د تېلو بادشاهان (۳۲برخه)

 
یو څوک باید له شاه سره خبرې وکړي
په واشنګټن او بل هر ځای کې د شاه پلانونه او تګلارې د دې لامل شوې چې د اندېښنو یوه سترڅپه او معامله رامنځته کړي. د ۱۹۷۴ کال د مارچ د ۲۹مه د ماښام په لومړیو کې، کیسنجر د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د تېلو د شرکتونو د مشرانو او لوړ پوړو مامورینو د اوچتې کچې د ناستې کوربه وو. دوی پر دې بحث کاوه چې د تېلو د بحران او د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې به د دوی را تلونکی ګام یا پلان څه وي؟ دا د بهرنیو چارو د وزیر د هغو ناستو پاستو وروستۍ هغه وه چې هغه د تېلو د کمپنیو له مشرانو سره تر سره کړه چې په دغه برخه کې د امریکايي حکومت تګلارې د دوی له اندېښنو سره همغږې کړي. د ټکسکو، د کلیفورنیا د ستنډرډ ایل، اکسون، مبایل، امیرادا هیس،  اتلانتیک ریچ فیلډ، کانټینېنټل ایل او د ګلف د تېلو د کمپنیو مشران په دغه غونډه کې حاضر وو. پر دوی سربېره د اولډ واشنګټن شرکت او مکلوی کمپنۍ استازو هم په دغه ناسته کې کډون کړی و.
دارنګه یو شمېر هغه حقوقي شرکتونو چې ده رامخې ته او په ګوته  کړې لکه : میل بانک، ټوییډ، هاډلې او مکلوي چې د تېلو د کمپنیو او عرب حکومتونو ترمنځ یې د تېلو په نوې لانجه کې منډې ترړې وهلې. کیسنجر د خپلو مېلمنو په ډاډه کولو پیل وکړ. د هغوی د خبرو اترو لیکلی متن داسې دی: « هغه نه غواړي چې هېچېرې ولاړ شي، بې له دې چې زما شخصي صف ته راشي. که دې خبرې تاسو حیران کړی، موږ به دا خبرې ودروو .... تاسو کېدای شي په دې پوه نه شئ چې په دغه ودانۍ کې دا څومره لویه لاسته راوړنه ده چې موږ او تاسو دلته په خورا مهمه مسئله پریکړه کوو . هغه خپل وچپیلۍ په معمول ډول تروش کړ او ښاغلي سایمونه ته یې ور وکتل چې  په دغه غونډه کې ناست وو.« تاسو هر یو په دې پوهیږئ، نه پوهیږئ؟ماته پام وکړئ او ووایاست  چې ښاغلی سایمون تاسو نه پیژنئ، ههههههههههههه له خندا شین شو، دا یوازینی شخص دی چې په  کرار کرار به پرې پوه شئ. بیا یې پسې ښه وخندل.»
وروسته له دې چې کیسنجر د تېلو د کمپنیو مشرانو ته د منځني ختیځ د سولې او  د روانو پیټرولي لانجو په اړه معلومات ورکړل، کیسنجر په دې پوه شو چې د تېلو د بیو په دوه چنده کېدو کې یو شی ډیر زیات شو: د تېلو مصرفونکو په لوېدیځ او بل هر ځای کې بیا د بهرنیو تېلو د وارداتو د پرېکولو په درشل کې و او د سختو محافظه کارانه ګامونو د پورته کولو په عملي کولو بوخت وو. دغو کلکو ګامونو د اوپیک د غړو هېوادونو لخوا د تېلو په چوکاټ او یا جوړښت  فشار ډېراوه او د تېلو د کمپنیو ګټو ته یې هم سخت زیان اړاوه. د تېلو د دغه پېچلي کارو بار په ترڅ کې چې  بیې لوړې وې، د انفلاسیون کچه ورسره لوړېده او په دغه دردمن حالت کې د تېلو مصرفونکو هېوادونو سختې هڅې کولې چې د تېلو له تولیدونکو هېوادونو سره د دې انرژۍ د تر لاسه کولو په اړه یو ښه مناسب تړون ته ور دننه شي. د تېلو اخیستونکي هېوادونه ډېر لېوال و چې د تېلو د قیمتونو اسناد بېرته  تر لاسه کړي او غوښتل یې چې د منځني ختیځ د تېلو د وړاندې کولو لاره د اوږد مهال لپاره خوندي او ډاډه کړي. په دې وخت کې تایوان له سعودي عربستان سره د تېلو د تصفیې په اړه د ترسره کړي تړون پر اساس تېل وغوښتل. پولینډ موافقه وکړه چې لیبیا ته د تېلو د صنعت وسایل او ټانکرونه ورکړي او په بدل کې به یې په ۱۹۸۰ م کال کې دغه هېواد ته د تېلو وراستول بېرته پیلېږي. ارجنټاین هم له لیبیا سره د تېلو د تر لاسه کولو په مقابل کې د غلې دانې او غوښې په بدل کې یوه معامله تر سره کړه.
فرانسه له عراق سره په خبرو اترو بوخته وه چې د ۲۰ کلونو لپاره یو تړون و رسره وکړي چې پر بنسټ به یې ۵،۶ میلیارد بېرله خام تېل پاریس تر لاسه کړي او له سعودي سره پاریس پر دې مسئلې خبرې کولې چې ریاض دې د وسلو او د تېلو د صنعت د برخې  د یو شمېر وسایلو په بدل کې د ۳ کلونو لپاره تېل ورکړي. عراق موافقه وکړه چې د امریکا کلک ملګري او په شمال  ختیځه اسیا کې پروت جاپان ته د یوه لس کلن تړون پر بنسټ په ورځ کې ۳۲۰ زره بېرله تېل ورکوي او د تېلو د بیې په خوا کې به  توکیو بغداد ته یو میلیارد ډالره پور ورکوي چې دغه هېواد د خپلو طبیعي ګازو د پروسس کولو، د تېلو دتصفیه کولو، د نفتي موادو د تصفیې فابریکې، د کیمیاوې سرې او المونیمو فابریکې پرې جوړې کړي.
د راکړې ورکړې دغو معاملو د نړۍ پر اقتصاد اغېز وکړ او هر چېرې د تېلو او نورو توکو بیې لوړې شوې وې. انفلاسیون لوړ شوی وو، ځکه چې د تېلو او نورو توکو بیې ډېرې لوړې شوې وې. دغه کار په تېرو دریو میاشتو کې چټک لوړوالی ښووده چې تر ټولو لوی لامل یې د تېلو د بیو د پورته تلو لومړنۍ اغېزې وې چې د بیو ددغه لوړوالي د سرعت کچه په کلني ډول د ۱۶ په سلو شاوخوا کې وه. دغه رپوټ د اقتصادي همکاریو او پرمختیا نړیوال سازمان ورکړی و.
د انفلاسیون د شاخوا ۳۰ په سلو کې پړه د انرژۍ پر بحران اچول کېده چې په اوتوماتیک ډول یې د هغو ټولو توکو بیو ته ټکان ورکړ او ور سره لوړ شول چې د تېلو له برکته تولیدېدل. په دې ډله کې کیمیاوي سره، پیترو کیمیاوي او صنعتي نساجي هم راتله. په ۱۹۷۴ کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د انفلاسیون کچه تر ټولو لوړې کچې یانې ۱۲ په سلو ته ورسېده. په لویدیځې اروپا کې د انفلاسیون کچه دوه برابره شوه چې په دې ډله کې په فرانسې او بلجیم کې ۱۶ په سلو کې په جرمني  او برتانیا کې ۲۴ په سلو کې، په اېټالیا کې ۲۵ په سلو کې، په ایسلنډ کې ۳۲ په سلو کې او په یونان کې ۳۳اعشاریه ۴ په سلو کې انفلاسیون پورته شو. په جاپان کې د انفلاسیون کچه ۲۴ په سلو کې لوړه شوې وه، خو تر ټولو زیات ټکان د انفلاسیون له کبله په ارجنټاین کې را منځ ته شو چې ۵۵ په سلو کې رپوټ شوه.
د تېلو ټکانونو دارنګه د دریمې نړۍ په ډېرو برخو کې د توکو قیمتونه ډېر لوړ کړل او هرې برخې ته یې ضربه ورکړه. د ټولې افریقا د ترلاسه کېدونکو تېلو ګډ ارزښت ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېده چې دغه بیه ۱۱اعشاریه ۴ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه او د صنعتي نړۍ له خوا ورسره مرسته وشوه. د اسیا په سریلانکا کې د وریجو درمندونه ۴۰ په سلو کې له منځه ولاړل، ځکه چې بزګرو باید د کیمیاوي سرې لپاره ۳۷۵ په سلو کې تر پخوا ډېرې پیسې پرې کړې وای. په ډېرو هېوادونو کې عامو فابریکو نور ژړا کولو ته مخه کړې وه او  د ګټې پرځای په تاوان چلېدې. د اجناسو  د راکړې ورکړې معاملې وضیعت نور هم خطرناک لوري ته بېوه. د امریکا د تېلو د کمپنیو مشرانو سمدلاسه یوه بله اندېښنه په ډاګه کړه: دوی وارخطاوو چې داسې نه شي دوی د خلیج د تېلو له مارکېټ څخه بیخي بهر کړی شي.  د ایکسونز د کمپنۍ مشر کین جمایسون، کیسنجر، سایمون او د هغوی سلاکارانو ته شکایت وکړ چې د ارامکو د تېلو د شرکت ډېر تېل اوس نورو هېوادونو ته د حکومتونو او حکومتونو ترمنځ د معاملو پر بنسټ ورکول کیږي. نو پر همد ې بنسټ موږ هغه تېل له لاسه ورکړل چې تر دې دمخه زموږ په واک یا کنټرول کې وو.د ګلف ایل د تېلو د شرکت مشر، بي ار ډورسي موافقه وکړه چې « د تېلو تولیدونکي دې په مارکېټ کې د تېلو بیې وټاکي.»
 جمیسون په ډاګه کړه چې «د تېلو د عرضې د مشکل پرتله د بیو ستونزه ډېره پېچلې او سخته ده. زموږ قضاوت دا دی هغه څوک چې په دې برخه کې ډېر لېواله دی چې د تېلو بیې دې لوړې شي هغه دا یران باچا رضا شاه دی.» هغه پر سپینې ماڼۍ ټینګار وکړ چې پر شاه فشار راوړي چې تېل په خپل ریښتیني قیمت وپلوري یا وړاندې کړي.
کیسنجر ور سره ومنله چې«هغه ډېر سخت انسان دی او فکر نه کوم چې فشار دې پرې اغېز وکړي، هغه سخته خو خوږه شیریني ده.» هغه زیاته کړه چې« سایمون د شاه په ګواښلو کې زموږ متخصص دی.»
د مباییل تېلو په نوم  د کمپنۍ مشر ویلیم ټاوولریس وویل:« که اعلان شوې بیې راښکته شي پر توکو د توکو په بدل کې تړونونه به هم را ټيټ شي. نو قیمتونه به په همغه کچه وي چې دوی توکي پلوري او دا به مناسب کار او بیه وي.» کله چې هنري کیسنجر پوښتنه وکړه چې څومره بیې کېدای شي را ټيټې کړئ شي، ټاوولریس ځواب ورکړ: «سایمون باید له شاه سره په دې اړه خبرې وکړي.»
 
کیسنجر د کمپنیو دغې ډلې ته ډاډ ورکړ چې هغه پلان لري  په دې اړه له شاه سره وویني « ژر به زه په دې موضوع تهران ته ولاړ شم.» خو هغه څه یې چې دغو مشرانو ته ونه ویل، هغه داوو چې نه هغه او نه هم ولسمشر نیکسون د ایران د تېلو پر پالیسۍ ډیر واک لري او  نه هم  د شاه د چلند پر بدلولو کوم فوق العاده اغېز لري.
ښاغلي جمایسون وویل:«سعودیان  لېوال دي چې د خپلو تېلو بیه را ښکته او خپل تولید لوړ کړي چې موخه یې د اوپیک د تېلو د وضع شوي نرخ را ټیټول او د تېلو مارکیټ په تېلو مالامال کول دي.
د امریکا د دفاع مرستیال وزیر ویلیم کلیمنټ، کیسنجر ته خبرداری  ورکړ چې :« په دغه معامله کې د شاه فیصل موخه د ایران د شاه وژل یا ضعیفه کول دي. هنري زه په ضمانت سره دا خبره کوم.»
« بله خبره داده چې سایمون د سعودي لپاره هرڅه دی: خو زه باور لرم چې سعودیان نه غواړي د تېلو بیې را کښته کړي بلکې یوازې غواړي چې مارکېټ کې د خپلو تېلو کچه او تولید زیات کړي او مارکېت بیا پر همغه خوا رهبري کړي چې دوی یې غواړي.»
د اتلانتیک د بډایه سیمو په نوم د کمپنۍ مشر رابرت انډرسون، په دې ټینګار وکړ چې د تېلو مارکېټونه ډېر ښه وو، خو چې شاه په دې برخه کې له خپلې بړستنې پښې اوږدې کړې خبره سر چپه شوه. دغه وروستۍ بیه چې سعودي عربستان وړاندې کړې بیا هم نسبتا د شاه پرتله ارزانه ده او داسې وړاندیز یې را مخې ته کړ چې د هر بیرل بیه به د ۹ اعشاریه ۵۰ ډالرو او ۵۰،۱۱ ډالرو تر منځ وي، خو د شاه  لخوا  له تېر د ډسمبر میاشتې راهیسې هر بېرل تېل په ۴۰،۱۷ ډالرو پلور ل کیږي چې د سعودي بیې د پام وړ کمې دې. کوېټ خپل خرڅلاو د اوس لپاره بند کړ، ځکه چې داسې رپوټ ورکړل شو چې د هر بېرل تېلو بیه  د ۸ اعشاریه۵۰ او ۱۰ ډالروترمنځ  ټاکل شوې. هغه تېل چې د ایران د خرګ له جزیرې څخه  وتل په منځنۍ کچه د ۳۰۰ زره بېرلو څخه په ورځ کې کم وو. د تېلو مارکېټ په را غورځېدو شو او داسې نښې نښانې را ښکاره شوې چې که حالات همدا ډول روان وي نو کېدای شي د تېلو بیې را ټيټې شي. خو دبیو د لوړ والي چاره په مصنوعي ډول د شاه له خوا ساتل شوې وه او موخه یې داوه چې خپل عواید ډیر او له واشنګټن څخه د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د نورو پوځي وسایلو او پوځي سیستمونود اخیستو لپاره پیسې تر لاسه کړي .
جمایسون او د هغه همکارانو د ولسمشر نیکسون پر ادارې  ټینګار کاوه چې د توکو یا اجناسو د مبادلې پر ځای له سعودي عربستان او ایران  سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون ته ور دننه شي. په دې کې د امریکا د متحدو ایالتونو مالي ګټه نغښتې وه  چې د تېلو د تولیدونکو هېوادونو اقتصادي تکیه په واشنګټن باندې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاته کړي. د دفاع مرستیال وزیر ښاغلي کلیمینټ وویل چې « دوه اړخیزې معاملې د دواړو خواوو په ګټه دي، ځکه چې شته منابع موږ ته په اسانه بشري قوه، وخت او پیسې په لاس راکوي چې پر بنسټ یې تړونونه اسانه په لاس راځي.» دوی کولی شي دغه کار په اسانه ترسره او خپل هدف تر لاسه کړي . . . . که موږ دا کار په ډېر جدي ډول پیل کړو او د ټېکنالوژۍ، صنعت او دغه ډول نورو شیانو پر مټ دا کار مخته یوسو، نو هغه څه به موږ تر لاسه کړو چې په دې برخه کې ممکن وي، نور ترې دې زیات څه نه شو تر لاسه کولی. خو د امریکا د متحدو ایالتو، ایران او سعودي عربستان تر منځ دری اړخیزې معاملې به واشنګټن ته ډېره ګټه ولري. د بېلګې په توګه دوی به په اسانۍ د یوه او بل د اقتصاد په ستونزو او د مرستو له برخو خبر شي چې څه ډول پرمختیا لا نوره هم ښه کړي او دارنګه به د تېلو د بیې د ټاکلو یا د تېلو د خرڅولو په مسئلې کې هم هر څه یوه او بل ته روښانه وي چې تهران او ریاض تېل په څو خرڅوي او امریکا يې په څو ترې اخلي. د امریکا متحده ایالتونه به دارنګه وکولی شي د خپل مالي وضیعت د ټیکاو لپاره په میلیاردونو ډالره په اسانه خلیجي هېوادونو ته ورکړي او د خپلو توکو د ورسولو له درکه به میلیاردونه ډالره نور تر لاسه  او د خلیج له هېوادونو سره د خپلې سوداګرۍ انډول لا نور ډېر ښه کړي.
د مبایل ایل په نوم د شرکت مشر ټاوو لریس ومنله چې دا کار ګټور دی.هغه وویل:« زه فکر کوم چې د ۲ هېوادونو لا زیات تړل کېدل یو ښه چانس دی چې تاسو د تېلو یو مناسب قیمت له خپل اړوند ملګري ترلاسه کړی او له کبله یې د تېلو بحران را کم شي.»
د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کینیت روش چې په دغه ناسته کې حاضر و خپل نظر داسې په ډاګه کړ: « د اجناسو د تبادلې معامله او د  دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون، دواړه به د تېلو د لوېدیځواخیستونکو صنعتي هېوادونو او د تېلو د تولیدونکو تر منځ روابط پراخ کړي او ډېرو امریکايي وګړو ته به زمینه برابره کړي چې هلته د کارو بار لپاره ولاړ شي. هغه دا فرضیه هم نا سمه وبلله چې د سیمې د تېلو تولیدونکو هېوادونو ته به زموږ د خلکو او مامورینو زیاتېدل د دې لامل شي چې موږ دوی ته بیخي ورنږدې شو، بلکې زه بیخي برعکس فکر کوم، هغه دا چې کېدای شي دا امکان زیات وي چې زموږ د نفوذ ډېرېدل په دغو هېوادونو کې امریکايي ضد احساسات زیات کړي.»