د افغانستان  د خلاصون لار

 
لمړی برخه
افغانستان اوسنی وضعیت ته په لیدو چې حالات ورځ تر بلې په خرابیدو دي ، ناخوالې ،بدبختی ورځ په ورځ زیاتیږي ، هره ورځ بې ګناه افغانان وژل کیږي ، اقتصاد مو نزولي مسیر طی کوي ، بې روزګاري تر اوجه رسیدلې ، ځوانان مو د یوې مړی ډوډی پیدا کولو دپاره د بحر د ماهیانو خوراک کیږي ، نا امني تر وزارتونو او ارګ رارسیدلې حتې تر دې چې هر سهار چې له کوره څوک راوزي ماښام کورته ژوندی ستنیدل ورته چانس ښکاري او د قیامت ورځ چې هر سړی به د ځان په فکر کې وي او نفسي نفسي ناري به وهي هغه ورځ مونږ اوس عمل کې وینو.
پوښتنه دا ده چې دا حالات  به تر کله دوام مومي او څنګه ترې ځان وژغورو ؟
دا ریښتیا ده چې د افغانستان کړکیچ یوازې کور دننه نه بلکې ګاونډ ، سیمه ایز او نړیوال ابعاد هم لري خو دې ابعادو کې مهم او فکر وړ فکتور کور دننه فکتور  ده چې باید پرې غور وشي ، ځکه د حالاتو ویشل په اساس( چې ځینې د کنترول وړ او ځینې د کنترول څخه بهر وي ) کورني فکتورونه ترلاس لاندې او کنترول کیدلای شي .
ځکه هغه د ونې او تبر قیصې په اساس کچیرې کور دننه ملاتړ او خام توکي د بهرنیو لاس وهنو دپاره شتون ونلري بهرنی کړۍ به هیڅکله هم په دومره توان او قدرت سره سره به خپل کرغیړن هدف ترلاسه نشي کړای.
ولې کور دننه بهرنیو کړیو ته لاس وهنې لاره هواره ده ؟
ځینې اسباب یې :
ـ د حکومتونوبې پروایې
ـ کور دننه شته اقتصادي ستونزې
ـ بې روزګاري
ـ د پوهنې کچې ټیټوالی
ـ حکومت او ولس ترمینځ واټن
ـ عام ولس پر حکومت بې باوري
ـ د ښار او کلي ژوند ترمینځ زیات توپیر
ـ د کلیو او لرو پرتو سیمو کې د ژوند لمړنیو خدمتونو نشتون
ـ د حکومت او ولس ترمینځ د اړیکو ټینګښنت د ملي پروګرامونو نشتوالی او داسې نور .........
د حکومتونوبې پروایې:
کچیرې اوسنی د ملي یووالي حکومت د تیرو حکومتونو تاریخ تکرار نه کړي او خپل خلک د تمرکز نقطه وګڼي او بې پروایی ته د پای ټکی کیږدي ، له دوه تابعیته چارواکو ګمارلو څخه ډډه وکړي او یا د هغوی کورنی چې بهرنیو هیوادونو کې ژوند کوي کله کله پر همدغو چارواکو د فشار وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کیږي هیواد ته راستانه کړي ، هغه فاسد چارواکي چې خپل شخصي ګټو په خاطر نورو هیوادونو ګټو ته کار کوي لمړی له دندې ګوښه او بیایې عدلي او قضایې اورګانونو ته وسپاري، علني محکمه شي تر څو د نورو د عبرت سبب وګرځي .
افغانستان استخباراتي او څارګرې ادارو باندې پانګونه وشي ، مسلکي او کار پوه اشخاص په دنده وګمارل شي او په ټول حکومت کې د مجازاتو او مکافاتو قانون پلی شي ، ښه کار په کولو تقدیر او ناغیړتیا سره خپله سزا وویني .
 اقتصادي ستونزې :
 بشر د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو او ژوند بقا‌ء  دپاره هر کار کولو ته مجبور کیږي او لاس اچوي  چې په افغانستان کې د بهرنیو کړیو دپاره د همدې اقتصادي ستونزو له کبله خلاص میدان شتون لري او په کمو مالي امکاناتو ډیر څه ترلاسه کوي .
کچیرې حکومت پر اقتصادي مسایلو او د خلکو اقتصادي ژوند ښه کیدو باندې تمرکز وکړي ، کور دننه کار خونې جوړې کړې ، خپل زراعتي تولیدات معیاري کړي چې زراعتي تولیداتو سره هم پر خپل ځان بسیا کیږي او هم کلي ، بانډو خلکو ته یې نیغ په نیغه  د زراعتي توکو خرڅلاو له امله مرسته رسیږي چې ولسي اقتصاد کې رغنده رول لري .
له دې ستونزو بله د وتلو لار د افغانستان ځمکې لاندې طبیعي زیرمو څخه په مؤثره توګه ګټه اخیستل دي.
د طبیعي زیرمو کارپوهانو په اند افغانستان تر درې الې پنځو تریلیون امریکایي ډالرو رسیږي چې دومره اندازه پیسې د افغانستان نفوسو په تناسب ډیرې زیاتي دي او ډیر زر د خلکو په ورځني ژوند کې بدلون راوستلای شي .
کورني تولیداتو ، طبیعي زیرمو سره سره د افغانستان ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت هم چې ختیځې ، لویدځې او مرکزي اسیا د څلور لارې ګڼل کیږي هم ډیرې اقتصادي ګټې افغانستان په برخه کولای شي.
د ختیځې ، لویدیځې او مرکزي اسیا نښلول د افغانستان لارې چې چین د همدې کار دپاره پر وریښمو لار بیا کار پیل کړی او څلویښت میلیارده ډالر پرې پانګونه کوي چې د ترانزیټ پیسو ترلاسه کولو له امله به افغانستان کلنی عاید به د پام وړ لوړ شي .
همدارنګه په ځیتخه اسیا کې د انرژی د کمښت او په لویدیځه او مرکزي اسیا کې د انرژی کافي شتون افغانستان ته طلایي چانس څخه کم نه دی  چې د همدې هیوادونو ترمینځ دافغانستان له لارې د ګازو نل لیکي او برښنا مزو غزول به افغانستان اقتصاد په پښو ودروي  چې اوس دپاره به یې یو اندازه داخلي انرژيکې اړتیاوې هم پوره شي او هم به په راتلونکې کې د خپلو ګازو، برښنا او نفتو لیږد  دپاره ښه فرصت ولري .
د داخلي تولیداتو ، طبیعې زیرمو ، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت سره بل مهم اقتصادي ودې فکتور د افغانستان روانې ، پاکې او خوږې اوبه دې چې بیدون د کوم تړون څخه  ګاونډیو هیوادنو  ته بهیږي او ترې ګټه اخلي، کچیرې د اوبو نړیوالو قوانینو پر اساس ګاونډیو هیوادونو سره د اوبو د بهیدو تړون لاسلیک او ارزښت یې وټاکل شي چې دې کار سره به مو هم خپل حق خوندي ساتلی وي او هم به مو اقتصاد پر پښو ودریږي .
د داخلي تولیداتو ، طبیعې زیرمو ، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت، پاکو او خوږو اوبو سره بل مهم اقتصادي ودې فکتور د افغانستان طبیعي ښکلا ، لرغوني ، تاریخي او سیاحتي سیمي دي چې امنیت خوندیتوب سره د افغانستان اقتصاد کې رغنده رول لوبولی شي چې ښه بیلګه یې د عربي متحده اماراتو کلنی عاید دی چې زیاتره یې د بهرنیانو او سیلانیانو راتګ څخه  لاسته راځي .
 بې روزګاري ( اور لګیدلو عامل ): د افغانستان نفوسو تقریبآ 68ـ73 سلنه  برخه ځوانان جوړوي  چې زیاتره ځوانان یې بې روزګاره ګرځي او یو اندازه خلک وقفه اي کار لري اوپاتې نور يې موسم ایز کارونه لري چې د موسم په تیریدو دا لویه برخه چې زیاتره یې په کرهنیزو کړنو بوخت وي کار له لاسه ورکوي .
بې روزګاري خپله د فساد مور ګڼل کیږي چې همدې امله زیاتره بهرنی کړی له همدغو بې روزګاره ځوانانو څخه ګټه اخلي او خپلو اهدافو لاسته راوړلو دپاره یې کاروي .
کچیرې حکومت وتوانیږي چې د دښمن خامو موادو( همدغه بې روزګاره ځوانان) مخه ونیسي او ورته د کار زمینه مساعده شي نو ډیر زر به د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضع کي تغیر راشي ( اور لګیدلو دپاره چې څه نه وي نو اور به په څه بل شي ).
که څه هم افغانستان د دومره زیاتې بشري قوې ګمارلو وس نلري خو کولای شي کورني او نړیوال کاري مارکيټ په څیړلو سره تخنیکي او مسلکي ښوونځي او انستیتیوتونه جوړ او ځوانان په کاري اسلحه سمبال کړي لمړی کور دننه ورته کاري زمینې مساعدې کړې او پاتې نور ځوانان چې نړیوال مارکیټ اړتیاوو سره سم وروزل شي بیا د بهرنیو هیوادونو سره د بشري قوې انتقال تړونونه لاسلیک شي چې دې کار سره خپل بې روزګاره بشري قوې ته کار موندل کیږي چې کورني اقتصاد باندې مستقیمآ اغیزه کوي  او هم له نړیوالو سره مو د ښو بهرنیو اړیکو پل حیثیت غوره کوي .
 
 
پوهنې کچې ټیټوالي : الله ج په قرانکریم کې فرمایې : (قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ).
ترجمه : ایا برابر دي هغه کسان چې علم لري له هغو کسانو سره چې علم نلري .
پورتني ایات شریف تفسیر څخه په واضح ډول څرګندیږي چې هغه کسان یا هغه قوم چې علم لري له هغه کسانو یا قوم سره چې علم او پوهه نلري نه دي برابر او له همدې وجهې زیاتره بهرني استخبارات او کړی د افغانانو همدې تشې څخه ګټه پورته کوي او ځان دپاره یې ګماري ځکه د علم او پوهې د نشتون او کمښت له کبله هغه د ښه او بد ترمینځ ، خپلو شخصي او ملي ګټو ترمینځ فرق په اسانی سره نشي کولای او یا ډیر زر د دښمن په فریبي جال کې راښکیل کیږي او د هغه په خوږو ،غوړو او لنډ مهاله خبرو باور کوي .
که څه هم د پوهنې په برخه کې په کمیي لحاظ کار شوی ، په ښوونځیو کې اوس تر لس میلینونه زده کوونکې زده کړې کوي ، هر کال تر دوه سوه زره زده کوونکي کانکور ازموینه کې ګډون کوي ، په مسلکي او نیمه زده کړو مؤسسو کې او لوړو زده کړو پوهنتونونو کې تر څلور سوه زره محصلین په زده کړو بوخت دي خو د کیفیت له اړخه بیا لویه ستونزه ده چې له فراغت وروسته د دندې نه موندلو له امله بیا د دولت او ټولنې اوږو بار جوړیږي او دښمن ته تیار روزل شوی عسکر په لاس ورځی.
کچیرې اوسنی ملي یووالي حکومت ټول افغانستان په کچه د زده کړو ملي پرواګرام پیل کړي او خلک مکلف (تذکرو او نورو خدمتونو ځڼډول تر لیک لوست زده کول پورې ) کړي ترڅو  لیک او لوست زده کړي او لیک او لوست زده کړو سره ملي ګټو پوهاوي پروګرام ورسره په څنګ کې پرمخ ویسي چې یو غشي ( تیر) سره به یې دوه ښکاره کړي وي هم به یې خلک په لیک او لوست پوه شي او هم به خلک هیواد ملي ګټو ته لا ژمن شي .
نور بیا.....