
د باده او ترياک حکايت
د احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ کال د اګست ٢٧
ګرانه ملګريه!
انسان په خپل ژوند کې بيلابيل ژوندونه سرته رسوي. زه هم په ژوند کې دوه رازه ژوند سره مخامخ يم يو راز له قيدخانې څخه بهر او بل ډول يې په بند کې :
هم سمندر باش و هم ماهى که در اقليم عشق
روى دريا ســـــــــــــلسبيل و قعر دريا آتش است
زما دواړه ډوله ژوند بيلابيل رنګونه لري تاسو شايد چې يو و ګورﺉ او بل ته ونه رسيږئ :
لباس صورت اگر واژ کون کنم بينند
که خرقۀ خشنم ما يۀ مطلاباف است
له قيد نه په بهر ژوندانه کې مې په طبيعت کې بدلون رانه وستلاى شو او په خپل ځان کې ورک وم. زما دماغ له خپلو افکارو څخه وتل نه غوښتل او زړه مې خپل ښکلى جهان نه پريښوده، په بزم او انجمن کې د زړه بار نه وم خو پياوړى يار هم نه وم:
تاکى چوموج بحر بهر سوشتا فتن
درعين بحر پاى چو گر داب بندکن
خو څرنګه چې د حالاتو جريان دقيد او بند پيغام راوړي زه هم هڅه کوم چې ځان کورټ بدل کړم. زه خپل وروستى دماغ له سر څخه وکاږم او په نوي دماغ يې تش ځاى ډکول غواړم چې د زړه حريم ته ګورم چې تش دى نو هڅه کوم چې نوې نوې ښکلاوې په کې پيدا کړم او بيا يې له سره وښکلم:
وقتيست دگربت کده سازند حرم را
وګورم چېد صورت د تحول په چاره کې تر کوم ځاى پورې بريالى کيږم؟ دا فيصله به د نورو وې خو ماته د ځان تير ايستلو له پاره همدومره برياليتوب بس دى چې اکثر اوقات خپل تير ژوند هيروم او چې تير ژوند راپه زړه نه شي نو زه يې هم بيرته نه شم راوستلاى:
دل که جمعست غم ازبى سروسامانى نيست
فکر جمعيت اگر نيست پريشانى نيــــــــست
که تاسو ما په دې عالم کې و ګورﺉ نو خيال به وکړﺉ چې زما تير ژوند زه د قيد خانۍ تر دروازې پورې راورسولم او نور بيرته لاړ او اوس له يو بل راز ژوند سره سابقه لرم. هغه ژوند چې تر پرونه پورې به خپلو حالاتو کې ورک و او له خوښيو سره آشنا و، نن ناڅاپه د داسې ژوند په قالب کې پروت دى چې له خوښيو نه پرته له نور هيڅ چا سره آشنا نه دى هر وخت خوشاله يم او هر ناوړه حالت راباندې په خوښۍ تيريږي چې دستور العمل دادى:
حاصل کار گه کون و مکان اين همه نيـــــست
باده پيش آرکه اسباب جهان اين همه نيــــــست
پنج روزى که در ين مر حله مهـــــــــــــــــلت دارى
خوش بياساى زمانى که زمان اين همه نيست
ما د قيد خانې ژوند له دوو متضادو فلسفونه ترکيب کړى دى په دې کې يو توکى رواقیه دى او بل لذتيه دى:
پنبه را آشتى اين جابه شرار افتادست
تر کومه ځايه پورې چې د ناوړو حالاتو سره تعلق لري د رواقيت ملهم ورباندې ږدم او ددغو حالاتو دسکونډلو د هيرولو هڅه کوم:
هر وقت بد که روى دهد آب ســــــېــل دان
هر نقش خوش که جلوه کند موج اب گير
او تر کومه ځايه چې د خوښيو پر ژوند اړه لري له لذتيه ګوټ نه ورته ګورم او خوښي کوم:
هر وقت خوش که دست دهد مغتنم شمار
کس را وقوف نيست که انجام کار چيست
ما په خپل د کاکتيل په جام کې دوه بوتله تش کړل. پرته له دغه جام نه په بل جام زما تنده نه ماتيږي. داسې يې وبوله چې د باده او ترياک حکايت مې تازه کړى:
چنان افيون ساقى درمى افگند
حريفان رانه سر ماند و نه دستار
البته د کاکتيل دانسخه د خام کار د وس څيز نه دى يوازې زاړه او پاخه مې خوران ترې کار اخيستلاى شي. د ورموت او جن د مرکب څښونکي دا درې پيالې اخيستلاى شي. مولاناى روم همدې معاملو ته اشاره کړې ده:
باده آن درخور هر هوش نيست
حلقه آن سخره هر گوش نيست
تاسو به وايې چې د بنديخانې رواقي ژوند لکه چې در باندې ښه لګيدلى چې د ژوندانه له کړاوونو نه بې پروايي غواړې . ولې د لذتيه وو د عياشۍ هلته څه ځاى شته ؟ څوک چې له بنديخانې څخه د باندې هم د کوم ښه ژوند خاوند نه وي په بنديخانې کې کله د ښه او هوسا ژوندانه خاوند کيدلاى شي؟ خو زه در په زړه کوم چې د انسان اصلي عيش د ماغي عيش دى د جسم نه دى . زه له لذتيه وو څخه دماغ اخلم او جسم ورته پريږدم مرحوم داغ له ناصح څخه يوازې دده ژپه غواړي:
ملى جوحشرمين لى لون زبان ناصح کى
عجيب چيز هى يه طول مدعا کى ليى ([1])
او که غور وکړي دا هم زمونږ دوهم او خيال يو فريب دى چې خپل سرو سامان له ځان نه په بهر کې لټوو او که دا د فريب پرده ليرې کړې او وګورې نو درته به جوته شي چې هغه له مونږ نه بهر نه دى په خپله په مونږ کې موجود دى . د هوساينې او خوښې غوړيدلي ګلان چې په خپل چاپيريال کې غواړو او نه يې مومو هغه زمونږ په دننيو چمنو کې هميشه غوړيږي او مړاوي کېږي خو بدمرغي داده چې مونږ له خپل چاپيريال نه خبريو خوله ځان څخه خبر نه يو “ وفى انفسکم افلا تبصرون”
کهيى تجهـ کونه پايا ګر چه هم نى اک جهان ډونډها
پهر آخر دل هى مين پا يا بغل هى مين سى نکلا ([2])
د ځنګل طاووس څوک په باغ او چمن کې نه شي موندلى د هغه چمن د هغه په څنګ کې وي که کوم ځاى کې يې کومه بڼکه ولويږي هغه ځاى به ورباندې رنګينه ګلبڼ شي:
نه باصحرا سرى دارم نه با گلزار شد تماشايى
به هر جامى روم از خويش مى جوســــــــودا يى!
د بنديخانې په دننه کې هم هره ورځ لمر ځليږي او د سبوږميو شپو د بندي او غير بندې تر منځ توپير نه دى کړى. په تورو تيارو شپو کې چې د آسمان ستوري ځليږي هغه يوازې له بنديخانې نه بهر نه ځليږي، د بنديخانې د بنديانو برخه هم کوي او ورباندې راڼه راڼه ځليږي.
چې د سهار سپينه رڼا خوره شي او دماښام د شفق سور څادر خور شي نو يوازې دشتمنو او هوسا وګړو پر بنګلو دا رڼا او سور والى نه پريوزي بنديان يې هم ليدلاى شي. فطرت د انسان په دود دا کار نه دى کړى چې څوک خپه او څوک خوښ کړي بلکه کله چې له خپل ښکلي مخ نه پرده پورته کړي نو هر چاته خپل مخ څرګندوي دا زموږ بې پروايي ده چې سترګې لرو او دا ښکلا نه شو ليدلاى او په خپل چاپيريال کې ورک او تري تم يو په هغه بنديخانې کې چې ګهيځ هره ورځ خاندې هلته چې هره ورځ ماښام خپله پرده غوړوي هلته چې د آسمان راڼه ستوري ستر ګکونه وهي کله نړۍ د سپوږمۍ په وړانګو ښکلی وي هره ورځ ورباندې لمر خپلېزرې پلوشې خپر وي هره ورځ په کې د ښکلو مرغيو چغهار وي دا ځاى په دې نامه چې بنديخانه ده څرنګه د مزو چړچو له سامانو څخه تش وبولو ! دلته خو د کاري سازو سامان ساحه دومره پراخيده چې يو کوټ هم ور څخه تش نه دى خو ټول کړاو او خواشینى داده چې زمونږ خپل زړه او دماغ ورکيږي.
مونږ له ځان څخه د باندې هر څه غواړو او حال دادى که غواړو چې دا سازو سامان د لاسه کړو دا ساز او سامان زمونږ د زړه او دماغ په خونه کې ټول چمتو پروت دى:
بغير دل همه نقش ونگار بې معنى است
همين ورق که سيه گشت مدعا اينجاست
که ماڼې او قصر نه وي د کومې ونۍ له سيوري نه کار اخيستلاى شو که ورښمين فرشونه نه وي د وښو پرفرشونو کيناستلى شو ، که بريښنا نه وي د آسمان راڼه ځلانده ستوري خو شته ، که د دنيا ټولې رنګينې نه وي نه دې وي هره ورځ خو د ګهيځ رڼا راته خاندي ، سپوږمۍ خو مو پر سر باندې تل خپلې وړانګې راغوړوي . خو که ژوندى زړه مو په سينه کې نه وي نو دده بدل به په کوم ځاى کې ومومو ؟ دده د ځاى د ډکولو له پاره به د کوم نغري له انګار نه کار اخلو:
مجهى يهډرهى، دل زنده! تو نه مرجاى
که زندگانى عبارت هى تيرى جينى سى ([3])
زه به تاسو ته وښيم چې په دغه لار کې زما د برياليتوبونو راز څه دى ؟ زه خپل زړه مرګ ته نه سپارم ، په هر حال کې چې يم په هر ځاى کې چې يم زما زړه له ټوپونو نه نه لويږي زه پوهيږم چې د جهان ټولې خوښې او رنگينې د زړه په ميکده کې دي که زړه وران شي نور نو ټول جهان ورانيږي:
از صد سخن پيرم يک حرف مراياد است
عالم نه شود ويران تا ميکده آباد اســــت!
که د بهر ټول ساز و سامان او هوساينې له ما نه واخيستل شي خو چې خپل زړه را سره وي څوک له ما څخه خوښي خوشالي اخيستلاى شي؟
ديدمش خرم و خندان قدح باده بدست
و آن در آينه صد گونه تماشا ميکرد
گفتم اين جام جهان بتو کى داد حکيم؟
گفت آنروز يکه اين گنبد مينا ميکرد
تاسو ته معلومه ده چې زه د سحر د درې او څلورو بجو ترمينځ راويښيږم او پرله پسې د چاى پيالې يوه د بلې پسې څښم د شيراز د خواجه په شان زما د حال آواز داسې وي:
خور شيد مى ز مشرق ساغر طلوع کرد
گر برگ عيش مى طلبى ترک خواب کن
دا مهال زما له پاره ډېر خوندور مهال دى خو د بنديخانې په ژوند کې په کې لاخوند را پيدا کوي ، دلته داسې څوک نه وي چې دغه مهال له خوبه راويښ شوى وي او چاى يې جوړ کړى زما په مخکې ايښى وي نو ځکه له خپل لاس نه کار اخلم او په خوند ځان ته چاى جوړوم او د چين د چاى کوتۍ پراينزم او چاى کوم بيا پر ميز ښي خواته چاى او صراحي ږدم او چپ لوري ته کاغذ او قلم ږدم او بيا ورته په څوکې باندې کښينم نو پوښتنه مه کوﺉ چې له کښيناستو سره کوم عالم ته رسيږم!
هيڅ شراب خور به دومره خوند له زړو شرابو څخه وانه خلي لکه چې زه يې د چاى له هر غړپ څخه اخلم:
مادر پياله عکس رخ يار ديده ايم
اى بى خبر زلذت شـــــــرب مدام ما
تاسو ته معلومه ده چې زه چاى په روسي پياله کې څښم دا پياله د چاى له معمولي پيالونه ډېره وړه ده که په بې ذوقې سره يې وڅښم نو په دوه غړپه پاى ته رسيږي خو زه په داسې بې ذوقې سره نه مرتکب کيږم. زه د پخو شرابيانو په شان په ورو ورو چاى څښم او واړه واړه غړپونه کوم نو چې لومړى پياله پاى ته ورسيږي يو څه ځنډ کوم او دومره ځنډ چې وس مې کيږي او بيا دوهمه او دريمه پياله اخلم او دنيا او ددنيا ټول سوداو زيان هيروم:
خوشتر از فکر مى وجام چه خواهد بودن
تا به بينم، ســــــــــــرانجام چه خواهد بودن
دا مهال چې دا کرښې ليکم په هغه عالم کې يم او نه پوهيږم چې د اګست له نهم څخه را په دې خوا به دنيا څه حال لري او اوس به څه کيږي:
شراب تلخ ده ســـــــــــــاقى که مردافگن بود زورش
که تايک دم بياســــــــــــــــــــايم زدنيا و شروشورش
کمـــــــــــــــــــــــند صيد بهرامى بيفگن جام مى بردار
که من پيمودم اين صحرا نه بهرام اســت نى گورش
زما بل خوندور مهال د غرمې مهال دى چې په ليکلو ليکلو ستړى شم نو د يو څه وخت له پاره پريوزم بيا پاڅيږم ولامبم او بیا چاى وکړم او بيا خپلو کارو کې ورک شم او شنه اسمان او ځلاند لمر ته ګورم او د زړه د خونې هره کړکۍ پراينزم چې پر زړه مې څومره دغم او کړاو ګردونه پراته وي خو چې شنه آسمان او ځلانده لمر ته وګورم نا څاپه مې په زړه باندې رڼا راخپره شي:
بازم به کلبه کيست نه شمع ونه آفتاب
بام ودرم ز ذره و پروانه پر شده اســت
خلک تل دا هڅه کوي چې لوى او ستر کارونه وکړي خو نه پوهيږم چې له ټولو کارو څخه لوى کار په خپله په خندا او خوشالۍ ژوند کول دي له دې نه اسان کار نه شته چې ومرو او له دې نه سخت کار نه شته چې ژوند وکړو ، چاچې دا مشکل حل کړى د ژوندانه ډېر ستر کار يې سرته رسولى دى:
ناصحم گفت که جز غم چى هنر دارد عشق
گفتم اى خواجه عــــــــاقل هنرى بهتر ازين
غالباً پخوانې چينايان له نورو اقوامو څخه د ژوند پر مسئله ښه پوهيدل په يوه پخواني زړه چينئ مقوله کې پوښتنه شوې ده: “ له هر چانه ډېرپوه څوک دى ؟ “ بيا مو اب ورکول شوى : “ هغه څوک دى چې تل خوښ وي . “ له دې څخه مونږ ته د ژوند چينى فلسفه جوتيږي او په دې کې شک نشته چې دا فلسفه سمه فلسفه ده:
نه هر درخت تحمل کندجفاى خزان
غلام همت ســــروم که اين قدم دارد
که تاسو دلته په هر حال کې د خوښ ژوند هنر زده کړﺉ نو باور وکړﺉ چې له هر څه څخه مو ستر کار زده کړى دى. اوس دې پوښتنې ته ځاى نه پاتې کيږي چې بل څه زده کړي. په خپله هم ځان خوښ ساتی او نورو ته هم ووايي چې له خپلو څيرو څخه غم ليرې کړﺉ او خوښ اوسي:
چو مهمان خراباتې به عشــــــــــــرت باش بارندان!
که درد سرکشي جانان اگر اين مستى خمار دارد
په اوس مهال کې ديو فرانسوي ليکوال آڼدري ژيد يو خبره زما ډېره خوښه شوه چې په خپلو سوانحو کې يې ليکلې وه. : ځآن خوښ ساتل يو تش طبيعي احتياج نه دى بلکه يوه اخلاقي دنده ده يعنې زمونږ د ځانکړي او شخصي ژوند اغيزه يوازې پر مونږ پورې محدوده نه ده نورو ته هم سرايت کوي او يا دا چې زمونږ د درد او غم تپ نورو ته هم ورځي ، نو دا زمونږ اخلاقي وظيفه ده چې خپل ځان خپه نه کړو چې نور را سره خپه او خواشينې نه وي:
[1]- که د حشر په ورځ مې په ناصح لاس ورسي ژپه به ترې واخلم ځکه د اوږدې مدعا له پاره عجيب څيز دى.
[2] - ټول جهان مې لټا وه خو ته مې چيرته ونه موندلې بيا مې په خپل زړه کې وموندلې او له خپل تخرګ نه مې راوايستلې.
[3]- له ما سره دا ډار دى اى زړه چې ته مړ نه شې ځکه چې ژوند ستا له ژوند کولو نه عبارت دى.
افسرده دلى افسرده کنداجمن را
زمونږ ژوند يوه ائينه خانه ده دلته هره څيره په يو وخت کې په سوو وڅيري په دوړو کګړې ښکاري په مونږ کې د هر فرد ژوند تشه يوه انفرادي پيښه نه ده بلکه يوه اجتماعي او ټوليزه پيښه ده . د سيند پرمخ يوه څپه پيدا شي خو له دغې څپۍ څخه په سلګونو نورې څپۍ وزيږي. دلته زمونز هره خبره يوازې زمونږ نه ده مونږ چې د ځان له پاره څه کوو په هغه کې د نورو برخه هم شته ، زمونږ هيڅ خوښي مونږ نه شي خوښولى که زمونږ چاپيريال غمناکه او خواشينې څيرې ولري که مونږ خپل ځان خوښ ساتو نور خوښوو او چې نور مونږ خوښ و ګوري په خپله خوښيږي همدا حقيقت دى چې عرفي په شاعرانه رنګ ادا کړې دی:
به ديدار تودل شادند باهم دوســـــــــــتان تو!
ترا هم شادمان خواهم چو روى دوستان بينى
دا عجيبه خبره ده چې مذهب فلسفې او اخلاقو درې واړو د ژوند د معمى د حل کولو هڅه کړې ده او په درې واړو کې د ژوند پر خلاف رجحان پيدا شوى. په عامه توګه داسې تعليم ورکول کيږي چې څوک مړ زړى سپيره مخې ګرزي هماغومره مذهبي ، فلسفي او اخلاقي ګڼل كيږي . نو داسې ښکاري چې د علم او تقدس دواړو له پاره په غم لړلى ژوند يوه ضروري چاره ده . د ژوند تحقير او سپکاوى يوازې د يونان د کلبې فلسفې شعار نه وو بلکه رواقي او مشائي فلسفې له نظره هم همدا خبره ده ، نو دا نتيجه راووځي چې ورو ورو تروه ټنډه او مړاوى مړاوى کيدل د فلسفيانه مزاج څرګنده نښه او خط و خال دى . که د اخلاقو څخه د مذهبي طمانيت او خوښي او د مادي عياشې تصورات ليرې کړى شي نو بيا به هم د اخلاقو ټنډه په فلسفي سر کې تروه وي . د مذهب او روحانياتو په نړۍ کې خودوچ زهد او سړي طبعي بازار دومره تود دى چې له زهد او شيخۍ سره د خندانې څيرې تصور هم ممکن نه دى دينداري او ټنډ توب سره مراد في کلمې ګڼل شوي دي تر دې چې قا آني له مجبور تياويلي دي:
اسباب طرب را ببر از مجلس بيرون
زان پيش که نا گاه ثقيلى رسد از در
تاسو پوهيږې چې د ذوق د خاوندانو د طرب مجلس د تنګ زړو د زړو نو د تنګ ګوټ په څير نه دى بلکه ډېر پراخه دى چې نظامي ګنجوي يې داسې تصوير وي:
هر چه در جمله به آفاق درينجا حاضر
مومن وار منى و گبر و نصارا و يهود
خو په دغه پراخ جهان کې چې د چا ځاى نه وو هغه يوازې د وچو زاهدانو او شيخانو کنبدي شکله پګړې وې . که يوه پګړې هم راورسيږي نو ټول مجلس به تنګ شي. نو ځکه ځينو يارانو بې تکلفه له ناکامه ويلي دي:
در مجلس ما زاهد زنهار تکلف نيست
البــــــــــته توميگنجى وعامه نمى گنجد
دا رښتيا ده کومه مسئله چې جهان په ډېرو هڅو لا تر اوسه نه ده حل کړې هغه زه په څولطيفو نه شم حل کولاى خو دا ارو مرو بايد ومنل شي چې دلته له يو حقيقت څخه انکار نه شي کيدلاى او که له ځان نه يو تريو مخې فيلسوف ، زاهد او شيخ جوړ کړو مونږ ددنيا په ښکلاوو کې کوم بدلون نه شو راوستلاى که د جهان له ښکلاوو څخه د لمر له ځلاند تندي نه د سپوږمۍ له خندانې څيرېۍ نه د سترو له ستوروګکونه دونو له نڅا څخه د مرغيو د نغمو نه دروانو اوبو له شرهار څخه او د ګلونو له رنګينيو څخه چې دا هر يو خپله جلوه او ناز نخره لري کار وانخلو او په مړ زړه او په وچو شونډو په کې خوا شينې کښينو مونږ ددې کيناستو حق نه لرو له دې څوشيبو څخه هغه څوک برخه من دى چې په سينه کې غم لړلى زړه او په ښکاره ورين تندي لري له سپوږمۍ سره د سپوږمۍ په څير روڼ ځليږي له ستورو سره د ستورو په شان سترګکونه وهي او په ګلوکې ديو ګل په دود ځاى نيسي صايب څه ښه ويلي دي:
درين دوهفته که چون گل درين گلســـتاني
کشاده روى تر از راز هاى مســــــــتان باش !
تمييز نيک و بد روز گار کار تونيــــــــست
چو چشم آئينه در خوب وزښت حيران باش
ابوالکلام