
راتلونکې ورځ د اكټوبر نهه ويشتمه زما لپاره د سهار په څلور بجو د طبیعت لخوا د ناببرې کړیکې سره پیل شوه. زه دې ته چې سیسټم مې دومره وخت حوصله کړې وه، حیران وم. د ټگامټ(یو ډول مشروبات. ژ) له یوه غوړپ سره مې د سیپرو یوه ټابلېټ تېره کړله او بیا د ځان پرېمنځلو لپاره د اوبو د تودولو لپاره وخوځېدلم. هوا حالاتو هم زما حالاتو ته ورتوالی درلود، ټیټې خړې وریځې وې او د باران گواښ یې کاوه.
لږ وروسته د دوشنبې څخه تلگراف راغی او زموږ د چورلکې موقف یې تصدیق کړی و. دوی پلان درلود چې د تیلو ټانکۍ په همغه سهار پرېمينځي او که هر څه سم وي نو د الوتکې ټول کارکوونکي به د سفر لپاره د راتلونكي ماسپښین په دووه بجو الوتلو ته چمتو وي.
تلگراف د تاشکند څخه دوشنبې ته زما د ځایناستي دوهم گیري سفر هم تصدیق کاوه. مهالوېش سره سم به د گروپ نور درې غړی نن ماسپښین په الوتکه کې راشي خو دوهم گیري به د جنرال فرانک سره په غونډه کې د گډون لپاره په دوشنبه کې پاتې شي.
زه ددې دپاره چې دوهم گیري زما د ځایناستي په توگه انتخاب شوی و، خوښ وم. کله چې زه په فارم کې(ښايي فارم یې د مسلک اړوند کومې برخې څخه مراد وي. ژ) ښوونكې وم، هغه زما شاگرد و، هغه څو کاله ایراني عملیات اداره کړي وو، سره له دې چې هغه په افغان عملیاتو کې مستقیمه تجربه نه درلوده، د هغه پاړسي ژبه زده وه او دلته په دره کې پکارېدله.
ما او ریک د ډلټا گروپ د دریو سرتېرو سره چې د ډگروال اېچ او د ځانگړو عملیاتو د قومانې او د كنټرول عناصرو گروپ سره یو ځای راغلی وو، ملاقات وکړ.
دوی د ځانگړو ځواکونو د گروپ له ټولو سرتېرو سره چې موږ ورسره تراوسه پېژندلي وو، د عمر په لحاظ ځوانان وو او د دوی له ډلې څخه یې یو هم دلته په افغانستان کې له حالاتو څخه په پوره ډول خبر نه وو.
دهغو ماموریت د شلټر نو موسسې د زندانیانو د ممکنه خلاصون او ژغورنې لپاره د لومړني پلان جوړول و نو په دې اساس تراوسه چې موږ هر څه په دې اړوند ترلاس کړی وو، هغوی ته تشریح کړل. کریس په تعقیب سره په خپله تشریح کې د یوه سره تر بله ټکي په ټکي مالومات ورکړل. هغه ورته د طالبانو خوی او خواص، د هغوی جوړښت او د قومي او کورنيو اړیکو د جوړښت په اړه ددې لپاره چې د عارف افسر، د طالبانو د استخباراتو افسر او د زندان د چارواکو ترمنځ د زندانیانو د خلاصون لپاره په ترسره كېدونکو خبرو اترو باندې پوه وي، مالومات ورکړل. موږ دوی ته د لومړیو کرښو څخه د نږدې لیدنې لپاره سپارښتنه وکړله څو د نوموړو دفاعي موقیعتونو باندې د زندانیانو د تېرولو پرمهال په شته ربړونو باندې پوه شي.
د لومړيو کرښو د لیدنې او د څو نورو ورځو د خبرو اترو ورسته هغوی موږ ته د جوړشوي پلان سره راغلل. دا یو بل پخوانیو پلانون ته ورته ساده پلان و! ډلټا ځواک یو غړی به د سیمه ایزو موټرو په یوه کوچني کاروان کې د شمالي ټلوالې له کرښې تر شا کابل ته د نوي سړک مخامخ کومې سیمې ته ولاړ شي، کاروان به بیا د طالبانو ددومره زیاتو دفاعيموقیعتونو څخه تېریږي او پاټکونو څخه به د کابل پر نوي سړک تر زندان پورې د تېرېدلو هڅه کوي. دوی به بیا زندان لاره پیدا، زندانیان به له ځان سره را اخلي او بیا به د کابل څخه بهر یوې ټاکل شويځاى ته لېږدوي او په پای کې به د امريكې پوځې چورلکې زندانیان له سیمې راوباسي.
لازمه نه ده چې ووایم خو موږ قرارگا ته د هغوی د پاملرنې لپاره ددغه پلان په اړه هیڅ هم ونه لیکل.
زما په باور حتی سرتېري هم په دې پوهېدل چې پلان هم شونی نه دی او هم د منلو وړ نه دی! د نوموړو سرتېرو څخه مو د ژغورنې د پلان په اړه بیا هیڅ هم وا نه اورېدل!!
د همغه ماسپښین په څلوره بجو زموږ چورلکه په استنه کې د گروپ د دریو ځایناستو سره ښکته شوله. د ریک ځایناستی جورج یو کلک او ډېر ښه شهرت درلودونکې افسر و او د دوهم گیري او جورج په درلودلو سره به ډله د ښه لاسونو په واک کې وي.
موږ دوی ته هرکلی ووایه. دا چې سټان ښکته په بگرام کې و، او براد په تخار کې و، د خوب لپاره اضافه ځای هم ډېر و. د ماښام ډوډی څخه وروسته مو د تشریحاتو مرحله پیل کړله چې نوموړي نوي کسان په دره کې د حالاتو خبر کړو. موږ هغوی ممتاز او جان محمد ته وروپېژندل، بیا مو د ډگروال اېچ او د هغه گروپ ته د ورپېژندلو لپاره بدرگه کړل. ماجورج ته وویل چې راتلونكې سهار به د پیسو مسولیت ورته وسپارم دا په دې مانا چې پیسې به په رسمي ډول گڼل كېږی او بیا به جورج زما د خوندیتوب لپاره د پیسو رسید پاڼه امضا کوي.
موږ قرارگا ته یو تلگرافو ولیږه څو هغوی درې ته د گروپ ځایناستو د رارسېدلو له امله خبر کړو. زه بیا هم خوب ته نسبتا وختی لاړم ځکه اوس هم په نس کې گډوډ وم!