
لومړنی باچا یا امپراطور چې پاتې راغی
د ۱۹۷۴ کال په اپرېل کې له ایران څخه په زرګونو مایله لرې په اروپا کې یوه پېښه را منځ ته شوه. هغه څه چې همغه مهال را څرګند شول په ټوله کې یې د شاه او پهلوي کورنۍ له برخلیک سره اړیکه نه څرګندوله. په پرتګال کې یوه یاغي پوځي د لومړي وزیر مارسیلوکایتانو حکومت را وپرځاوه او په دغه هېواد کې یې د ښي اړخو د څلوېښت کلنې واکنمۍ د پای ته رسېدو اعلان وکړ. د پرتګال د پېړیو زړه امپراطوري بلاخره په زوره ړنګه شوه. په دغه موضوع کې را برسېره شوي نږدې څاره نیز رپوټونه ښيي چې د تېلو لوړو بیو د هېواد مشر له پښو وغورځاوه. د پرتګال د لړزیدلي دیکتاتور مالي بنسټونو یو په یو د زاړه انفلاسیون له کبله دړې وړې شول او پر همدې مهال له هېواده بهر(د دغه هېواد په مستعمرو کې) د تېلو عواید له منځه ولاړل.
په ۱۹۶۸ کال کې د پرتګال په مستعمره د انګولا په کبینډا کې تېل کشف شول. د کبینډا تېل د سلفرو په کیمیاوي مادې کې ګډ وو چې په ځانګړې توګه د امریکا د متحدو ایالتونو او کاناډا لپاره ډېر جذاب وو او د دغو تېلو د تر لاسه کولو لپاره یې اضافي پیسې هم ور کولې،ځکه چې دوی یې له پاکوالي ډېر راضي وو او د چاپیریال لپاره یې ضرر کم وو. پرتګال د خپلې کورنۍ اړتیا د پوره کولو لپاره ددغو تېلو د پلور په پیسو له منځني ختیځ څخه ارزانه چټل تېل اخیستل. دغه معامله ناڅاپه هغه مهال له ماتې سره مخا مخ شوه چې لیزبون د اکټوبر د میاشتې د تېلو د ناورین په منځ منځ کې د امریکې د ولسمشر نیکسون هغه غوښتنه ومنله چې د پرتګال د ازوریس له لارې به په الوتکو کې اسراییلو ته واشنګټن نظامي وسایل او مرستې رسوي چې له عربانو سره په جګړه کې ښکیل وو او عربانو په امریکا د تېلو بندیزونه اعلان کړي وو.
عربانو د پرتګال او واشنګټن تر منځ ددې معاملې له کبله پرتګال ته له منځني ختیځ څخه د تېلو ور کول ودرول چې له کبله یې په لیزبون فشار راوړي چې هغوی د انګولا د خپلو تېلو صادرات شمالي امریکا ته بند کړي. د دغه کړکېچ په پایله کې د پرتګال دولت په سلګونو میلیون ډالره د خپلو تېلو عایدات له لاسه ور کړل. سره له دې چې د تېلو بیې دغه مهال دوه برابره لوړې شوې، خو پرتګال ونه شو کولی خپل مالي وینه بهیدنه ودروي. د پرتګال د تېلو عواید ۴۰۰ میلیون ډالره وو، خو دغه هېواد ۶۵۰ میلیون ډالره په یوه کال کې په افریقا کې د مستعمره شوي هېواد د پاڅونکونکو یا غیانو د ارامولو په جګړې لګول چې خورا درنه ورته پرېوته. د انفلاسیون د اورلمبې لا دمخه د اروپا په هره برخه کې د انرژۍ د بیو د لوړ والي له کبله پورته کېدې چې د اقتصاد ریښې یې ور وچولې او د پرتګالي ټولنې روحیه یې ضعیفه کړې وه.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې « نه کنټرولیدونکي انفلاسیون چې تېر کال شاوخوا ۲۰ په سلو کې او په اروپا کې یو له لوړو انفلاسیونونو څخه وه د خلکو نا رضایتي بیخي اوج ته رسولې وه. داسې کمې نښې ښکارېدې چې د ژوند کولو د قیمت د لوړیدو اود پرتګال په مستعمرې موزمبېګ کې د یاغیانو د جګړې تر منځ کوم تړاو موجود وو، خو انفلاسیون د خلکو له عمومي نا خوښۍ سره مرسته وکړه او په خلکو کې یې دا احساس زیات کړ چې حکومت باید د افریقايي مستعمرې پرتله باید په کوردننه ستونزو او وضیعت ته زیات پام وکړي.»
د انرژۍ د کمبود او د تېلو د بیو د لوړیدو څپو دوام درلود. د پرتګال نوې نظامي واکمنې ډلې یوځل چپي سیاست ته مخه کړه او ددغه سخت ګام په پورته کولو سره یې په لوېدیځه اروپا کې د راډیکاله یا بنسټپالې سوسیالیست دولت د جوړیدو فکر ته زور ورکړ. د پرتګال د ازوریس ټاپوداسې ښکارېده چې د امریکا د هوايي ځواک لپاره په شمالي افریقا او مدیترانې کې دغه د ټوپ وهلو تخته نوره دوی پنټاګون ته له لاسه ور کړه .
ددې په خواکې دا هیله هم را منځ ته شوه چې د امریکې سمندري ځواکونه به د پرتګال په مستعمره «موزمبیق» کې هم حضور ومومي ، دلته د ایران شاه یو ځل بیا واشنګټن ته خپل ارزښت ثابت کړ او ورته یې وویل چې هغه قصد لري یا غواړي چې په بندر عباس کې د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نظامي اډه جوړه کړي او پر دې سر بیره د ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت یوه ستره سمندري اډه په چابهار کې ودانه کړي چې د فارس د خلیج د غرونو پر سر به موقیعت ولري . د امریکا او ایران د سمندري ځواکونو چارواکو خبر ې اترې تر سره کړې چې یوه داسې لاره چاره وموندل شي چې له کبله یې د امریکې متحده ایالتونو ته یو انتخاب ډاډمن شي چې که وشي کولی له چا بهار څخه بهرد یوه داسې سیمه ییزې بیړنۍ اړتیا پر مهال لکه په سعودي عربستان کې د کودتا یا پاڅون او یا د تېلو د یوه بل بندیز پرمهال ترې د شپې لخوا عملیات تر سره کړی شي .
شاه بله داسې لاره نه درلوده چې هغه وپوهوي چې د هغه خپل برخلیک د لایبیریا په ټاپو کې د ګډ وډ حالت له پایلو سره تړلی چې په را تلونکو ۲ یا دوه نیمو کلونو کې به رامنځ ته شي .