ناسور

زما وجود کې که دا مینه ده او شور ده
خو سکروټې او سپرغې هم لري اور ده
اور د ظلم د کنګل وزر اوبه کړي
او دا مینه خوره شوي لور په لور ده
په شغلو مې سوځوم وجود د بدو
په خوبانو مې لبیک ده او سرور ده
زما د شور به څه غوغا وي که څرګند شي؟
چې سکوت کې مې له ورایه دومره زور ده
زمانې سینه د ظلم په ډب ډب کړه
ګویا دا یې لا اول ځلې پیغور ده
زما د ښو ځواب یې ولې کړو په بدو؟
که مې پلار که  مې میړه اوکه مې ورور ده
که کمزورې وای تراوسه به ژوندې وم؟
شهامت غیږه راکړې په هر کور ده
تاوتریخوالی مې نه وژني  او نه دا مري
له ازله مې په ژوند لکه ناسور ده
لیمه نیازۍ شاعره