
لیکوال :دیل کارنګي
ژباړونکې: لیمه نیازۍ
له ۱۹۱۲ کال نه چې د وینا کولو د زدکړې صنفونه مې پرانیستي له ۷۰۰ نه ډیرو ښځو او نارينوو په دې صنفونو کې ګډون کړی. د لومړۍ جلسې له شروع نه مخکې، معمولا له دې خلکو نه پوښتل کیدل چې د کومې موخې لپاره مو دې صنفونو کې نوم ثبت کړی او امید لرې کومې زدکړې وکړﺉ .زياترو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: کله چې له مانه غوښتل کیږي په یوه غونډه کې خبرې وکړم، دومره اضطراب کې ډوبیږم او تر اغيز لاندې راځم چې نه شم کولای سم فکر وکړم او خپل فکر مې راټول کړم او له یاده مې وځي چې غوښتل مې څه ووایم.
په دې صنف کې زما د ګډون موخه دا وه چې په خپل ځان اعتماد او باور مې ډیر شي او د وینا کولو په وخت کې وکولای شم تمرکز ولرم.غواړم روانې او واضح خبرې وکړم او اوریدونکي مې تر تاثیر لاندې راشي.
اوس په دې باره کې یو مثال ته توجه وکړﺉ: کلونه وړاندې یوه سړي د کنت په نامه زما په صنف کې ګډون وکړ او یو څو جلسو نه وروسته یې زه سبا ناري لپاره یوې فابریکي ته دعوت کړم.سړي متوسطه سن درلود، ډیر فعاله وه او د دې فابریکې ريیس و او په مذهبي او ټولنیزو غونډو کې یې هم ګډون کاوه.هغه ورځ د سباناري د خوړلو پر مهال یې راته وویل: په کراتو کراتو ما نه غوښتل شوي چې په مختلفو ټولنو کې خبرې وکړم، خو کله هم په دې کار نه یم بریالی شوی، ځکه د خبرو کولو پر مهال پریشاني او اضطراب راته پیدا کیږي او ټول شیان مې له یاده وځي او فکر مې کار نه کوي. نو د دې لپاره مې تل دا وړاندیز رد کړی دی.خو اوس د یو پوهنتون د مدیره هیت ریاست ته ټاکل شوی یم او مجبور یم ډیرو جلسو کې خبرې وکړم ...تاسو فکر کوﺉ په دې عمر کې به د وینا کولو فنون زده کړم؟ ځواب مې ورکړ: ښاغلی کنت، دا موضوع زما نظر پورې تړاو نه لري. زه ډاډه یم چې ددې کار له عهدې به وځې. خو په دې شرط چې زما لارښوونې او دستورات ښه عملي او تمرین کړې.هیله یې دا وه چې زما خبرو باندې باور وکړي.خو ګمان یې کاوه چې زه ډیر خوشبینه یم.نو په ځواب کې راته وویل : فکر کوم تاسو د مینې له مخې ماته هیله او امید راکوې او ما تشویقوې. ورځې تیرې شوې او هغه صنف پای ته ورساوه او ما بیا هغه ونه لیده .خو اتفاقا یوه ورځ، هغه مې بیا په فابریکه کې ولید ه او د هماغه میز پر سر کیناستو سباناری مو کاوه. له هغه مې وپوښتل آیا په لومړۍ لیدنه کې مو چې کومې خبرې کړې وې هغه خوشبینانه وې؟ هغه له خپله جیبه یوه سور رنګې کتابچه رابهر کړه او د ویناګانو یو لړ لیک یې د هغو له نیټو سره راوښود او وویل: دا چې د وینا کولو له عهدې نه وځم او ټولنې ته ډیر خدمت کوم په ژوند کې مې یو خوندور کار دی. ده په ادامه کې وویل: څو میاشتې وړاندې په واشنګتن کې یو کنفرانس جوړ شو .کله چې معلوم شو د انګلیس لومړی وزیر په دې کنفرانس کې ګډون کوي د فلادلفیا مسوولینو له ماسره اړیکي ونیولې او له ما یې وغوښتل په دې کنفرانس کې ګډون وکړم. دا هماغه کس و، چې څه کم درې کاله مخکې يې د همدې میز تر شا رانه سوال کړی و: ایا زه کولای شم د خلکو مخ کې وینا وکړم او اوس هغه د هیواد یو نومیالی ویناوال او انانسر دی.خو آیا دا پرمختګ د کنت په وجود کې د هغه د پټ استعداد له امله وه ؟؟؟ نه ځکه د هغه په رقم سلګونه نمونې وجود لري.د مثال په ډول کلونه وړاندې د کورتیس په نامه یو ډاکټر چې د بروکلین اوسیدونکی وه،ژمی یې په فلوریدا کې د بیسبال د جاینتزپه نامه د یوه ټیم په لوبغالي کې تیراوه او د بیسبال لوبې سخت مینه وال وه او تل به یې د لوبو په مسابقو کې ګډون کاوه.
له یوې مودې نه وروسته د بیسبال د ټیم له غړو سره اشنا شو او یوه ورځ یوې میلمستیا ته چې د ددې ټیم د د غړو په ویاړ جوړه شوې وه وبلل شو .
وروسته له ډوډې نه میلمنو له ډاکټر کورتیس نه وغوښتل چې د ورزشکارانو د روغتیا او سلامتې په باره کې وغږېږيخو آیا ډاکټر کورتیس دداسې یوې خبرې اماده ګي لرله ؟ټول پوهیدل چې توانیږي دداسې یو کار له عهدې نه ووځي ځکه هغه په دې باره کې لوړې زدکړې لرلې او ډېر وخت یې د ناروغانو په درملنه کې تېر کړی وه او په اسانې یې کولی شول خپلو نار وغانوته د هغو د درملنې په اړه خبرې وکړي.خو دا چې وکولای شي په یوې پراخې غونډه کې وینا وکړي ،دا نو بله خبر وه.کله چې میلمنو په هغه میلمستیا کې له هغه نه د وینا هیله وکړه ،نو د زړه ضربان یې یو په دوه شول ټول فکر یې په پریشانې او اضطراب کې ډوب شوی وه.څه یې باید کړي وای؟ګډونوالو ورته چکچکې وکړې او ټولو ده ته کتلې .ډاکټر کورتیس د سر په خورولو له هغوې نه مننه وکړه.دې کار سره دهغوې تشویق لا ډیر شو او په ټینګار سره چیغې وهلې :ډاکتر کورتیس وینا وینا.هغه په لوې جنجال اوښتی وه.پوهیده چې نه شي کولا یوه جمله هم په ژبه راوړي او د ټولو مخ کې به وشرمیږي.نو له ځایه پورته شو او په ټیټ سر له سالون نه ووته .ګمان کوې لومړنی اقدام یې چې د هغې ورځې په سبا وکړ څه وه؟هو،هغه زما د وینا کولو د زدکړې په صنف کې نوم لیکنه وکړه .هغه هیڅکله نه غوښتل په داسې یوه حالت کې راګیر شي ا و د ټولو په مخ کې وه شرمیږي.ډاکټر کورتیس د هغو زدکونکو له ډلې نه وه چې په صنف کې ډیر فعال او هڅاند وه . او جدې یې غوښتل چې د وینا کولو فن زده کړي او تصمیم یې جدې وه .د ویناوو متن یې ډیر دقیق تیار کړ او په قوي اراده یې تمرین کاوه او کله هم ناسوب نه وه.د هڅې او کوښښ له امله یې ډیر ژر پرمختګ وکړ او دا پر مختګ ده ته هم حیرانونکی وه.له څو جلسو نه وروسته یې د خبرو پر مهال پریشاني او اضطراب له منځه لاړ او په ځان باور یې ډیر شو.خلاصه د خبرې دا چې د دوه میاشتو په اوږدو کې د صنف د لایقه ویناوالو په کتار کې شامل شو.کله چې به په ډیرو غونډو کې له ده نه د خبرو تقاضا کیدله نو په خوښې به یې مثبت ځواب ورکاوه او په زړورتیا سره به یې وینا کوله. په نیویارک کې د جمهوري غوښتونکيګوند د ټاکنیزو مبارزو په کمیټه کې یوه غړي چې دهغه دوینا طرز یې اوریدلی وه ،له هغه نه یې په خپله غونډه کې د د وینا کولو هیله وکړه .فکر وکړې که دا سیاستوال پوهیده چې ډاکټر کورتیس همدا یوکال مخکې په یوه میلمستا کې کله چې ده نه د وینا کولو غوښتنه وشوه سالون یې په شرم پریښود او له میلمستا ووتنو څومره تعجب به وکړي.په ځان باندې باور او زړورتیا نه ګټه اخیستل او دا چې د اضطراب او پریښانې نه پرته مو ذهن ته قوت ورکړې دومره اسانه کار نه دی.ټول خلک دا استعداد په ځان کې لري ،خو یوازې کلکې ارادې او لږ تمرین سره دې کار ته بریالي کیدلی شي...د تمرین او کوښښ له امله به دې کار ته بریالي شې.کله هم دا ګمان مه کوﺉ په داسې حالت کې پریښاني او ویره یوازې د تاسو ده.د لوړ استعداد ویناوالو دا اعتراف کړی چې د کار په لومړیو کې د ډار او پریښانې سره مخ شوي او د خبرو په وخت کې یې لاس او پخې ورکې کړي.ویلیام جینګز برایان ،د جګړې یو وتلی سرتیری په یوه ځای کې اعتراف کوي چي په لومړنۍ وینا کې ېې زنګنونه په لرزه راغلي.مارک کله چې د لومړنې وینا لپاره له خپل ځایه پورته شو احساس یې کاوه خوله یې له مالوچ نه ډکه ده او زړه یې دومره په درزا راغلی چې همدا اوس یې له سینې نه لویږي.ژانرال ګرانت چې ویکسبورګ فتح کړ او د هغه وخت یوه مهمه جګړه یې په خپله ګټه پای ته رسولې وه په یو ځای کې اعتراف کوي چې هر کله مې غوښتل په یوه غونډه کې وینا وکړم نو لاسونه او پخې به مې په شدت سره ریږدیدلې .جین ژوره ،د فرانسې یو سیاسي ویناوال وه .هغه مخکې له دې نه چې په غونډو کې د وینا کولو لپاره پوره زړورتیا پیدا کړي یو کال د پارلمان په غونډو کې غلی ناست وه.للوید جورج په یوه ځای کې ویلي :لومړی مې چې غوښتل په یوه غونډه کې وینا وکړم نو ژبه مې په تالو کې ونښته او یوه کلمه مې هم نه شوه ویلی.د جان برایت په نامه یو مشهوره انګلیسي چې د امریکا په کورنۍ جګړه کې د غلامانو د ازادۍ مدافغ وکیل وه ،خپله لومړنۍ وینا یې خلکو ته په یوه مدرسه کې وکړه . کله چې هغه د وینا لپاره له خپل ځایه پورته کیده نو دومره تر اغیزې لاندې راغلی وه چې شونډو لاندې یې خپلو دوستانو ته ویل هرکله چې ډیر تر اغیز لاندې راغی نو ژر ژر چکچکې ووهې تر څو په خپلې پریښانې او ډار باندې غالب شي.چارلز استوارت پارنل ،د ایرلنډ ستر مشروه دهغه ورور وایي چې چارلز په خپله لومړنې وینا کې دومره عصبي شوی وه او لاس او پخې یې له لاسه ورکړې وې چې لاسونه به یې موټی کول او دومره فشار به یې ورکاوه چې نوکان به یې په لاسونو کې ننوتل او لاسونه به یې وینې کیدل....ما په مختلفو مشاغلو کې ډیر خلک ولیدل چې ټول په خپلو لومړنیو ویناو کې تر اغیز او اضطراب لاندې راغلي او له ستونزو سره مخ شوي. نو دې نتیجې ته ورسیدم چې کله هم تازه کارو ویناوالو سره مخ کیږو نو باید له حوصلې او صبر نه هغو سره پر مخ لاړ شو او هغو ته دا وخت ورکړو چې په خپل ډار او پریښانې بریالي شي.وینا کول که د لږو خلکو په مخ کې هم وي خوبیا هم اضطراب او پریښاني لري.نو ویناوال ته پکار ده چې صبر ولري او په تدریجې ډول سره یې فشار او اضطراب لږ شي او له منځه لاړ شي او خپل ځای زړورتیا او په ځان اعتماد ته پریږدي.سیسرول دوه زره کاله مخکې ویلي دي:د بریالۍ ویناوو یوه ځانګړنه داده چې وینا وال ته لږ پریښاني او اضطراب پیدا شي.ډیری خلکو که هر څومره ډیره وینا هم کړي وي بیا هم د وینا له شروع کیدو نه مخکې د پریښانې او اضطراب سره مخ کیږي.خو بیا وروسته وروسته یې ډار له ځانه ځي.ابراهام لنیکلن هم د ویناکولو په لومړنې شیبو کې د خجالت احساس کاوه .د هغه میرمن هرندون وایې:د هرې وینا په لومړیو کې به ډیر پریښانه وه او له چاپیریال سره به یې سازش نه لره .کله چې به یې خبرې پیل کړې نو رنګ به یې والوته او څیره به یې ژیړه شوه همدا رنګه غږ یې ډیر خراب او زړه بوږنونکی وه په خپل ځان به یې باور له لاسه ورکاوه .خو دا ټول د یوې لنډې مودې لپاره وه .او یو څو دقیقې وروسته به یې ارامتیا تر لاسه کړه او غوره وینا به یې له هغې شیبې نه پیل شوه.تاسو به هم داسې یو حالت تجربه کړی وي.خو که غواړې یولایقه او ماهره ویناوال وه اوسې او د اضطراب او پریښانې شیبې شاته پریږدې نو لاندې څلور دستور عملونه و څارې.
څلور مهم دستور عملونه په راتلونکې ژباړه کې.
ادامه لري