
دوه څلوېښتم څپركى
داكټوبرپه اته ویشتمه په دره کې هوا سړه، اسمان پاک ؤاودغرونوپه سر دانجمن په سر دهوا دحالاتوکتونکي دالوتنې اجازه ورکړله. زموږپیلوټان دوشنبې ته د عارف دلېږلواو له هغې خوا د گروپ ځایناستو او د اکمالاتو راوړلو لپاره چمتو وو.
د الوتکې انجينران په همغه سهار د چورلکې په معاینه کولو باندې د تېرې ورځې د دوړو د توپان سره د مخامخ كېدلو زیات وخت ولگاوه څو پاتې ستونزې له منځه یوسي. ممتازانجينر عارف هوایي ډگر ته د الوتنې لپاره د مهالوېش څخه نیم ساعت وړاندې ولېږداوه. ما له عارف سره د جنرال فرانک د لیدنې په اړه خبرې اترې وکړې.
اړتيا نه وه چې ما عارف ته له دې چې راتلونکې لیدنه د جنرال فهیم او د شمالی ټلوالې لپاره څومره ارزښت لري، یادونه وکړم. خو ما ورته یادونه وکړله چې دنوموړې لیدنې لپاره باید جنرال فهیم ښه چمتو وي ځکه جنرال فرانک غواړي چې د جنرال فهیم د ځواکونو د اندازې او تشكېل او په کابل باندې د برید پلان، د تخار سره په لومړی کرښه باندې د برید او په نتیجه کې د تالقانو په ښار باندې د فشار راوړلو د څرنگوالي په اړه به د مالوماتو غوښتنه کوي.
په عین وخت کې باید جنرال فهیم د جنرال فرانک څخه د راتلونکې جگړې لپاره د هوايي بمباری د مرستې او هر هغه اړین اکمالاتو او توكو چې د جگړی لپاره د سرتېرو د پوره چمتووالي لپاره پکار وي، واضحًٍ غوښتنه وکړي.
همدارنگه جنرال به دا پوښتنه چې ولې جنرال فهیم په طالبانو باندې تراوسه برید نه دی کړی، په داسې حال کې چې جنرال دوستم او عطا دواړه د مزارشریف په سیمه کې د برید په حال کې په کراره خو ثابت پرمختگ کوي، مطرح کوي. ما ددې دپاره چې جنرال فهیم او په خپلو ځوابونو کې سېده او رښتینی وي، ټینگه سپارښتنه وکړله.
جنرال فرانک ددغه لیدنې وروسته پرجنرال فهیم او د هغه په توان باندې چې وکولای شي په كاميابۍ سره یو پلان شوی برید پرمخ بوځي، باید ډاډمن ولاړ شي.
زما جیپ موټر د پنجشیر د سیند په نیمايې کې د اوبو شړپهار او د باسکټبال توپ په اندازه په غټو تیږو باندې د ختلو له امله ښکته او پورته كېده، چورلکه هم هوا ته پورته او د هوا په لورې والوتله. ما چورلکه ترهغې چې په اسمان کې په یوه وړه نقطه بدله شوله، کتله او ددې هیله مند وم چې جنرال فهیم د مېز په هاخوا د زورور امريكني افسرانو سره د كېناستلو پرهمال پرځان باوري واوسي.
یو ساعت وروسته زه، ریک او کریس د کار مېز سره د سهار دتلگرافونو د لوستلو لپاره ناست و او له چورلکې مخابره وشوه. گریگ په ټليفون باندې خبرې کولې او خبر یې راکړ چې د تیلو پایپ خراب او فلترې یې بندې دي. دوی غواړي د فیض اباد څخه لږهاخوا چورلکه د جوړولو لپاره ښکته کړي.
هغه ارام ښكارېده ځکه چې په دښته کې د چورلکې بېړنۍ او ناڅپي ښکته كېدنه یوه ورځنۍ پېښه وه. هغه مخابره قطع کړه او ویې ویل چې د ستونزې د اندازې د څرنگوالید پوهېدلو په پايله کې به هغوی له موږ سره اړيکه ونيسي.
د دوه ورځو په بهير کې دا د الوتکې دوهم جدي ستونزه وه. ما د چورلکې په اړه یو ځل د خندا وړ تعریف اورېدلی و. د چورلکې د فعالیت پر مهال لس زره خوځېدونکې پرزې په خواره کلکه توگه د جلا كېدلو کوښښ کوي او دلته ستونزې په تیلو کې د خاورو شتوالی و چې موږ یې کارولو ته اړ و. سیمه يیز پټرول چې موږ د جنراټورونه لپاه کارولو دومره خیرن و چې ټانکۍ ته مو د جرابې(فلتر. ژ) له لارې اچول فلټر به یې بیا هم ډېر ژر خیرن کړ او کله خو به جنراټور یو ساعت وروسته هم بند شو او زموږ د ارتباتاتو افسران به یې ښکنځل او لعنت ویلو ته اړباسل. بک وویل چې په عادي ډوله هغه د تیلو فلټر په عادي ډول د هر اته ساعته سفر وروسته بدلول خو اوس اړ دی چې هر دوه یا درې ساعته وروسته سربیره پردې چې دا حالت یو جدي حالت و ځکه چې فیض اباد د هندوکش په لیرې پرته سیمه کې دی او د كېنتاستلو لپاره ناکافي اندازه ځای پیدا كېږي.
پخپل منځ کې مو دا پوښتنه چې که چېرې په داسې حال کې چې چورلکه د غرونو په سر وای او د كېناستلو لپاره ځای هم نه وای، فلټر هم د خاورو له امله وربند وای، څه به پېښ وای، په زوره ونکړه.
زه نه پوهېدم چې ددغه ناپوښتل شوي سوال د ځواب سره به زه څو ورځې وروسته زه پخپله مخامخ كېږم. دېرش دقیقې وروسته گریگ خبر راکړ چې د تیلو فلټرونه یې بدلکړل او اوس انجنونه هم نرم چلیږي. دوی دوشنبې ته بیا په خوځېدو و. هغوی پلان درلود چې په دوشنبه کې چورلکه په احیتاط سره معاینه او ټانکې یې په تېلو پرېمينځي او له پاکه تېلو یې ډکه کړي. دوی شپه په دوشنبه کې تېره کړي او راتلونکى مازدیگر راگرځېدل. همغه مازدیگر ما ځان بیا هم ناروغ احساس کړ، بس نو نوره مې د څه هیله کړې وای؟ زما د ناروغی نښو او نښانو د نه راتگ یوه اونۍ تېرېدله. په همغه ماښام خوب ته نسبتا وختي لاړم او په لاس جوړ شوي بوتلان مې لاس ته نږدې كېښودل.