
لومړى څپركى
پېژندنه
رښتيا هم چې افكار مهم دي، پياوړتيا خو يې بيا په دې كې ده، چې له يوه روښانه هدف او پياوړي دريځ سره مل شي او د شتمنۍ او نورو مادي شيانو لپاره هيلې راوټوكوي.
څو کاله مخکې، ايډوين سي. بارنس پدې حقيقت پوه شوى و، چې خلك د فكر كولو له لارې شتمن كېږي. هغه ناببره پر دې موضوع نه و پوهېدلى، بلكې ورو ورو يې د یوې اورنۍ لېوالتیا په بڼه دغې هيلې زړه ته لار كړې وه، چې د ستر اډيسن په كاروبار كې شريك شي.
د بارنس د لېوالتیا یوه ځانګړتيا دا وه چې هغه ته د رسېدو هوډ يې نه ماتېدونكى و. هغه غوښتل چې له اډېسن سره شريك كار وكړي، نه د هغه لپاره. په لاندې كرښو كې هغو ټكو ته دقت وكړئ چې له امله يې هغه خپلې هيلې په حقيقت بدلې كړې. پدې ډول کولی شئ هغه اصول وپېژنئ، چې د شتمنۍ پر لور مو لارښوونه کوي.
كله چې دې لېوالتیا يا فكري تحرک د لومړي ځل لپاره د هغه په ذهن كې رېښې وكړې، د هغې له مخې يې د عمل كولو لپاره وضعيت برابر نه و. د هغه پر وړاندې دوه ستونزې پرتې وې. له یوې خوا یې اډېسن نه پېژانده او له بلې خوا یې بیا دومره پيسې هم نه درلودې، چې په يوه مساپر وړونكي ريل ګاډي كې د نيو جرسي ايالت د اورنج سيمې ته چې اډیسن پکې اوسېده، ولاړ شي او له نږدې یې وګوري.
دا كافي سترې ستونزې دي، چې ډېر کسان یې پر وړاندې تسلمیږي او لېوالتیا یې ټکنۍ کېږي، خو د بارنس لېوالتیا یوه عادي لېوالتیا نه وه!
مخترع او يو "كډه پر سر" سړى
بارنس ځان د ښاغلي اډيسن لابراتوار ته ورساوه او اعلان يې وكړ، چې له مخترع سره د شراكت په هوډ راغلى دى. ښاغلي اډېسن له بارنس سره د لومړي ځل ليدنې په اړه وويل: « هغه زما مخې ته ودرېد، د يوه عادي كس په څېر ښكارېده، خو د هغه د څېرې په تاثراتو كې داسې څه ليدل كېدل، ګواكي هغه څه چې دى يې په لټون راوتلى، ترلاسه كوي يې. ما له خلكو سره د كلونو كلونو تجربو په پايله كې دا زده كړي وو، چې كله يو سړى په پوره لېوالتيا د يو څه ارمانجن وي او غواړي چې خپل ټول ژوند د هغه د ترلاسه كولو لپاره تېر كړي، له شك پرته چې هغه بريالى كېږي. ما هغه ته د هماغه څه فرصت وركړ، چې هغه يې غوښتنه وكړه، ځكه زه پوهېدم چې هغه په ځان دا منلې وه، چې ترڅو نه وي بريالى شوى، له خپل دريځه نه پر شا كېږي. ورپسې پېښو دا په ډاګه كړه چې زه نه وم تېروتلى.»
ددې زلمي ظاهري بڼه د اډېسن په دفتر كې د كاري فرصت ترلاسه كولو لامل نه و، ځكه چې اډېسن په ټوليزه توګه ددې خلاف و، چې يو څوك د ظاهر په ليدو له ځان سره په كار وګوماري، بلكې دا د بارنس مفكوره وه چې نتيجه يې وركړه.
بارنس له ښاغلي اډېسن سره پخپله لومړۍ مركه كې له هغه سره شراكت تر لاسه نكړ، بلکې يوازې د يوه ټیټ معاش په مقابل کې یې د اډېسن په يوه دفتر كې د كار كولو فرصت ترلاسه كړ. هلته بارنس داسې كار كاوه چې اډېسن ته دومره مهم نه و، خو ده ته ډېر مهم و، ځكه چې له دې لارې يې خپله وړتيا خپل (شريك) ته ورښودلی شوه.
څو مياشتې تېرې شوې، د بارنس هغه اساسي موخه چې په خپل ذهن كې يې روزلې وه، په ښکاره پيكه ښكارېده او پدې موده كې يې كوم د پام وړ پرمختګ ونكړ. خو د بارنس ذهن له په زړه پورې پديدو سره بوخت و. له اډېسن سره د هغه د شراكت لېوالتیا لا پسې ژوره شوې وه.
ارواپوهانو څه ښه ويلي: « كله چې يو چا ته د يو څه د رسېدو زيرى رسيږي، مخکې له مخکې یې نښې له ورايه ويني.»
بارنس په رواني ډول تيار و، چې له اډېسن سره خپل شراكت پيل كړي. ددې ترڅنګ هغه پرېكنده دريځ درلود، ترڅو هغه څه ترلاسه كړي چې په لټه كې یې و.
هغه له ځان سره دا ونه ويل چې:« په دې اړه له فكر كولو څه نه جوړيږي! بايد خپله مفكوره بدله كړم او د يوه پلورونكي د دندې په لټه كې شم.» بلكې ددې پر ځاى هغه دا پتېيلې وه چې:« زه ددې لپاره دلته راغلى يم، څو له اډېسن سره ګډ كاروبار پيل كړم او ترڅو ژوندى يم، له دغې هڅې مې لاس نه اخلم.» هغه دا ثابته هم كړه! ښه به وي چې ووایو، كه يو څوك يو روښانه هدف ولري، په ژوند کې یې تر بل هر څه مهم و انګیري او هغه ته د رسېدو په لار كې كلك هوډ او استقامت ولري، هېڅوك يې پر وړاندې خنډ نشي ګرځیدلی.
ښايي له پخوا راهيسې ځوان بارنس نه پوهېده، خو د هغه پياوړى دريځ او خپلې يواځینۍ هيلې ته د رسېدو پرله پسې لېوالتیا يې ددې لامل شوه، چې ټول مخالف اړخونه په ګونډو او هغه فرصت ترلاسه كړي، چې دى يې په لټه كې و.
دغه لیکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.