هغو هېوادونو ځان په خپله وښود چې د نازیزم ملاتړ کوي

امریکا متحد ایالتونه، کاناډا او اوکرایین هغه یوازېني هېوادونه وختل، چې د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې په غونډه کې یې د پرېکړه لیک د هغې مسودې په مخالفت رایه ورکړه، چې روسیې وړاندې کړې وه او د نازیزم د اتل کولو د هڅو غندنه کوي. د دغه لاسوند تصویبول، په راتلونکي کال کې، په دویمه نړیواله جګړه کې د بري د ۷۰ –یمې کالیزې له لمانځل کېدو سره تړاو لري.
د روسیې له خوا د پرېکړه لیک د وړاندې شوې مسودې په پلوۍ، د ملګروملتونوټولنې له ۱۹۳ هېوادونو څخه ۱۱۵ هېوادونو ملاتړ وکړ. یوازې دریو هېوادونو – کاناډا، امریکا متحدو ایالتونو او اوکرایین مخالفې رایې وکارولې. ۵۵ نورو پلاویو، چې د اروپایي اتحاد پلاوی هم پکې دی، د دغې مسألې په تړاو د خپل نظر له څرګندولو ډډه وکړه.
د پرېکړه لیک متن خپور شوی او په انټرنېټ کې یې هرڅوک لوستلای شي. هرڅوک یې چې ولولي، پر دې به پوه شي، چې په هغه کې « تر اوبو لاندې تیږې » نشته. د ساري په توګه، دغه پرېکړه لیک د هولوکوست د نفي کولو هڅې غندي، او ددې بلنه ورکوي، چې د نژادي توپیر د ټولو بڼو د له منځه وړلو په تړاو د نړیوال تړون عمومي تصویبېدل او اغېزمن عملي کېدل بسیه کړي. د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې په پرېکړه لیک کې د نازیزم د غورځنګ او د « وافېن-اس اس » د سازمان د پخوانیو غړو د اتل ښودلو په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده. د « وافېن-اس اس » سازمان – دا د نازیانو جنګي ساتونکې ډلې ټپلې وې، چې په واقعیت کې « هټلري ګارډ » ورڅخه جوړ شوی و. د دویمې نړیوالې جګړې په کالونو کې دغه ډلې ټپلې نه یوازې له المانیانو، بلکې له لاتیشانو، استونیانو، لیتوانیانو او اوکرایینیانو جوړېدې. دغو ډلو ټپلو د هټلریانو له خوا د نېول شوو هېوادونو د ولسي وګړو په وړاندې په خپل ډېر بې رحمانه چلند خپل نوم « ځلولای » و.
دا ټول هرڅه د هغو آرونو پر بنسټ ولاړ دي، چې د دویمې نړیوالې جګړې تر پایته رسېدو او په نیورېنبرګ کې د نازیانو د پوځي جنایتکارانو او د جنایتکارې، انساني ضد ایډیالوژۍ په توګه د هټلریزم تر محاکمه کېدو وروسته په ملګروملتونوټولنه کې تصویب شوي دي. خو په وروستیو وختونو کې په یو شمېر هېوادونو کې له دغو آرونو سرغړاوی کیږي. په اوکرایین کې د ملي ګارډ پوځیان په خپل یونیفورم کې مات صلیب، چې د فاشستانو نښان دی، ګرځوي. په پریبالتیک کې له فاشیستي نېواګرو د ژغورون ورځ د ملي ویر ورځ اعلان شوې ده. دغو او زیات شمېر نورو فکتونو د مسکو او د نړۍ د زیاتې برخې اندېښنه راپیدا کړې ده. یوازې کیف، اوتاوا او واشنګټن یې په غم کې نه دي. د روسیې فدراسیون د پارلمان د مشرانو جرګې د بین المللي اړیکو کمېټې مرستیال رییس اندرې کلیموف په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې زیاتوي:
امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او اوکرایین د داسې هېوادونو « درې ګونې » جوړه کړه چې خپل واقعیتونه لري او دغه واقعیتونه یې له بین المللي واقعیتونو سره توپیر لري. د کاناډا دریځ د پوهېدا وړ دی. په دغه هېواد کې اوسیدونکي اوکرایینیان د کاناډا د مشرتابه پر دریځ زیات اغېز لري. خو د امریکا متحدو ایالتونو، چې په هټلري ضد ټلواله کې هم وو، د نیورېنبرګ د محاکمې په چمتو کولو او سرته رسولو کې یې هم ګډون درلود او په وروستیو لسیزو کې یې هم په خوله د هټلري ایډیالوژۍ پر ضد مبارزې ته خپل ژمنتوب ښوده، خو د برک اوباما په واکمنۍ کې یې له حده پښه اړولې ده. امریکا اوس له افراطي ناسیونالستانو، د اوکراییني نازیزم د سروال باندېره له پلویانو او د « وافېن اس اس » د سازمان له اولادې سره په یوه مورچل کې ولاړه ده. دوی د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې په غونډه کې د خپلې رایې په ورکولو د همدغه واقعیت پخلی وکړ.
د اوکرایین ولسمشر پیتر پاراشېنکا په ډاګه دا خبره کوي، چې هېواد یې له روسیې سره « هراړخیزې جګړې » ته چمتو دی. هراړخیزه – په دې معنا چې په جګړه کې به هر کار او هرې لارې ته لاس اچول کیږي. دغه ایډیالوژي او ترمینالوژي په ښکاره هټلري رنګ او منځ لري. خو اروپا، لکه په ۱۹۳۰-مو کالونو، سر په شګو کې منډلی او پټ کړی او په دې هیله ده، چې بې له دې به خبره سره خلاصه کړي، او دا به غلې د خپلو ګټو غم وخوري. دغه ډول اوښمرغیز سیاست ښې پایلې نه لري. سناتور اندرې کلیموف د دغه خبرداري د ورکولو په ترڅ کې زیاتوي:
همدغه ډول سیاست په خپل وخت کې خبره د دویمې نړیوالې جګړې اور بلېدا ته ورسوله. اروپایانو یرغلګر هڅاوه، دوی داسې فکر کاوه، چې د هټلر په هڅولو او ټپولو به دوی شوروي اتحاد په خپل ځای کېنوي. خو دوی په خپله دغه لوبه دومره ډوب شول، چې په وروستي حساب کې نېږدې ټول په هټلري نېواک کې ولوېدل. په تأسف سره باید ووایو، چې تاریخ تکراریږي.
لږه موده پخوا هم داسې ښکارېده، چې د دغې موضوع په تړاو پوښتنې باید نه وي. فاشیزم مات شوی، او ان د تېرې پېړۍ په منځنیو کې د ټولې متمدنې نړۍ له پلوه غندل او رټل شوی. خو په عمل کې داسې ښکاري، چې نن، پر فاشیزم باندې د بري د ۷۰-یمې کالیزې په درشل کې، د هغه د بیا راژوندي کېدا بهیر بیا په خوځښت راغلی. او داسې ځواکونه هم شته، چې ملاتړ ته یې چمتو دي.
د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې د پرېکړه لیک د روسیې له خوا د وړاندې شوې مسودې موخه ټولو هېوادونو ته د دې ور یادول دي چې دغه ډول سیاست کار کوم ځای ته رسولای شي او د نیورېنبرګ محاکمې پرېکړه نه ماتېدونکې ده. موږ دغه خبره نن په دې یادوو، چې کېدای شي سبا یې یادول ناوخته وي.
سرچینه: د روسیې غږ