ازاد تجارت یا Free Trade

 

 
ازاده سوداګري یا ازاد تجارت د تجارت له لارو یا موډلونو څخه یو موډل دی،  چې د هیوادونو ترمینځ په ازاده  راکړه ورکړه بې له کوم محدویت ( ګمرکي تعرفې او مالیې ) باندې ولاړ دی چې نورو تجارتي موډلونو سره یې توپیر دا دی چې د هیوادونو ترمینځ د توکو اندازه ( تخصیص ) د جوړونکې هیواد توکو قیمت پر بنسټ ټاکل کیږي چې عرضې او تقاضا ریښتوني څرګندونه کوي.
د ازاد تجارت تړون د ازادو تجارتي سیمو یو له اساسي او اړینو نقطو څخه ده ، چې ازاد بازار هم هغه ازاد اقتصادي نظام دی چیرې چې پیرودونکې او پلورونکې بې له کوم قید او شرط څخه یو بل سره راکړه ورکړه کوي،  او هیڅ ډول جبر او زور شتون نلري د ازاد تجارتي سیمو هیوادونه خپل خلک ازاد پریږدي او تولید کوونکې په خپله خوښه او اړتیا په پام کې نیولو سره تولید پر مخ وړي او دولت د قیمت ټاکلو او تولید محصول کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي چې د ازاد تجارت ځیني ځانګړتیاوې عبارت دي له :
ـ  د توکو ازاده راکړه ورکړه ( د ګمرکي تعرفو او نورو موانعو څخه خالي )
ـ بازار ته نیغ په نیغه لاس رسی درلودل
ـ د ازاد تجارت ضد پالیسیو نشتون
ـ بازار معلوماتو ته لاس رسی
ـ ازادې کاري قوې شتون
ـ د پانګې ازادانه حرکت
په پخوا زمانو کې د هیوادونو ترمینځ راکړه ورکړه به د سیاست په انډول کیده چې ډیویډ ریکارډو او اډم سمیت د انډول اقتصادي سیاست لمړني مخالفین ګڼل کیږي. ځکه اډم سمیت ازاد تجارت د هیوادونو د تمدن پراختیا سبب باله او کورډل هال ازاد تجارت د سولي او پرمختګ بنسټ ګني .
همدارنګه اډم سمیت د ازاد تجارت ارزښت په اړه لیکي :
(هر لرلید  ډوډی راوړونکي شعار دادی چې هیڅکله د هغه شي تولید فکر په کور کې دننه مه کوی کوم شي لګښت چې له بهر څخه دننه زیات وي ).
کچیرې یو بل هیواد د هغه توکو چې مونږ ورته د کور دننه اړتیا لرو، د ارزان تولید وړتیا ولري بهتره ده مونږ یې هیواد ته تیار شوي توکي راوړو او خپل ټول فکر د هغه توکو په تولید کې ولګوو چې نظر نورو هیوادونو ته اغیزمنتیا ( مثمریت ) ولرو .
ډیری اقتصاد پوهان پورتني استدلال مني خو دې سره دا فکر هم لري :
کچیرې یو هیواد ددې وړتیا ولري چې  د بل هیواد ټول اړین توکي په کم لګښت تولید او نورو هیوادونو ته یې ولیږي،  خو په دې وخت کې به د مقابل هیواد فزیکي قوه ( کارکوونکي ) بې کاره پاتې شي او هیواد به پر بهرني تولیدي اقتصاد ولاړ پاتې شي چې نتیجه کي به د هیواد کورني تولیدي اقتصاد زیان وویني .
ازاد تجارت وروسته پاتې هیوادونو او مخ پر ودې هیوادونو دپاره ځینو ګټو سره ځیني زیانونه هم لري، کورني تولیدات په ازاد بازار کې د کیفیت او قیمت له کبله سیالي نشي کولای چې دې سره کورني تولیدي توکي بازار له لاسه ورکوي، او کورنی کارخونې شنډې او کارکوونکي یې کار له لاسه ورکوي .
همدارنګه هغه زیرمې چې په هیواد کې شتون لري بهرنیو پانګوالو ته لاره هواروي چې خپل هیوادونو ته یې په ډیر کم لګښت سره خام توکي ولیږدوي او بیا په لوړه بیه تیار شوي توکې همدغو وروسته پاتې او مخ پرودې هیوادونو ته صادر کړي .
افغانستان پشان وروسته پاتې هیواد ته اړیتا لیدل کیږي چې تر هغه مهاله  چې خپل کورنی تولیدي افتصاد یې پر خپلو پښو ودریږي له مخلوط اقتصادي سیستم څخه ګټه واخلي .
پر هغو توکو چې کور دننه یې تولیدات ناشوني یا په لوړه بیه تولیدیږي کم ګمرکي تعرفې وضع کړي، چې دې سره به د مالیاتو تر لاسه کولو له امله یو اندازه خپل ورځنیو کړنو دپاره بسپنه ترلاسه کړي، او هم به خلکو ته اړین توکي ورسیږي .
پر هغه توکو چې کور دننه یې تولید په کمه بیه تمامیږي پر ورته توکو واردولو باندې لوړې ګمرکي تعرفې وضع شي تر څو کورني تولیداتو سره په بازار موندني، بازار کې پاتې کیدو او زیات خرڅلاو کې مرسته کړي وي.
هغه کورنیو تولیداتو ته چې اغیزمنتیا یې نسبت بهرنیو هیوادونو توکو ته زیاته وي د صادرولو لاره هواري کړي .
د کور دننه تولید شوي توکو ساتلو دپاره اړین ګامونه پورته شي ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې لازمه ګټه واخیستل شي چې ښه مثال يې زمونږ تازه میوي او زراعتي توکي دي، چې په خپل وخت کې یو من تر سلو افغانیو لوړ نه وي خو ګاونډیو هیوادونو ته صادریدلو او هلته ذخیره کیدو وروسته همدغه داخلي زراعتي توکي بیرته هیواد ته رالیږدول کیږي او یو من تر 400 افغانیو لوړ ځي چې دې سره هم د دولت او هم د عام ولس اقتصاد زیان ویني .
نظر افغانستان کوردننه شته ستونزو ته چې مسلکي ګارګر، کور دننه لویې کارخونو نشتوالی، امنیت ، بریښنا او ځمکه چې کارخونو اساسي اړتیاوي دې شتون نلري، مالي او اقتصادي پالیسي ستونزي لري ، ګمرکي او نورې مالي، ادارې پر فساد ککړې دې نو په داسي وخت کې ازاد تجارت ته تګ به یوازې زمونږ د ځکمې لاندې طبیعي زیرمو له لاسه تګ څخه بل څه نه وي، نو لازمه ده چې د اوس دپاره افغانستان ازاد تجارت له پالیسي څخه لرې پاتې شي ترڅو خپلې زیرمي او کارکوونکو دپاره شته کاري زمیني خوندي وساتي .