د افغانستان خلاصون لار/ دویمه برخه

 
د حکومت او ولس ترمینځ واټن : په ولسي حکومتونو کې د حکومت او ولس ترمینځ نږدې اړیکې د حکومتونو د پایښت لمړی شرط دی ، کچیرې د حکومت او ولس ترمینځ واټن پیدا شي او ورځ تر بلې په زیاتیدو وي د متباعدو ( له یو بل څخه لرې کیدونکې)  کرښو په څیر به مشترک ر‌آس ونلري او خپل ټاکلی هدف ته به ونه رسیږي.
څرنګه چې د ولسي حکومتونو په تعریف کې راغلې چې د خلکو حکومت ، د خلکو لخوا اود خلکو لپاره، نو پداسې حال کې کچیرې حکومت د خلکو په خدمت کې ونه اوسي او عام ولس لمړنیو اړتیاوو په پام کې نیولو سره پرمخ لاړ نشي ، د عام ولس ژوند لمړنی اړتیاووې درک نکړي او د ژوند لمړنیو اړتیا دپاره کوټلي ګامونه پورته نکړي دا واټن ورځ تر بلې زیاتیږي او ولس خپل حکومت پر ځای د تکیه کولو دپاره نورې لارې لټوي چې ښه بیلګه یې په اوسنیو حالاتو کې طالبانو محاکمو ته د عام ولس مراجعه کیدای شي .
دلته پوښتنه راپورته کیږي چې څنګه د حکومت او ولس ترمینځ واټن مخه نیولای شي؟
·         په لمړي سر کې حکومت ته ښآیي چې ولس کې لټون وکړي او د ولس ترمینځ د ولسونو ریښتیني استازي پیدا او حکومت سره د ولسونو ستونزو موندولو او حل لارو پیدواکولو کې ترې مرسته وغواړي او خپل پرمختیایي پروګرامونه د ولسونو په غوښتنو ولاړ پرمخ ویسي چې دې کار سره د عام ولس د خوښې سبب هم ګرځي او د حکومت پرمختیایي پروګرامونه به هم په اغیزمن ډول پرمخ لاړ شي .
·         په حکومتي چارو کې وړ او ملي چارواکي په دنده وګماري چې د هرې سیمې وګړو سره مسلکي پرمخ لاړ شي او د تیر حکومت کړنې تکرار نکړي چې د ځینو سیمو وګړو سره به د مور او میرې چلند کیدلو چې له همدې وجهې زیاترو لرې پراتو او وروسته پاتې سیمو وګړي کابلیان او دولتي چارواکي غربیان ګڼي او هغه څوک چې حکومت کې دنده کوي ددوی په عقیده له دینه وتي اشخاص دي ځکه چې ددوی پر کلتور او ژبې باندې په اداراتو کې ملنډې وهل کیدې/ کیږې.
·         پر حکومتي چارواکو د تل نظر وساتل شي او ددوی کړنې باید وڅارل شي په ځانګړي ډول عدلي او قضایي ادارتو کړنې چې په ولس مستقیمې اغیزې لري .
·         سیمو پرمختګ باید په انډولیز ډول پرمخ لاړ شي او وروسته پاتې سیمو ته ځانکړی امتیاز ورکړل شي ، په نوموړو سیمو کې هغه پروژو ته لمړیتوب ورکول چې ولس ورته زیاته اړتیا لري او کم وخت کې د ولس په ژوند کې د زیات بدلون لامل وګرځي .
·         حکومتي پوستونو کې عدالت او وړتیا په پام کې ونیول شي ، وروسته پاتې سیمو وګړو ظرفیت جوړونې او ظرفیت لوړنې ته ځانګړی پام وشي .
·         طبیعي زیرمې د زورواکو او مفسدینو له منګولو څخه خلاصې او د ټول ولس په ګټه کار واخیستل شي .
·         قانون ته پخپله احترام او په عام ولس یو شان پلي شي .
عام ولس پر حکوت بې باوري : ·         ولس بې باورې په ناکامو حکومتونو او په جنګ کې ښکیلو هیوادونو ولسونو کې یو مشترک خصوصیت ګڼل کیږي ځکه هغه هیوادونو کې چې جنګ وي مقابل لورې یو پر بل تورونه پورې کوي او د یو بل بدنامولو دپاره ډیرې مالي او فزیکي سرچینې په کار اچوي.
·         ناکام حکومتونه چې  له جکړې وروسته په هیوادنو کې مینځته راځي د کافي مالي او فزیکي قوې نشتون له امله خلکو سره کړې ژمنې نشي پوره کولای چې پایله کې ولس پر حکومت بې باوره کیږي او واټن اخلي.
·         همداسې په افغانستان کې هم د روس یرغل په وخت کې د غربیانو او ګاونډیانو پروپیګنډو هم د افغانستان وخت حکومت بې باوره کړو او ځینې پاک شخصیتونه هم د دوی شخصي اوسیاسي اهدافو دپاره تورن شول او خلکو مینځ کې یې خپل ځای او باور دلاسه ورکړ.
·         د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دیارلس کلنې دورې پیل کې هم ورته ستونزه مینځته راغله که څه هم مالي سرچینې ډیرې ،خو واک یې د بل په لاس وو خو غیر ملسکي بشرې قوې ګمارنې ستونزې راولاړې کړې.
·         کار د اهل پرځای نا اهل ته وسپارل شو چې عمل میدان کې پکار نه پوهیدل او خلکو سره یې دروغیني وعدې کولې چې وخت په تیریدو سره خلکو ته معلومه شوه چې دوی خپلو وعدو ته ژمن نه دي چې دې سره ولس پر دولت بې باوره شو.
·         ولس په بې باوری کې نظامي او ملکي بهرنیان هم شاته پاته نشول او خپل سر کړنو سره یې تر ډیره د ملت او حکومت ترمینځ بې باوري او واټن ایجاد کړو.
ترڅو چې د حکومت او ولس ترمینځ د باور فضا‌ء رامینځته نشي ، ولس خپل دولت خپل ونه ګڼي او خپل دولت سره همکاري ونکړي پداسې حال کې حکومت هیڅکله په یوازې ځان دښمن سره مقابله نشي کولای.
ددې دپاره چې حکومت د ولسونو زړونه بیا لاسته راوړي ،حکومت ته ښایې ولس خپل کړي او ولس سره نږدې راشه درشه ولري ، ولس هر درد خپل درد وګڼي او تر حده ورسره مرستې وکړي.
ولس ته میاشتینی یا کلنی حساب ورکړي ، ملت د حکومت پالیسی جوړولو کې راګډ کړي ، حکومت او ولس واټن کمولو لپاره لازم پروګرامونه په کار واچول شي ، خپل لاس کې شته امکانات ملت سره شریک او ملت ته ریښتیا وویل شي چې دې کار سره به ورو ورو د ملت او حکومت ترمینځ بې باوری کچه کمه شي چې دا کار وخت او منظم پلان ته اړتیا لري د ودانیزو پروژو په شکل په بیړه لاسته نشي راتلای.
نور بیا............