غزل

يا مې هــيڅ لــــــيدلی نه وای، يا لـيدلی مې ښه سم وای
يا راغلی له جنګ نه وای يا بس کاش چې لږ خو تم وای
زه بــــــه زړه ورتــــه سوری کـــړم ليک به ولـيکم په وينو
خــــو چې نن څــــوک په ژڼکو کې مــــحمد بن قاسم وای
ياد ېـــې دې حد ته راوســــتي لکه وران تصوير يم چوپه
کاش جــــوړه ورسره مړه وای يا ژوندی ماشوم صنم وای
پـــدې چــــــــم پـــــــسې به هـــــله ما ؤ زړه لــــــه زړه تـــــړلی
جــــــنازو پر ځای ډولی وای هم ويــــر نه وای تـــــرنم وای
بلـــــينډه که توپان مــــړه کړه نو تياره به شـــــي اريــــــوبه
دريغه بله نــــــوښتګره دې هم شـــــته په شينکي چم وای