د ژوند خوښي په څه کې لټوئ؟!

 
د ګټې خبرې
شتمني، شهرت او اړیکې درې هغه څیزونه دي چې ډېر خلک خپله خوښي په کې لټوي.
کله چې دا درې ځانګړنې ونه لري، ځان ورته له چاپېریاله پردی ښکاري، خو رښتیا هم همداسې ده؟!
نه، کله هم نه؛ هیڅوخت کوښښ مه کوئ چې ځان له نورو سره پرتله کړئ. یو څوک شتمن دی، تاسې هم باید شتمن شئ؟ ملګری مو ښه ناول لیکوال دی، تاسې هم باید ناولونه ولیکئ؟ سیال مو موټر لري او له ښځې سره لاس په لاس چکرې وهي، تاسې هم باید همداسې وئ؟ دا ځان جوړول نه، ځان غرقول دي.
ځان ته د خپل شته موقعیت، شرایطو او فکر له دریڅې وګورئ او ورو ورو د پرتلنې او یوه ځانګړي ایډیال شخصیت، موقعیت او شرایطو د جوړولو پر لور ګام واخلئ.
ډېر خلک علم په څلورمه درجه کې راولي، خو دا زموږ په سطحي فکر دلالت کوي، په نوره نړۍ کې علم د انسان د خوشالۍ تضمین کوي، شتمني، شهرت او اړیکې په دویم، درېیم او څلورمه درجه کې دي. هغوی چې علم ته د انساني نېکمرغۍ په درجه بندۍ کې څلورم ځای ورکوي، د شهرت او شتمنۍ په پای کې به پر خپل نه علمیت د مچ په څېر لاسونه مروړي.
په نړۍ کې هر ډول خلک دي؛ څوک انجنیر دی او څوک ډاکتر، یو کس ښه لیکوال دی او بل ښه ترکاڼ، هر یو خپل مسلک او کار پرمخ وړي، هیڅوک هم جامع الکمالات نه شي کېدای. فلانکی که هر کال کتاب لیکي، د هغه خپل کمال دی، حتمي نه ده چې ته یې هم ولیکې، خو ته چې له ولسمشره تر ولسکشره هر څوک پېژنې او په هر لومړي کتار کې ناست وې، د لیکوال هم اعتراض بېځایه دی، هر څوک پیدا دي خپل خپل کار لره که نه
خپل ژوند ته له یوې بهرنۍ کړکۍ وګورئ یا وکسئ، چې څومره ښکلی ژوند لرئ، دا وخت به د خپل ژوند پر ارزښت وپوهېږئ، وګورئ چې دا نور خلک څه ډول ژوند کوي! څوک ریړۍ کش کوي او څوک په ساړه ژمي کې خټګرۍ او سمنټکاري، که د دوی په منزلت کې وئ، حال به مو څه وای؟! د یوه پوه په وینا: «د شپې ډوډۍ ښه په خوند خورې، په کور کې دې څوک بې درملو نه پاتې کېږي، ناروغ دې ډاکتر ته رسېږي او د شپې د پاسه چتر لرې چې ترې لاندې ویده شې، نور نو څه غواړې؟ د نړۍ له اویا سلنې خلکو دې ژوند ښه دی، که دغه مطلب په ورځپاڼه کې ګورې او پر وړاندې دې کمپیوټر هم اېښی، بیا خو دې ژوند له ۹۰ په سلو کې خلکو ښه دی.))
د نورو احساسات باید درک کړئ؛ داسې فکر مه کوئ چې یو چا مو درناوی وکړ، په یاد مو یې غونډه جوړه کړه او خلکو وستایلئ، نور اسمان ته ورسېدئ، ستاسې په څېر په ټولنه کې په لسګونو نور داسې کسان شته چې تر تاسې لس چنده علمیت لري، خو په دې دومره علمیت بیا هم ستاسې درناوی کوي. یو څوک چې مینه درکوي، مینه ورکړئ او یو څوک چې په ارزښت درته قایل کېږي، ځان پرې قیمته مه خرڅوئ، یو څوک به په یوه ستره اداره کې کار کوي، رییس او ... به وي، نور به یې د یوه ځانګړي ارزښت له مخې درناوی کوي، خو دا په دې معنا نه ده چې هغوی درته اړ دي، دنده درنه غواړي یا چاپلوسي درته کوي. په موږ افغانانو کې خو هر څوک من دی او هیڅوک هم ځان تر چا کم نه ګڼي.
کېدای شي یو څوک مو د تشویق په خاطر دروند کړي، د دې لپاره چې وهڅیږئ او لا ښه کار وکړئ. داسې فکر مه کوئ چې فلانکي وهڅولئ او غټ سړی یې وبللئ، نور غټ سړی یئ. په دې فکر به تاسې هره ورځ غټیږئ، پړسېږئ، خو فکر به مو ورځ په ورځ کوچنی کېږي. کوښښ وکړئ چې د شهرت او ځان غټ ګڼلو پر ځای خپل فکر غټ کړئ؛ فکر مو چې ستر او پراخ شو بیا به پوه شئ چې «علم ډېر ستر سمندر دی او زه خو لا ډېر کوچنی ماهی یم چې لامبو په کې وهم.))
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده