د تېلو بادشاهان (۳۱برخه)

 
سرچپه لوبه
 
نوی پړاو: د ایران د شاه او امریکايي چارواکو ترمنځ په دغه اړو دوړ کې  سعودیانو ثابته کړه چې ډېر انسان خوښونکي دي او د واشنګټن وړاندیز ته لېوالتیا لري. د مارچ د میاشتې په لومړیو کې ولسمشر نیکسون شاه فیصل ته د یوې لویې معاملې وړاندیز وکړ په دې شرط چې د تېلو بندیز پای ته ورسوي او د ریاض او واشنګټن تر منځ د نویو اړیکو فصل پرانیزي. که سعودي د تېلو صادرات له سره پیل کړي، د تېلو تولید ډېر کړي او د تېلو د بیو د ښکته کېدو لپاره کلک ګامونه پورته کړي، نو د امریکا متحده ایالتونه  تیار دي چې د شاه فیصل اوږدمهالې تمې او هدفونه پوره او ورسره جلا جلا نظامي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي.
د مارچ په ۷ نېټه کیسنجر وړاندې شوی تړون د دفاع وزیر بیل کلیمینټس ته تشریح کړ:« موږ تاسو ټول اوس باید د سعودي عربستان سره د معاملې په اړه فکر وکړو. ما له باچا  فیصل سره په دې اړه کار پیل کړ. موږ باید له سمې موقع سمه ګټه پورته کړې وای او موږ غواړو چې له هغه سره نظامي او اقتصادي ماموریت ترسره کړو .... دې کار له موږ څخه ۳ او ۴ اونۍ نور وخت غوښت چې په دغه برخه کې مو یو کار یا معامله تر سره کړې وای. موږ نه غواړو چې په دې برخه کې کومه وېره یا اندېښنه ووینو . د شاه فیصل دغه نظریه خوښه شوه او غواړو چې په دې برخه کې مخته ولاړ شو.» هغه زیاته کړه چې سعودیانو د تېلو له بندیز څخه ښه درس اخیستی و. دوی کېدای شي دا کار بیا تر سره کړي، خو هېڅکله به هم له نورو عربي هېوادونو سره یو ځای دا کار ونه کړي.»
کیسنجر نیکسون ته د مارچ په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ تېلیفون وکړ او هغه ته یې وویل: « ښاغلی  ولسمشره؛ لکه چې تاسو پوهیږئ موږ له سعودیانو سره دوه اړخیز تفاهم ته رسیدلي یو او د دوی ځواب ډېر په زړه پورې دی او لېوالتیا په کې احساس کیږي. په واقیعت کې بیخي ډېره علاقمندي موجوده ده چې زه په کې ډېره مرسته نه شم کولی، خو په دې باور لرم چې دا لېوالتیا او تصمیم به د تېلو په بندیز خامخا اغېز وکړي.
ښاغلي نیکسون ورته وویل:« بالکل دا همغه څه دي چې موږ یې غواړو او هیله لرم چې پر همدې بنسټ له سعودیانو سره معامله تر سره شي.»
کیسنجر ورسره موافقه وښوده : « بالکل: د سعودي شاهي کورنۍ هم همدا غواړي چې هم له موږ سره نظامي اړیکې ولري او هم اوږد مهالې اقتصادي اړیکې . . . .  اوله ستراتیژیک پلوه به د امریکا د متحدو ایالتونو ژمنه  دا وي چې له سعودي عربستان سره، د عراق او په سویلي یمن کې د هغوی د دښمنانو پر ضد  مرسته وکړي.»
ولسمشر وویل: « په کورنیو چارو کې به هم ور سره مرسته کوو»
کیسنجر ورته وویل:« هو، بالکل دا سمه، دا ځواب به ډېر حیرانونکی وي.»
هغه  وړاندیز چې  ولسمشر نیکسون او د بهر نیو چارو وزیر کیسنجر د سعودي مشرانو ته وکړ ډېر ځانګړی وړاندیز و، خو که یې په مناسبه بیه د  تېلو  تولید له سره پیل او بازار ته یې تېل وړاندې کړل نو واشنګټن به د سعودي له واکمنو سره مرسته وکړي چې په کور دننه خپل سیاسي مخالفین وځپي او په بهر کې هم خپل ایډیالوژیک دښمنان له منځه یوسي. د ریاض او واشنګټن  په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شو او یو لړزونکی بدلون په کې را منځ ته شو. ددغو سیاسي تحولاتو په منځ کې نور داسې باور را منځ ته شوی و چې شاه نورله بنسټ پالو څخه د خلیج له تېلو دفاع نه شي کولی. امریکایانو وغوښتل چې تر هغه له سعودي عربستان څخه ملاتړ وکړي چې هغه وکولی شي د ځان دفاع په خپله وکړي. د امریکا متحدو ایالتونو دا لاره غوره کړه چې نېغ په نېغه د سعودي عربستان په کورنۍ حکومتولۍ، بهرنۍ تګلارې او اقتصادي پرمختیا کې ورداخل شي. شاه فیصل هڅې پیل کړې چې له امریکا سره یو ښه پیاوړی تړون را منځ ته کړي. په همدې ورځ په تهران کې په همغه شېبه چې دولتي چارواکو دا خبر واورېده چې  سعودیان غواړي له نیکسون سره تړون تر سره کړي، ایراني باچا خپل یوه مېلمه ته وویل چې وارخطايي مه کوئ« واشنګټن په ذکي یمني باندې تکیه وکړه، خو په سلګونو یمنیان به دغه مراسم ګډوډ کړي.» دده هدف د یمن له اوسېدونکو وو چې له سعودي سره په لانجه بوخت وو.
  د مارچ په ۱۸ نېټه په ویانا کې د اوپک په یوه غونډه کې د تېلو بندیز پای ته ورسول شو. سعودیانو اعلان وکړ چې ډېر ژر به
د دوی خپلو تېلو تولیدات یو میلیون بېرله په ورځ کې نور هم زیات کړي. کله چې په همدغه ناسته کې ایران د تېلو په بیه کې د۵ په سلو کې د پورته کېدو وړاندیز وکړ، د سعودي د تېلو وزیرښاغلي یمني وویل ډېر ژر به سعودي عربستان د اوپک له ټولنې بهر او پرېکون به ورسره وکړي. د ناستې او ټولنې نورو غړو او استازو په دې اړه قهرجن غبرګون وښود، خو ددې وس یې نه لاره چې د نړۍ د تېلو دغه ستر زبر ځواک او د تېلو شتمن هېواد له دغه ډول یوه پلان څخه را وګرځوي او له دې یې منع کړي چې خپلې منابع د دوی پر ضد ونه کاروي.
یوه اونۍ وروسته د سعودي عربستان د تېلو تولید بېرته هغه پخواني نور مال حالت ته ور وګرځېد چې  له بندیز دمخه روان  و. سعودی یو ځل بیا د هغه مهال په څېر  په ورځ کې ۸ اعشاریه۳ میلیون بېرله تېلو تولید پیل کړل. د سعودي د تېلو وزیر شیخ یمني اعلان وکړ چې ریاض غواړي د خپلو تېلو د تولید کچه پراخه او د ۱۹۷۵ کال په وروستیو کې  په ورځ کې ۱۱اعشاریه۲ میلیون بېرله تېل بازار ته وړاندې کړي چې د اوسنۍ کچې پرتله ۳۷ په سلو کې لوړتیا په کې ښکارېده.
د تېلو د بندیز اغېزو او هره میاشت د اعلان شویو ۵ په سلو کې د تېلو د تولید کموالی د دې لامل شو چې په یوه ستر تړون تمرکز وشي او نور بحثونه په دغه مسئله تر سره شي. د تېلو بندیز په لومړي پړاو کې د امریکا متحده ایالتونو او هالنډ ته متوجه و، ځکه چې همدغو ۲ هېوادونو له اسراییلو کلک او پراخ ملاتړ کاوه. د لوېدیځې اروپا دولتونه او جاپان د تېلو له بندیزونو مستثنا وو، ځکه چې دوی په بیړه د منځني ختیځ له حکومتونو سره شخصي معاملې بندې کړې او داسې اعلامیې یې خپرې کړې چې په کې عربانو ته د ډاډ ورکولو هڅې شوې وې او له اسرا ییلو غوښتنه شوې وه چې نیول شوې عربي سیمې بېرته خوشې کړي. پرتګال، رودیسیا او سویلي افریقا هم د عربي ټولنې لخوا د تېلو د بندیزونو په لست کې شامل وو. د تېلو څو نور تولیدونکي لکه ایران، وینزویلا او نایجیریا  له دغې ستونزې او خلا څخه ښه ګټه پورته کوله او دوی د عربانو د تشې د ډکولو لپاره د خپلو تولیداتو لوړولو او د بیو د پورته کولو له لارې په سلګونو میلیون ډالره زیاته ګټه تر لاسه کړه.  په عراق کې صدام حسین هم د خپل هېواد د تېلو تولید لوړ کړ او داسې استدلال یې کاوه چې د تېلو بندیز د امریکا او د سعودي طرحه ده او غواړي چې اروپآيي هېوادونه او جاپان ضعیفه کړي او تکیه یې نوره هم د امریکا پر متحدو ایالتونو زیاته شي.
پر همدې مهال لکه چې د تېلو د برخې تحلیل کونکي ډانییل یارګین داسې اشارې ورکړې چې« په ورځ کې د ۵۵ اعشاریه۸ میلیون بېرله تېل د ازادې نړۍ لخوا مصرفیږي او  ۹ په سلو کې کموالی په کې د دې لامل شوی چې د تېلو کمبود پراخ او په مارکېټ کې حالت نور هم سخت کړي، ځکه چې د تېلو مصرف او اړتیا په ډېره بیړه په کلني ډول ۷اعشاریه۵ په سلو کې زیاتیږي. »  په مارکیټ کې د اضافي تېلو د ساتنې د وړتیا نشتوالی او یوازې د څو میلیون بېرله تېلو د تولید کموالی په نړیواله کچه د تېلو عرضه ګډه وډوي. وحشت، احتکار او غیر معیاري حکومتي هڅې هم ددې باعث شوې چې د تېلو د کموالي  په ناورین کې مهم رول ولوبوي.