
سهار یې مکتب ته دروانیدو پروخت له مور څخه دغرمنۍ خوراک دپاره څو روپۍ وغوښتې، مور یې ورته له خپل جیب څخه څو روپۍ رواخیستې او زوی ته یې ورکړې، ورته یې وویل چې زویه مکتب ته لاړشه، خوپام د وي چې له چا سره جنګ او غورځی ونه کړې.
له کوره راووت او له خپلو همزولوسره یوځای دمکتب په لور روان شو، ښوونځي ته لا نه وو رسیدلی چې په لاره کې ورته یو بې پلېټه سپین رنګه غواګۍ موټر ودرید، یو پټ مخې وسلوال کس ترې وپوښتل هلکانو دا لاره چېرته تللي ده؟ ده جوب ورکړ، دالار خو باک او تره کی په لوري تللي ده، پټ مخي کس په هلک کې سترګې ګنډلې وې او داسې یې ورته کتل ته وا ښکاري خپل ښکار ته ګوري.
موټر روان شو او هلکانو یو بل ته سره وکتل، دی په نورو وړاندې شو او ویې ویل چې دغو خلکو ولې موږ ته داسې په ځیرځیر کتل، ده خبرې نه وې خلاصې کړې چې موټر بیرته ددوی مخې ته راتاو شو، هلکانو منډې واخیستې او دکورونو مخه یې ونیوه، پټ مخې کسان له وسلو سره متصل په دوی پسې منډې کړې، هلکانو ودریږئ! تاسو ته وایم ودریږئ !! ودریږئ ګنې ولم مو!!!! دټوپک بیلوټ یې پسې راکش کړاو بیا یې غږ کړ، ودریږئ !!!!!!
له لږځنډ وروسته هلکان په کلي ننوتل او پټ مخي وسلوال ترې ستانه شول.
دې پېښې په منطقه کې ترهه خوره کړه، لدې وروسته به میندو او پلارانو خپل بچیان تر ډیره وخته ښوونځي ته نه پریښودل.
هغه کورنۍ چې له اقتصادي اړخه ښې وې، خپل بچیان یې له کلیو نه ښار ته ولیږل، ښارته په راغلیو زده کوونکیو کې یو دی هم وو.
خوست ښار اقتصاد لیسه کې یې ځان شامل کړ، پدې هیله چې یو وخت به دخپلې کورنۍ داقتصادي خپلواکۍ ترڅنګ دګران وطن اقتصادي خپلواکۍ لپاره منلې طرحې جوړې کړي.
ددیندارۍ یوه نمونه وه، په همدې شپه دماخوستن لمانځه لپاره خوست ښاریعقوبیو اډې مسجد ته روان وو، مسجد ته نه وو رسیدلی چې دبرق ریاست شمال ختیځ کونج کې ورپسې بم وچاودید، وجودیې ګرم شو،منډه یې واخیسته او د بې سرحده ډاکټرانود ختیځې دروازې مخې ته بې هوښه پریوت.
د ډاکټربابري ګل کلینیک ته په رسیدو یې خپل ځان حق ته وسپاره.
په کلي کې د اجرآتي قاتلانو له ویرې یې خوست ښار ته پنا راوړه، پدې هیله چې دخوست ښار بیداره(!) او زړور(!) پولیس به یې ژوند ته ارامي ورکړي، خو خبر نه وو چې دجنت ټیکه دارانو ته به لومړۍ ټیکټ دده په وژنه ترلاسه کیږي.
===============================================
ګران ابراهیم ته چې بیګا شپه خوست ښار کې دبم چاودنې ښکار شو.