د مقاله لیکنې لپاره څو لومړني ګامونه

 
لومړی؛ کار آسان پیل یې ګران وي، هڅه وکړئ چې د موضوع په اړه د خپل ذهن یو جاج واخلئ، خپل د قوت ټکي او د پوهې ساحه مشخصه کړئ چې په کومه برخه کې ډېر پوهېږئ او یو څه ویلو ته لرئ.
دوهم؛ لنډ لنډ نوټونه ولیکئ، یو لنډیز جوړ کړئ، وګورئ چې بېلګې او مثالونه په کوم ځای کې راوړئ، دا هغه وخت دی چې لومړنۍ خاکه یا ډرافټ چمتو کولای شئ. له دې مه وېرېږئ چې ستاسې کار به تر نورو ډېر غوره وي او که نه؟، هڅه وکړئ چې هغه څه چې په ذهن کې مو دي ولیکئ، وروسته کولای شئ بیا بیا یې وګورئ، تېروتنې لیرې کړئ.
درېیم؛ هڅه وکړئ چې لیکنه مو په درېیو برخو وویشل شي؛ الف، معرفي، چې په دې یوه پاراګراف کې به هڅه کوئ خپله موضوع او لیکنه لنډه معرفي کړئ. ب، اصلي بدنه، چې په دې برخه کې به په موضوع بحث کوئ او بېلګې به راوړئ. ج، پایله، چې دلته به د خپلې لیکنې پایله او خلص نتیجه وړاندې کوئ.
څلورم؛ مشخص بحث وکړئ، هغه پوښتنې چې د موضوع په اړه ستاسې په ذهن کې شته خپله تحلیل کړئ، بیا له یوه مشخص لوري او نظره بحث پرې وکړئ. هڅه وکړئ چې هر څه چې لیکئ ستاسې له استدلال سره مرسته وکړئ او له موضوع لیرې لاړ نشئ. دغه راز لږ تحقیق او سرچ هم وکړئ چې څرنګه کولای شو چې یوه غوره مقاله ولیکو.
پنځم؛ هڅه وکړئ ریښتيني اوسئ، د موضوع په اړه مو چې هر څه په ذهن کې وي ویې لیکئ، ریښتیا ووايئ، هڅه مه کوئ چې فکر وکړئ هغه څه ولیکئ چې ځینې لوستونکي يې لوستل غواړي هغه څه ولیکئ چې پرې پوهېږئ او حقیقت دی. فیډبک او نظر اخیستلای شئ، خو هڅه وکړئ چې دریځ او غږ مو خپل وي.
شپږم؛ د اوډنې، ګرامر او نورو تېروتنو لپاره خپله مقاله په پای کې په ډېر غور او دقت سره ولولئ، ټولې تېروتنې سمې کړئ، لیک نښې له یاده مه باسئ، دا ډېره مهمه ده چې ستاسې مقاله باید هم له محتوايي نظره او هم له لیکني نظره له تېروتنو خالي وي.