افغانستان خلاصون لار !/دریمه برخه

 
د ښار او کلي ژوند ترمینځ لوی توپیر : ښار د ژوند اسانتیاوو درلودلو سره خلک زیات خوښوي او د نړی زیاتره برخه په ښارونو کې ژوند کوي ، که په ښارونو کې د ژوند ډیرې اسانتیاوې شته خو ښار کې ګڼه ګوڼه ، هوا چټلتیا ، د موټرونو او کارخونو شورماشور ، د مختلف النوع نژادونو وګړي او د هرې سیمې او قبیلې خلک هم شتون لري چې هر یو یې جلا جلا رواجونه ، عادتونه او خویونه لري خو بیا کلي کي پاکه هوا ، ښایسته طبیعي سیمي او تر ډیره د یوې قبیلې خلک ژوند کوي چې خویونه او رواجونه یې سره هم غږي لري .
په  پرمختللې نړې کې خلک چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي خپل کړه وړه او ورځنی ژوند سیمې سره برابر پرمخ وړي ، حکومت ورته د ژوند لمړنی اسانتیاوې برابرې کړې ، زراعتي توکو دپاره یې خرڅلاو مارکيټ ورته پیدا کړی ، تر کور کلې ورته پوخ اساسي سړک رسیدلی ، کرهنه یې میکانیزه شوې او اقتصادي ستونزو حل دپاره ورسره اړینې مالي مرستې کیږي .
که څه هم پرمختللي هیوادونه له افغانستان سره مقایسه کول خطا‌ء ده خو وروسته والی بیا تر کومه او تر کله ؟
تر ننه چې افغانستان کې کوم چارواکي قدرت ته رسیدلي د همدغو کليو خوار ، غریب ، کړیدلي او له یاده اسیتل شویو صادقه ، وفاداره  وګړو مټ پر زور قدرت ته رسیدلي خو ارګ ته تر رسیدلو وروسته یې بیا ورپسې دروازې بندې کړي ، رټلي یې دي ، یاده یې اسیتلي او بیا یې هیڅ پوښتنه نه ده کړې .
د افغانستان تر شپیته سلنه زیات وګړي په کلیو او باندې کې ژوند کوي چې د ژوند له لمړنیو اسانتیاوو له پخوا بیا تر ننه بې برخې پاتې شوي ، د وخت چارواکو یې اساسي ستونزو پوښتلو او حل کولو پر ځای یې د همدغو کلیو او بانډو وګړو په زورولو  او پر خپل مینځ کې پر جنګ اچولو لاس پورې کړی چې   له همدې وجهې د کلیو اوسیدونکو  زړونه له حکومتي چارواکو تور او حکومت سره مرستي پر ځای واټن ونیو چې دښمن تل له همدې تشي ګټه پورته کړې .
کليوالو سیمو پرمختګ دپاره لازم او اړین ګامونه نه دي اوچت شوي ، اوس هم افغانستان زیاتره کلیوالې سیمې روغتون ، ښوونځی ، برښنا نلري ، سړک نشته او تګ راتګ دپاره اوس هم له حیواناتو ګټه پورته کوي چې  زیاتره ناروغان مخکې تر دې چې تر ډاکټره ورسیږي د همدې ستونزو له امله په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکوي .
کلیوالو سیمو اوسیدونکي د خپل ژوند اړتیاوې د کرهنې ، باغداری او مالداری له لارو پوره کوي  چې زیاتره یې موسم ایز کارونو باندې بوخت دي او هوا سړیدو سره سم بې روزګاره کیږي چې خپله همدا بې روزګاري دوی لپاره لوی دام او دښمن دپاره د ښکار کولو مناسب وخت بلل کیږي چې ګاونډیو هیوادونو ته تګ سره سم په تروریستي اعمالو کې ترې ګټنه کیږي.
کلیوالې او لرې پرتې سیمي د افغانستان امنیت او ثبات دپاره داسي مثال لري لکه د یو طلایې کور ساتلو دپاره فولادي او اوسپنیز دیوالونه ،
کله هم که څوک غواړي چې د ننه طلایې کور یې  په امن کې وي نو لازمه ده د کور څلور دیوالونه محکم جوړ او تل یې د لا محکم کولو کوشش وکړي که نه ډیر زر به کور دننه فضاء ګډه وډه او طلا به یې د لوټ مارانو خوراک شي .
افغانستان د طلا څخه جوړ شوي کور  او لرې پرتې کلیوالې سیمې یې د څلور دیوالونو مثال لري ، ترڅو چې زمونږ لرې پرتې سیمي پرمختګ ونکړي ،  اوسیدونکي یې  ژوند لمړنی او اساسي اړتیاوې لاسته رانه وړي ، خپل خلک په حکومتي چوکیو کې ونه ویني ، او عام عدالت تآمین نشي  نو هیڅکله به هم مونږ له اوسنیو ناخوالو څخه د وتلو لار پیدا نکړو .
کله چې د لرې پرتو کلیوالو سیمو خلکو زړونه خپل او خپل ځانونه د حکومت په هینداره کې ووینې نو هيڅکله به هم بهرنی دښمن ونتوانیږي چې زمونږ طلایې کور ته را دننه شي او خپل شوم اهداف ترلاسه کړي .
نور بیا...................