
احمدنګر کلا:
د ١٩٤٢ کال د اګست ٢٩
اين رسم و راه تا زه زحر مان عهد ماست
عنقابه روز گار کســـــــــــــى نامه برنه بود
ګرانه ملګريه!
هماغه د ګهيځ څلور بجې زړه خوښونکې مهال دى د چاى ډکه پياله مې مخکې ايښې ده او زړه مې د ځنډ بهانې لټوي ، پوهيږم چې زما غږونه به تر تاسو پورې درونه رسيږي خو څه وکړم چې زړه له نارو سورو څخه نه شم راستنولاى تاسو يې اورې او که يې نه اورې خو زما له پاره دا بس ده چې زما د خبرې مخ ، ستاسو په لور دي:
اگر نه ديدى تپيدن دل شنيدن بود ناله ما
د شپيلۍ مينځ خالي دى ، خو له نارو سورو څخه ډک دى همدا زما حال دى :
به فسانه هوس طرب ، تهى از خوديم و پراز طلب
چه د مدز صفت صفر نى بجزاينکه ناله فزون کند ([1])
د قيد و بند څومره تجربې چې تر دې مهاله پورې شوي دي دا نوې موجوده تجربه له هغو څخه په څو خبرو يو نوى راز تجربه ده تر اوسه پورې داوه چې د قيد خانې د قواعدو لاندې د دوستانو او خپلوانو دليدلو موقع وه، ليکل، ليک منع نه وو. اخبارات يې راکول او د خپل څورې د راغوښتلو اجازه هم وه او په ځانګړو حالاتو کې به دروازه هم راته پرانيستل کيده. لکه تر کومه ځايه پورې چې په ليک استولو او ملاقاتو نو پورې اړه لري ماته دا ټولې آسانتياوې راپه برخه وې . که په لاسو کې مو کړې پرتې وې او په پښو کې مو زنځيرونه پراته وو خو غوږونه مو بند نه وو او پرسترګو مو پټې نه وې لګول شوې د بند له ټولو کړاوو سره سړي ته داسې معلوميده چې اوس هم په هماغه چهان کې اوسي چې له بند نه دمخه په کې اوسيده، د خوراک ، څښاک او نور سازو سامان اړتيا هغه بنديان نه ځوزرول چې د جسم په ځاى ددماغ له ژوندانه سره روږدى وو. که څوک د احساساتو له عامې ساطحې يو څه اوچت شي نو بيا يې د جسم د هوساينې نشتوالى نه شي ځورولى چې له هر ډول جسمي راحتونو څخه يې بې برخې هم کړاى شي بيا هم يو د ډاډ وړ ژوند کولاى شي او ژوند کوي:
رغبت جاه چه ونفرت اســـــباب کدام
زين هوسها بگذر يا نگذر مى گذرد!
دى حال د انقطاع او تجرد يوه نقشه جوړوله خو دانقشه به نيمګړۍ وه ځکه که به له بهر سره ټولې اړيکې پرې وې خو زندان له بهر څخه د اوازونو مخه د زندان ديوالونو نيولې نه شوه:
قيد مې بهى ترى وحشى کورهى زلف کى ياد
هان کچهـ اک رنج گر انبارى زنجير بهى تها ([2])
خو دا ځل چې کوم حالت سره مخامخ يم دا يوه بل ډول نقشه ايستل شوې ده ، د زندان نه د بهر صورتونه خو ټول زما له سترګو پناه دي خو آوازونه هم ټول بند دي د کهف د اسحابو په هکله ويل شوي دي چې : فضر بنا على اذانهم الکهف سنين عددا، ددغه ډول ضرب الاذان حالت پر مونږ باندې راغلى دى يعنې په هغه نړۍ کې مو چې استوګنه کوله هغه نړۍ را پاتې نه ده:
کان لم يکن بين الحجون الى الصفا
انيـــــــــــــــــــس ولم يسمر بمکه سامر
ناڅاپه يې نوې دنيا ته راوستلم او په کې يې بند کړم چې ددغې دنيا جغرافيه له سلو ګزو څخه زيات ساره نه لري او پنځلس ژوندي ساکښ په کې ژوند کوي په دغه دنيا کې هر سحر لمر راخيږي او هر ماښام تياره په کې تور پړونى پر مونږ غوړوي اوس نه هغه ځمکه شته او نه هغه آسمان . که ووايم چې په دغه ناڅاپي پيښه نه يم خواشينى شوى دا به څرګنده ساختکاري وي، واقعه داده چې خواشينۍ شوى خو يم او ښه کلک خواشينى شوى يم خو دا هم يوه واقعه ده چې بله ورځ مې سهار بيا جام او مينا په مخکې کيښودل نو داسې راته جوته شوه لکه چې ټول کړاو مې يو ناڅاپه ورک شوى او د خواشينې په ځاى خوښيوته د زړه دروازې پرانيزم او يادا چې مخلص خان عالمګيري څه ښه لف و نشر مرتب کړى دى او د خبرې په دې ذوق کې له ماسره ملګرى شوى دى:
خمار ماودر توبه ودل ســـــــــــــــــــــــــــــاقى!
بيک تبسم مينا شکست و بست و کشاد
اوس معلومه شوه اګر که د غوږو او سترګو محدوده نړۍ ورکه شوې ده خو د فکر او تصور له ډېرې پراخې دنيا سره چې غاړه يې نه ښکاري مخامخ يم که په يوه دروازه بنديدلو دومره دروازې ورته خلاصيدلى شي داسې بې عقله به څوک وي چې په دغه سودا ګيلمن شي:
نقصان نهين جنون مين بلاسى هوگهر خراب
دوگز زمين کى بدلى بــــــــــــــــيابان گران نهين ([3])
پاتې شو د قيد او پند يوازې والى او د اړيکو پريکړون نو حقيقت دادى چې دا حال هيڅ کله زما له پاره د شکايت وړ نه دى . له دې حاله نه تښتم بلکه هيله من یې يم يوازې والى چې په هر حال کې او په هر ه بڼه راشي زما د زړه دروازه ورته پرانيستې ده: “ باطنه فيه الرحمة و ظاهره من قبله العبداب”.
په لومړيو وختو کې په يوازې والي کې خوښ او په ګڼه ګوڼه به خواشينې وم دا ښکاره ده چې د ژوند د چارو غوشتنې له دغې وحشي طبعي سره اړخ نه لګاوه نو په ډېر کړاو له انجمنو سره روږدى شوم خو د زړه غوښتنو هميشه دا لټه کوله چې د ضرورت غوښتنو ته ځواب ورکړم.
در خراباتم نه ديدستى خراب
باده پندارى که پنهان مى زنم
خلک د کوچنيتوب زما نه په لوبوتيروي خو زه چې دولس ، ديارلس کلن شوم زما حال دا وو چې کتاب به مې واخيست او په کوم ګوښه ځاى کې به ګوښى کښيناستم او هڅه مې کوله چې د وګړو له سترګونه ليرې اوسم په کلکته کې به تاسو ارومرو “ دلهوزى سکو ير “ ليدلى وي چې د عمومي پوسته خانۍ په مخ کې پروت دى چې دى ځاى ته “ لااډګرم “ وايي په دې کې دونو يو ځنګل وو چې له بهر څخه ښکاريده نو ټول ځاى ونه ونه معلوميده چې سرور دننه شي ډېر ښه ځاى دى او يوه اوږده څوکۍ هم په کې وه اوس راته معلومه نه ده چې دا بڼ اوس شته او که نه خو زه به چې هلته ورتلم نو له کتاب سره به ورتلم او په دغه بڼ کې به ناست وم او مطالعه به مې کوله ، د خداى بښلي پلار خاص خادم خداى بښلى حافظ ولى الله به را سره ملګرى کوله او په ګونګړې ژپه به يې راته وويل چې کتاب دې لوسته نو له کوره ولى راوتلۍ؟ دا کرښې ليک او د هغه آواز مې په غوږو کې بنګهار کوي د سين په غاړه په ايډن گارډن کې هم همداسې د ونو ځنګلونه وو او يو ځنګل چې له “ برمى پګوډا” سره د مصنوعي ويالى په غاړه واوښايي چې اوس هم وي دا ځاى ما خوښ کړى و ځکه چې د وګړو ډېره ګڼه ګوڼه نه وه تر غرمۍ وروسته به مې اکثره کتاب اخيست او وتلم به او تر ماښامه پورې به دلته ورک وم ، اوس چې هغه مهال راياديږي نو پر زړه مې يو عجيب حال راځي:
عالم بى خبرى طرفه بهشــــــــــــتى بودست
حيف صد حيف که ما زود خبر دار شيديم
دا هم نه وو چې مادلو بو وسايل نه درلودل زما په څلورو خواوکې شيان ډېر پراته وو او کلکته ډېر تود ښار وو خو زما له لوبو سره هيڅ مينه نه وه:
همه شــــــــــهر پر زخوبان منم و خيال ماهى
چه کنم که نفس بدخونه کند به کس نگاهى
زما پلار زما د علم په دغه شوق خوښ وو خو ويل به يې دا هلک به خپله روغتيا خرابه کړي ، معلومه نه ده چې د جسم روغتيا مې جوړه شوه او که ورانه ! خو زړه مې داسې ناروغه شو چې بيا مې جوړ نه شو کړى.
کى گفته که دردش دواپذير مباد؟
زه په داسې کورنۍ کې وزيږيدم چې د علم او مشيخت سترتيا او مرجعيت يې درلود نو ددې له امله چې نن سبا سياسي ليډر توب عروج او کمال بلل كيږي هغه ماته د مذهبي عقيدتمنديو په بڼه بې هڅې او بې زياره راپه برخه شو. زه دومره د هوښيارې مرتبې ته لانه وم رسيدلې چې وګړو پير زاده ګڼلم او لاس پښې يې راښکلول او لاس پرسينه به مې په مخکې ولاړ وو، د کورنۍ په پيشوا يې او مشيخت کې په دغسۍ حال ځوان عمره طبیعتونه پر ځان بادې تير وزي او د نسلي غرور او د خود پرستې په ناروغيو ککړيږي چې د شتمنو د کورنيو د زامنو د بربادې او تباهې باعث کيږی ، کيداى شي چې په ما کې هم ځينې دغسې آثار او اغيزې پيدا شوې وي ځکه چې ځان ساتل دومره آسان کار نه دى عرفي وايي:
خواهى که عيب هاى تو روشن شود ترا
يکدم منافقانه نشين در کمين خويش
خو تر کومه ځايه پورې چې ماته ځان معلوم دى زه په دې کې شک نه لرم چې زه د خپل طبيعت قدرتي لويدنى بل لورې ته بوتلم . زه د خپلې کورنې د مريدانو په عقيدتمندانه ټيټ او پاس نه خوښيدم بلکه ورباندې به مې سخته خوابديدله. ماغوښتل چې کومه داسې لار پيدا کړم چې له دغه فضا څخه کورټ بيل شم او څوک زما لاس پښې ښکل نه کړي. خلک ددغسۍ کمياب جنس پسې ډېره هڅه کوي خو نه ور په برخه کيږي زه په کور ناست يم اوددغه جنس په قدر نه پوهيږم:
د ونو جهان دى کى وه سمجهى يه خوش رها
هان آپړى يه شـــــــــــــــــــرم که تکرار کيا کرين ([4])
البته فکر کوم چې دا معامله هم بې ګټې نه وه او دلته کومه معامله ده چې ګټه په کې نشته دا ګټه څه لږه ده د کوم څيز له خوراک پسې حرصناک طبيعتونه هڅه کوي زما زړه ورڅخه موړ دى او هيڅ زړه مې ورته نه كيږي “ فيضى) يو داسې شعر ويلى که بل شعر يې نه واى ويلې بيا هم فيضى وو:
کعبه را ويران مکن اى عشق کانجايک نفس !
گه گهى پــــــــــــــــــــس ماندگان راه منزل ميکند
د طبيعت دى لويدنى يو ستر کار دا هم کړى چې د زمانې هيڅ ګوزار پرما باندې اغيزه نه کوي چې وګړي له ما څخه مخ واړوي ، ددې په ځاى چې خواشينې شم ورنه خوښيږم او مننه يې کوم ځکه د دوى په ګڼه ګوڼه کې ځينې نور خوښيږي زما ور باندې خوابديږي او نه يې شم زغملاى ، زه که د وګړو په ګڼه ګوڼه خوښيږم نو دا زما واک نه دى دايو ضرورت او تکلف دى ، مجبورتيا ده، ما دسياسي ژوند هنګامه نه ده غوښتې او ورپسې مې لټه نه ده کړې سياسي هنګامو زه غوښتى او ځان ته بللى يم زما کار له سياسي ژوند سره هغسې دى لکه د غالب چې شاعري سره وو:
مــــــــــــــانبوديم بدين مرتبه راضى غالب
شعر خود خواهش آن کرد که گردد فن ما
په دې توګه که حالات د قيد او بند باعث کيږي نو په دغه حال کې که نور ورباندې خواشينې کيږي ما ته پر خپل ځان باندې د مشغوليت وسيله ښکاري او هيڅ کله او په هيڅ توګه ورباندې زما طبيعت نه مړاوى کيږي زه چې کله واورم چې فلانى بندي ته يې د يوازيوالي سزا ورکړې ده نو هک پک پاتې شم چې يوازې والي څرنګه د سړي له پاره سزا کيدلاى شي؟ که دنيا يې سزا ګڼي نو کاشکې چې ماته د ټول عمر له پاره داسې سزا راکول شوى واى.
حد تحمت آزادى ســــــــــــــروم بگهداخت!
کين مراديست که بر تهمت ان هم حدست
يو ځل د قيد په حالت کې داسې وشوه چې يو صاحب چې زما د هوسايسنې او آرام ډېر خيال يې درلود. په يوه کوټې کې يې زه يوازې وليدم د بنديخانۍ مشر ته يې ددې شکايت وکړ . د بنديخانۍ مشر چمتو شو چې په داسې ځاى مې وساتي چې هلته نور وګړي هم وو او ديوازې والي حالت نه پاتې کيده چې زه خبر شوم نو ما هغه صاحب ته وويل : ته زما هوساينه غواړې خو تاته معلومه نه ده چې لږ غوندې راحت دلته راته په برخه وو هغه هم را څخه ستا په واسطه اخيستل کيږي. دا هماغه د غاروا لا معامله شوه چې :
کى هم نفســـــــــــــــون نى اثر گريه مين تقرير ([5])
اچهى رهى آپ اس سى مگر مجهـوډ بوايى
زه د خپل طبيعت له دغه لويدنې څخه خوښ نه يم او نه يې کومه د ستاينې وړ خبره بولم. دا يو نقص دى چې سړى دبزم او انجمن حريف نه وى. او د صحبت او اجتماع پر ځاى خلوت او يوازيوالى هوساينه بولي:
حريف صافى و درد نه خطااينجاســـــــــــــــــت!
تمييز نا خوش و خوش ميکنى بلا اينجاست
خو اوس د طبيعت قالب دومره پوخ شوى دى چې ماتيدلاى شي خو کږيدلاى نه شي:
قطره از تشويش موج آخر نهان شده در صدف
گوشه گيري هاى خلق از انفعال صحبت ست
د طبيعت ددغه لويدنې له امله را باندې راز راز بدګماني کيږي او وګړو ته خپل حال نه شم څرګندولاى. وګړى زما دا حال غرور ګڼي او ګومان کوي چې زه ګوندې نوروته په سپکه سترګه ګورم نو ځکه ورته نه ولاړيږم او حال دادى چې زه خپل دروند بار نه شم جګولاى د نورو په فکر کې مغرور ښکارم . غني کشميري يو څه ښه شعر ويلى دى:
طاقت بر خاســــــــــــــــــــــــــــتن از کرد نمناکم نماند!
خلق پندارد که مى خورده ست مست افتاده است
سرخوش چې په کلمات الشعراء کې دا شعر نقل کړى په هغه کې “خلق ميداند” راغلى خوزه خيال کوم دا دپوهيدلو محل نه دى د ګڼلو محل دى نو ځکه وايم “پندارد” موزون دى او کيداى شي چې اصل يې همداسې وي.
په هر حال چې له کومې پيښې سره مخامخ يم په دې باندې مې که يو څه زړه خواشينى دى دا تش ددې له پاره دى چې له بهر سره مې ناڅاپه اړيکې پرې شوي او راډيو سټ او اخبار راباندې بند شول او که نه نو د قيد او بند له يوازې والي نه د مخه شاکي او مانيجن وم او نه اوس اوڅه مې چې وليکل دا د صورت حال يو حکايت وشکايت نه وو ځکه په دې لار کې دمانې او شکايت ځاى نشته که موږ اختيار لرو چې خپل سرونه له نورو سره ټکر کړو نو نور هم اختيار لري چې زمونږ په ضد د ځان ساتنې له پاره نوي نوي ديوالونه غوره کړي د بيدل دا شعر له موجوده صورت حال سره څومره ښه لګيږي:
د ورى وصلش طلسم اعتبار ما شکست
ورنه اين عجزيکه مى بيـــــنى غبار ناز بود
اګر که دلته زه يوازې نه يم يوولس نور ملګري را سره هم شته خو له دې امله چې دا ټول زما ډېر پروا ساتي نو ځکه په خپل زړه په يوازيوالي کې پريو کار لګيا ژوند سرته رسوم. د ورځې يوازې څلور ځله بهر ته ووځم ځکه د خوراک خونه د کتار په آخر کې ده او د خوراک او چاى له پاره هلته ورتګ ضروري دى او نور وختونه په يوازې والي کې تيروم:
آئينه نقش بند طلسم خيال نيــــــــــــــست
تصوير خود به لوح ديگرى کشيم ما
څرنګه چې مونږ د سفر په حال کې ونيول شولونو ځکه را سره د مطالعې له پاره څه نشته ، يوازې دوه کتابونه را سره دي چې په سفر کې د کتلو له پاره مې له ځان سره راوړي دي همداسې يو درې څلور کتابونه له ملګرو سره هم شته خودا ذخيره ډېره ژر پاى ته ورسيده او د نورو کتابونو د راغوښتلو کومه لار مو ونه موندله خو که د لوستلو د سامان نقصان شته نو د ليکلو هر سامان را سره شته ، د کاغذ ډېرۍ راسره دى او د احمدنګر په بازار کې هم ډېر دى ټول وخت په ليکلو تيروم:
درجنون بيکار نتوان زيستن
آتشم تيزست ودامان مى زنم
که کله ستړى شم نو ديو څه وخت له پاره برنډې ته ووځم او هلته کښينم او په انګړ کې ګرځم.
بيکارى جنون مى هى ســـــــــــر پټنى کاشغل ([6])
جب هاتهـ ټوټ جائين تو پهر کيا کرى کوئى
ما چې کوم ليک انسبکټر جنرال ته ليکلى وو هغه ليک حکومت ته استولى وو پرون د هغه ځواب راغى . اوس نوي احکام زمونږ له پاره دادي چې اخبار راکول کيږیدوستانو ته ليک استولى شو خو له هيچا سره ليدنه کتنه نه شو کولاى . چيته خان له يوې پوځي پيغلې نه د ڼايمز آف انډيا تازه اخبار پاڼه غوښتې وه هغه له ليک سره راکړه خو اخبار مې چې لاس ته راغى نو درې اونۍ دمخه ورکه دنيا بيرته راته په مخکې ودريده معلومه شوه چې زمونږ په نيولو په هېواد کې امن نه دى راغلى بلکه نوې هنګامې په شور راغلي دي:
هى ايک خلق کاخون اشک خونفشان يه ميرى
ســـــــــکهائى طرز اسى دامن اټها کى آنى کى ([7])
ما چيته خان ته وويل: که د اګست له نهم څخه تر اوه ويشتم پورې کومې ليکلي پانې چيرته و ګورﺉ هغه راته راوغواړې هغه چې ولټولې ډېرې پاڼې يې وموندلې د شپې مې تر ډېره پورې هغه کتلې:
ديوانگان هزار گريـــــــــــبان دريده اند
دست طلب به دامن صحرانه مى رسد
خو زه دلته په دې قصې پسې نه ګرځم له تاسو سره زما ښکلى مجلس ما افسانه ويلو ته نه پريږدي:
از ما بجز حکايت مهرو وفامپرس
زما د خبرو په دکان کې يو راز جنس نه وي خو تاسو ته چې څه چاڼم او را برسيره کوم، ښه پام په کې کوم چې سياسي رنګ ونه لري ګورې ددغه ډول چان مضمون شريف خان شيرازي چې د جهان ګير په دوره کې امير الامرا وو څه ښه بيان کړى دى:
شـــــــــــــرر ناله به غربال ادب مى ريزم
که به گوش تومبادار سد آواز در شت
دا هماغه امير الامرا دى چې دده په لاندې شعر باندې جهانګير ددربارله شاعرانو څخه غزلونه جوړول غوښتي او ليکلي وو او په خپله يې هم ورباندې خپله طبع آزمولې وه:
بگذر مسيح از سرما کشتگان عشق
يک زنده کردن توبه صدخون برابرست
ابوالکلام
احمدنګر کلا
[1] - په شپيلۍ کې چې کوم سورى دى هغو ته په فارسي کې صفرني وايي.
[2]- په قيد کې هم ستاوحشي ته ستا زلفۍ په ياد دي هو ! د ځنځير د دروند والي يو څه کړاو هم و
[3]- ددې شعر ژباړه د اګست ١١ ليک کې راغلې ده .
[4] - دواړه جهانه يې راکړل ګمان يې وکړ چې ګوندې زه خوښ شوم هو دا شرم خو پيښ شو نو څله يې نور تکرار وم .
[5] - زما ملګرو په ژړا ژړا کې خپل حال جوت کړى دى که تاسو ور باندې خوښ اوسې زه خو ور باندې خوښ نه يم.
[6]- دليونتوب په ووزګارتيا کې سر ماتول هم يو کار دى خو که لاس مات شي سړى به څه وکړي.
[7] - زما په اوشکو وينو تويولو يوولس خپه کيږئ نو دې خبرې راته دلمنۍ تولول نيول راښوولى دي يعنې چې ځان خپه ښکاره نه کړم چې نور را سره خپه نشي.