د خوشال بابا فکري بهیر د ۶۷ مې غونډې رېپوټ

 
غونډه ماسپښین په دوو بجو د اسمانې کلام په مبارکو ایتونو پیل شوه .
په لومړۍ برخه کې ښاغلي حبیب وقار «د زه ملاله یم» د کتاب ژباړونکي، د کتاب په اړه ځینې څرګندونې لرلې، هغه وویل دا کتاب د ملالې له خولې د هغې د ژوند کیسه ده، چې «کرستف لمپ» په انګلیسي ژبه لیکلی او ایډیټ کړی دی. دا کتاب ۳۲۷ صفحې دی او  د نړۍ په دوه ویشتو ژبو ژباړل شوی خو پښتو ته له دوهمې ژبې ژباړل شوی.
د کتاب پنځه څپرکي لري چې د ملالې شخصي ژوند نه نیولې بیا د هغې تر ټپي کیدو پورې رسیږي.
ملالې په دې کتاب کې یادونه کړې چې طالبان د ای .اس .ای له خوا جوړ شوې او تمویلیږي.
د ملالې پلار وایې د ملالې د پرمختګ دلیل دا وه چې ما د هغې وزرې پرې نه کړې او هغه مې ازاده پریښوده .
C:UsersDotComDesktopIMAG2414.jpg
 
په دې کتاب کې د ملالې شعار دی:  یوقلم ، یو ښوونکی او یو کتاب نړۍ ته بدلون ورکوي.
وقار یادونه وکړه د دې کتاب د ژباړلو یو دلیل دا و، چې یوه پښتنه د نوبل تر جایزې رسیدلې ده.
وقار دا هم وویل چې پښتانه باید ژباړې ته خاصه پاملرنه ولري ځکه پښتو ژبه ورته ډیره اړتیا لري.
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2410.jpg
 
وروسته بیا ښاغلي نظیم سمون د اونې د مهمو پیښو یادونه وکړه .
سمون  د اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک ویش ته نا خوښ و.
او وې ویل اشرف غني باید په پټو سترګو امنیتي تړون لاسلیک کړی نه وای.
امریکا نه غواړي دا حکومت ړنګ شي خو باید په همدې ډول بې ثباته روان وي.
هغه زیاته کړه تر دې دمه ۱۰۴ میلیارده ډالر بهرنې مرستې افغانستان ته راغلي، خو افغانستان د نړۍ د فقیرو هیوادونو په کتار کې دی.
دا ځکه افغانان لا نه دي خود کفا شوي، زموږ کرنیز سیستم پرمختګ نه دی کړی او له کانونو مو ګټه نه ده اخیستې .
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2417.jpg
 
په درېیمه برخه کې ډاکټر خوشال روهي پکتیا ته د «ملي ویښتیا د کاروان» سفر یادونه وکړه.
د نوموړي په وينا د دې سفر موخه  دا وه، چې ویښ شوی ولس سره متشکل شي.
همدارنګه په الکترونیکو تذکرو کې د افغاني هویت د لیرې کیدو په خاطر یې وویل چې موږ بې هویته تذکرې نه غواړو او له دا خبرې بایکاټ کوو.
هغه زیاته کړه د نړۍ په هیڅ ملک کې بې هویته تذکره وجود نه لري، او افغاني تذکره هم باید بې هویته نه وي.
ډاکټر روهي وویل دا ځل به د خدایې خدمت ګار لقب  عطاالله ویسا او مطیع الله ویسا ته ورکول شې.
ځکه دوې د هیواد د بندو مکتبونو په خلاصون کې ډیرې هلې ځلې کړي.
 
C:UsersDotComDesktopIMAG2407.jpg
 
غونډه د مازیګرپه څلورو بجو پای ته ورسیده.