
هغه راز چې ما ورته اشاره وكړه، ډېرګران تمامېږي، خو د هغه د ارزښت په وړاندې به يې بيه بيا هم خورا ټيټه وي. څوك چې په قصدي ډول ددغه راز په لټه كې ندي، په هېڅ قيمت نشي كولى چې هغه كشف كړي. دا راز په خيرات كې چاته نشي وركول کېدای او نه هم د پيسو په بدل كې ترلاسه کېدی شي. یاد راز په دوو برخو وېشل شوى او يوه برخه يې د هغو كسانو په لاس كې ده چې دې ته تیار دي.
راز هغه چاته چې عملي كولو ته يې چمتو دی، په ښه شان مرستندوى واقع كېږي. زده كړې پدې پورې تړاو نلري. هغه مهال چې زه لا زېږېدلى هم نه وم، دغه راز د توماس اې. ايډيسن لخوا كشف شوى و. ایډیسن په خورا هوښيارۍ له دغه راز څخه ګټه پورته كړه او سربېره پر دې چې په ښوونځي كې يې يوازې درې مياشتې زده كړې كړې وې، د نړۍ د سترو مخترغینو په سر كې يې ځان ته ځاى خپل كړ.
دغه راز د ښاغلي ايډيسن د يوه سوداګريز شريك لخوا هم كشف شوى و. هغه هم ترې پوره ګټه پورته كړه او كه څه هم په كال كې يې يوازې ۱۲ زره ډالر عايد درلود، خو يوه ښه فرصت لاس وركړ او په داسې حال كې چې لا ځوان و، له سوداګرۍ څخه تقاعد شو. تاسې به د هغه كيسه د لومړي څپركي په لومړيو كې پيدا كړئ. دا به تاسې ته دا انګېزه دركړي، چې شتمني له لاسرسي څخه لرې شى نده، تاسې كولى شئ هغه څوك و اوسئ چې هيله یې لری. هغه ټول كسان چې ددغه راز د كشفولو جوګه دي كولى شي، د راز له بركته پيسې، شهرت، خوښي او د ژوند ټول نعمتونه ترلاسه كړي.
زه څنګه پدې شيانو پوى شوى يم؟ تاسې به ددې پوښتنې ځواب د كتاب تر بشپړولو مخكې پيدا كړئ. ښايي تاسې دا ځواب د كتاب په لومړي څپركي يا وروستي مخ كې پيدا كړئ.
كله چې ما د ښاغلي كارنګي په غوښتنه د كتاب د چمتو كولو لپاره شل كلن زيار ايسته، ما سلګونه پېژندل شوي كسان تر څېړنې لاندې ونيول، ډېرو يې اقرار وكړ، چې دا هر څه يې د ښاغلي كارنګي د راز كشفولو په پايله كې ترلاسه كړي دي. ددغو كسانو په منځ كې پېژندل شوې څېرې په لاندې ډول دي:
هنري فورډ، ويليم ريګلي جې آر، جان واناميكر،
جيمز جې. هيل،
جارج ايس. پاركر، اي.ايم. سټاټلر، هنري اېل. ډوهرټي،
سايرس ايچ. كې. كرټس، جارج ايسټمن، تيوډورټ روزويلټ، جان ډبليو. ډيويس، ايلبرټ هوبارډ، ويلبر رايټ، ويليم جيننګز براين، ډاكټر ډېوړ سټار جارډن، جې. اوډجن ارمر، چارليس ايم. شواب، هارس ايف. ويليمز، ډاكټر فرانك ګانسالوس، ډانيال ويلرډ، كنګ ګيليټ، رالف اې. ويكس، جج ډانيال ټي. رايټ، جان ډي. راكيفيلر، توماس اې. ايډيسن، فرانك اې. وانډرليپ، اېف. ډبيليو. وولورت، رابرټ اې. ډالر،
ايډوارډ اې. فايلين، ايډوين سي. بارنيس، ارتر بريسبين ،
ووډرو ويلسن، ډبليو ايم. هاورډ ټافټ، لودر باربنك، ايډوارډ ډبليو. بك، ايلبرټ ايچ. ګيري، ډاكټر الكسنډر ګراهم بل،
جان ايچ. پاټرسن، جوليوس روزنوالډ، سټارټ اسټن ويير،
داكټر فرانك كرين، رج ايم. الكسنډر، جې. جي. چاپلين،
هان. جننګز راينډالف، ارتور ناش او كلارنس ډارو.
دغه څو نومونه د هغو سلګونو پېژندل شويو امريكايانو د اقتصادي او نورو لاسته راوړنو ښكارندوي دي، چې د كارنګي په راز پوى شوي او لوړو پوړيو ته رسيدلي دي. ما داسې څوك لا ندي ليدلي، چې ددې راز په كشفولو سره يې د خپلې خوښې ډګر كې د پام وړ برياليتوب نه وي ترلاسه كړى. ما داسې هېڅوك ندي ليدلي، چې د راز له كشفولو پرته يې ځان يو ځاى ته رسولى وي او يا دې له يوې بلې لارې شتمن شوی وي. ما د دغو دوه واقعيتونو په توضيح كولو سره دا هڅه كړې چې وښيم دغه راز خورا مهم دى، ځکه د زده كړو د نه درلودلو په صورت کې هم یو څوك ځان ته غوره لار ټاكی شي.
دغه ليکنه په هميانۍ کې هم خپره شوې ده