دا کيسيز نظم او دې ته ورته ډير نو ر شعرونه ، کيسې او په زړه پورې مالومات کولای شئ د ماشوم د ادبياتو د کور په پاڼه کې ولولئ .
mashom.blogfa.com
زه بیداره یم له ما خو
یو غزل نیمګړی پاتې
ته تراوسه نازنینه
ولې ویښ ېې ، للو نه کړې
نیمه شپه ده خلکو دوه انډه خوب کړی
ته دې ځرځې سترګې اوس هم
رپوې او بیدار پروت ېې
وی له ما خو په خدای هیر و
چې کيسې ته انتظار ېې
نن خو ډیر مې په سر درد او زړګی ستړی
نن د کوم( غازي داستان )به درته وایم
نه د( ځوان سالار) تاریخ درته لوستی شم
خو ځه دې کيسې ته ښه غوږ شه ګلورینه
دا به لږه شان پیکه ، لږه اوږده وي
ځای په ځای کې پیچیدلې
زه به ډیره هڅه وکړم
چې د ستا د ذهن رؤ سره ېې بوځم
شاید مینځ کې ېې اوده شې
کوندې نیمه کې شي پاتې
خو ځه ته نو که اوده شوې
پاتې برخه به ېې بله شپه کې واورې
ها غه شنه دره چې مات پکې دیوان شول
ها چې توغ ېې د بري له (قافه ) راوړ
ها چې ډکه له یتیمو ، له ورور مړو
په هماغې شنې درې کې یوې زرکې
یو دم ، نوی ، څه عجیب شان الوت وکړ
هر یو پل ېې له شپیتو تالونو ډک ؤ
مسته غاړه کې ېې درې اویا سورونه
هر اهنګ کې ېې اتیا رنګه راګونه
زرکه نه وه ، تا وې ِورد بس د( داوٌد ( ع)) دی
په لومړۍ غاړه ېې ستوري په ژړا کړل
د خیالو چرچې ېې لوړې تر اسمانه
هر لپه کې ېې ځای بحر کاهیل و
زرکه ښکلې مقدسه مسلمانه
د زړګي راهیل کې ایښی ېې قران و
له خبرو وریدې ېې ملغلرې
ولایت ېې د خپل زړه سپيڅلی نیت و
ضرور کړې کوم یو پیر ورته دعا وه
زرکه ناسته د خپل غره په یو نښتر کې
په نظر کې ېې راټوله شنه دره وه
شنه دره یوځلې بیا په ویر لړلې
شنې درې کې یو ځل بیا د اور توپان و
شنه دره یو ځلې بیا د ولکې لاندې
شنې درې کې یو ځل بیا پردۍ لښکرې
زرکې ټوله ورځ لیدلې ناخوالې به
اوریدلې ېې د غره د مرغکیو
له هیبته ډکې کوکې
او لیدل به ېې په غبرګو
ګلالي واړه بچي د شنو طوطیانو
او کوترې به شهیدې ځای په ځای وې
بې بڼکو ، بې مښکو بې پاپیو
زرکه ښکلې مقدسه مسلمانه
په احساس باندې غښتلې له ازل وه
نو ېې پریښودې له ناز ه ډکې غاړې
تکبیرونه ېې کړل غبرګ په ترنم کې
څو بازان ېې ګړنګونو کې راویښ کړل
زرکه ناسته د خپل غره په دنګ نښتر کې
شرنګ د تورو ېې بیل رنګ په درې خپور کړ
ټپې ټوپې ېې سندرې کړې له مخه
د ها تکو شنو طوطیانو
او له ناز ډکو بلبلو
چې پنجرو کې ساتل شوي
رالوی شوي غلامان وو
زرکه ناسته د درې په دنګ نښتر کې
په اسره د الهي وه
یوه ورځ ېې په بڼکې
له حکمت ډکې خبرې
د یو باز په نوم تراش کړې
دغه باز یاغي صفته
چې وختونو له سلګونو غرو راغونو
له درې و پنا کړی
دغه کرښې په حکمت باندې اوبدلې
چې زما د درې بازه
زه په دنګ نښتر کې ناسته
تش اسره مې د لوی خدای ده
خدای راکړی لوی جمال دی
نه مې خوا کې کوم غښتلی
نه په نوم د کوم سرزوري ښکلي زرک یم
نو ویریږم نه چې کوم یو
لیونی شانې زرک پاڅي
د زړګي هوس لمبه کړي
هره هیله کړي خماره
زما تصویر په زړګي نقش کړي
هسې نه چې ټول تالونه مې ګونګي کړي
هسې نه چې مې د ټنډې پره داغ کړي
نو ماشومه ګلورینه نازنینه
دې بڼکې باندې لیک د حکمت کرښې
د باز زړه باندې انځور شوې
خپل وزرونه ېې د زرکې په سر کیښول
د ملا تړ غږ ېې په شنې درې کې خپور شو
ګنې لاره د باز بیله وه له زرکې
وو په ژوند کې ېې یو دوه ځله لیدلي
زرکه لرې وه د باز له خوی خصلته
خو ها څو له حکمت ډکو کرښو یو کړل
مودې واوښتې کاروان د ژوند روان و
ناورین ورځ په ورځ دره کې په غورځنګ و
زرکه ناسته لا هماغسې نښتر کې
لا ېې زور د تکبیرونو په څپو وو
اقتدا ورپسې ډیرو زرکو وکړه
هم طوطیانو ، مرغکیو تکبیر پیل کړ
ددرې په هر تنګي او هر راغه کې
د کوترو او د مستو مستو زرکو
په ټپو د زرکې زړونه مالا مال وو
ها چې لمر ېې په بلۍ لومړۍ راخیږي
د یاغي باغي بازانو له مالته
ها چې بیل بیل ېې الوت دی
د سهار تر ستورو کړی
د هماغو له کنډوه
یو کارغه غاړه تازه کړه
د کارغه زړه د خپل مخ په رنګې تور و
چې به کله ېې د زرکې راګ تر غوږ شو
شنه لوخړه به ېې پورته له زړګي شوه
د الله په قدرتونو ېې کړه رخه
زړ ه ېې ستړی و له خپله کاغه کاغه
ده همدغه غاړه زده وه
خپل دې بغ غږ ېې خوړلي وو غوږونه
نوتکل ېې په زړګي کې په ټوپونو
تګ د زرکې ېې ارمان د خپل نوښت شو
خپل ټولګي ورته لاباټې په زړه بار کړې
ده هم واخیستل مستۍ کې قدمونه
هی قربان دې شم ګلرنګه
ستا خو سترګې ورغلي
نیمه شپه ده چې به ته نو
د کيسې په کوم پړاو کې اوده شوی
صدقه دې له دې ښکلو ښکلو سترګو
قیصه پاتې نیم پړاو ده
ځه سبا شپه به دا نوره درته وکړم
بله شپه او ماشوم ته د کيسې پاتې برخه :
ستا بیګا شپه ګلورینه
د کيسې په نیمايي کې
ښکلې سترګې وې ورغلې
شپه پخه وه ستوري هم دومره خمار وو
تا به ویل چې به راغورځي
ماته هم خوب غلې غلې
له ناز ډکې ټالۍ راکړې
اوس به بیا درته هماغه
کيسه پیل کړمه ګلرنګه
خو پوهیږم نه چې ته به
د کيسې په کوم پړاو کې اوده شوی
ځه کارغه نه به ېې پیل کړم
چې د زرکې غاړې وړی ترې جهان و
زړه ېې تور و د خپل مخ به رنګ ناولی
د الله په قدرتو ېې کړله رخه
زړه موړ بس له خپله کاغه کاغه
ده همدغه غاړه زده وه
خپل دې بغ غږ ېې خوړلي وو غوږونه
نو تکل ېې په زړګي تقلید دزرکې
په یو وچ چینار کې کیناست
خپل وچ بغ غږ ېې نری کړ
خپل کاغ کاغ ېې څه په نوی رنګ کې ووې
هر انداز ېې د یوې زرکې په خوی وکړ
خپلو هم سلا کارغانو پرې واه واه کړل
لا ېې زړه کې د نوښت هوس په جوش شو
لا ارمان د باتورۍ ېې زړه کې خورند
چې د زرکې له هر راګه ډکه غاړه
چې د خپل چټک مزل د پاره پرې کړي
خو کارغه دې ته پام نه و
چې کارغه بیا هم هماغه تور کارغه وي
زرکه خدای دې پیدا کړې مقدسه
زرکه پاکه مسلمانه په زړه سپینه
خپل یقین ېې په ګومان باندې غالب و
یوه ورځ ورته کارغه سلام راووې
کارغه غږ و نری کړی
زرکې څه په ورین تندي ېې سلام واخیست
کارغه خپله شجره ورته بیان کړه
کله څنګه ، کله څنګه پړاوونه
زرکې هم ورته له خپل ټبره ووې
هم ېې پته د خپل دنګ نښتر بیان کړه
زرکه خوښه زرکه مسکه او ډاډه شوه
چې اخ شکر یوه زرکه مې شوه مله
خو خبره پدې نه وه
چې کارغه دی او دا غږ ېې نری کړی
خوی ته رنګ ېې دی ورکړی
په عادت د مستو زرکو
کارغه لرې و د زرکې له نظره
یوه ورځ ېې ورته ووې
زرکې ستا په مٌریدۍ کې مې درواخله
زه غریبه څوک مې نیشته
غواړم وکړم پروازونه
د مکې وکړم سیلونه
مدینه مې په زړه اووري
نو دعا به درته وکړم
په الوت مې د خیالونو
یو سپیڅلی راګ را زده کړه
په نغمو کې ستا په شانې
اور ورینه غاړه غواړم
چې اوده بازان راویښ کړم
زرکه پاکه مسلمانه
ترې ېې ځار خپلې ټپې کړې
اهنګونه ېې ورزده کړل
پرې راګونه ېې پاخه کړل
خو کارغه بیا هم کارغه و
بیا به هم ترې سور خطا شو
له سپیڅلې راګ به واوښت
لاوړې ګیتې به ېې پیل کړې
کارغه ټوغ و خپل انداز ته
لږ په نوي رنګ سندرې
ېې له زرکې ځينې زده کړې
لږ ېې نوم درې کې خپور شو
څو بازانو ېې هم وکړه یادونه
یو څو زرکو ېې له جوش وکړه ستاینه
ته پوهیږې ګلورینه
یوه ورځ ېې غلي زرکې ته راووې
چې زما تر چینار راشه
د چینار پته ېې ورکړه
زرکه مسکه ویل ېې نه زما همزولې
زه قربان دې له چینار شم
ته زما تر نښتر راشه
ستا وزرونه خو رک روغ دي
ښه بې غمه پرې الوت کړې
زما وزرونه خو تړلي زرین تار دي
زه په تمه درته ناسته
خدای دې راوله ګلرنګې
په خیر راشې او تل راشې
زرواري دې شمه ګرانې
سترګې کله په باڼو دي
درنې شوي ښه پوهیږې
مودې وشوې چې یواځې
بې همزولې بې ملګرې
په خدای ژوند خو شکر خوږ دی
خو درنې پرې خاطرې دي
ته منې چې له ډیر وخته
مې په زړه بلا کيسې دي
زه هم غواړمه له خدایه
چې څوک ستا په شان خورکه
چرته راشي تر نښتر مې
تر سهاره سره کینو
ښې سندرې سره وکړو
ته هم خپل شعرونه واېې
زه هم خپل اوږده نظمونه
بیا سبا چې شې روانه
نو د سرو زرو بڼکه
او د زړه یو څو راګونه
په ډالۍ کې درله درکړم
او ته هم تر خپله چیناره
او تر خپلو ها همزولو
زما تصویرپه زړه کې یوسې
خو ماشومه ګلورینه
دا کارغه و زرکه نه وه
نو به څنګه تر نښتر ېې
د راتلو وعده پوره وای
یوه ورځ یو غرني باز
د وجود په ترې پرې
دغه کرښې ولیکلې
چې ای زرکې مقدسې
دا کارغه دی زرکه نه ده
دا ېې غږ دی نری کړی
ستا نوښت ېې زړه خوړلی
ستا ټپو سره ېې رخه
ستا وزر پرې کول غواړي
ستا اوه شله راګونه
مست تالونه او سورونه
ېې د وړاندې مزل خنډ دي
همدا تور مخی کارغه دی
چې ېې دلته له تا لرې
ستا راګونه ټول بدنام کړل
په بلابلا نومونو ېې کړې یاده
دا یوه ډله د کارغانو
ځینې ستا د اړخي لورې
ځینې نوره د راغونو
سره ټول پدې بیعت دي
چې د ستا اویا تالونه
او اوه شله راګونه
ټول له یو مخیزه ګونګ کړي
زرکه ښکلې مقدسه
په زړه سپینه مسلمانه
خپل یقین ېې پر ګمان باندې غالب و
بیا ېې هم کارغه ته لیک کې
دومره ووې چې ای زرکې
لږ په جګ غږ رانارې کړه
دا اواز دې نری کړی
ماته ښکاري زرکه نه ېې
نو کارغه په انداز پوی شو
پښې ېې سپکې له چینار کړې
د خپل ځان په ویر اخته شو
څه بلا بلا خیالونه
اندیښنې ېې په سر بار شوې
کارغه دغه اندیښنه کې
چې دا زرکه پسې غاړه تازه نه کړې
چرته راګ کې برسیرن ېې هویت نه کړي
نو ېې ډوبه کړه مښوکه
د دنیا په ګند وکارو
او په لور ېې ددې زرکې
یو څو ځله وڅنډله
کارغه بیا هم یو کارغه په تن ناولی
پدې پوی نه شو چې ټولې
هاغه څریکې ېې وي ځان پورې مښلې
ځکه زرکه مقدسه مسلمانه
خدای ورکړې له ازله لویه برخه
د زړګي راهیل کې ایښی ېې قران و
خوله ېې ډکه د جنت له ملغلرو
د کارغه د شان شوکته ډیره لرې
زرکه اوس هم په ها دنګ نښتر کې ناسته
کارغه چوخې سترګې ورک شو له چیناره
زرکه اوس هم مالامال ده په راګونو
کارغه زده ها خپله غاړه هم کړه هیره
زرکه اوس هم په دعا کې د حق پالو
زرکه اوس هم له عادته میړنۍ ده
زرکه اوس هم جادوګرې ټپې وايي
اوس للو شه کيسه خلاصه شوه ماشومه
دا دره څه له عجیبو پیښو ډکه
بیا به بله شپه یوه نوې کيسه واورې
د کوچي ماما د سره سالو داستان دی
وروستي