غزل

اوس چــــــــې ټپې مــــــــــې د بنګړو په شانې شور نه لري
اوس ښاپېرۍ پــــــرما زړه ســــــوی لکه د مـــــــور نه لري

اوس ددې غـــــرونو هــــــر تنګي کـــــې ډلې ډلې غازيان
نــــــور دې څـــــــوک نه وايي چې مړي زمونږ پور نه لري

اوس خـــــــو كيسه مې د ژوندون ليک ده په بل يوه در
اوس په ګـــــــــودر کې ناسته پاسته هاسې سور نه لري

اوس په دعا کې مې يو څوک اوس مې ارمان ورپسې
جـــــونه ګومان کړي چــــې بدرۍ د ســـترګوتور نه لري

چې جــــينکۍ مـــــــــيړانې ســــــتايي په ګودر د وروڼو
بلېنډه پاڅـــــــــې ډکې سترګې چې حيف ورور نه لري