په ازاده سوداګرۍ کې د افغانستان زیان

 
ازاده سوداګري یا ازاد تجارت د سوداګرۍ له لارو یا موډلونو څخه یو موډل دی چې د هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه له کوم محدویت ( ګمرکي تعرفې او مالیې) پرته ترسره کېږي. له نورو تجارتي موډلونو سره یې توپیر دا دی چې د هېوادونو ترمنځ د توکو اندازه ( تخصیص) د جوړونکي هېواد د توکو د قیمت پر بنسټ ټاکل کیږي چې د عرضې او تقاضا رېښتوني څرګندونه کوي.
د ازادې سوداګرۍ تړون د ازادو سوداګریزو سیمو د رامنځته کېدو لپاره مهم دی. ازاد بازار هم هغه ازاد اقتصادي نظام دی چېرې چې پیرودونکي او پلورونکي د راکړې ورکړې پر مهال له هېڅ راز فشار او زور سره نه وي مخ. هېوادونه د ازادو تجارتي سیمو خلک ازاد پریږدي او تولید کوونکي په خپله خوښه او اړتیا ته په پام تولید پر مخ وړي او دولت د قیمت ټاکلو او تولید محصول کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي چې د ازاد تجارت ځینې ځانګړتیاوې عبارت دي له:
ـ  د توکو ازاده راکړه ورکړه ( له ګمرکي تعرفو او نورو موانعو څخه پرته)
ـ بازار ته نېغ په نېغه لاس رسی
ـ د ازاد تجارت ضد پالیسیو نشتون
ـ د بازار اړوندو معلوماتو ته لاس رسی
ـ ازادې کاري قوې شتون
ـ د پانګې ازادانه حرکت
په پخوا زمانو کې د هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه به د سیاست په انډول کېده چې ډیویډ ریکارډو او اډم سمیت د انډول اقتصادي سیاست لومړني مخالفین ګڼل کیږي. اډم سمیت ازاد تجارت د هېوادونو د تمدن او پراختیا سبب باله او کورډل هال ازاد تجارت د سولې او پرمختګ بنسټ ګني.
همدارنګه اډم سمیت د ازاد تجارت ارزښت په اړه لیکي:« هر لرلید ډوډۍ راوړونکي شعار دا دی چې هېڅکله د هغه شي تولید فکر په کور کې دننه مه کوی کوم شي لګښت چې له بهر څخه دننه زیات وي.»
که یو بل هیواد د هغه توکو چې موږ ورته د کور دننه اړتیا لرو، د ارزان تولید وړتیا ولري بهتره ده موږ یې هیواد ته تیار شوي توکي راوړو او خپل ټول فکر د هغه توکو په تولید کې ولګوو چې نظر نورو هیوادونو ته اغېزمنتیا ( مثمریت ) ولري.
ډېری اقتصاد پوهان پورتني استدلال مني خو دې سره دا فکر هم لري :
که یو هېواد د دې وړتیا ولري چې د بل هېواد ټول اړین توکي په کم لګښت تولید او نورو هېوادونو ته یې ولیږي،  خو په دې وخت کې به د مقابل هیواد فزیکي قوه ( کارکوونکي ) بې کاره پاتې شي او هېواد به پر بهرني تولیدي اقتصاد ولاړ پاتې شي چې نتیجه کي به د هېواد کورني تولیدي اقتصاد زیان وویني.
ازاده سوداګري د وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ځینو ګټو ترڅنګ زیانونه هم لري، کورني تولیدات په ازاد بازار کې د کیفیت او قیمت له کبله سیالي نشي کولای چې دې سره کورني تولیدي توکي بازار له لاسه ورکوي او کورنۍ کارخونې شنډې او کارکوونکي یې کار له لاسه ورکوي.
همدارنګه هغه زېرمې چې په هېواد کې شته بهرنیو پانګوالو ته لاره هواروي چې خپلو هېوادونو ته یې په ډېر کم لګښت سره خام توکي ولیږدوي او بیا په لوړه بیه تیار شوي توکې همدغو وروسته پاتې او مخ پرودې هېوادونو ته صادر کړي.
د افغانستان په شان وروسته پاتې هېواد ته اړیتا لیدل کیږي چې تر هغه مهاله چې خپل کورنی تولیدي افتصاد یې پر خپلو پښو ودریږي له مخلوط اقتصادي سیستم څخه ګټه واخلي.
پر هغو توکو چې کور دننه یې تولیدات ناشوني یا په لوړه بیه تولیدیږي کم ګمرکي تعرفې وضع کړي، چې دې سره به د مالیاتو تر لاسه کولو له امله یو اندازه خپل ورځنیو کړنو لپاره بسپنه ترلاسه کړي او هم به خلکو ته اړین توکي ورسیږي.
پر هغه توکو چې کور دننه یې تولید په کمه بیه تمامیږي پر ورته توکو واردولو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع شي تر څو کورني تولیداتو سره په بازار موندني، بازار کې پاتې کېدو او زیات خرڅلاو کې مرسته کړي وي.
هغه کورنیو تولیداتو ته چې اغېزمنتیا یې نسبت د بهرنیو هېوادونو توکو ته زیاته وي د صادرولو لاره هواري کړي.
د کور دننه تولید شوي توکو ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته شي، تر څو د اړتیا په وخت کې ترې لازمه ګټه واخیستل شي چې ښه مثال يې زموږ تازه مېوې او زراعتي توکي دي، چې په خپل وخت کې یو من تر سلو افغانیو لوړ نه وي خو ګاونډیو هېوادونو ته تر صادریدلو او هلته ذخیره کیدو وروسته همدغه داخلي زراعتي توکي بېرته هېواد ته رالیږدول کیږي او یو من تر 400 افغانیو لوړ ځي چې دې سره هم د دولت او هم د عام ولس اقتصاد زیان ویني.
د افغانستان کوردننه ستونزو ته چې مسلکي ګارګر، کور دننه لویې کارخونو نشتوالی، امنیت، برېښنا او ځمکه چې کارخونو اساسي اړتیاوي دې شتون نلري، مالي او اقتصادي پالیسي ستونزي لري، ګمرکي او نورې مالي، ادارې پر فساد ککړې دې نو په داسي وخت کې ازاد تجارت ته تګ به یوازې زموږ د ځکمې لاندې طبیعي زېرمو له لاسه تګ څخه بل څه نه وي، نو لازمه ده چې د اوس لپاره افغانستان ازاد تجارت له پالیسي څخه لرې پاتې شي ترڅو خپلې زېرمې او کارکوونکو لپاره شته کاري زمینې خوندې وساتي .