اې زما خاورې      

 
زما دردمنې خاورې
زما غمجنې خاورې
مه بخښه دوی مه بخښه
دا تور مخې مه بخښه
چا چې ته خرڅ کړي یې
چا چې شرمولي یې
چا چې ته ویشتلي یې
چاچې ته داغلي یې
چا چې ژړولي یې
دوی نه دا خبره هیره ده
چې په تا کې دي پیدا
په تا کې به ښخیږي
دوی به تا کې خاورې کیږي
مه بخښه دوی مه بخښه
دا تور مخي مه بخښه
 
نقیب الرحمن لکڼوال