
د فرصت تېراېستونكې څېره
كله چې فرصت برابر شو، د بارنس له تصور سره په بشپړ توپير په داسې يوه بڼه راڅرګند شو، چې ده يې كله هم فكر نه و كړى. دا د فرصت يو تېرايستونكى عمل دى. دغه فرصت له داسې يوه وره ستاسې خواته درځي، چې تاسو يې وړاندوينه هم نشئ كولى او كله كله خو بيا د يوې ضمني بدمرغۍ يا لنډ مهالې ماتې په بڼه ځان څرګندوي. همدا لامل دى، چې ډېر كسان د فرصت په پېژندلو كې پاتې راځي او له لاسه يې وركوي.
ښاغلي اډېسن (د ايډيسن ماشين) په نامه يو نوى دفتري توكى جوړ كړ، چې اوس ورته (ايډيفون) وايي. د اډيسن پلورونكو له دې ماشين سره چندان علاقه ونه ښودله. دوى باور نه درلود چې دا ماشين به له سختو هلوځلو پرته بازار پيدا كړي. بارنس دا د ځان لپاره يو مناسب فرصت وباله. دغه ماشين چې عجيب و غريب شکل يې درلود، له بارنس او د هغه له مخترع پرته هېچا ته په زړه پورې نه و. بارنس پوهېده چې د اډيسن دغه ماشين پلورلى شي. هغه ددې ماشين د پلورلو وړانديز وكړ او اډيسن هم دغه چانس وركړ. هغه ماشين وپلوره. په حقيقت كې، هغه دا كار په دومره برياليتوب سره ترسره كړ چې اډيسن ورسره قرارداد وكړ، ترڅو دا ماشين په ټول هېواد كې بازار ته وړاندې كړي او ويې پلوري. ددغه ګډ کاروبار په ترڅ کې بارنس ډېرې پیسې وګټلې، خو تر دې یې هم یو ستر کار وکړ. هغه دا ثابته کړه چې یو سړی د فکر کولو له لارې شتمنېدلی شي.
دا چې بارنس د خپلې اصلي لېوالتیا له بركته څومره پيسې وګټلې، زه نشم كولى اندازه يې ولګوم. ښايي هغه ددې كاروبار له لارې دوه يا درې ميليون ډالره ترلاسه كړي وي، خو که هرڅومره پیسې یې ګټلې وې، د هغو هڅو په پرتله بيا هم كمې وې، چې هغه د پېژندل شويو اصولو په پلي كولو سره پرې خپلې هيلې په حقيقت بدلې كړې او دا يې جوته كړه چې ناملموس فكري تحرک کولی شي، د پېژندل شویو اصولو په رڼا کې فزيكي جوړښت غوره كړي.
بارنس همدا مفكوره درلوده، چې د ستر اډيسن په كاروبار كې شراكت خپل كړي. هغه د ځان لپاره د فرصت موندلو فكر درلود. هغه له دې پرته چې پخپله غوښتنه پوهېده، بل هېڅ نه درلودل چې پر مټ يې دغه كار پيل كړي او تر هغې يې خپل هوډ پياوړى وساته، ترڅو يې خپله لېوالتیا په حقيقت بدله كړه.
له سرو زرو يوازې درې فوټه واټن
د ناكامۍ يو تر ټولو پېژندل شوى عامل د موقتي ناكاميو پر وړاندې تسليمېدل دي. هرڅوك وخت نا وخت ددغې تېروتنې ښكار كېږي.
د آر. يو. ډاربي هغه مهال، چې په امريكا كې د سرو زرو د زېرمو د را ايستلو هڅې په درز كې روانې وې، د سرو زرو د زېرمې راوستو ته لېواله شو او د شمالي سيمو په لور وخوځېد څو هلته كيندنې وكړي او په پايله كې يې شتمن شي. هغه پدې نه پوهېده، چې د سړي په مفكورو كې دومره سره زر پټ دي، چې ښايي د ځمكې پر مخ په هېڅ يوه كان كې نه وي موندل شوي. هغه له ځان سره يو بيل او كلنګ يووړل او دغه كار ته يې ملا وتړله.
له څو اوونيو زيار او خولو تویولو وروسته هغه د اوسپنې د يوه كان په موندلو بريالى شو. ددغه كان د را ايستلو لپاره ماشينونو ته اړتيا وه. هغه په پټه خوله كان بېرته تر خاورو لاندې، په نښه يې كړ، او بېرته د ماريلنډ ايالت د ويلمزبرګ سيمې ته چې دى پكې اوسېده، ولاړ او خپل خپلوانو او ځينو ګاونډيانو ته يې د دغو كشفياتو خبر وركړ. هغوى هم ددغه كان د استخراج لپاره پيسې راغونډې كړې او ماشينونه يې پرې واخيستل. ډاربي او د هغه تره بېرته كان ته ولاړل او كيندنې يې پيل كړې.
له كان څخه را ايستل شوې لومړۍ جوپه يې ذوب كړه. د كيندنو په پايله كې ثابته شوه، چې دوى د كولراډو يو ترټولو غني كان راسپړلى دى. دوی داسې انګېرله، چې له دغه كان څخه څو نور موټره را ايستل شوې اوسپنه به د دوى پورونه پرې کړي او له هغه وروسته به بيا نو له پيسو سره لوبې كوي.
په هماغه اندازه، چې کان سپړل کېده او ژورېده، دغسې د ډاربي او د هغه د تره هيلې هم ورسره لوړېدې. پدې ترڅ کې د کیندنو پر کار څه ټکه راولوېده. دوى چې هرڅومره كيندنې وكړې او ستوماني یې وګاله، خو په كان كې يې بيا څه ونه موندل.
بالاخره دوى د نهیلۍ ښکار شول او پريكړه یې وكړه، چې خپلو كيندنو ته د پاى ټكى كېدي. خپل ماشينونه یې يوازې د څو سوو ډالرو په مقابل كې پر يوه كباړي وپلورل او په يوه ريل ګاډي كې د كور پر لور وخوځېدل. ځينې كباړيان (د زړو اوسپنو او نورو بېكاره فلزي توكو كاروباريان) ډېر ساده وي، خو دغه كباړي د نورو هغو غوندې نه و. هغه د كان را ايستلو له يوه انجنیر څخه مرسته وغوښته ترڅو كان راوباسي او څرنګوالى يې روښانه كړي. انجنير دغه كباړي ته توصيه وكړه، هغه كسان چې د كان په را ايستلو كې ناكام شوي وو، لامل يې دا و چې پدې كار کې يې بلدتيا نه درلوده. د هغه د معايناتو په پايله كې جوته شوه، چې په هغه كان كې چې ډاربي او د هغه تره پكې خپل کار نيمايي پريښى و، يواځې درې فوټه نور هم بايد کیندل شوی وای، ترڅو يې رېښې يا رګونه پيدا شوي وای. رښتيا هم همداسې وشو.
كباړي ددې لپاره چې پوهېده، مخكې له تسليمېدو بايد په هر كار كې له يوه متخصص سره مشوره وشي، له دغه كان څخه د ميليونونو ډالرو په ارزښت ګټه ترلاسه كړه.
دغه ليکنه په هيمانۍ کې هم خپره شوې ده