
احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ کال د اکټوبر ١٢
ګرانه ملګريه!
نن سهار د اختر ګهيځ دى او تاسو ته د اختر مبارکي نه شم رسولاى خو تاسې په تصور کې مخاطب کوم او کاغذونه تورولاى شم:
اى غائب از نظر که شدى هم نشــين دل
مى گويمت دعاوثنا مى فرســــــــــــتمت
در راه دوست مرحله قرب و بعد نيست
مى بينمت عيان و دعا مى فرســــــتمت
د خپل حال په هکله به څه در ولـــــــيکم:
خميازه سنج تهمت عيش رســــــيده ايم
مى آنقدر نه بود که رنج خــــــــــــــمار برد
معلومه نه ده چې ماد زړه پوره حال تاسو ته ليکلى او که نه، کله کله داسې کيږي چې کومه خبره تر کلو کلو پورې په يادنه راځي لکه چې په کوم ګوټ کې ويده وي او بيا ناڅاپه په داسې وخت کې راولاړ شي چې د زړه او دماغ ورته پرانيستى وي، او دومره ډېر اشعار او مطالب راپه زړه شي چې ديرش کلنې څلويښت کلنې پخوانې خبرې را يادې شي. او داسې راته معلومې شي چې همدا اوس اوس مې کتاب را اخيستى دى او مضمون او کتاب دواړه را په زړه شوي دي ډېرې خبرې راپه زړه شي. د معمول په توګه چې ويده شم او را پاڅيږم نو پرته له کوم مناسبته په خپل سردا شعر راپه زړه شو:
کم لذتم و قيمتم افزون زشمارست
ګويى ثمر پيــــــــشتر ازباغ وجودم!
ور سره ورسره راپه زړه شو چې دا شعر دشيرازي صدرادي چې داکبري عصر په وروستيو وختو کې هندوستان ته راغلى وو او د شاجهان تر وخته پورې ژوندې وو او په آفتاب عالم کې مې له نظره تير شوى ، په ښي لوري صفحه کې او د صفحې په لومړنيو کرښو کې چې آفتاب عالم تاب و ليدلاى شې او معلوميږي چې ديرش کاله به تير شوي وي بيادا امکان په لاس رانه غى چې دآفتاب عالم تاب مې پرانيستى واى.
غور وکړﺉ څه عمده مثال يې راوړى دى تاسو به البته بې فصله ميوې خوړلې وي مثلاً لکه په ژمي کې آم له دې امله چې بې فصله څيز دى نو لږ موندل كيږي او سوغات ګڼل كيږي او وګړي يې په لوړه بيه پيري او دوستانو ته يې دسوغات په توګه وراستوي خو هغه علت چې دا ميوه يې ګرانه کړې ده همدغه علت بې خونده کړې هم ده چې خوري يې نو خوند نه لري او څرنګه به خوندوکړي، چې وخت نه دى راغلى او ددغه وخت ميوه راغلې ده داد ځمکې بې فکري وه چې وخت ور څخه هير شوى او ددغه غلط فکر ضروري پاى داشو چې بې خوندي د ميوې په برخه شوه تر کومه ځايه پورې چې کوم څيز لږ پيدا كيږي نو خوند يې هم ښه نوي بيا هم ارزښتمند وي که خوړونکو ته خوند نه ورکوي بيا يې هم په جګه بيه اخلي او وايي د انايابه جنس چې هر څومره ګران وي بيا هم ارزان دى . چې غور وکړي دانسان دافکارو او اعمالو هم همدا حال دى ، يوازې موسم ونه نه زرغونه کوي ، د کوم موسم دماغ زرغونه کوي او بيا لکه څرنګه چې دلته هر فضا يې موسم خپل خاص ډول نوعيت لري اوله دغه نوعيت سره مطابق ټول پيدا وار مينځ ته راځي همدارنګه د وخت هر دماغي موسم هم خپل خاص معنوي مزاج لري اودا ضروري ده چې ور سره مطابق طبيعتونه او ذهنيتونه را څرګند شي، خو د فطرت ديو شانوالي او هم آهنګيو په شان په ده کې نا اواري او ګډوډي هم راځي او د طبیعت هيڅ قانون له استثناء او شوا ذو څخه خالي نه دى نو ځکه کله کله داسې هم کيږي چې د ناوخته ميوو په شان ناوخته طبیعتونه هم راڅرګنيديږي. ديته دودې او نمود کار نقص او نيمګړتيا وويله شي او ياد زمانې د غلط فکرې وخت خو بیا هم داسې کيږي . دغه ناوخته طبیعتونه چې څرګند شي نو د ناوخته ګلوپه شان د وخت له پاره پردې معلوميږئ. نو نه دا طبیعتونه له وخت سره ځان جوړولاى شي او نه وخت ورسره اړخ لګولاى شي. خو بیا هم څرنګه چې بڼه يې غرابت لري نو بیا هم که ناوخته راپيدا شوي دي بې قدره نه وي خلکو ته خوند ورکوي او که نه ورکوي خو په ګرانښت يې ارومرو اعتراف کوي شيرازي صدر ادتخيل دقت ددغه صورت حال سراغ لګولى دى او په دوو مصرعو سره يې داستان اورولى چې دا شعر مې تکراراوه خيال مې شو چې زما او زما د زمانې به همداراز وي له لويدلى فکر او عمل سره بيا هم په کوم ګوټ کې د وخت او موسم پسې لاړ نه شوم که دا زمادوجود نقص وبولې خو بيا هم داداسې نقص وو چې طبيعت مې له لومړي ورځې څخه له ځان سره راوړى دى نو ځکه ورباندې د وخت د خارجي اثر زورونه رسيده چې بدل يې کړي زما نه چې په طبئعي توګه د موسمي څيزونو سره مينه لري، په دغه ناوخته ميوه کې څه خوند موندلى شي وګړي يې خوري خو خوند نه ورکوي خوله دې بې خوندۍ سره بيا هم خپل ارزښت نه شي ارزانه کولى:
متاع من که نصاحبش مباد ارزانى
په بازار کې تل هغه څيز ساتل کېږي چې غوښتنه او تقاضا يې وي او چې غوښتنه يې وي . نو ځکه هر لاس ور غزيږيو د هر چا سترګې يې مني خو زما کار بيخي سرچپه دى هغه څيز چې عامه غوښتنه يې وي هغه زما په دوکان کې نه شته. خلک د زمانې د بازار په ورځ داسې څيزونه لټوي اوراوړي يې چې عام رواج لري، ماتل هغه څيزونه لټولي او راټول کړي مې دي چې هيچيرته رواج نه لري هغه څيز چې د نورو له پاره د انتخاب او خوښوونې علت دى هغه زما له پاره د همدغه څيز د پريښودو علت دى . دوى په خپلو هټيو کې داسې اجناس ايښي چې د خلکو لاسونه وراوږديږي ما داسې څيز په خپله هټې کې ايښې دى چې د هر چا لاس نه شي وراوږديدلى:
قماش دست از شهر وده زمن مطلب
متاع من همه دريايى است يا کانى !
خلک چې په بازار کې د کان نيسي نو په داسې ځاى کېيې نيسي چې د پيرودونکو په کې ګڼه ګوڼه وي ما چې په کومه ورځ دوکان نيولى و داسې ځآى مې لټلوى او دوکان مې په کې نيولى دى چې سوداګر ډېر لږ ورباندې راپيښيږي:
درکوى ماشکسته دلى مى خرندوبس!
بازار خود فروشى از آن سوى ديګرست
په مذهب کې ، په ادب کې په سياست او د فکر او نظر په عامو لارو کې مې چې کومې خواته مخ کړى په هغه لور يوازې وتلى يم او په کومه لار کې د وخت له قافلو سره نه يم ملګرى شوى :
بارفيقان زخود رفته سفر دست نداد
سير صحراى جنون حيف که تنها کرديم
په کومه لار کې مې چې پل ايښى هغه د وخت له منزلونو څخه دومره ليرى شوى چې کله مې مخ ور واوړي نو د لارې له دوړونه مې نور څه نه دي ليدلي خو عجيبه نه ده لاره مې يو څه پاکه کړې ده او خزلې مې ورنه ليرې کړي:
خار هااز اثر گرمي رفتارم سوخت
منتى برقدم را هروان ســـــــــــت مرا!
اوس مې دفکر غوټۍ پرانستلې شوې دي نو دا هيله را څخه مه کوﺉ چې ژر يې راونغاړم:
اين رشته به انگشت نه پيچى که دراز است.
په ژوند کې داسې ډېر حالات مخې ته راغلي چې په عامو حالاتو کې ډېر لږ په مخکې راځي، خو د کار يو اړخ دادى چې د تل له پاره زما له پاره يوه معما جوړه شوې ده او ښايي چې د نورو له پاره هم همداسې وي .
انسان په خپلو ټولو خبرو کې د وګړو او چاپيريال د اغيزو نتيجه وي دا اغيزې په اکثرو حالاتو کې څرګند او ښکاره وي او پر سطحه باندې يې ليدلى شي او په ځينو صورتونو کې پټ او په تل کې لاندې پرتې وي او هلته لټول كيږي ، خو په هر راز چې وي بايد پته يې ولګول شي ، نسل ، کورنۍ ، صحبت روزنه او ښوونه ددغو اغيزو سر چينې دي:
عن المرء لاتسئل واسئل عن قرينه
خو که له دې خوا د خپل ژوندانه په لومړنيو حالاتو نظر اچوم نو هک پک شم چې په فکر او نظر کې مې څومره بدلونونه راغلي دي چې بهرني سرچينه يې راته نه معلوميږي او زما د چاپيريال له مؤثراتو او اغيزو سره هم سمون نه خوري ډېرې خبرې شته چې د حالاتو او غيزو پر خلاف يې ظهور کړى او ډېر په کې متضاد اشکال لري چې په دواړو حالاتو کې کار يو عجيبه افسانه غوندې ده:
فرياد حافظ اين همه آخر به، هر زه نيست
هم قصه عجيب و حديثى غريب هســــــت.
تر کومه ځايه پورې چې زما په طبيعت اوخوې پورې اړه لري زه له خپل کورنۍ او نسلي وارثت څخه بې خبره نه يم ، د هر چا اخلاق او معاشرتي صورت قالب د نسل او کورنۍ له خټي څخه جوړيږي او ما ته معلومه ده چې زما عادت او د خصا يلو تصوير هم له دغه خټې څخه جوړ شوى دى هره کورنۍ خپل د روايتي ژوند يوه څيره غوره کوي او نسل په نسل انتقال کوي . زه په جوته توګه حس کوم چې ددې روايتې ژوند غيزې زما په خټه کې اغږل شوى دى او زه ور څخه ځان نه شم ژغورلاى ، زما په عادتونو ، چال چلند اميالو او ذوقونو کې د کورنۍ لاس جوت ليدل کيږي د کورنۍ ژوندانه دا روايتونه په ما کې د پلارني او مورني نيکونو د کورنيو څخه راغلي دي او په دواړو باندې د سوونو کالو مهرونه لګيدلي دي هغه ارومرو زما په برخه کيدل ، د هغو په منلو او نه منلو کې زما کوم لاس او خوښه نه وه خو دلته د خصايلو او عاداتو سوال نه دى دافکار واو عقايدو دى او له دې جهته چې پر خپل حال غور کوم نو زما کورنۍ ښونه لومړنۍ چاپيريال يو لهبله سره سمون نه خوري د فکري اغيزو هم چې څومره احوال او ظروف دي هغه چې هر يو رامخې ته کوم او خپل ځان په کې لټوم ځان په کې نه شم موندلاى.
ما چې فکر وکړ داسې ستر کسان مې د سترګو شول چې په عقايدو افکارو کې يې خاص مسلک درلود او دومره په کې ټينګ او نه ښوييدونکي وو چې ديو ويښته په اندازه انحراف يې کفر باله . ماچې په کوچينيتوب کې د خپلې کورنۍ روايتونه اوريدلي هغه ټول په همدغه رنګ کې ډوب وو او زما دماغ له همدغو رواياتو څخه ډک دي زما ښوونه او روزنه هم په داسې محيط کې شوې ده چې څلور خواوو څخه د قدامت خوښونې او تقليد په ديوالو کې ايسار وو او د بهر مخالفو هوا وو ته هيڅ نه ورواته له پلار نه پرته مې چې له کومو استاذانو سره زده کړه کړې ده هغوى هم زما د پلار په شان وو چې يو ډول عقايد او افکار يې درلودل او دومره د امعيار تنګ او سخت وو چې ډېر لږ معاصرين ورته رسدلي شول نو ښکاره ده چې له دې دروازې څخه پر ما باندې کوم نوى شمال نه دى لګيدلى او څومره چې په فکري انقلاباتو پورې اړه لري زما کورنۍ د وخت له لارو څخه دومره ليرې پرته وه چې دغو لارو غږ هلته نه رسيده نو زه ويلى شم چې ما د سل کاله پخوا په هندوستان کې ژوند کاوه . په لومړنيو زده کړو کې د سړي دماغ ډېر بدليږئ خو زما ټولنه يوازې زما کورنۍ وه او بس او که زما له کورنۍ سره چا اړيکې درلودې هغه هم يوازې د مريدانو او اخلاصمندانو ډلې وې هغو زما لا سونه پښې مچول او لاس پر سينه به راته ولاړ وو او يا به په ادب په شاتلل او هلته به کښېناستل. دى فضا د تبديلې په ځاى صورت حال نور هم ځاى په ځاى او راکد دراوه د پلار په مريدانو کې ستر عالم او انګريزي تعليم يافته هم وو دده په دفتر کې به غونډ وو خو دا ټولنه هم زما د کورنۍ په رنګ رنګ وه د کوم بل رنګ پته هم هلته نه لګيده.
سربيره پردې به که کوم مريد او معتقد له ما سره مخامخ کيده نو زه به يې د مرشد زوى بللم او هيله به يې درلوده چې له ما څخه څه واوري نو هغه کله دا زړه کولى شو چې ماته څه راواوروي د انګريزي تعليم خو هيڅ ضرورت نه احساس کيده خو د مدرسې تعليم مينه وال ډېر وو نو ځکه د لاس پښې غزولو موقع په لاس راتله خو د پلار مې دا کار نه خوښيده چې له دغو وګړو سره محشور شم د کلکتې سر کاري عالي مدرسې هيڅ ارزښت نه درلود او رښتيا خو داده چې کوم ارزښت يې هم نه درلوده او له کلکتې څخه بهر ته زما استول هم ور ته ښه نه ښکاريده او دا لاره يې غوره کړه چې پخپله درس راکړي او يا ځينو خاصو استازانو سره يې زما د تعليم انتظام نيوه نتيجه دا شوه چې د زده کړې په زمانه کې مې له کوره بهر پل وانه خيست، او دا موقع په لاس رانغله ، وروسته خو امکان راته پيدا شو او له هندوستان څخه بهر ته هم ورسيدم، خو دا وروستي واقعات دي چې د زده کړې وخت را څخه تير شوى وو او نوې لارې مې موندلې دي. زما د عمر هغه وخت وو چې د زده کړې وخت وو له څوارلس پنځلسو کالو څخه زيات نه وو.
نو بيا ددغه زده کړې حال څه و چې ما په کې د زده کړې لومړى زمانه تيره کړه ؟ که ددې ځواب په لنډ ډول هم وويل شي نو کتابونه ترې جوړيږي او تاسو خو دې تفصيل ته کوم اړتيا نه لري، يو داسې د زده کړې زوړ نظام چې سر ترپايه پورې شنډ دى د تعليم لاره يې نيمګړې ده مضامين يې د کار نه دي د کتابونو انتخاب يې سم نه دې د املاء لاره ناسمه ده که له آلى فنونو څخه صرف نظر وشي نو د نظاميه مدرسې بنيادي موضوع دوه څيزه دي: ديني علوم او معقولات ، ددينې علومو کوم کتابونه چې ټاکل شوي دي په هغه کتابونو باندې پوهه خو په لاس راځي خو کوم اجتهادي فکر سړى ته نه ورکوي او که له معقولاتو څخه منطق وايستل شي نور څه چې پاتې كيږي ارزښت نه لري او داسې دي لکه د زړې فلسفې د تاريخ ديو ځانګړي زمانې د څيړنې يادګار او حال دادى چې اوس علم ډېر پرمختګ کړى دى.
په مدرسه کې چې کوم رياضي فنون لوستل کيږي د نوو لارو په مقابل کې د صفر په ځاى دي بيا هم دا رياضي دومره نه لوستل كيږي ما په خپل شوق دا علم زده کړى دى.
د قاهرې د جامع الازهر د تعليم نصاب تقريبا همدا حال لري په هندوستان کې د متاخرينو د معقولاتو کتابونه ډېر رواج لري په ازهر کې دې ته هم پاملرنه نه کيږي.
اى طبل بلند بانګ در باطن هيچ
سيد جمال الدين اسدآبادي چې په مصر کې د حکمت د کتابونو تدريس پيل کړى و نو په ډېرکړاو سره يې هلته يو څو کتابونه موندلي وو خو دازهر عالمانو ددغو کتابونو نومونه لانه پيژندل البته اوس د ازهر د تعليم نظام يو څه ښه شوى دى . خو کومه زمانه چې زه يادوم تر هغه وخت پورې د نظام د اصلاح هيڅ پته نه لګيده اوشيخ محمد عبده مرحوم مايوس شو دنوي سرکاري درګاه “ دارالعلوم” بنسټ يې کيښود ، تاسو فرض کړې چې همدلته پاتې واى او د علم او نظر لارې چې په وړاندې تللى او هغه مې لټولې او مينه يې راسره نه واى نو زما به څه حال وو؟ نو جوته ده چې زما ناقص تحصيل ما ته هيڅ ګټه نه درلوده .
د تعليم سير چې په عام طور پاتې دى زما کار له دې نه بيل دى ، ښه مې په زړه دى چې په ١٩٠٠ کال کې زما عمر له دولسو ديارلسو کالو څخه زيات نه وو ما د فارسي تعليم حاصل کړى او د عربي مبادي مې هم سرته رسولې وو او شرح ملاقطبي او نورو په دورکې وم. زما په ملګرو کې زما ورور له ما څخه دوه کاله مشر وو نور ټول له شلو يوويشتو کالونه کم نه وو. زما مرحوم پلار د تعليم طريقه داوه چې د هر علم ديولنډ کي متن حفظ او يادونه يې ضروري بلله او ويل به يې چې د شاه ولي الله (رح) د کورنۍ د تعليم لاره همداسې وه چې په دې بناء ما هم فقه اکبر ، تهذيب خلاصه کيداني او نور ياد او حفظ کړل او له طالب العالمانو څخه خو د مخه وم تر دې چې مولويان هم راته حيران وو، هغوى به زه يوولس ، دوولس کلن هلک ګڼلم او د “ميزان” او “منشعب” پوښتنې به يې هم راڅخه کولې خو ما به د منطق په قضيو او تعريفونو کې ايسار کړل او هک پک به مې کړل . ددې طريقې په ګټه کې خو خبره نشته تر اوسه مې هم د هغو متنونو الفاظ په زړه دي . د کيداني خلاصۍ په باره کې شعر مې تر اوسه لا په زړه دى چې کوم افغاني ملا جوړ کړى دى:
تو طريق صـــــــــلاة کى دانى
گرنه خوانى خلاصه کيدانى
زما د کتابونو د تدريس تحصيل موده هم ډېره لږه وه استادان به زما په چټکتيا کې لومړى به شک کې شول بيا به په تشويش کې شول او بیا به را باندې مهربان شول او ډاډ به يې راکاوه. چې کوم کتاب به مې پيل کاوه نو څو بهرنى طالبان به هم راسره شريک شول خو څو ورځې به لاتيرې نه وې چې زه به ترې بيل شوم ځکه چې هغوې راپسې نه شو رارسيدلى. زما د معقولو يو استاذ به خلکو ته ويل “داوړو کې حضرت مونږ ته نن سبا صد رارا اورولى شي . خو په ځان نه پوهيږي اوله مونږ څخه درس زده کوي”
په ١٩٠٣ کال کې زه پنځلس کلن شوم او د نظاميه مدرسې له درس څخه فارغ شولم او د مرحوم پلار په اشاره مې څو نور کتابونه هم راايستلي وو چې مطالعه يې کړم ځکه د تعليم په هکله قديم خيال دا و چې لوستلى لوست بياونه لوستل شي. د سړي استعداد نه پخيږي نو څرنګه چې له تحصيل څخه فارغ شولم څو تنه طالبان يې ماته راوسپارل او د هغو د خوراک پوښاک لګښتونه زما مرحوم پلار په غاړه واخيستل ، ماد فنونو د تکميل له پاره د طب علم هم پيل کړ ما په خپله قانون لوسته او شاګردانو ته مې د مطول مير زاهد ، هدايې او نور د درس ورکاوه ، د اسې معلوميده چې کومې آوازې چې په چاپيريال کې خپريږي نوره هم ورباندې بايد اضافه وکړى شي.
او د علم او حقيقت نړۍ دومره نه ده چې په مخکې مو ولاړه ده، دا هيله له عمر سره زياتيږئ تردې چې په څو کالو کې د عقايدو او افکارو هغه بنيادونه چې ماله کورنۍ او چاپېريال څخه اخيستي وو ټول ړنگ شول او بيا هغه وخت راغى چې داړنګ شوي ديوال نورهم وران کړم او پر ځاى يې نوى ديوالونه جګ کړم:
هيچ که ذوق طلب از جستجو بازم نه داشت
دا نه مې چيدم در آن روزى که خرمن داشتم
دانسان د پرمختګ په لار کې ستر خنډ دده تقليدي عقايد دي بل هيڅ څيز دومره دده د پښو نه شي ځولنى کيدلى لکه دده تقليدي عقايد چې دده د پښو ځنځيرونه دي او دى دا ځنځيرونه نه شي ماتولاى ځکه چې ماتول يې نه غواړي او خپله ګاڼه يې بولي هره عقيده او عمل او نظر چې له کورنيو رواياتو څخه اوله لومړنيو زده کړو څخه په چا کې پيدا شوي وي هغه دده لپاره يو ښه ميراث دى او دى دا خپل ميراث ښه ساتي . خو د لاسه ورکولو زړه يې نه لري ، کله کله د ميراثي عقايدو کړې دومره کلکې وي چېد تعليم او ماحول هم ورباندې زور نه رسيږي تعليم په دماغ کې يو نوى رنګ پيدا کوي خو دده په جوړښت کې نه ور داخليږي. دده داخلي جوړښت تل د نسل کورنۍ او پيړيو د اغيزو تر لاس لاندې وي زما تعليم د کورنيو ميراثي عقايدو په خلاف نه و چې ماته يې کومه ستونزه را د مخه کړې واې بلکه زما عقايد د کورنۍ او نسل له اغيزو سره سمون درلود چې تعليم او محيط نور هم لا پسې پياوړى کول . خو دا څه خبره ده چې د شک او ګڼي لومړى اغزې په خپل سر زما په زړه کې چوخ شو او دا د هغه تقليد پر خلاف وو زه نه پوهيدم چې څرنګه خو په وار وار دا پوښتنه رادمخه کيدله چې داعتاد پنياد بايد پر علم او نظر باندې وي ولې دي پر تقليد او توارث ولاړ وي . نو دې عقيدې مې د عقيدې د ديوال بنيادي خښتې وښورولې ځکه چې زما عقيده روايتي او تقليدي وه. نو چې بنياد وښوروي بياديوال کله ټينګيدلى شي. ترڅو ورځوپوری د طبیعت ستړ يا وتوان راکاوه خو ډېر ژر راته معلومه شوه چې اوس هيڅ طاقت دا نړيدونکى ديوال نه شي راټينګولاى:
از آن که پــــــــــيروى خلق ګمرهى آرد
نمى رويم برآهى که کاروان رفتست
د شک همدا چوخيدنې وې چې زما د ټولو راتلونکو باورونو له پاره دليل شو. شک نشته چې له زړو پانګو څخه يې زما لاس تش کړ خو د نوې پانګې د په لاس راوړلو مينه يې راسره پيدا کړه او په پاى کې همدا لارښوونه وه چې زه يې د مقصود او يقين او آرام منزل ته ورسولم نو کله چې کوم علت ناروغه کړى وم هماغه راته شفا او درمل شو:
درد ها دادى و درمانى هنوز
هر څومره فکر چې کوم چې دا اغزې له کومه راغى او زما په زړه کې را چوخ شو خو هيڅ پته نه شته ، هيڅ چاره مې نه د سترګو کيږي او علت يې نه رامعلوميږي.
چه مستى است نه دانم که اوبه ما آورد
که بود ســـاقى و اين باده از کجا آورده
بى شکه چې پرمخ لاړم داسې حالات په مخه راغلل چې ددغه اغزې چوخيدنه يې نوره هم لا پسې زياته او ژوره کړه خو تر دې مهاله پورې د کوم بهرني عامل سيورى لارا باندې نه ولويدلى ، او د پوهى عمر مې هم دومره نه و چې د بهرنيو اغيزو له پاره يې د زړه او دماغ دروازې پرانستلې واي دا هغه حال شو چې :
اتانى هوا ها قبل ان اعرف الهوى
فصادف قلبا فارغــــــــــــــــا فتمکنا ([1])
همدا زما نه وه چې پيرزاده ګي او نسلي بزرګي مې زړه وواهه او د معتقدانو او مريدانو له پالنو څخه مې خوابده شوه او کرکه مې ور څخه پيدا شوه . زه ددې په هيڅ وجهه نه پوهيدلم خو د طبیعت قدرتي تقاضا وه چې زه يې په دغه لار باندې روان کړى وم:
بوى آن دود که امسال به همسايه رسيد
ز آتشى بود که در خــــــــانه من پارګرفت
پوښتنه داده چې په طبیعت کې مې دا دومره بدلون له کوم ځاى څخه راغى او ولى راغلى.
کورنۍ چې د کومو عقايدو او افکارو قالب جوړول غوښتل دا قالب يې جوړ نه شو کړاى .
تعليم چې کوم لوري ته بيولم هغه لوري ته يې روان نه شو م کړاى د صحبت او اغيزو چې کومه غوښتنه ده هغه پوره نه شوه داسبابو په دې عالم کې د هر حالت لمن ديو نه يو علم سره بنده وي . آخر ددې تار سرموندل خو هم په کار دي ؟ خو خبره داده چې دا دتار سر هم په ګوتورا نغى کيداى شي چې دا زما لنډ فکرې وي او که کوم بل پوه دا حالات مطالعه کړي نو کوم موثر حل به راوايستلى شي خو زه يې ستړى کړم او بل لورى ته ګورم:
کار زلف تست مشک افشانى اما عاشقان
مصلحت راتهمتى برآهوى چين بــــسته اند
هغه ناوړه هستې چې ما ته د زمانې له غيږې څخه په لاس راغلى ده که دا هستي را څخه ورکه شي نو که ورپسې زړه بدى نه شم څه به شم؟ تريوې مودې پورې رانه لار ورکه وه نه د مقصد خبر او نه د منزل :
ســــــــــگ آستانم اما همه شب قلاده خايم
که سر شـــــــــــــکار دارم نه هواى پا سبانى
عجبست گرنه باشد خضرى به جستجويم
که فتاده ام به ظلمت چوزلال زندګانى
خو هغه لاس چې زه يې د زمانې له لاسه ايستلى يم هماغه لاس مې په ډېرو ورکولارو کې لارښود شو او اګر چې پل په پلله ټکرونو سره مخامخ شوم او خنډونه مې په مخکې راولاړ شول خو د پرمختګ هڅه مې د هميشه له پاره کړې ده او په لار کې نه يم دريدلى او چې ستړيا مې وايستله هغه وخت مې را ويستله چې مقصود منزل راښکاره شو او درسيدو هيله مې ورته پيدا شوه:
به وصلش تارسم صدبار برخاک افگندشوقم
که نو پروازم وشــــــــــــــــاخ بلندى آشيان دارم
په څليرويشت کلنى کې چې وګړې سرمست اود خوښۍ ژوند پيل کوي ما لاره وهلې وه او د خپلو پښو اغزې مې ايستل:
در بيابان ګربه شوق کعبهخواهى زد قدم
ســــــــرزنش هاگرکند خار مغيلان غم مخور
نو په دې معامله کې هم د زمانې له چال څخه د مخه يم وګړى چې په کومه مرحله کې کار ته ملاتړى ماملا پرانستله:
کام تهى عشق مين بهت پرمير
هم تو فارغ هوئى شتا بى سى ([2])
له هغه وخته تر نن پورې چې پنځوس کلنې ته رسدلى يم د فکر او عمل ډېر ميدانونه مخې ته راغلي دي او خپلې نښې مې ځاى په ځاى پرانښي دي . چې مهال يې له منځه نه شي وړاى او يا يې د تل له پاره ساتي:
آئينه نقـــــــــــــش بند ظلم خيال نيست
تصوير خود به لوح دگر مى کشيم ما
دلته د ژوندانه د تيرولو له پاره دوه لارې شته چې ابوطالب کليم دا دواړه لارې په دوو مصرعو کې بيان کړي دي:
طبعى بهم رسان که بسازى بعا لمى
يا همتى که از سر عالم توان ګذشت
لومړى لار مې خوښه نه شوه ځکه چې په زړه مې نه وه دوهمه لار مې ونيوله:
کار مشکل بود ما بر خويش آسان کرده ايم
څوک بدمرغه چې دا دوهمه لاره نيسي نو د لارې له کړاوو نو او ستونزو څخه نه ډاريږي او نه له خپلو ستړياوو څخه بې خبره وي او په مخ درومي ځکه چې ځاى په ځاى نه شي دريدلاى مهال ورته له ټولو ناملايماتو او ستونزو سره په مخکې دريږيا و پل په پل له مشکلاتو سره مخامخ کيږي خو بيا هم خپله لار وهي هغه له زمانې پسې نه شي تللاى خو له زمانې څخه دمخه کيداى شي. او بې پروا تيريږي:
وقت “ عرفى” خوش که نه کشود ند گرد ربر رخش
بردر نکشوده ســــــــــــــــــــــــاکن شد درى ديگر نه زد
اوس داختر ګهيځ دى او سپين سبا ختلى دى او بې حجابه خاندي زه نور تاسو خپلې خواته نه متوجه کوم.
ډېر کلونه تير شوي په يو درانه ليک کې مې د رمضان د شپو د “عنبرين چاى “ يادونه کړى وه بې ځايه به نه وي که دغه چاى د اختر له لمانځه څخه د مخه وڅښي ځکه چې په کوچني اختر کې په فطر باندې تا دي سنت ده اوپه لوى اختر کې د افطار ځنډ سنت دى:
عيد ست ونشاط وطرب وزمزمه عامست
مى نوشى ، گنه برمن اگر باده حرامســــــت
از روزه اگر کـــــــــــــــــــــــــــوفته باده روا گير
اين مسئله حل کشت زساقى که اما مسـت
ابوالکلام
[1] - ددې فرد ترجمه د مخه تيره شوې ده.
[2] -میره پر مونږ باندې په عشق کې ډير کارو خو بيا هم په چټکه ور څخه وزکار شولو.