د تېلو بادشاهان (۳۳برخه)

 
زه غواړم چې زما په ژوند کې دا کار پای ته ورسیږي
 
یوې امریکايي شننې داسې ویلي وو چې  ولسمشر نیکسون او د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر د شاه هغې هیلې ور جذب کړې چې ایران په یوه سیمه ییز ځواک د بدلېدو پر لور روان کړي.
د ایران د مشرتابه هیله دا وه چې د فارس د پخواني امپراطور او پاچا هغه پخوانۍ دبدبه او جلال بیا را ژوندی شي او د همدې پېړۍ تر ختمیدو دمخه ایران په اقتصادي او سیاسي ډګر کې د برېتانیا او فرانسې کچې ته ورسیږي. له جغرافیوي نظره شوروي اتحاد په شمال کې او د رادبره کېدونکو عرب سیالانو حضور یې په لوېدیځ کې د ایرانیانو د پراختیا غوښتنې هیلې له خنډ سره مخ کړې وې. په ختیځ کې په افغانستان کې هم یو ثابت نظام موجو د و او دوی له افغانانو هم پوره وېره درلوده. خو له دې ټولو سره سره په ختیځ کې د افغانستان، پاکستان او د هند په سمندر کې د پرتو هېوادونو په پرتله په زیاتیدونکي توګه ایران وکولی شو د نړیوالې درجه بندۍ له مخې یو پیاوړی موقف خپل کړي.
سره له دې چې ایران د تېلو له درکه بیخي زیات ډالر تر لاسه کړل او پرېمانه امریکايي وسلې یې ترلاسه کړې، داسې ښکارېده چې د ایران د باچا خیال پلو ډېر و او نه یوازې یې په خلیج کې په خپلو ګاونډیو هېوادونو بر تري او بهتري او منځنۍ اسیا ته د یوه پله موقف غوښت بلکې دا فکرونه ورسره و چې د ایران اغېز د افریقا ختیځو سواحلو ته ور پراخ کړي او د هند د سمندر په څنډو کې پراته هېوادونه تر خېټې او  نفوذ لاند ې کړي.
شاه په خپل دربار کې یوه امریکايي مامورته چې له ده څخه یې د ایران د سیاسي ټیکاو په اړه پوښتنه کړې وه وویل چې « ایران اوس یوازې یو اورغورځونکی هېواد نه دی. د ایران هوايي ځواک باید دومره پیاوړی شي چې له فارس خلیج څخه د جاپان تر سمندره پورې ټوله سیمه  وساتلی شي. هندوستان په ناسم لوري روان دی او د هرې ورځې په تیریدو یې دړې وړې کیدل زیاتیږي. پاکستان او هندوستان به د ایران د صنعت او انرژۍ د پروژو طبیعي مارکېټونه وي، خو زه باید پاکستان د هند له یرغل څخه وساتم او هر ډول ملاتړ یې وکړم.»
د ایران شاهي کورنۍ د مارچ له نیمايي وروسته د ایرانیانو د نوي کال د رخصتیو د تېرولو لپاره د کېش سیمې ته ولاړ . د اپرېل په ۸ نېټه د ایران شاه د نوي کال له مېلو بېرته را ستون شو چې د دربار له وزیر اسد علم او په تهران کې د امریکا له سفیر ښاغلي هلمس سره بندرعباس ته په الوتکه کې ولاړ. له هغه ځایه هغوی د عمان په خلیج کې د امریکا د کیټي هاواک الوتک لیږدونکې بېړۍ ته ولاړل چې په دې وروستیو کې د امریکا  له هغو  سمندري ځواکونو سره یو ځای شوې وه چې د عمان په سواحلو کې ځای پرځای شوي وو. دغو سمندري ځواکونو د ایران د شاه د ګټو لپاره سمندري تمرینات کول.
د ایران شاه دا مهال په خپل مقام ډېر ویاړ کاوه چې په نړیواله کچه له مهمو سیاستوالو یو ګڼل کېده. د ټایمز مجلې په ۱۹۷۴ کال کې په خپل یوه تحلیل کې ولیکل چې « ددغو ۳۳ کلونو په موده کې چې سیمه کې تر ډېره ناخوالې او نا ارامۍ روانې وې، د ایران باچا محمد رضا شاه پهلوي ایران  ته هغه موقف او عظمت ور په برخه کړ چې لږ تر لږه د پخواني فارس  لپاره دستر سیروس د تر لاسه کړي جاه او جلال سره تر یوه بریده پرتله کېدای شي.» مجلې دارنګه دا خبره هم ور زیاته کړه چې «شاه یانې د تېلو امپراطور» . د ایران شاه ښاغلي علم ته دا هم وویل چې:«  زه ډېرې هیلې لرم، یو دا چې په ټول منځني ختیځ کې د لومړي نمبر هېواد په توګه را دبره کېدل بس نه دي. بلکې موږ باید ځان د نړۍ د سترو قدرتونو په کتار کې راولو. دغه ډول یو هدف غیر ممکن نه دی، ایران د دې وړتیا لري او دا وړتیا زموږ تېل او موقیعت دی.»
 د اپرېل په ۹ نېټه د سې شنبې په ورځ یوازې ۶ ورځې تر هغه وروسته  چې علم د شاه دغه خبرې واورېدې، نو په کیش کې له خپل استوګنځي څخه په بیړه د اوړي د تېرولو ماڼۍ ته ولاړ. د هغه تمه دا وه چې  شاه ښه او اعصاب یې ټیک وي، خو هغه ته له   شاهي کورنۍ بهر د شاه د شخصي ډاکټر جنرال کریم عیادي لخوا له واره ناسم خبر ور ورسېد او ترې ویې غوښتل چې پروفیسر جین برنارډ ور واستوي چې د و ینې پېژندنې مخکښ متخصص دی. دغه غوښتنه چې عیادي پرې ټینګار وکړعاجله وه. ډاکټر جین برنارډ چې د پاریس د سرطان په وتلي انستیتیوت کې خپلې طبي چارې او تجربې تر سره کولې د اسد علم د ویني د سرطان  د نه درملېدونکې ډول ناروغۍ درملنه یې هم کړې وه او د دغې خطرناکې ناروغۍ ټول اړخونه او علایم  یې له منځه وړي وو. دا د فارس په طبي کلتور کې د یوه ډاکټر لپاره ‌غیر معمول خبره نه وه چې خپل ناروغان به یې له داسې ناروغیو نه خبرول چې انتهايي خطرناکې او د نه علاج وړ به وې. دغه کار بشري چلند ته د احترام په موخه تر سره کېده نه دا چې د ناروغ زړه ور واچوي او یا یې وارخطا کړي. علم په دې پوهېده چې هغه ناروغ دی، خو په دې نه پوهېده چې هغه په کرار کرار د مرګ غیږې ته ور روان دی. خو علم په هغه خبر ټکان وخوړ چې شاه هم کوم ډول ناروغي لري چې خطرناکه بریښي. سره له دې چې باچا داسې نه ښکاروله چې هغه دې ګنې په دغه ډول یوه خطرناک وضیعت کې وي او نه یې هم چا خفګان ولید. خوکله چې دوی د هوايي ډګر په لور روان وو، شاه له اسد علم څخه په دغه جزیره کې د هغه عصري هوټل د بیارغاونې د چارو د بهیر پوښتنه وکړه چې دوی یې چارې پیل کړې وې. هغه وویل :« دوی باید بیړه وکړي او د دغه هوټل کار دې زما په ژوند کې پای ته ورسوي.» دا عجیب ډول خبره وه.
واقیعت داوه چې شاه هم لکه د ښاغلي علم په څېر د سرطان ناروغي درلوده. په کیش جزیره کې د شاه عجیب او غریب  او ارام چلند او د طبي وضیعت د څېړنې او بیړني حالت پر وخت د برخلیک په اړه فکر کونکی  خاموشه برخور د دوه ممکنې سناریو ګانې ښيي. اول دا چې: هغه اصلا د خپلې روغتیا په اړه ډېر خونسرده او عادي و او له هر ډول وژونکې ناروغۍ څخه یې هېڅ وېره نه درلوده. دویمه سناریو یا ممکنه مسئله چې وروسته بیا د ملکې لخوا  هم ومنل شوه داوه چې شاه له وړاندې د سرطان د ناروغۍ په اړه پوهیده او یا کیسه داسې وه چې هغه د خپل ډاکټر لخوا د هغه تشخیص په اړه فکر کاوه چې لا څواونۍ دمخه ورته معلومه شوې وه. ملکې وویل:« ماویلي وو چې پروفیسر کارل فلینجر شاه ته ان په ۱۹۷۴ کال کې د هغه د روغتیا يي ستونزې او ور پیښې ناروغۍ په اړه ویلي وو.» هغې وویل: « زما په فکر شاه هغه مهال په خپلې ناروغۍ پوه شوی و چې لومړنۍ ډله فرانسوي ډاکټران د هغه د درملنې لپاره تهران ته راغلي وو.»
د ملکې فرح دغه خبرې د ډاکتر فلینجر لخوا هم تایید شوي دي.لکه چې د دوی دود و د ۱۹۷۴ کال په لومړیو کې شاه، د شاه مېرمن او د دوی ماشومان د یخمالک وهلو لپاره په یوې رخصتۍ سویس ته ولاړل. دا د شاه عادت و چې د رخصتۍ پرمهال به یو په یو بل ځای ته روان شو. دلته په سویس کې هم هغه په خپله رخصتۍ کې یو ناڅاپه ګاونډي هېواد اطریش ته روان شو چې د خپلې  روغتیا کلنۍ ازموینې تر سره کړي. ډاکټر فلینجرپه نړیواله کچه د داخلي ناروغیو په وتلي متخصص مشهور و او هغه د «بادشاهانو په ډاکټر » هم شهرت درلود او د ناروغانو په لست کې یې د ایران په شاه سربېره د افغانستان، سعودي عربستان  او مراکش بادشاهان هم شامل و. د داکټر فلینجر معاینه خونه د اطریش په پلازمېنه ویانا کې وه او همدغلته په لومړي ځل د شاه په وجود کې یو ډول غده تشخیص شوه چې یو ډول د وینې سرطان دی چې د علاج وړ و، خو اوس خبره له خبرې تېره وه.
ډاکټر فلینجر وروسته وویل چې په څه ډول د شاه شخصي ایراني ډاکټر جنرال عیادي چې ویانا ته په دغه وروستي سفر کې هم له شاه  سره ملګری و، پر دې ټینګار کاوه چې ددې خبرې بشپړې پټونې(پټ ساتلو) ته اړتیا ده.
ځینې فرضیې داسې هم شته چې ډاکتر فیلنجر او جنرال عیادي داسې ګډه دسیسه جوړه کړه چې شاه د خپلې ناروغۍ په اړه په تیاره کې وساتي او په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل. خو دغه امکان ډېر احتمال نه لري. هغه ډېره محتمله سناریو داده چې شاه د خپلې ناروغۍ په اړه پوهېده او هغه او جنرال عیادي تصمیم ونیو چې دغه خبره به تر هغه چې کولی شي همداسې پټه ساتي. د شاه ژوند  په بشپړه توګه  ټوټه ټوټه یا برخې برخې شوی و او داسې احساسېده چې هغه به د خپلې سرطاني غدې داسې پټه درملنه کوي چې هېڅوک پرې پوه نه شي. هغه له دې وېره درلوده چې که د هغه کورني مخالفین، د ایران ځان غوښتونکي ګاونډیان او د لویو قدرتونو مشران د ده د نا علاجه ناروغۍ په اړه پوه شي چې هغه د خپل ژوند شېبې شماري نو کېدای شي ناوړه څه پېښ شي. شاه په بیړه خپله لاره ونیوله او له ډاکټر فیلنجر سره یې خپلو لیدنو ته پای ورکړ او په ۱۹۷۵ کال کې یې په سویس کې یوه داخلې ډاکټر ته مخه کړه او نور اطریش ته د طبي کتنو یا معایناتو لپاره تلل د پوښتنې وړ نه و. د شاه یوه سلاکار وویل:« په ویانا کې شاه یوه روغتون ته تللی و او د معایناتو لاسته راغلې نتیجې نور د پټولو نه وې.»
څه شي شاه لېواله کړ چې د خپلې خېټې پړسېدو ته پام وکړي او ډاکټرانو ته مراجعه وکړي او ولې هغه له فرانسوي متخصیصینو سره په دې اړه مشوره وکړه؟ داسې ښکارېده چې د ۱۹۷۴ کال د اپرېل په لومړیو کې جنرال عیادي په دې پوه شو چې هغه مرستې ته اړتیا لري. کېدای شي د شاه د خېټې پړسېدل یا مخې ته را وتل نور هم زیات شي او یا کېدای شي رضا شاه د ناروغۍ احساس وکړي. لږ تر لږه د یوې بهرنۍ ورځپاڼې خبریال چې له شاه سره یې په همدې وختونو کې مرکه وکړه د هغه د الوتي رنګ په اړه تبصره خپره کړه. جنرال عیادي له هغې  پرېکړې د ډېر درد احساس وکړ چې د اپرېل په ۹ نېټه باچا د یو شمېر کارپوهانو مرسته وغوښته، کېدای شي د دې ناستې په جوړېدو کې له دې کبله بېړه شوې وي چې ایله ۵ ورځې دمخه په پاریس کې ولسمشر پامپیدو د والډنسټروم د ناروغۍ له کبله چې د سرطانې غدې یو ډول وو مړ شو. هغه له ډېرو کلونو را هیسې له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان و. شاه او ښاغلی علم په ژوره توګه د پامپیدو د مړینې له کبله سخت متاثره شو او دا داسې مهال و چې لا هم د خپلې ناروغۍ د وروستي تشخیص په اړه په خپل دفتر کې خفه ناست و.
د ولسمشر پامپیدو وضیعت د فرانسې له خلکو پټ ساتل شوی و، خو په ډیپلوماتیکو کړیو کې په ډېر مرموزه توګه چارواکي په دې پوهېدل. د ۱۹۷۳ کال د سپټامبر په ۵مه د امریکا د دفاع وزیر سچلیزنجرد ملي امنیت شورا ته خبر داری ور کړ او په ډېر غیر مودب ډول یې اعلان وکړچې « ولسمشر پامپیدوس مړ شو.» د ولسمشر نیکسون ادارې د فرانسې د ولسمشر پامپیدوس د ناروغۍ  او مړینې په اړه پراخې پلټنې پیل کړې چې د هغه مړینه د امریکا او فرانسې په اړیکو کېدای شي څه ډول اغېز وکړي.
د ۱۹۷۴ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه هنري کیسنجر  له لندن څخه لیدنه وکړه او د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر سیر الک ډوګلاس هوم ته یې په پټه وویل چې سپینه ماڼۍ یوه څېړنه په دې تړاو تر سره کړې. زموږ خلکو هغه ته له ۱۸ میاشتو تر ۳ کلونو پورې وخت ورکړ. د هغه ناروغي ډېره پېچلې وه او په زیاتېدونکي ډول یې ناروغي پراخېده او تر اندازې زیات کورتیزون درمل یې استعمال کړي و. ولسمشر پامپیدوس د ۶ اونیو په ترڅ کې ومړ.
د ایران باچا د فرانسې د مړه شوي ولسمشر پامپیدوس د جنازې او تدفین مراسمو او د وروستۍ خدای په اماني  د تر سره کېدو لپاره پاریس ته ولاړ او دغه مراسم یې تر سره کړل. د ایران د دربار وزیر اسد علم فرانسوي ډاکټران ور وغوښتل او دوی په ګډه په ډېرې خفا کې د فرانسې د اورلې د هوايي ډګر پر خوا روان شو او له هغه ځایه د مې په لومړۍ نېټه  تهران ته را وګرځېدل.
ډاکټر برنارډ او د هغه ځوان شاګرد جورج فلانډرین ته په پیل کې ویل شوي وو چې علم د دوی خدماتو او مرستې ته اړتیا لري. فرانسوي ډاکټرانو ته لارښوونه وشوه چې خپل طبي وسایل  هم له ځانه سره واخلي او تهران ته یې راوړي، ځکه کله چې دوی تهران ته راشي نو له شخصي ډاکترانو او متخصیصینو سره به اړیکې نه لري او دغو وسایلو ته به  دوی حتمي اړتیا پیدا کوي. فلانډرین وايي:« کله چې موږ د مهراباد هوايي ډګر ته ورسېدو دوه موټرونه چې سپین څراغونه پرې بلېدل موږ ته په ځمکه په انتظار ولاړ وو، موږ ته ځینو کسانو  لاسونه وښورول چې موږ بیخې نه وو لیدلي او نه مو هم خبرې ور سره کړې وې، خوموږ به د دوی مخونه په منظم ډول هر هغه مهال لیدل چې کله به موږ تهران ته په سفر ورتلو.» دغو ۲ موټرونو دغه فرانسوي ډاکټران مخامخ د ښاغلي علم کورته یووړل، همدلته دوی پوه شول چې « موږ باید د علم د مشر د روغتیا پالنه او درملنه وکړو، دا همغه کلیمې وې چې هغه په خندا او موسکا سره وویلې.»
د علم خپله روغتیايي ستونزه ښه شوې وه. یوه مهم خبره دوی ته پوره واضح کړی شوه او هغه داوه چې دوی باید داسې تصویر کړي چې د ښاغلي علم درملنه کوي او که دغه ډاکټران هروخت له ماڼۍ څخه بهر او یا ور دننه کیږي نو پوښتنه نېغ په نېغه د دربار وزیر ته متوجه کېده، ځکه تصور داسې و چې هغه ناروغ دی او د هغه د معاینې لپاره به را وستل شوي وي. فلنډرین او برنارډ د نایوران ماڼۍ په لور په موټر کې وخوځیدل، کله چې هلته ورسېدل نو د شاه د کتنې خواته رهنمايي کړل شول. فلنډرین د محمد رضا شاه د نرم غږ، د روانو فرانسوي خبرو او د هغه د قوي سر او صورت په اړه هرڅه مطالعه کړل او خپل  یاداښتونه یې واخیستل. شاه خپل کمیس وویست او خپله خېټه یې فرانسوي ډاکټرانو ته یې ور وښوده چې څرنګه هغه په خپله دا تشخیص کړه چې بډوډي یې پړسېدلي دي. فرانسوي ډاکټرانو خپل کار داسې مهال پیل کړ چې د کال په لومړیو کې په ویانا کې د ډاکټر فلینجر د مشورو په اړه په هېڅ نه پوهیدل. خو دوی په دې باور وو چې یوه ورځ به بلاخره د شاه د ناروغۍ په هره برخه پوه شي او هرڅه به وخت ورته روښانه کړي .
ډاکترانو ډېر ژر د رضا شاه ناروغي تشخیص کړه او پایله کټ مټ همغه وه چې د کال په لومړیو کې په اطریش کې ډاکټر فلینجر را ویستې  وه. ډاکټرانو تر هغه وروسته شاه یوازې پرېښود چې له جنرال عیادي سره یې خبرې وکړې او هغه ته یې د شاه د غدې او ناروغۍ په اړه بشپړ معلومات ورکړل.  دا داسې وخت و چې باید ټولو ټکان خوړلی وای. جنرال عیادي فرانسوي ډاکټرانو ته وویل :« هغه د خپلې ناروغۍ په اړه ډېر په اندېښنه کې و، خو اعلی حضرت ته با ید په دې اړه وویل شي چې هرڅه ښه دي.  دغه د سرطان د ناروغۍ  کلیمه باید په هېڅ ډول د هغه په مخ کې یاده نه شي.» فرانسوي ډاکټرانو، ښاغلي عیادي ته وویل، سره له دې چې د شاه عمومي روغتیايي وضعه ښه ده، خو د هغه د وینې ناروغي، کطدای شي په اتومات ډول یو په یو خطرناکه شي.» دوی باید هغه ته یو شئ ووايي او  د عیادي د لارښوونې سره سم ډاکټر فلنډرین اوډاکټر برنارډ داسې احساس کړه چې «دوی باید نور خرابی ونه کړي.»
کله چې دغه فرانسوي ډاکټران پاریس ته ورسېدل نو هغوی جنرال عیادي ته سپارښتنه وکړه چې د خپل ناروغ روغتیا ته کلکه پاملرنه وکړي. ډاکټر فلنډرین وویل لکه چې په دغه ډول درملنه کې دود وه، موږ تصمیم ونیو چې د در ملنې پرځای باید د شاه ناروغي وقایه کړو. دوی په داسې لاره له دغه نوي تشخیص سره چلند غوره کړ چې تمه یې درلوده جنرال عیادي به پرې خوشحاله او راضي شي.  شاه ته وویل شو چې هغه د والډینسټوروم ناروغي لري، کټ مټ همغه ناروغي چې د فرانسې ولسمشر پامپیدوس یې ووآژه. هرډول پاتې شک چې شاه د خپلې روغتیا په اړه  درلود هغه هم د دې خبرې په پوهېدو سره له منځه ولاړ.  هېڅ داسې نه برېښېده چې شاه دې ددې پیغام په اړه نه پوهېده. د ډاکتر فلنډرین د خبرو پر اساس په دغه مرحله کې یوازې پنځه تنه د شاه د روغتیايي بحران په اړه په بشپړه توګه پوهیدل :دغه کسان« شاه، برنارډاو فلنډرین، جنرال عیادي او اسد علم وو.»
خو که علم د شاه د غدې د تشخیص په اړه له وړاندې پوهېده، خو هغه هېڅکله دغه خبره په خپلو یاداښتونو کې نه ده ذکر کړې.
د شاه د تشخیص په اړه یومنطق دا و چې هغو کسانو چې د هغه په شاوخوا کې کار کاوه، داسې خبرې یې کولې چې دوی داسې حس کړې وه چې د شاه د مشرۍ د پرمخ بېولو په ډول کې بدلون راغلی و. شاه یوه ورځ د ډېر حیرانونکي راز په ډول وویل چې « موږ باید سیا سي ډګر ته د شهزاده د راتلو لپاره زمینه برابره کړو.» ایراني چارواکو په یاد درلودل چې شاه دغه پروژه په ډیرې بیړې او وارخطايي سره پرمخ بیوله «  شاه ډېر زړور و. موږ هرډول وسایل در لودل، خو موږ خلک نه درلودل.»
دارنګه شاه په دې اړه ډېره اندېښنه نه درلوده چې په واشنګټن کې به د هغه د دغه عمل په اړه څه غبرګون وښوول شي او څه ډول به خبر شي. شاه د خپل دربار وزیر ته وویل :« کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیسنجر په دې پوه شي، هغه به د ۱۹۷۴ کال د اپریل په میاشت کې تهران ته رانه شي، شاه دا مسئله بې ارزښته وبلله  او ښاغلي علم ته یې وویل چې هغه ته ډېر پام مه کوئ  او سفیر اردیشیر زاهدي ته ووایاست چې هغه دې د هر ډول دعوت له وړاندیز یا هر هغې اشارې څخه ډده وکړي چې ګنې موږ تمه لرو چې هنري له تهران څخه  کومه لیدنه ولري.»
د ۱۹۷۴ کال په پسرلي کې د ایران لوی مشر او د هغه نژدې سلاکار دواړو د سرطان ناروغي د خپل کور مېلمه کړې وه. شکسپیر کېدای شي داسې تصور نه کاوه چې دومره ستر غم به په ایراني دولت کې را منځ ته کیږي. بل  هېچا ته دا معلومات نه و چې د شاه دوه نژدې باتجربه یاران په وژونکي ناروغۍ اخته وو. دا کیسه سړی د یوه بل باچا او امپراطور د برخلیک  په فکر کې اچوي چې هغه هم د یوې پټې ناروغۍ له لاسه ومړ، هغه د روسیې  د رومانوف او د کزویچ الکسیا چې د کازر دویم نیکولاس زوی او وارث و چې له دغې ډول وژونکې ناروغۍ ځورېده او بالاخره برخلیک یې مرګ شو .