د تېلو بادشاهان (۳۵برخه)

 
شپږم فصل
سوځونکی بې رحمه اوړی
 
 (مالي مارکېټونه وحشت ته نژدې شوي دي.)
د مالیې وزیر ویلیم سایمون ۱۹۷۴ـ
(زه به له شاه سره غونډه او خبرې اترې وکړم)
ولسمشر ریچارډ نیکسون۱۹۷۴-
 
یوښایسته عشقي داستان
د سعودي عربستان او د امریکا د متحدو ایالتونو تر منځ د تېلو ملګرتیا د ۱۹۷۴ کال د جون په لومړۍ اونۍ کې را منځ ته شوه. د دې ملګرتیا تړون د ولیعهد فهد ابن عبدالعزیز السعود له خوا چې د ملک فیصل ډېر ځواکمن او اغېز لرونکی ورور و لاسلیک شو. نوموړی د یوه لوړ پوړي سعودي پلاوي په مشرۍ په واشنګټن کې  له امریکايي چارواکو سره یو لړ اقتصادي او نظامي تړونونه لاسلیک کړل. دې پېښې د سعودي په سفارت کې په هغه ستره مېلمستیا کې رامنځ ته شوې چې له ۱۴۰۰ ډېر مېلمانه په کې حاضر وو.
سعودیانو هڅه وکړه چې په دغه مېلمستیا کې د کیسنجر او د هغې د مېرمنې نانسي ماجینیس پام را جلب کړي چې نوی  یې واده ورسره کړی و او پخوا د نیلسن راک فیلر سلاکاره وه. د دې مېلمستیا یو ګډونوال وايي« د ملکې شاتو د ټولو برخه والو پام ور جلب کړی وو.» لاندې باندې ټول میزونه په خوراکي توکو ډک وو او په هر میز کباب شوې غوښه، کېکونه، مرباوې او نورې ډول ډول خواږه توکي کتار شوي وو. هیګ کاربون وویل«که تاسو پیسې ولرئ، کېدای شي دا هرڅه پرې و اخیستی شئ. زه فکر کوم  ځمکني توت«توت زمیني» له غوړیو سره یو ځای شوي وو.»
 
د سیاسي مذاکراتو په لړ کې دوه ګډ کمېسیونونه جوړشول چې د واشنګټن او ریاض ترمنځ د اوسنیو اقتصادي او نظامي اړیکو د کچې پر لوړېدو کار وکړي. د اقتصادي همکاریو د کمېسیون مشري د بېل سایمون پرغاړه وه چې ایله یوه میاشت د مخه یې د هېواد د خزانې د ۶۳ م وزیر په توګه  لوړه تر سره کړې وه او د سعوديانو دوستۍ ته لېوال و. د امنیتي همکاریون د کمېسیون مشري د رابرت السورت پر غاړه وه چې په پنټاګون کې د نړیوال امنیت د چارو عمومي مشر او په ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر و. دواړو سایمون او السورت د خزانې او د فاع په وزارتونو کې له خپل پراخ نفوذ او اړیکو په ګټې اخیستو له سعودي عربستان سره چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ختیځ مسیسیپی ایالت په اندازه مساحت لري او هغه مهال نژدې ۶ میلیون وګړو په کې ژوند کاوه د پراخو او ژورو اړیکو د ټینګولو لپاره هڅې پیل کړې. خو د نړۍ دغه بډایه هېواد په خپله خېټه کې له ۱۳۲ میلیارد بېرلو څخه ډېر خام تېل لري چې د امریکې لپاره خورامهم هېواد بلل کیږي.
ولیعهد فهد چې د سعودي پلاوي مشر و پر دې ټینګار کاوه چې د سعودي او امریکا د اړیکو ښه کېدل به هله ډېر ښه شي چې امریکا د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو په برخه کې د دوی غوښتنه ومني او په دغه لانجه کې یو څه پرمختګ راشي. امریکايي چارواکو داسې احساس کړه چې دوی د تېلو  په مسئله کې لږ انتخابونه لري،  چې تر دې مهال ایران و. واشنګټن پوست ورځپاڼې ولیکل «امریکا غواړي چې په تېلو بحث وکړي او تاسو په تېلو ډېر بحث ونه کړ.» د ایران شاه له واشنګټن سره د اقتصادي او پوځي اړیکو بنسټیز کېدو ته  ډېره  لږ لېوالتیا درلوده. سپینې ماڼۍ ته نور ورغزیدلي چینلونه چې هغه ترجیع ورکوله معاملې پرې تر سره کړي  په اوچته کچه  له شخصي اړیکو اغېزمنه وه. دواړو غاړو هڅه کوله چې له یوه او بل سره له اړیکو په شخصي او ملي ډول ګټه ترې پورته کړي. امریکا تمه درلوده چې د دفاع او خزانې وزیران به یې چې له ایران سره په خبرو بوخت دي ښه ګټه تر لاسه کړي. شاه پرېکړه وکړه واشنګټن د یوه تړون په کولو خوشحاله کړي، خو دا یې په ډاګه کړه چې په دغه برخه کې له خبرو ور ها خوا کار تر سره شي. هغه تل په امریکا بدګمانه و. شاه شک درلود چې له امریکا سره د تړون پر سر ګډ کمېسیون د ایران د تېلو په عوایدو ولاړ اقتصاد باندې د اغېز لرلو لپاره یوه بهانه وه.
 
 
موږ په رښتیا ډیر زیات وخت درلود
 
د شاه ډېره خطرناکه وېره دا وه چې هغه د لوبې د ډېرو ترخو پېښو شاهد و، هغه لوبه چې د ویرجینیا په مک لینډ کې په ۷ هکتاره پراخه ځمکه کې د بېل  او کرول  له خوا ولوبېده. د جون په ۷ نېټه د جمعې په ورځ له ماسپښین وروسته د سعودي ولیعهد فهد بن عبدالعزیز « د لامبو وهلو په حوض کې تر نورو دمخه و او ورپسې د لوړ پوړو سعودي چارواکو د پلاوي نارینه او ښځینه غړي په لامبو اخته وو. مېرمنو ځانګړی تور سعودي جوړ ویرونکی لباس اغوستی وو او په حوض کې یې ټوپونه وهل. د غرمې ډوډۍ دوی ټولو د خپل لوړمېلمستون پر برنډه وخوړله او هر یوه له بېلا بېلو خوراکونو ډک قابونه تش کړل. دا هم یو ډول ډیپلوماسي وه چې د عربو په ډول تر سره شوه. بېل سایمون د بهرنیو چارو په وزارت کې هنري کیسنجر ته تېلیفون وکړ چې ورته ووايي په بښنې سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تاسو دلته له سعودي لوړ پوړو میلمنو سره نه یاست. سایمون وخندل او ویې ویل چې سعودیانو فوق العاده ښه وخت درلود  او« دوی به بیرته خپل هیواد ته له ډیر ښه تصویر سره ولاړ شي. داسې ساعت تیری چې زما سایمون ډېر خوښېده او دوی به یې تل په یاد ولري.» کیسنجر دې بلې تبصرې ډېر بې چرته کړ چې ښاغلي سایمون ورته وویلې:«هرڅه ډیر ښه روان دي. د نن سهار په غونډه کې یو څه ډېر په زړه پورې وو، هغه دا چې دوی ژمنه وکړه، په راتلونکې  اونۍ کې د خپلو پیترولو د چارو اقتصادي مشر دلته را واستوي او هغه غواړي چې دلته د امکان تر کچې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.»
 
 د خزانې د مشر په توګه د ښاغلي سایمون ټاکنه په معمول ډول ډېره ناسمه چاره وه. نیکسون تردې دمخه د نیلسون کشر ورور ډېوېډ راکفیلر ته چې د چس منهاټن د بانک مشر و وړاندیز وکړ چې دغه پوست واخلي، خو هغه د نیکسون وړاندیز رد کړ. د ارتر برنز په خبره د سپینې ماڼۍ د کارکونکو د مشر الکذانډر هیګ باوري کس و، ولسمشر نیکسون په دې باور و چې «سایمون ډېر ضعیفه کس دی، په عامو خلکو کې یې ښه شهرت نه درلود او ناسم تبلیغات یې پرضد ډېر کېدل، خو ددغه پوست په اړه له هغه سره له وړاندې ژمنه شوې وه.»
دا چې ولسمشر نیکسون پلان درلود چې سایمون د خزانې په وزارت پورې محدود وساتي دا خبره سپینې ماڼۍ رد کړه  اوپه ډاګه یې کړه چې هغه ټول ریښتینی مسولیت او واک لاره.  برنز په خواشینۍ وویل:«دا څه ډول ناسم پوهاوی دی » سایمون ډیر هوښیار کس دی، خو هغه له زوره غورځول شوی او کېدای شي «زه په حقیقت کې پوه نه وم» چې هغه یو فرصت طلبه کس دی.»
کیسنجر له سایمون سره ډېره زیاته مبارزه وکړه چې هغه د سعودي له ستایلو را وګرځوي. هرڅه د تېلو د لوړېدو په اړه د هغه د خوښې سره سم پرمخ روان و. هغه تر اوسه پورې له شاه سره د جیوپولیټیکو اړیکو په لرلو ټینګار کاوه او ایران یې په منځني ختیځ او لوېدیځه اسیا کې د امریکا لپاره یو مهم، اړین او د امریکا د ستراتیژیکو ګټو یوه لوړه خونه ګڼله .کیسنجر د شاه فیصل په اړه یو ډول بې احترامي ته پراختیا ورکړه  او له ذکي یمني څخه یې کرکه درلوده چې د ملک فیصل د تېلو جذاب وزیر او داسې یوڅوک و چې په خبري رسنیو  کې یې ښه نوم درلود او ده ترې خوند اخیسته. کیسنجر دا نظر له ایراني چارواکو سره شریک کړ چې نوی را دبره کېدونکی سعودي په ډېرې ځیرکتیا غواړي چې د امریکا د متحده ایالتونو تکیه د سعودي عربستان د تېلو په زېرمو ډېره کړي او په فارس خلیج کې د امریکا د پخواني او کلک دوست شاه ځای ناستی شي. « لا تر اوسه پورې د بنسټپاله عرب دولتونو لپاره د لوېدیځ په نظامي او سیاسي ملاتړ پورې ځان تړل د وېرې وړ و او دوی دا فکر کاوه چې لوېدیځ دا وړتیا درلوده چې د سعودي عربستان کورني ثبات او د سعودي شاهي کورنۍ ته ګواښ پېښ کړي او د السعود کورنۍ په ډېر احتیاط دې لوبې او مانورو ته رامخکې کېدله.» کیسنجر وروسته ولیکل چې « سعودیانو په خورا احتیاط سره بهرنۍ او کورنۍ تګلارې کله کله په بنسټپاله نظرونو او کلیمو سره تنظیم او تعدیل کړې او دوی د تېلو د بیو په موضوع کې له امریکا سره کمه کمه خواخوږي په ډاګه کړه.»
په هرحال کله چې امریکایان په دغه موضوع کې وځورول شول نو په ډېرې مودبانه  ممکنې لارې او ډول سره به یوه بله لاره غوره کړو چې د معمول په څېر کېدی شي تهران وي. کیسنجر ذکي یمني ځان غوښتنونکی او بېهوده کس وباله او هغه ته یې مخامخ وویل: « د یوه وزیر روزنه او وړتیاوې د سعودي د حکومت له موجودیت سره ډېره مرسته کولی شي. خو په زرګونو نور لکه هغه (یمني) کېدای شي هېڅ په درد ونه خوري.»
کله چې ذکي یمني د جون په وروستیو کې بېرته واشنګټن ته را غی، کیسنجرپه بیړه  بیل سایمون ته وویل چې وزیر یمني ته ووايي چې «فکر کوي چې یو څه خوابدی شوی» ده یو څه زیاتی ورسره کړی او حق یې دی چې خفه و اوسي .
 هنري کیسنجر له یو ډول ناراضي طنز سره مخ شو او هغه داو چې د امریکا د بهرني سیاست یو لوی چیلینج کونکی  اوس د هغه په مخکې د دغه هېواد د ډېر زیات مهم اقتصادي او مالي همکار په توګه را بر سیره کیږي چې د هغه د تحلیل له  دایرې بهر یو څه را منځ ته کېدل. د تېلو ټکانونو او ستونزې ته ځواب ورکول پراخې همغږی او د خزانې دوزارت مرستې، د وال سټریټ د پخوانیو مشرانواو بې بندو باره کدرونو لکه بیل سایمون او فرنک زیرب په څیرکسانو مرستې ته اړتیا لري چې د فدرالي انرژۍ د ادارې مشر وو او د تېلو لپاره د هغه شخصي هیلو اوباور په پرلپسې  ډول له کیسنجر څخه لاره ورکه کړه او هغه یې سخت نا امیده اوپه غصه کړی وو. ددې پرځای چې دوی په دغه مهمه مسله کې  ښکیل کړل شي ، کیسنجر ددوی له مرستې او همکارۍ څخه بیزاره وو او په هره مرحله کې یې ددوی پلانونه بند ول ، په ځانګړې توګه  ددوی د شا لخوا کیدونکی ملاتړ یې ورته دړې وړې کړ.خو هغه څه چې دوام وموند ، هغه داوو چې د نیکسون او د فورډ د واکمنۍ په وروستیو کې د غې مسلې  د امریکا اداره په ۲ برخو وویشله چې یو خوا کیسنجر ووچې د ایران د شاه دفاع یې کوله او بله خوا بیل سایمن وو چې په دې یې ټینګار کاوو چې د ایران باچا په خپله د ستونزې اصلي جرړه  او د انرژۍ د بحران د حل په برخه کې اصلي خنډ دی.
د ملي امنیت په کمېسیون( NSC) کې د کیسنجر مرستیال برنټ سکوکرافټ وايي« د بیل سایمون او هنري کیسنجر ترمنځ اړیکې خورا ډېرې ترینګلې وې. زه فکر کوم  چې بیل سایمون او هنري په داسې لارو روان وو چې ښکارېدل  دواړه د سپینې ماڼۍ په دننه کې د واک د تر لاسه کولو لپاره سیا لي کوي.»
کیسنجر له دې کبله وارخطاو  چې د خزانې وزیر نه په ډیپلوماسۍ او نه هم په جیوپولیټیکو مسئلو کې پخوانۍ تجربه لري او د سعودي عربانو له خوا را پورته شوی او کارول کیږي. د  سکوکرافټ د خبرو پر بنسټ، بیل سایمون د سعودي د تېلو د وزیر ذکي یمني ګوډاګۍ دی او په خپله کوم نظر نه لري او ټول  حس یې له لاسه ورکړی. سکوکرافټ وايي چې «ښاغلی یمني ډېر ځیرک، ماهر او هر څه و خو پالیسي جوړونکی نه و.» فرانک زیرب د بیل سایمون  او هنري کیسنجر ترمنځ دښمني تایید کړه.«دغو دواړو به تل له یوه او بل سره خوله وهله او دعوې به یې سره کولې. زه فکر کوم چې د هغو کسانو ترمنځ چې د اوپیک له هېوادونو سره د تېلو په مسئله کې ښکېل وو تر سیالۍ پورته ځینې موضوعګانې د دوی تر منځ وې ــــــ په مجموع کې د خزانې د وزارت او ان د دولت په دننه کې ځینې خبرې او مسئلې موجودې وې چې تل به پرې د بېلا بېلو چارواکو ترمنځ د هغوی د الف او بې پر سر لانجه وه. دغو مسلو تل د کیسنجر او بیل ترمنځ بحثونو ته نور مواد هم برابرول او د یوه او بل تبرونو ته لاستې برابر کړي وو. 
په دې کې هېڅ شک نه و چې د وال ستریټ د ونډو له بازار څخه یو ه کس د خپلې خوښې شخصي او فردي ډوله ډیپلوماسي واشنګټن کې رسمي دولتي سیستم ته راوړه چې د همدې کارله کبله د کیسنجر زړه اوراخیستی و. دا د فطرت، خوی او چال چلند شخړې وې چې د یوې پالیسۍ د تطبیق لپاره تر سره کېدې. د سوداګرو د مشرانو د یوې غونډې پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې د زیرب څرګندونو لویه غوغا جوړه کړه. کله چې له هغه څخه وپوښتل شول چې له اوپیک سره د معاملې کولو په اړه څه فکر کوي چې ښه لاره یې کومه ده ؟ زیرب ځواب ورکړ: «هغه څه چې دی فکر کوي دې ټوکې ته ورته دی  «لکه د فوټبال په لوبه کې د څلورو پر ۲ کسانو لوبه» خو د هغه لپاره بدمرغي په دې کې وه چې د یوې ورځپاڼې یو خبریال هم په دغه غونډه کې ناست و او د زیرب دغه څرګندونې یې ثبت او بیا وروسته خپرې کړې چې لویه غوغا یې رامنځ ته کړه.»
د جمعې د ماسپښین د لامبو وهنې د میلې په پای کې د سعودي د تېلو وزیر ذکي یمني د بیل سایمون هغه وړاندیز ومانه چې د اونۍ د رخصتۍ د تیرولو لپاره له هغه سره د هغه کورته ولاړ شي. دا به کیدی شي د ښاغلي یمني لپاره یو ښه فرصت و چې شپږ میاشتې مخکې په تهران کې د اوپیک یا د تېلو د صادرونکو هیوادونو په ناسته کې په هغه پیښه شوې نادره مسله ډېر څه واوري چې دی یې په اړه معلوماتو ته ډېر لېوال و. ښاغلي یمني د هغې مسئلې کیسه داسې وکړه چې «شاه او د اوپیک د نورو هېوادونو د تېلو وزیران د یوه میز تر شا ناست وو او له ناستو وزیرانو او مشرانو د ایران بادشاه پوښتنه وکړه چې په ۱۲ ډالره د هر بیرل تېلو د پلورلو په اړه دوی څه نظر لرئ؟ ښاغلی یمني وايي دی حیران شو چې په دغه اندازه د تېلو د بیو لوړیدل به د سعودي عربستان د ملګرو اقتصاد ته سخته ضربه ورکړي.» هغه وویل چې د شاه د دې وړاندیز په اړه یې هېڅ نظر ورنه کړ او تر هرڅه لومړۍ یې په بېړه پاچا فیصل ته د تېلیفون هڅه وکړه چې د هغه لارښوونه ترلاسه کړي. وزیر یمني درې ځله د ملک فیصل د ماڼۍ د تېلیفون نمرته زنګ وواهه، خو تېلیفون کار ونه کړ ښاغلی یمني وايي چې «دا ډېره سخته شېبه وه»  او داسې شک یې کاوه چې کېدی شي د تېلیفون لینونه په لوی لاس سبوتاژ شوي (پرې شوي یا بند شوي) وو.
هغه له شاه سره د مخالفت  له غوراوي سره مخ و چې که ورسره کړی یې وای نو په اوپیک کې د نفاق د خپرېدو ستونزه را پېښېده او که یې د شاه وړاندیز منلی وای او وروسته یې هڅه کړې وای چې د تېلو بیې را کښته شي نو دا بیا بله لویه لانجه وه. بلاخره ښاغلي یمني په دې مسئله کې ځان شاته وکیښ او هېڅ انتخاب ته یې سر ونه ښوراوه. یمني او بیل سایمون تصمیم ونیو چې په خپله لوبه کې کیسنجر او د ایران شاه ولوبوي. دوی د خبرو اترو لپاره خپله جلا کرښه پرانیسته. سایمون وايي چې«موږ په ډېر منظم ډول له یوه او بل سره اړیکې نیولې. موږ داسې چینلونه د پیغامونو لپاره کارول چې شاتنۍ کرښې مو ورته ویلې او د  بهرنیو چارو د وزارت له سیستم څخه بهر وې. دا ډېرې شخصي او محفوظې لارې وې.»