غزل

 
داسې یو کار مې کړی چاته ویلی نشم
ورته اظهار مې کړی چاته ویلی نشم
ته خبرنه یې خو ماستا راتلو ته
ګوره سینګار مې کړی چاته ویلی نشم
دا چې یې سر نه  لګې پښې نه لګې
ورته  آزار مې کړی چاته ویلی نشم
هغه خپه په دی وه هغه سلګو نیولی
په ګل ګوزار مې کړی چاته ویلی نشم
ما ګنهګاره بولی ما په دی تور وژنی
په مینه جار مې کړی چاته ویلې نشم
مړه دا ستا د مخه مړه دا ستا د پاره
که انتظار مې کړی چاته ویلی نشم
دا چې خوشاله یمه داچې رغیږمه زه
هغه  دربار مې کړی چاته ویلی نشم  
نن د ریبار په وړاندی ولي د یاره سره
دار ومدار مې کړی چاته ویلی نشم