
دوه ادبي ټوټې :
یوه ورځ سره څنګ په څنګ ناست وو له هغې مې وپوښتل : له ما سره څومره مینه لرې ؟ را ته وې کتل شونډې یې ورو ورو خوځېدې ، نه پوهېدم چې څه یې ویل ؟ سترګو ته یې ځېر شوم ، را وې کتل ! ژوره ساه یې واخیسته ورو یې راته وویل : د آسمان د ستورو په کچه ! ناڅاپه مې آسمان ته وکتل ، په دې هیله چې د آسمان ښایسته ستوري ننداره کړم او د خدای (ج) له ښکلي طبیعت څخه خوند واخلم . مګر افسوس ! کله مې چې د شنه آسمان په لور سترګې کږې کړې ګورم ، چې آسمان ورېځ وو . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
غورځنګ او زرینې له یو بل سره ډېره زیاته مینه لرله ، یوه ورځ دواړه باغ ته په چکر لاړل او له یو بل سره یې د مینې کیسې کولې ، په دې وخت کې
غورځنګ وغوښتل ، چې د ځان په باب د زرینې ، مینه معلومه کړي ، چې څومره مینه ورسره لري ،کله چې د هغې پام بل خوا شو ، منډه یې کړه او د یوې ونې شاه ته پټ شو ، زرینې نارې کړې غورځنګه څه شوې ؟ چېرته لاړې ؟ خو غورځنګ ځواب ورنه کړ ، زرینې هم وغوښتل ، چې د ځان باب د غورځنګ مینه معلومه کړي او وې ویل : که چېرې دې ځان را ښکاره نه کړ ، نو درنه ځم ، ته پوه شه او دا باغ ، غورځنګ چې د مینې دا خبره واورېده ، نو ژر یې وویل : دادی دلته یم ، زرینېورته وویل : تېره ورځ زما د غوښتلو له پاره زموږ کورته مرکه راغلې وه ، پلار مې له مانه پوښتنه وکړه ، چې دا کور دې خوښ دی او که نه ؟ هلک د دې ترڅنګ چې لوړې زده کړې لري درې ډېر ښه کورونه هم لري اوس مهال په سوداګریزو چارو بوخت دی ، ما ورته ستا یادونه وکړه ، هغه په ځواب کې راته وویل : چې هغه خو غریب دی ، هېڅ هم نه لري ، ما ورته وویل : چې تر هغه هلک یې زده کړې لوړې دي ، کوم چې ستا خوښ دی ، خو پلار مې په خپله خبره ټینګ ولاړ دی او وایي ، چې هغهغریب دی ته به هېڅکله له هغه سره واده نه کوې ، د هغه مینه به له زړه څخه باسې او هغه د تل له پاره هېروې . اوس نو ستا څه ډول خوښه ده ؟ ده په وارخطایۍ وویل : زه له تاسره به کچې مینه لرم ، ته زما یې او هېڅکله به د بل چا نه شې ، زرینې په خندا ورته وویل : څومره وارخطا شوې ما درسره ټوکه وکړه ، زه اوس پوهه شوم چې له ما سره ډېره زیاته مینه لرې .