دمخه د ځاى شتوالى ضروري دى او دا کومه وروستى جوړه شوې او ساختګي خبره نه ده.
د ژوند په هر ګوټ کې اسنان فطري غوښتنې لري فطرت د فطري غوښتنو فطري جواب ورکړى دى او د دواړو لمن یو له بل سره داسې تړل شوى ده چې اوس ددې پريکړه نشي کيدلاى ، چې په دې دواړو کې کوم يو دمخه پيداشوې دی غوښتنې د مخه پيدا شوې او که ځوابونه يې د مخه پيدا شوي دي. لکه کله چې مونږ کومه فطري غوښتنه ګورو نور زمونږ پوره يقين وي چې ددغې غوښتنې فطري ځواب هم شته چې په دې حقيقت کې مونږ هيڅ کله شک او شبهه نه کوو مثلاً مونږ ګورو چې د کوچني له پاره چې دماغي وده وکړي او د پوهې اندازه يې لوړه شي مثالو او نمونو ته ضرورت وي، ددغسې مثالونونه پرته د کوچني فطري قوتونه نه پياوړي کيږي او کار نه کوي، تر دې چې خبرې هم نشي کولی چې دده د انسانيت د مرتبې امتيازي وصف دی او څرنګه چې دا دده فطري غوښتنه ده نو د اضروري ده چې په خپله فطرت به ددغې غوښتنې ځواب تيار کړی وي لکه چې دا ځواب سر راپورته کوي او بيا ورځ به ورځ خپله لمن غوړوي نو اوس غور وکړﺉ چې په دې خبره باندې باور څرنګه زمونږ په دماغونو کې پيدا شوې دي؟
څرنګه موږ پوهيږو چې دا يوه فطري غوښتنه ده او د فطرت غوښتنې چې کله سر راپورته کړی نو ځواب يې هم تيار او چمتو وي. سم په همدې توګه که موږ ګورو چې دانسان دماغ زياته وده کوي او تر يوې درجې پورې مخ په وړاندې ځي دده څلور خوا وې نيسي. او دلا پرمختګ له پاره پورته کتلو ته اړتيا لري. نو زمونږ يقين راځی چې دا وده د وجود فطري غوښتنه ده او چې فطري غوښتنه ده نو دا ضرور ده چې جواب يې هم دده په وجود کې پروت وی او چې دده سد او عقل سترګې پرانيزي او په وړاندې ګوري ، نو دا ځواب څه څيز کيدلای شي؟
چې هر څومره هڅه وکړو د خداى له وجود څخه پرته هيڅ څيز نه تر سترګو کيږي.
د آسترليا تر وحشي قبايلونه نيولې د تاريخي وخت د متمدن انسان پورې هيڅ څوک ددغه تصور له غوښتنې څخه خالي نه دی.
ريګويد د سرودونو فکري مواد هغه وخت پيل شول چې د تاريخ ګهيځ لا سر نه وو وهلی او چې حتيانو او عيلاميانو خپل د تعبدانه تصوراتو نقش او نګار جوړ کړ، نو انساني تمدن نوي سترګې پرانيستې وې، مصر يا نو د مسيح له زيږيدو څخه په زرګونو کالو دمخه خپل خدای په راز راز نومونو باله او د کالډ يا صنعت ګرانو د خټې په پخو خښتو باندې د حمد او ثنا ترانې ښکلی وي چې له دوی څخه تيرو قومونو ته په ميراث پاتې وي:
درهيچ پرده نيــــــــــــــست نباشد نوای تو
عالم پراست از توو خالي است جای تو
ابوالفضل د کشمير د عبادتګاه له پاره څه کتيبه تجويز کړی وه: “ الهی به هر خانه يي که مينگرم و به هر زبان جويای تواند که ميشنوم کويای تو “
ای تير غمت رادل عشــــــــــــــــاق نشانه
خلقی به تو مشغول و تو غایب زميانه
گه معتکف ديرم وگه ســــــــــــاکن کعبه
يعنی که ترا ميطلبم خـــــــــــــانه به خانه
ابوالکلام