سي ای اې په پنجشېر کې (څلور څلوېښتم څپركى)

 
زموږ د پلان سره سم زه مېوري، کریس او ریک د دېرشم اكټوبر په ماسپښین باید دوشنبې ته د جنرال فرانک او جنرال فهیم تر مينځ په لیدنه کې د گډون لپاره سفر کړی وای.
دا به واشنگټن ته زموږدبېرته گرځېدلو سفر لومړی گام وي. زه باید له دې چې دغه پلانونه شنډیږي، له اوله پوهېدلای. په دره کې داكټوبردېرشم سهارپه درنو او ټیټو وریځو پیل شو. دهواکتونكيپه رپوټدغرونوپه سر درنې واورې لوېدلې ؤې اود وړاندوینې مطابق به هوا لږترلږه د ټولې ورځې په بهیر کې همدا ډول وي.
 موږپه دره کې ترسبا پورې پاتې ؤ. زه پوهېدم چې هانک به دجنرال فهیم دشمالي ټلوالې دځواکونودملاتړپه خاطرزموږدبم غورځولودستراتیژی دپاره زما له تبصروڅخه ملاتړوکړي خوما غوښتل چې هلته وای څوپه دواړوخواوو معامله کې خپلې کتنې او مشاهدې وردننه اوښایي چې دجنرال فرانک سره دپرمخ گام اخيستلولپاره دښې پرېکړې په اخیستلوکې مرسته وکړم.
په دره او د کابل سره په لومړۍ کرښه باندې به دومره گڼه گوڼه نه وي. محدوده بمباري چې په عادي ډول ترسره کېږي، هغه به هم دهوا دخرابوالي له امله په ټپه ولاړه اودانجينرعارف په نشتوالي کې به زموږ پرروانواستخبارتي پروگرامونولکه دشلټرنودموسسې دزندانیانولپاره دپلان اویا داسامه بن لادن د لوړپوړو د رانیولو او د عملیاتو د انسجام لپاره ډېر لږ اوپراتیفي فعالیت روان وي.
 زه د جورج سره د کوټې په غولي باندې د پیسو د گڼلو لپاره كېناستلم. پېسې مو د بنډلونو څخه په احیتیاط سره وگڼلې.
د پیسو یوه دلۍ به مې وگڼله، د مقدار د لیکلو لپاره به مې یو کاغذ ورباندې سرېښ او بیا به مې جورج ته وروسپارله، هغه به گڼلې او مقدار به مو سره تصدیق کاوه، د هرې دلۍ سره مو همدې ته ورته پړاو تکراروه. ما له ځان سره د پیسو د تادیې اصلي اسناد په گډون د هغه چې په دغه کتاب کې يادې شوې او ځینې نورې چې په دې کتاب کې نشته، درلودل.
په دره کې زموږ د دري دېرشو ورځو په بهيرکې ما ۴، ۹ ملیونه ډالر ورکړل. جورج د لږ څه باندې اته ملیونه ډالرو لپاره لاسليک وکړ او زه له دې امله چې مسولیت هغه ته ورپه غاړه شو، خوښ وم.
ما جان محمد پیدا کړ او هغه ته مې په کلي کې د لومړني ښوونځي د بیاجوړولو او هغه ته د نویو توكو د رانیولو لپاره لس زره ډالر ورکړل. د ښوونځي دواړه ودانۍ چې يوازې د تېرو اتلسو مياشتو په بهیر کې بیا رغول شوې وې، هغه اړتیا لکه کړكۍ، دروازې، مېزونه او تورې تختې نه لرلې.
ما د پیسو ورکړې ددغه پلان څخه هغه ته له پخوا نه و ویلې او هک پک ولې د دغه عمل څخه خوښ و. هغه وویل چې د غرمې وروسته به ولاړ شي او له ښوونکو به وغواړي چې د مهمېبيارغونې او همدارنگه د ښوونځیو د ماشومانو اړتياو وړ توكو لپاره یو لړليک برابر کړي.
هغه ما ته کلکه غاړه راکړه او ویې ویل چې کلی به زموږ گروپ هیڅ هیر نه کړي. په مخ یې اوښکې راغلې او درک مې کړه چې دده د مېلمه پالنې او د بدرگې د مننې لپاره مې ښه عمل ترسره کړی و.
 ما له هغه وغوښتل چې د کور ټول کارکوونکي په انگړ کې د غرمې لږ وړاندې راټول کړې څو زموږ گروپ د هغوی څخه د مننې لپاره د پیسو سوغات ورکړي. هغه په خوشالۍ سره ورغی.
ما کارکونکو ته ددغه وړاندیز لپاره د گروپ موجوده غړي ټول راغونډ کړل. هر یوه اشپز ته— (تر دغه مهاله مو دوه اشپزان لرل که څه هم چې له دواړو یې یو ښه اشپز هم نه جوړېده) دوه سوه ډالر ورکړل.
 د کارکونکو له جملې ځوانانو هر یوه ته مو سل سل ډالر او حتى د کلي نانوايي چې ډوډۍ یې پخوله لو بیا یې تر کوره راوړله، سل ډالر ترلاسه کړل. د کلي نایي هم د خپلو هڅو لپاره سل ډالر ترلاسه کړل.
 هغه د تېرو څو اونیو پرمهال هره اونۍ زموږ دفتر ته راته او زموږ له هیڅ یوه یې پیسې نه اخيستلې. وروسته مې جان محمد را گوښی کړ او هغه ته مې د شخصي استعمال لپاره پنځلسوه ډالر ورکړل.
 هغه په دره کې زموږ د ژوند د هوسا کولو، د خوړو ښه کولو او زموږ د سالمې روغتيا لپاره دومره هڅې وکړې چې د ورکړل شویو پیسو هر واحد لیاقت یې درلود. د غرمې په مهال د افغاني کارکونکو یوه خوشاله ډله زموږ په خدمت کې وه! د قرارگاه څخه تلگرافونو یو غمجن خبر درلود.
 د کابل سره پر بدبختي او د شمالي ټلوالې سره د معاملې پرڅرنگوالي مناقشو دوام پیداکړی و. د بمغورځونې کمپاین ته د پاملرنې نشتوالی د اندېښنې وړ و ځکه چې تر دې مهاله زموږ هڅو د طالبانو د ځواکونو د جگړې په توان او رضایت باندې ډېره لږه اغېزه کړې وه.
ریک په خوندي ټليفون باندې د خبرو کولو لپاره ډېروخت ولگاوه څو زموږ د سفر پلان په هغه صورت کې چې موږ د درې څخه په وتلو بریالي شو، ترتیب کړي. هغه شمېر امريكايي نظامي او نورې الوتکې چې اوسمهال یې د واشنگټن، فرانکفورټ او د تاشکند ترمنځ الوتنې کولې، هیله مند و چې زموږ کوچنی گروپ به د سوداگريزو الوتکو پرځای په نوموړو الوتکو کې الوتنه وکړو.
 په همغه ماښام ما او ریک په انگړ کې سېگار وڅکول. د باران له دوړو او څاڅکو څخه د امن لپاره دېوال ته نږدې ودرېدلو. زما فکرونه په دوشنبه او هلته په كېدونکې غونډه باندې راتاوېدل. ما هم د هوا په څېر ځان گډوډ احساس کاوه نو ځکه بیا هم نسبتاً وختي ویده شوم.