
تــــــــــــــــور لــــــــرې پــــــه زنـــــــه بانــــدې خال جینۍ
وي بـــــــــــــــه د لغــــــــــــمان کـــــــــه د بغــــــلان جینۍ
هېــــــــــــــــڅ مــــــــې ورکتلــــې ورتـــــــــــه هـــــــم نه وو
ځـــــــان یــې کـــــړو پــــه مــــا بـــانــــدې تــاوان جینۍ
ولــــــــې دې بـــــــاور رابــــانــــــــدې نــــــــــــه کــــــــېږي
زه درپــــــــــــسې مــــرمـــــــه پــــــــــــه قــــــــــــران جینۍ
نـــــــــــن دې جــــــــوړ دیـــــــدن راځینې پــــــاتــې شــــو
بـــــــیا پــــــه مازیــــــــګر کـــــې شــــــــــــــو باران جینۍ
ډېـــــــــــرې نـــــــاز نخـــــرې رابــــــانـدې مـــــه کـــــــــوه
پېــــــــژنــــــــــــــــم دې لـــــــور یــــــــې د دهـــــقان جینۍ
ســــــــــــتا نــــــازونــــــــو داســــې لیـــــونی کړمــــــــــــه
نــــــــه پېــــــــــژنـــــــــم ځــــــــان نـــــــه دا جــــــهان جینۍ
اوس کـــــــــــه ســـــــــتا پــــــروا رابانــدې نــه راځـــــــي
رابـــــــه شـــــي وخت و بـــــــــه کــــــــړې ارمـــان جینۍ
اوس ورســــــــــره یــــــــــوکــــــوډۍکــې ژونـــدکــــوې
چــــــا نـــــــه چـــــــې غــــوښـــــتلو دی پـــــیزوان جینۍ
چـــــالــــه چــــــې ورکـــــړې مـــــــور او پـــــلار یې تــــه
خــــلک دي مـــالــــداره خـــــــــو هــــــــــــــندوان جینۍ
ګــــــــــــــوره د ولـــــي ازار دې واخـــېســـــــــــــــــــــــتو
ګـــــــــرځــــې لـــــــیونــــې څـــــــیرې ګـــریــــــوان جینۍ
فضل ولي ولي
ننګرهار بټی کوټ