
چې اشنا زما ترڅنگ نه وي ملگرو!
هغه ورځ د ورځ په رنگ نه وي ملگرو!
په روغ زړه د عاشقۍ خبرې نه شي
چې خوړلى يې خدنگ نه وي ملگرو!
مخ د يار به مخامخ پکې ښکارېږي
که هنداره د چا زنگ نه وي ملگرو!
بې تاثيره به له شعره پاتې نه شي
په سينه کې يې که سنگ نه وي ملگرو!
د ساده په څېر به پاتې وي په لارکې
په کوم چا کې چې غورځنگ نه وي ملگرو!
٢٩/٠٦/١٣٨٥
دوه سرکه - حيدرخېل _ خوست.